مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پایلوڅ بنګ حبیب الله


تکنده غرمه وه دوه کلیوال هلکان د شپیشتو پر بار خرو سپاره د مامتې څخه کور ته رهی وه د مصری یو فری یې یو او دوېم فرد یې بل داسې کوی:
احمد اخوندزاده چي یوه ډبره وه د غره
نامي چپک لالودی چي اقرار نه کوی
فیض الله د منارې چي اوس لا بندی دی
یو امین جان بل داود جان د ناخونی دی
تور بنا د ښکا پوردروازی عجبه نامی دی
د ګوش خانی شاماد نامی په هره لاره
سردار نورزی بیا څومره غښتلۍ ازلي دی
به صفت ارزی دا نینۍ مشهور سړی دی
دا نور ماد بیا بیشکه توریالی دی
بل کلاچه کي حسام الدین قصاب په نام دی
د کاڼی کلک د ده خواجې رمضان دی
د سرپوزی عبدالاحدعجب جنګی دی
عبدالله د پیرپایمال خورا نامی دی
غوثوکاکړ د دغه ښار عجب زمری دی
....
دې نارو زه ډیر لیری بوتلم خورا لیری او بې اختیاره زما له خولې هم ووته:
احمد اخوندزاده چي یوه ډبره وه د غره
نامي چپک لالودی چي اقرار نه کوی





د سهار وږمې د شاه آغا د نغارو انګازې آن د ارغنداب تر شنو باغو رسولی چي په اورېدو به یې نازک پوستو انارو وخندل او ځینو به لا له شوق او سوزه خپل ګریوان څیری کړ او دوه څاڅکي وینه به یې توی کړه. د باغونو تر منځ په تنګو کږو وږو لارو کي به پر بودګانو سپرو او پلو ، سپین ږیرو، ځوانانو، تور سرو او کوشنیانو به پښې لا چابکي کړې د ایخ ایخ ، هی هی ... ږغونه، دوړې ، دربی او اوازونه به لوړ شول تا به ویل لکه چي نغاړې وایي:
...ژر کوه . ژرکوه ، هله ژر شه
چا به سپین سرې بوډۍ په خره تړلی وه . چا تلتک او نیمڅی پر شا او د چا کوشنی غوټه تر ملا ، د چا ناروغ پر شا او چا د دروږ له ښکرو نیولی او د زیارت خوا ته یې کشوی. د چا پسې به په دوړو ککړ، لوڅي پښې کوشنیان روان وه په کوشنیانو به د زیارت د شنو ګونبزو په لیدو له خوشالۍ چیغی ګډي شوې او په ځغاستا ځغاستا کي به تیت او پرک شوله خو د خپلو مشرانو په نارو به چي یې ویل:
هلکو لاسونه سره ورکړی!
نو سره به یو ځای شوله او لاسونه به یې سره ونیوله.
... هلته پیر ملنګ کچکول پر سر نیولی په يوه پښه څرخېدی اوږدوغوړو څڼو یې سترګې ورپټی کړی وې او سپینه اوږده ږیره یې له چرخېدو سره باد تار تار کوله د ملنګ له خولې نه چي ږغ یې ناست وی د اللهُ اللهُ سندره په سختی سره راوتله ان د شاه مقصودي امیل د ډبرو کړیچی به سمه د موسیقی نغمه ورسره ږغوله . څلور و خواوته یې چارزانو ناستو ځوانانو کړی ( حلقه) جوړه کړی وه او د اللهُ اللهُ په ویلو یې سرونه کښته پورته غورځوله ، یو نیم به لا له ډیري جذبې اوږد اوږد وغږید او له خولې به یې ځګونه راغلل.
ګنه ګونه وه هرې خوا ته د دعاګانو درودونه ، د واویلاو نارې ، د دردونو زګیروی، د کوشنیانو ژړا وی او ځغاستی ، ددروږو ړمباړی، د بودګانو شیشنی او هنګا د نهیلیو اسویلو د اللهُ اللهُ نارو....
‎ټوله فضا ډکه کړی وه . شور ماشوروو. څوک ناست وه چا رنګه ټوکران پر شناختو تړل ، چا په په پټه خوله او سترګو د دعا لاسونه آسمان ته لپه کړی وه څوک پراته وه او خوب یې پوره کاو ه، څوک نغارو ته ولاړ وه او ځینو نور و بیا له زارت وروسته مېلې ته روان وه .
لږ ها خواته د زیارت تر شا د غره په پراخه لمن کي د درختو تر سایي لاندی د اوبو د شر شری ته نږدی سرې جوزجاني غالۍ اواری وې چې څلورو خواوته یې د صوفی چیټ کوربچې او بالښتان پراته وه په منځ کي یې د ناوی په شان په مریو سینګار شوی غټ چلم چي خدای دی مې غاړه نه بندوی سر خانه یې پاو- نیم پاو په وار تمباکو نیول او شنه او زرغونه زومبکان یې پر ځړیده او څنګ ته یې په هیندارو سینګار شوی د تمبکو جعبه پرته وه ، د غالیو تر څنګ یو څو تنه ځوانان ناست او ولاړ وه او داسې ایسیده چي چا ته سترګې په لار دی . مېله وه هری خواته ځوانان را ټول شوی وه ، بنډارونه وه او خپلې خوږې او ترخې سره کولی کټوی باندی وې او د انارو او انګورو کوارچې هره خوا ته پرتی وې ، ځینو بیا پسو نه الویل او کبابول او د چایو توری چایجوشی او سماوارونه د اور له زوره ایشیدی،
ملک اتاوالله چي چارخول یې له لیری ښکارېده له خپلو نوکرانو سره لاره څارله . د کوم یوه په لیدو لږ وارختا شو او خپلو نوکرانو ته یې وویل:
هغه دی راغله!
نوکرانوژرخپلې لنګوټې سمی کړې او لاس په نامه هرکلی ته ودرېدل،یو ځوان چي اوږده ترخیصی کمیس څخه یې د پښې بوجولکې ښې لیدل کېدې ، د اوږدې صدرۍ له پړسیدلی جیب څخه یې د نسوارو کډو چي تل یې د شا بازار د بابک نسوارو خرڅونکی له شا بټل څخه ډکاوه، له لیری ښکارېده، شپړه یې یوی خوااو سیلاوه یې بلی خواته له کمیسه لاندی تر ملا ځړیده، په یوه لاس یې د کمیس لمن د عادت له مخی مروړلې نیولې وه او بل لاس یې لکه ښه روزل شوی اولدار په زوره کښته پورته غورځاوه، د توری لنګوټی شمله یې تر بوجولکو رسیدله او خپله هم د شملې خوا ته کوږ کوږ تی تا به ویل ګواکی د شملې وزن یې سر دېخواته کوږ کړی دی او یا غواړی و ګوری چي شمله یې څنګه پر مځکه کښیږی. په داسې حال کي چي چارآشه موچڼې یې په پښو، خامکی پټو ورپسی څکېده راورسید، له سلام او روغبړ وروسته لکه د تل په شان په د وو ګوتو کیناست. په داسي حال کي چي خپله اوږده لمن یې پر ځنګونو راکښله د سترګو له کونجو یې ناست میلمانه یو وار بیا تر سترګو تیر کړل. ددی نری، ښایسته او غنم رنګ ځوان په لیدو سره چي غټو سرو سترګو او ګڼو بریتو یې څیرې ته خاص هیبت او جذب ورکړی وو د نوکراو نو تر منځ پوښتنې او کونګوسې پیدا شوی . ملک ورو هغو ته وویل:
دا بنګ حبیب الله دی .
کپه نظر ماد چي غټی لنګوټې یې لکه سایبان پر مخ سایه کړی وه پر آس سپور له دوو پاپیانو سره راورسید، چي د کرک کڅوړه یې په لاس او خردوم یې تر ملا تړلی وو ، له آسه راکښته شو ، آس یې د ملک نوکرانو ونیوی له سلامه او روغبړ وروسته پر دوو ګوتو کیناست او لمن یې لکه نورو پر زنګونو راکش کړه.
په هم دې ډول شین کریم هم پله کش راغی د بوټو د ایستلو د ځای سره ودرید، خاورې یې په پښو وشندلې، اسمان ته یې وکتل او په خپله خاصه لهجه یې وویل:
شین یم شین آسمانه!
دی هم له سلام او روغبړ وروسته کیناست.ګود ګوډ ،ګوډ عبدالاحد چي ډ ‌یرو ټپو له کبله خلاص خلاص تی هم راورسید او تر سلام او روغبړ وروسته کیناست.تا به ویل دا ټوله دا یوه ټولګۍهم صنفیان دی . پوخۍ صالح ماد چي د لنګوټې شمله یې ورپسې څکېده او یو ښکلی ځوان حاضر باش ورپسې وو. تبرزین یې تر ملا تړلی وو کوږ کوږ راورسید همداسې خښته خدای رام ، احمد اخندزاده....
یو د بل پسی راورسیدل . دوه تنه نوکرانو د چلم په ډکولو اخته وه د ملک شاو خوا د ځوانانو چي هغوی هم د غښتلتوب دعوا کوله ناست وه خو نورو د هغه هلکان ګڼل ځکه ازمایل شوی نه وه د ملک د خولې وه او تل د ملک پسې وه د نورو پسې روان ځان ته غښتلی نشوای ویلای نو ځکه د هغو پر خبرو او کړو وړو د نورو خندا راتلله. په دی وخت کي دوه پخوانی نامیان غوثو او نینی فقیر چي سپني ږیرې او لوڅي پښې وه راورسیدل. غوثو د یخی کولنګ د نینی پیش قبضه تر لمن لاندی تړلې وه د مجلس یارانو چي تر اوسه چا ته نه وه دریدلی د دغه دوو غښتلو نامیانو د هر کلي لپاره ودریدل. دوی سپین ږیرو، سیدانو او علماو ته زیات احترام درلوده دا د زمریانو په شان غښتلی نامیان چي په زرو لښتو او سلو چړو به یې د خولی آخ نه وته او نه یې تر ځان بل باتور لیده نن یو ځای را ټول شوی وه هر یو یې د وسپنی یوه کلا د ډبرو یو غر د ځنګله یو زمری اود میړانې یو پهلوان او د غیرت بې تاجه باچاهان وه.نن د میړو او نه میړو، د ټینګو او سستو د نامیانو او بګیلانو د زمریانو او چغالانو تر منځ د سیالۍ او امتحان میدان وو . نو ځکه ټول چوپ وه او ستر ګې له کونجو یې میدان او یاران څارل د مېلې ډیرو ځوانانو دا باتوران پېژندل نو هره شېبه یې په سا نیولی ټوګه د یوې پیښې انتظار کاوه دادو چي ځان یې نامی باله او د ملک نوکر وو ملک غوښتل دی په نورو نامیانو وپیژنی نو ډک شوی چلم ته د سکروټې دراوړلو لپاره له ځایه پورته شو، ناستو کسانو دی څاری چي دی بیا څه کوی؟
د ادو هم لکه دا نور کوږ کوږ له اوږدې شملې سره د اور خواته ورغی او هلته یې د اتشګیر پر ځای په ګوتو سره سکروټه واخېستله د نامیانوو مجلس و مستی ځینی کېده او وینه یې په جوش راغلی وه په داسې حال کي چي سکروټه یې په لاس کي لکه بوجلې چي ښکېلی ښوروله ، او په غروره یې خندل کوږ کوږ د چلم خواته خرامان خرامان روان شو د ملک خوله نه ټولیده او نور نوکرانو یې له خوشالۍ په کالو کي نه ځاېده او نه پوهېده څه وکړی؟؟!
څه چل وشو چي سکروټه یې له لاسه ولویده لاس یې وسو؟ که تر تاثیر لاندی راغی؟ یا نظر شو؟ یا یې هم پام نه وو؟ خو دا کار په داسې یو محفل کي د زغم وړ نه وو تر اوسه ټول چوپ وه یو هم نه پوهیده چي له کومه ځایه یې پیل کړی. غیبت دوی نه کوی دا یې د کم اصلو خلکو کار باله او د ځان صفت یی د نامردانو کار ګڼه دوی مرګ قبلوی خو دغه القاب یې نه ، د بنډار یارانو لکه چي برق چي نیولی وی ، یوه جټکه وخوړه! لکه له خوبه چي کښینستلی وی وارختا شول لاس او پښه شول، چورت یې واهه چي دا څنګه بې عزتی یې وشوه؟؟؟ دادو لا پوه شوی نه وو چي ملک یې له خاورو خاکه کړی وو. نو په چټکی د لوېدلی سکروټې خواته کوږ شو خو افسوس د نامیانو میدان یو وار وو لکه نننۍ لوبې بل چانس یې نه لره کټو په یو وار ماتیده او ماته شوه، کپه نظر ماد چي نږدی ورته ناست وو هغه یې په چپلاخه ووهه وار یې له مخه کړ لوېدلې سکروټه یې په خپلو شونډو پورته کړه او په خپله پښه یې کیښودله. د ملک غړی وتښتیدل پر تندی یې د د خولو سیلاب رامات شو او لکه هغه پهلوان چي د حریف په یوه لینګته یې شا مځکې ته رسیدلی وی مات شوی وو ځکه د زمریانو په محفل کي چغالانو ته ځای ورکول د زمریانو سپکاوی وو د غښتلتوب نوم ته دوکه وه او نامیانو ته ښکنځل وه . چي دا بیا د تحمل وړ نه وه.
بنګ په بریتو کي وخندل دا درېیم وار وو چي بنګ په بریتو کي خندل :لومړی ځل درې میاشتی مخکی چي محمد اکبر کومندان تبدیل شو او نوی د امنیی کومندان راغی بنګ همداسي خندلی وه
�... د امنیی زاړه کومندان د تسلیمی په وخت کي نوی کومندان ته داسې ویلی وه: ما منطقه د غلو او لوچګانو نه پاکه کړی ده نور هر څه چي کوې خو په څو نامیانو غیرتمندو به غرض نه لری بیا یې نوی کومندان د دې نامیانو د لیدو لپاره د هرات بازار خواته بوتی هلته د یو سماوار مخی ته یو کرک ځړېدی د امنیی کومندان کرک ته ګوته ونیوله او ویې پوښتل:
- دا کرک د چا دی ؟
هیچا ځواب ورنه کړ .کومندان بیا ږغ کړ:
دا کرک د چا دی؟
د سماوار له پایه یوه تن په بې پروایي سره ناری کړه:
دا زما ده زیاته!
کومندان په لوړ ږغ وویل:
- خبر نه یې چي کرکان بند دی ؟!
- صایب زه یې پاس لرم زیاته !
- څنکه یې پاس لری؟
د سماوار له پایه یوه سیلاوه راوغوځوله شوه ورسره ږغ سو:
- دغه دی پاس یې زیاته !
زاړه کومندان نوی کومندان ته وویل :
یو یې دا دی: مهتاب الدین آغا نومیږی !
بیا د سالو خان چمن خوا ته ولاړل هلته یو ځوان د چرسو په څکولواخته وو .
کومندان هغه ته ورنژدی شو او ورو یی ورته وویل:
-خبر نه یې چي حکومت چرس بند کړی دی ؟
- خبر یم زیاته مو ستره په دی پای کي � دا یې تکیه کلام وو�
- نو ولی چرس څکوی ؟
- کله صایب دا فقیری بوټی دی موستړه په دی پای کي .
کومندان اولدار ته ږغ کړل:
هلکه هغه کومندانی ته بوځه!
په کومنداني کي یې هغه په یوه زاړه میز پریستی او شپز سوه لښتی یې پر ملا او پښو وواهه خو د ځوان له خولې اخ هم ونه وت.
اولدار ستړی شو، د نوی کومندان وار شو،نوی کومندان هم په ډیرو وهلو ستړی شو او حیران پاته شو چي دا څنګه انسان دی ؟!
په هم دی چرتونو کي پر څوکۍ کیناست او د چایو پیاله یې خولې ته پورته کړه. ځوان سر راپورته کړ او نوی کومندان ته یې وویل :
- کومندان صایب نور څوک نه شته چي ملا راوګروی؟
نوی کومندان ورو زاړه کومندان ته وویل:
یو یې دا دی بنګ ، پایلوچ بنګ حبیب الله!
نوی کومندان مخ د بنګ خواته کړ او ویې ویل:
ځه زمریه! زما په کومنداني کي هر څه چي کوې کوه یې ازاد یې!
بنګ له زاړه میز څخه پورته شو لمن یې کښته کړه سیلاوه یې تر ملا وتړله پټو یې د تل په شان له یوه کنجه راکش او ایله څوکه یې تر اوږې ورسوله او په داسې حال کي چي پټو یې ورپسی څکېده او شمله یې مځکې ته رسیدله کوږ کوږروان شو . د تلو په وخت کي یې زاړه میز ته یو وار بیا وکتل سر یې وښوراوه او په بریتو کي یې وخندل لکه اوس �

....د کباب بوی د ناستو خلکو سږمې وتخنولې، خو کپه نظر ماد او غوثو په خبرو اخته وه له پښې یې د کباب بوی پورته کیده او جز جز څاڅکی څاڅکی یوه یوه اوښکه ترې څڅیده څوک دی چي سکروټه د نظرماد له پښې لیری کړی؟ او څوک دا جورت لری چي ورته ووایي؟
تر سکروټی لاندی یوه تڼاکه پيدا شوه د تڼاکې سترګه کرار کرار لویده تا به ویل غواړی دا ټول شوی نامیان یو ځای وګوری خو د لیدو تاب یې رانه وړ او وچوله او سکروټه یې لیری وغورځوله.
له شاو خوا څخه د میلې د خلکو او نیمچه ځوانانو چي په درختو کي ناست او لیری ولاړ وه د دوی سیل یې کاوه بې اختیاره نارې پورته شوی:
د مور شیدی دی شه!
دا نارې ټولو واوریدی او خوند یې ورکړ خو په ملک یې خولې را ماتی کړې.
د احمد اخند زاده تنده په دې کار هم ماته نه شوه ولاړ شو له جیب څخه یې د نسوارو کډو راویستی، یوه خوله نسوار یې خولې ته واچوله د سماوار خواته ولاړ، کمیس یې وایست ، او جوش سماوار یې چي همداسې خوټیده پورته کړ او په خپله راسته وږه یې خالی کړ د بدن وېښتان او پوستکی یې له اوبو سره توی شول او دود یې له بدنه پورته شو .بیرته یې کمیس واغوست ، د نسوار یې تواو بېله دی چي څه ووایې پر خپل ځای کیناست.
- دا د نامی زوی بیا ګوره!
د مور شیدی!
واه واه نامی!
نارې او چیغې بیا اسمان ته پورته شوی، عجبه فضا وه، ټوله چوپ وه، د چا چا ستر ګې له تعجبه راوتلی وې، څوک څوک هېښ پېښ پاتی وه ،چا لا ګوته په خوله کي نیولی وه، د چا چا زړونه په یخ شول ،د چاچا بیا زړونه وچول.
لکه چي د بنګ تنده په دې هم ماته او زړه یې یخ نه شو. د ملک د تندی د خولو او د دادو چغال چي چم یې د زمریانو کاوه خو خر بې غیرته وو او ځان یې پایلوچ باله او د پایلوچانو نوم ته یو داغ وو، په لیدو یې زړه نور هم جوش وکړ او ولاړ شو.
ټول حیران ول چي دی بیا څه کوی ؟
بنګ ولاړ سو خپل اوږد کمیس یې ویستلو ، د تاوتاو شوی د یو تان پر توګ یې چي د پرتوګاښ پر ځای یې واګی وراچولی وې او سر بیره یې په نازک زنځیر هم تړلی وو مالوم شو په ټول بدن کي یې جوړ ځای نه لیدل کیده خو د نس د پرهار کوکونو یې چي لا تازه وه فکر شو:
�...د کاکو غلام فاروق په باغ کي د یارانو بنډار وو چي هر کال به دا بنډار د بنګ لخوا جوړیده او د پایلوچانو تر منځ به د غښتلتوب آزاده سیالۍ کیده ،دوه دوه اخته وه د سیالۍ کوم کوم ریفری او حکم نه درلود . دوی په په خپله فیصله کوله کوم یو چي به نوریې د لوبې د دوام توان نه درلود.
د سلا م دی تا ته باداره!
په ویلو به تسلیم شو.
هلته دوه په پټوانو کي سرونه پټ کړی وه او یو بل به یې د بوزی په ښکر او نیره سره وهله.
تر هغو به دا لوبه کېده چي یو به بیتابه شو او سر به یې لوڅ کړ نو بیا به د هغه بل تابع ګنل کېدی، دلته بیا دوه دوه نورو کمیسونه ایستلی وه او جوش کړی هګۍ یې په بغلو کی نیولی وې د هر یوه څخه به چي هګۍ ولویده نو و هغه بل ته تسلیم شو. د دوو نورو بیا ډبرې غور ‎ځورلې او سرونه یې ورته نیولی وه هر یو چي به سر بچ کړ نو لوبه به یې بایله او هغه بل ته به د سلام دی تا ته باداره په ویلو به تسلیم شو. دوو نورو به بیا د تبۍ لاندی اوربل کړی وو او لوڅی پښې به پری ولاړ وه .
بنګ، تور قادر او شوړ غلام رسول پر چلم بنډار کوی. د تور قادر سترګې پر یو هلک چي پر خره سپور وو او ځان یې پورته پورته کاوه، غوښتل یې چي له ونې څخه زردالو وشکوی له خولې ووتل:
واه واه نانیه ځان وشلوه !
په بنګ دا خبره بده ولګېده، نو یې مخ قادر ته ورواړاوه او ویي ویل:
دا دی بده خبره وکړه موږ هم کشران لرو زیاته موستره په دی پای کي !
خبرو تاو واخېست.
بنګ ورته وویل :
-زما هغه ورځ نه هیریږی چي زما د کریم سره جنګ و او ته د سیلاوې سره زما مرستې ته راورسېدې زیاته موستړه...
قادر ورته وویل :
- زما هم انډوال یې کنه نو درسره کتلی به مې وای.
ددې لپاره چي غوسه یې سړه شی. دواړو سرونه په پټوانو کي پټ کړل او یو بل یې دومره په نیره او جوالدوز سره ووهله چي پټوان یې په وینو تک سره شول .



(د کریم او بنګ د کرک پر سر شخړه شوی وه بنګ د کرک شوقی و، کرک یې جنګ ته تیار کړی و ټوله ورځ یې هغه په لاس کي کښته پورته هاخوا دېخوا کوی چي جنګ ته تیار سی، د جنګ نه یوه ورځ مخکی یې هغه ته تر سهاره بېدار خوابی ورکړه او سهار د لمانځه وخت یې دوه ساعته خوب ته ایله کړ او بیا یې وږی تږی او له خوبه ګیچ او سر بداله د جنګ میدان ته یووړ او د کریم له کرک سره یې جوړه کړ.
میدان د کرک بازانو خورا ګردی شوی وو له هری خوا نارې پورته کېدی:
- ایله یې که !
- لاسه مه وروړه !
- دېخوا ته یې که!
-مابین ته یې که!
- بنګ یې وهی!
-کریم یې وهی!
- کریم یې وهی!
.شاباش په سترګه یې واهه!
. له سر یې ټینګ ونیسه د نامی زو!
د شرط تړونکو بیا نارې وې:
-څلور په یوه !
-درې په درې !
.......
د بنګ کرک چي د بې خوبیه ګیچ و، یوه موښکه یې د کریم دکرک په سترګه ولګېده او چي دویمه مښوکه یې غورځوله د کریم کرک په تښتیدو شو
کریم د خپل بګېل کرک سر په دوو ګوتو له تنې جلا کړ او خالی کڅوړه یې پر مځکه وویشتله . بنګ ته یې بد بد وکتل او پر مځکه یې تو کړل بنګ ورسره کله کله شو او کرار یې ورته وویل:
- ماښام به د غړندوکي بابا زیارت کي سره ګورو !
پاته مو ستړه په دې پای کي
کریم ورته وویل :
- سمه ده زیاته بزاتره !
ماښام چي بنګ د غړندوکي با با زیارت ته ورغی د کریم تر شا څو اندیوالان ولاړ وه، خو تور قادر هغوی لېدلی وه نو سیلاوه په لاس د بنګ مرستې ته راورسید، د کریم اندیوالان تر شا شول .
بنګ ږغ وکړ:
- وار کوه زیاته مو ستړه ...
کریم ورته وویل:
وار ستا دی زیاته بزاتره!
بنګ په غوسه ورته وویل:
- پوهیږی زیاته مو ستړه په دی پای کي!
- زه چغال نه یم چي اول وار وکم خرنا ځوانه وار کوه!
کریم په خپله شپړه د بنګ نس ورڅیری کۍ د بنګ کولمی لاندی توی شوی بنګ خپله سیلاوه د کریم په سینه کي ورښخه کړه، او هغه د اخ په ویلو پر مځکه ولوید. بنګ خپلي کولمې بیرته په نس ننه ایستلې ، ملا یې ټینګه وتړله او کور ته د قادر په مرسته ولاړ
بنګ له چورته راووت�
بنګ پړ مخی پریوت او د ملک نوکرانو ته یې چي چرس یې پخول وویل :
-راشی زما پر شا چرس پاخه کۍ !
د بنګ پر شا بلکه جوړه شوه او د چرسو پخول پیل شول ،هر وار به سیر- دوسیره تلی تاوېده تر هغه چي چرس وچیدل د بنګ پر شا اور بل وو .
هلکانو، ځوانانو او نورو چي دوی یې لېدل او څارل په رډو رډو ستر ګو یو بل ته کتله، یو وار بیا :
- د مور شیدی بنګه!
- نامی د نامیانو یې!
- د هغه مور ...... چي تا نه منی!
زوږ او شور پورته شو او هغه وخت اوج ته ورسید، چي چرس پاخه شول او بنګ وداریدی خپله لمن یې ایله کړه او خپل پر ځای کیناست داسې ارام کیناست تا به ویل چي هیڅ نه دی شوی .ملک او نوکرانو یې ډېر کوشني شوی وه .په دې وخت کی چلم سر شو خو دا بل ډول چلم و، یو کش یې ښه ځوانان له پښو غورځوله او همدا علت و چي د ملک نوکرانو یوه یوه ځان ایسته او څوک چي پاتی وه هغوی مازی خوله پر ایښوله، او کوم یوه به چي دود کش کۍ بیا به په ټوخه ټوخه شوه دا ټوخی به د موسیقی بڼه ونیوله،
یو ساعت کي یوه سر خانه پوچه نه شوه نو استاد عبدالرزاق خیاط ته دی وضعی چندان خوند ورنه کړ، چلم ته ور ولاړ شو د چلم سر خانه یې تازه کړه او په چپه سږمه یې له چلم د زړه نه د اخلاصه قورونه ویستل، دې قورونو مېلمنو ته څه ان چلم ته یې لا خوند ورکړ او سر خانه یې په همدا یو وار پوچه کړه.
بیا د هری لوری:
- د واه واه استاذه !
- د مور شیدی....!
ږغونه پورته شول .
ملک چي نفرو یې خانه ور خامه کړی وه یو ناست ځوان ته اشاره وکړه، ځوان له نسوارو د ډبلی نه یو وچ شوی لړم راویست او پر چلم یې د چرسو پر ځای کیښود .بنګ چي تر اوسه یې دوې سرخانې په یوازې سر پوچې کړ ی وې، دی کار چندان خوند ورنه کړ، بد پرې ولګید، نو وار یې در مخه کړ چلم ته ورغی او په دو کشه یې سر خانه پوچه کړه ،ځکه هغه په ځان کي دا تاب لېده او نه یې غوښتل نور نامیان شرمنده یا لېونی کړی.
هوا او فضا مېله ځی ته بل شکل ورکړی وو هرېخواته دوه- درې پراته وه. ټوخه ،ټوخه....
په دی وخت کي د رابلل شوی سندر غاړی ږغ پورته شو:
غښتلی خللک په هر چا باندی ‎ډیر ګران دی
دا ټوله بېشکه په خپل حال کي شنه زمریان دی
د خاکریز شاه آغا ننګومه
د ده در و درګا ننګومه
په مزار کي یې نغارې دی
په دربار کي شنی منارې دی
سلطان عطا بابا د پیرانو خلېفه دی
مزار د شا غنډان بابا عجبه ښایسته دی
پر څوکه پروت دی تختی شا مبارک
لوړ سید اولیا ننګومه
د خاکریز شا آغا ننکومه
بګت بابا ملازلی دی
بل شنغزی او ازرجی دی
قریش هم هغه شين کوڅی دی
خوجک بابا او ملا دوران ننګومه
لوړ سید اولیا ننګومه
د خاکریز شا آغا ننګومه
بابا ولی صاحب خوشال دی
دده نه چي تیر شی پیرپایمال دی
بل نازولی د رب سید اسلم دپنجوایې دی
فریح الدین اخوندزاده قطب زمان ننګومه
موی مبارک او خرقه د خیر الانام ننګومه
لوړ اولیا ننګومه
د خاکریز شا آغا ننګومه
......

په دی وخت کي یو تن راغی د بنګ په غوږ کي وبونګېده. بنګ پټو له یوه کونجه ونیوی ولاړ شو او ویي ویل:
یارانو د خدای په امان زیاته.... مو ستړه په دی پای کي!
او کوږ کوږ رهی شو.
بنګ ته د کومندانی لخوا د هدیرو د ناجو ګانو د ساتنې دنده ورکړ شوی وه خو مازیګری بنډارونه هلته کېده نو ځکه غنی خان نایب الحکومه دی غوښتی وو. غنی خان نایب الحکومه د مشرانو او نورو لوړ رتبه مامورینو سره ناست وو . بنګ کوږ کوږ چي په یو لاس کي یې له عادت له مخی د کمیس لمن ګونځې ګونځې نیولی وه بل لاس یې لکه اولدار ښوروی پله کش د مجلس کوټې ته ورننوت ،اوهلته یې له یوه تن نه یې چی دروازی ته نژدی ناست وو وپوښتل:
- دا نایب صایب بیاکوم یو دی ؟
هغه نایب الحکومه ته ګوته ونیوله. بنګ د نایب الحکومه مخی ته ودرید او ویې ویل:
زه تا راغوښتی یم زیاته مو ستړ په دی پای کي!
نایب الحکومه چي یوازی په دی پوه شو چي تا راغوښتی یم، نو نایب الحکومه د امنیی کومندان ته وکتل:
د امنیی کومندان ولاړ شو او ویې ویل:
صایب دا بنګ حبیب الله دی بنګ حبیب الله .
غنی خان بنګ سر تر پایه تر نظر تیر کړ او ویې ویل:
ما په اسمان غوښتی او ته خدا پر مځکه په لاس راکړی، ټول ستا نه شکایت کوی .
بنګ ورته وویل:
-خبر یاست ټول مشران اعلیحضرت ته ستا نه په شکایت تللی دی
د نایب الحکومه رنګ لږ ژیر شو او ویې ویل:
- دا درواغ دی !
بنګ ورته وویل:
دا ستا هغې هم درواغ دی !
غنی خان امر وکړ:
-لښتې راوړی !
بنګ هم بېله دې چي څه ووایي
خپل پټو یې اوار کړ سدرۍ یې ویستله او پوړ مخی پریوت.
نایب الحکومه ورته وویل:
- اقلاً پوښتنه خو وکړه چي ولی دی واهم!
بنګ وویل:
- زه د وهلو وروسته بیا پوښتنه کوم ....په دی پای کي!
نایب الحکومه ته د ده حاضر جوابی خورا خوند ورکړ ودرید او بنګ یې پر شا وټکوی او د مجلس خلکو ته یې وویل:
- کنداریان واقعاً باتوران دی !



بنګ د کور خوا ته رهی وو په جاده کي د ماله جات او ښکارپور بازار د ځوانانو تر منځ د ډرونه خط لوبه روانه وه په دې شرط چي هر چا که یووړه بایللی ډله به یې پر چیچو غاړو تر چار سو پوری وړی
لوبه ډیره توده او ضدی شوی وه دواړو خواو پټوان تاو کړی وه چا لا په پټو وانو کي ډبرې اچولی وې او یو نیم لا زنځیران په لاس کي نیولی وه هر یو به چي رامخکی شو په یوه وار به یې په سترګو توره شپه شوه او د اخ، وای په ویلو به بیرته دایری ته ننوتل.
هیڅ یو مخی ته نشوای ورتلای ټول هک پک او حیران پاته وه چي څه وکړی په دی وخت کي د یوه سترګې پر بنګ ولګېدی ورغی او هغه یې میدان ته راوستی د هلکانو زاریو اړیست چي میدان ته ننوځی .
بنګ پښه پر خط کېښودله او په بله پښه یې د حریفانو پښې تعقیبولی د زنځیرونو او پټوانو وارونه یو د بل پسې کېدله، خو بنګ ښور هم نه خوړی تا به ویل دا وارونه پر ده نه د پروړو پر ګونۍ مښلی پر حریفانو له ډیری وارختایی خولې راماتی وې. یو ځوان چي زنځیرونه یې په لاس او پر ځان ډاډه وو لږ ورنږدی شو سوچ یې کاوه چي په یوار به یې تر شا کړی لږ مخی ته ورغی بنګ چي هغه تر سترګو لاندی څاری په یوه ټوپ سره یې پښه ورورسوله او میدان یې وګاټه.
شور ماشور جوړ شو هلکانو له ډیری خوشالی خپل پټوان پورته پورته غورځوله وړونکی ډله د حریفانو په چیچو غاړوکښیناستله او د شا بازار خواته رهی شول یو تن چي د د حریف پر چیچو غاړه سپور وو د خپل حریف سترګی پوټی کړی او بل د لاس ګوتی ورته ونیولی او و به یې پوښتل:
-ارغونچکی بر غونچکی یو تار دوه یې غونچکی سلا په سلا اور بګو چند؟
هغه به له ځانه ځواب ورکړ :
-سه
یو وار په ټولو په یوه ږغ نار ې کړه:
غلط بګوچهار!
د کورس به شان به دا آرغونچکی بګو چند.... د نارو او شور سره تکرار ېدل و خرقی شریفی مخی ته د تیرېدو سره بنګ مخ و خرقی شریفی خواته کړ او یو عسکری سلام یې وکۍ چار سو ته لا نه ورسیدلی چی یو نیمچه ځوان د توپنچی دوه تکه وکړه .
دا لومړی وار وو چي په عادی خلکو کي توپنچه پيدا شوه هلک توپنچه په ګنډه ووهله د چارسو په پوشلی بازار ننوت.


--------------------------------------
۱-شپړه: غټه او پلنه ګردی د موچیانو برنده ده چي د لرګو لاستی لری.
۲-خردوم: د سرپوغټی(ګلوله) چي د څرمنی لاستی لری.
۳-د یخی کولنګ: کوشنی کولنګ دی د یخي ماتولو لپاره.
۴-د بزی ښکر:د بزی وچ ښکر دی چي تیز او نری شوی وی او منځ یې د سرپو ډک شوی وی .
۵-سیر: د کابل یو خوردیا ( ۱۱۰ ګرامه) کیږی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery