مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غرغړه


پر خره سپورچارچي چي سپین خیرن کالي یې اغوستي اوپه خرېیل شوی ککرۍ یې دوه تاره د خاصې لنګوټه تړلې وه ، نغاره ډنګوله
د کوشنیانو شورماشو کې ، د شا باراز خواته روان وو . د نغارې د یوې لارې وروسته به یې له خره نه ځان لږ پورته کۍ په ناست ږغ یې لکه هغه سندرغاړی چي ټوله شپه یې غزلي ویلی وی ویل:
-خبر اوسۍ! خبر اوسۍ!
د راز او باز نه یې داسې ښکارېده چي ملا یې کړوپه وي ، د غاړی رګونه به یې د جار په وخت کې وپړسېدل داسې مالومېدل چي په زوره یې له ستوني را باسي یا څوک یې خپه کوی.
بیا به یې یوه لاره نغاره وډنګوله، له خره نه به لږ پورته شو او نارې به یې کړل:
- خبر اوسۍ! خبر اوسۍ!
د پرنګیانو جاسوس...
د کوشنیانو له شورماشور نه جار ښه نه اورېده کېده نو ځینو به یو له بله پوښتل:
-څه خبره ده؟
او څوک څوک به لا د دې ډلې پسې شول چي په خپل غوږ یې واوری چي خبره څه ده. او بیا به د چارسو خواته رهی شول.خلک جوپه جوپه د چارسو خواته رهی وه هلته یو دار جوړ شوی وو د دار لاندی یو ځوان چي تر اوسه یې ږیره نه وه خرېیلې او بریتونه یې نوی خت وهلی وه پښې او لاسونه یې ولچک او زولانه وه پر لمانځه ولاړ وو .کله چي له لمانځه فارغ شو په پټه خوله یې خاوره مچ کړه او ددار خوا ته ولاړ د دار پړۍ یې خپلی غاړی ته واچوی او چورت کي لاهو شو:
�...تورجان د پرنګیانو کونسولی ته غوښتل شوی وو به سوچونو او اندېښنوکې ډوب وو چي پیره دار کوټې ته را وګرځېد او تور جان ته یې اشاره وکړه چي د ده پسې ورشی تورجان چي د څوکۍ ناستي ستړی کړی وو په یو او بل انډی کېدۍ د یوې اوږدې اږمۍ وروسته یې خپل دواړه لاسونه او اوږې پورته کړې او د پیره دار پسې رهی شو او بلی ګوټې ته ننوت. هلته یو ډنګر، جګ سړی چي په خپله ژیړه ږیره کي یې ګوتې وهلې او شنې شنې سترګې یې لکه کوکۍ برېښیدې د میز شاته ناست او سترګې یې نېغی وره ته نیولی وې د تور جان په لېدو له ځایه جګ شو او ښه راغلاست یې ورته ووایه.
تور جان نه پوهېده د څه لپاره غوښتل شوی دی لږ شانته وارختا غوندی وو او رېږدېدۍ . څلوری خواوی یې ژر ژر په ځیر ځیر سره له نظره تیری کړې.
پر میز باندی یوه خړه شپوخولۍ، څوقلمونه، یوه زنګ لرونکی ساعت،مشواڼۍ، څو کتابونه او پاڼې یو بیرغ، یوه ګردۍ نخشه او څه اوڅکې( کشمیش) په یوه قاب کې پراته وه.
دمیز لاندی یوه ټوټه غالۍ اواره وه . یوه الماری او څو همډوله څوکۍ ګرد چارپیره ایښودل شوی وې.،پر دیوال باندي د یوې ښځې انځور ځوړند وو.
ناست سړي چي په پښتو یې خبرې کولای شوې خپل پېپ ولګاوه. او دود یې پوکړ، تشه پیاله یې د هغه چاینکې نه چي د میز لاندی پراته وه او نه ښکارېده ډکه کړه او د تور جان مخی ته یې کېښودله ،بیا یې تور جان ته وکتل او موسکی شو. د الماری خواته ولاړ ، څو کاغذونه او د لوټو یوه بنچه یې په داسې حال کې چي په لاسو کې یې مروړلې د تور جان مخي ته کېښودل او به بند بند ږغ یې لکه کوشنی چي نوی په خبرو راغلی وی وویل:
د بابا تنخواه دی !
تورجان چي تر اوسه پورته کتل د دې خبروپه اورېدو یې سر کښته شو ژامې یې ورېږدېدلې په مغزو کي یې زوروره غوغا جوړه شوه شاوخوا یې په وارختایي سره وکتل ، رنګ یې تک ژېړ واوښت ، سترګې یې له کوګله راووتی ،د بدن وېښتان یې ودرېدل ، د خولو سیلاب پر رامات شو.
ستونۍ یې وچ وچ کېدی غوښتل یې د چایو پیاله پورته کړی او یو غړوپ ترې وکړی،سترګې یې پورته کړې د دیوال ځوړند انځور چې لکه د کونسول سترګې شنی وې وکتل د انځور نه یې سترګې وشرمېدی لاس یې د پیالې نه بېرته کړ او همداسې په سوچونو کي ډوب شو او فکر یې کاوه خوب وینی خو د جګ سړی خبرویې د سوچونو مزی وشلولې چي یي ویل:
-پلار دی مامکو یادوم، ډیر مسلمان، په هیواد مین او نیک سړی وو ، خدای دی هغه وبښی! ښه تاویزونه یې ورکول.
او په لږ جدی توګه یې زیاته کړه:
- ما خپل زوی مایکل لپاره د نظر تاویز ځینی اخېستی وو....!
د پرنګي د ښه مسلمان، هیواد دوست او نیک سړی ملنډو، ستغی سپوری او سپک، ښکنځل ورته ښکاره شول ، داسې یې ننګرل چي ځوړند انځور پرې خاندی د بهر نه یې هم د خندا ږغونه اورېدل.
فکر یې کاوه ټول کلی او دښار خلک پر خاندی، سور او سپین کېده د خندا او پېغور ږغونه یې په غوږو کي انګازې کولې نو په دواړو غوږو یې لاسونه ټینګ ونیول لکه لېونی له ځایه وغورځېدی غوښتل یې دا جګ سړی خپه کړی...
جګ سړی چي ډاډه اېسیده د یو زو ر کتاب څو پاڼې یې هاخوا دې خوا کړی او د تور جان مخی ته یې کېښود او په ټیټ ږغ یې وویل:
-دا دی د پلار ګوته او دا یې هم لاسلیک!
بیا لږ موسکی شو او ویې ویل:
- د هغه تنخوا سل روپی وه ستا هغی پنځه سوه ده!
د تور جان بدن د لاسلیک په لېدو سره سوست او بند بند یې درد واخېست د زړه درزایې زیاته او سترګې یې تنګې شوې. تور جان سوچ کاوه چي سره سره سېخونه یې اندامونه سوځی ، دډیری غوسې یې شونډې په غاښوچېچلې غوږونه یې ډپ وه، څه یې نه اورېده په خولو کې لوند خېښت وو سا یې لنډه لنډه کېده مغزو یې چیغې وهلې
زما پلار د پرنګیانو تنخواه اخېستله؟!؟؟
نه ،نه هغه نه اخېستله!
په داسې حال کي چي لونګۍ یې په غاړه کي لوېدلې وه لکه د سلو کالو ناروغ له کونسولی نه ووت او د غره خواته یې مخه کړه.
د خلکو کټ کټ خنداو یې په غوږونوکې انګازې کولې، هغو یو بل ته ښودی:
هغه دی هغه دی د مامکو زوی
هغه دی...
ودرید، ښه پام یې وکړ خو د خلکو خولې پوټې وې هر یوپه خپل کار او بار اخته وو.
مغرور تورجان هغه تور جان نه وو لکه جوارګر چي ټوله شته یې بایللي وي ستړی ستو مانه مالومېدی.
را وګرځېد او د ښار خواته رهی شوخوپه مغزو کی یې انګازې وې:
زما پلار د انګریزانو تنخواه اخېستله؟
.د پلار خبرې، لمونځونه. تاویزونه او حجونه ؟؟؟؟
شیطان رنګارنګ چورتونه په زړه کي ورګرځول( ...راځه ته یې هم واخله ! پلار دی دا کار کوی چي تر ما په زر واری متقی وو...)
نه . نه دا کار نه کوم!
لکه سودایي له ځان سره بونګېدی، سترګې یې د اوښګو له زوره نمجنی او تکی سری شوی وې په ښار کي دېخوا هاخوا لکه لېونی ګرځېدی را ګرځېدی مځکې ارام نه ورکاوه..
د کور او دوستانو نه یې ناټ مات شوی وو نه پوهېده څه وکړی؟
د کوره وتښتی؟
ځان مړ کړی؟
....؟
ناڅاپه یې سترګې پر حاجی بابا ولګېدلې، حاجی بابا یې د پلار انډوال و هغه ډیر جهان دیده او نیک سړی و، دوه واری په پښو حج ته تللۍ وو په برو باراز کې یې پر یوه لرګینه تخت چینی لوښی پلورل
تورجان یو اند ودرید ،یوه خوله نسوار یې خولې ته واچوله اعصاب یې ارام او ځان یې کنترول کۍ بیا نو د حاجی بابا خوا ته کرار کرار رهی شو له سلام وروسته یې د حاجی بابا لاسونه مچ کړه او په اسکېرلی ږغ یې په داسې حال کي چي تړمی تړمی اوښکې یې له سترګو بهېدې وویل:
- حاجی بابا سلا راکه!
ژړا نه پرېښود چي څه ووایي
ښه ډیریې وژړل د اوښکوبه تویېدو یې د اوږو بار سپک شو، نو بیا یې ټوله کیسه و حاجی بابا ته وکړه:
حاجی بابا هم لکه لېونی غوندی شوله ځایه جګ شو:
- دا درواغ دی!
- نه،نه دا درواغ دی!
چغې یې وهلې.
د شاوخوا خلکو په وارختایي حاجی بابا ته وکتل حاجی بابا ژر لکه چي یو شی یې به یاد شوی وی بېرته پرخپل ځای کیناست.
سر یې په زنګنوکېښود او په سوچونو کي ډوب شو لږ شېبه وروسته یې سر را پورته کړ او تور جان ته یې وویل:
- ستا د پلار هر څه ما ته مالوم دی خو !
- خو څه!
خو یوه ورځ زه، ستا پلار دی خدای وبښی د بادامو په سرای کي ولاړ وو چي غلام ماد کاکو راغی او ویل یې چي د پرنګیانو کونسولی هغه خلکو ته چي په ډکه کاسه یې خوړلی وی او د سرلوړی ژوند یې تیر کړی وی، د سقاو په اړو دوړ کي یې خپل شته له لاسه ورکړی وی او چا ته لاس نه شوی غځولای څه پیسی بېله کومی مدعا هره میاشت لکه تنخواه ورکوی.
ما ورسره ونه منله خو مامک ویل :
- دا مفتی پیسې دی موږ اوس ازاد ی اخیستی ده
دا وو هغه مکر چي زه اوس پرې پوه شوم
تور جان چي د حاجی بابا خبرو ته غوږ نیولی وو و پوښتل :
دا نو څنګه؟
- زویه! هغو رښتیا دا پیسې بېله مدعا ورکولې او د پیسو د تسلیمی لپاره یې لاسلیک او د ګوتې نښان غوښت زموږ سپین ږیری چي محتاج وو کار یې نه را نه اخېست چي موږ مړه شو بیا مو اولادونه راغواړی او هغو ته وایي راشی د پلار تنخواه مو واخلی.
اولادنه یې چي د خپل دینداره پلار لاسلیک او د ګوتې نښان ووینی بیا ځان ترې قربانوی...
د تور جان په شونډو کې خندا را پیدا شوه د تندی ماتي شوی خولې یې د لونګۍ په شمله پاکي کړې او په داسې حال کي چي اوږې یې پورته غورځولې ورو وویل:
- زه تلم د پلار قبر می ورانوی او یا مي د هغه تنخواه اخېستله او ښه شو چې پوه شوم
حاجی بابا وویل:
تورجانه زویه ! اوس چې د دې کیسې په راز پوه شوی نو چاره یې ستا په لاس ده
د تور جان وینه واېشیدله په هډوکو کي یې قوت ننوت ، ځان یې دروند حس کړ د ښه دینپالی او هیواد مینی کورنی غړی وو او تللی غرور یې بیرته راستون شو.
له ځایه ولاړ شو او سیده د کونسولی خواته ولاړ
یو ګړی وروسته په داسې حال کي چې شخه لونګۍ یې تړلی وه د کونسول له کوټې نه راووت اوپه لوړ ږغ یې ویل:
-سر دی چټ سر دی لیلام شه پرنګیه!
لاس دی تر لندنه خلاص!
د شپې بیا کومندانی ،اولداران او ولچک زولانی او دار.
... دا ټوله داسې ژر پېښ شول چي پوه لا نه شو
د کازی خبرو دی له دی سوچونو راویستی
د کازی په لاس ښورولو سره تور جان دار ته پورته شو او د سا په غرغړ کي یې کیڼه پښه یوه جټکه وخوړله او موچنه یې لس- دولس ګزه هاخوا ولوېدله.
را ټول شوی خلک په پټه خوله خپلو کارونو ته رهی شول خو ځېنو ناړی باندی ټوکړی او ځېنو بیا په بدو رد ویلو خپله هیوادپالنه څرګندوله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery