مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د رييس غروب


د اداري مجلس د پيل څخه مخکې عمومي او واړه مديران په لوی دهليز کې داسي سره را ټول شوي وو لکه مچان چې په خوږه ګوړه را تاووي په خبرو لګياوو
د خدماتو مدير جلندر خان لاس پر ديوال تير کړ او ويې ويل :
پوره وهنه شوي ده ګورۍ لاس سپيره کوي
د ساتنې او څارنې مدير صديق خان پرته له دې چې خبره جوړه کړی په ناجوړه کلماتو د خدماتو مدير جلندر خان ته په پسخند وويل:
کانټين، دومره لوی کانټين څوک په دوه سوه په کرايه ورکوي د يوې کڅوړې شرينک بيه ده .
د هريوه له خيرې مالوميده چې غوښتل يې د خپلي پاکي د اثبات لپاره اسناد ولري نو يو بل ته يې په شکمنو سترګو کتل .
دا شوي هغه شوي خبري کرار کرار تودې شوې د يو بل خطاب سرحد ته ورسيدې او ټول په کې را ګير شول .
په دې وخت کې جناب رييس صيب تشريف راوړ او ټول مديران لکه د شاتو مچی ورپسې د رييس دوتر ته ننوتل او رييس په خپل ځانګړ ميز تر شا کيناست او غونډه پيل شوه:
لومړۍ اجندا د موسسي د شاو خوا ځمکې د اجارې په هکله وه چې د ساتنې او څارنې مدير پوري يې اړه لرله د ارشيف او خدماتو مديرانو ګډ سنګر نيولی وو غوښتل يې هغه برملا کړي نو د ارشيف مدير د شف شف نه تير شو او په پسخند سره يې وويل:
د مدير صيب خولۍ بيا په غوړو کې شوه تاسو يې دا په سپينه ږيري ډسکو جامپر چې په ليکل شوی دی ( ای لف يو) وګوري، پوهيږي! د چا نه يې اخيستي دي؟ وګوری وګوری!
ټول مديران د ساتنې او څارنې په مدير داسي په غوسه وو ته به ويل د دوی برخه يې خوړلې ده نو د ارشيف د مدير په خبرو يې زړونه تش شول او ټول مجلس په خندا شو.
د ساتنې او څارنې د مدير ژبه په خوله کې وچه شوه. د املاکو مدير جمرود چې د ساتنې او څارنې د مديرحريف وو داسي وويل:
محترم صديق خان! ووايه، هغه تلويزويون دي به ياد دی؟
د موسيسې د معاون نوراجان لخوا د ميز د سر زنګ ته ګوته ور وړه او و رسره يې وويل:
-مستند، مستند
د محاسبې مدير هم د دې لپاره چې ځان پاک وښيي د ساتنې او څارنې مدير ته وويل:
هغه سليپر بوټ دي څه کړی وايي ديرش زره يې بيه وه !؟
د ساتنې او څارنې د مدير په تندي خولې لکه مرغلري ديخوا هاخوا لغړيدې حريفانو راګير کړی وو نه پوهيده کوم مستند شی د غونډې حاضرينو ته وړاندي کړي ديخوا هاخوا ټول حريفان يې تر نظر تير کړل خو د خدماتو د مدير چپليو يې سترګې وبرېښېدې، نو د واره يې د هغه په پښو و رټوپ کړل او په دواړو لاسو يې هغه د ميز سره ته را پورته کړې او په خندا خندا يې وويل:
وګورۍ دا يې مستند ( ووايم چې له چا نه يې اخيستي دي ) د خدماتو مدير په څوکۍ کې لويدلی وو او پښې يې پر ميز پورته وې ژيړ ژيړ يې د غونډې غړو ته کتل او د غونډې د غړو سره يې په وقفه يې توګه خندل.
د کارمندانومدير هڅه کوله خپل کميس په کرتی کې پټ کړي د محاسبې مديرخپل ديپلومات د ميز لاندي ورو ورو په پښه تيله کاوه د سوانح مدير خپل کمر بند سست کړ چې پايڅې يې نوی کلوشې پټي کړې رييس هم ورو په خپل دسرو زرو ګوټې ښی لاس کيښو خو د رادو ساعت ښوبيني يې سترګې وتخنولې نو ورو يې کيڼ لاس تر ميز تر شا کړ د دريشي انګريږي ټوکر يې هم ورته مشکوک ښکاره شو نو کرار کرار يې د ميز تر شا غروب پيل کړ تر ستوني تر ميز تر شا پټ شو چې قره قلۍ خولۍ ته يې پام شونو غروب يې تکميل شو. ا جندا لا نه وه تمامه شوې چې رييس صيب د ميز له شا نه زنګ ته ګوته وروړه او د ميز له شا نه يې ږغ پورته شو:
بلا مو وواهه د خندا مړ کړم. غونډه ختمه شوه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery