مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پلو د پخلى لپاره څو څرګندوني

پلو ښايي چي په ډېر دقت او ښه سليقې سره پوخ سي. تر هر څه د مخه بايد ډېري ښې ورجي پخې سي. د ښو ورجو نخښي دا دي: ښې ورجي اوږدې، نرۍ او يو ډول وي، رنـګ يې لږ څه ژړ وي او ماتي نه لري او چي تر غاښ يې لاندي كړى بيخي ټينـګي او كلكي وي.
بله خبره د ورجو په خيشتېدو كي ده چي ښايي په لاندي ډول تر سره سي:
1- ورجي لومړۍ ښې پاكوو بيا يې په نيم ګرمو اوبو څو ځلي بېله دې چي لاس په ووهو مينځو څو د ورجو اوبه رڼگـي سي. بيا يو څه تودې اوبه چي لاس ونه سوځي خو تودوالې يې بشپړ احساس سي پر اچوو.
2- اوبه بايد څه نا څه څلور ګوتي تر ورجو لوړي وي. وروسته بيا د مالګي ډبره مينځو او په يوه پاك سپين ټوكره كي يې پيچو او پر ورجو يې ايږدو. ښه به دا وي چي ورجي يوه شپه يا ورځ يا لږ تر لږه درې يا څلور ساعته د مخه تر پخېدو خيشتې كړى.
3- د پخېدو لوښى بايد ارت وي تر څو ورجي سره ونه موښلي او د ورجو د پخېدو اور ښايې چي لږ او ډېر نه وي په داسي ډول چي د دېګ لاندي برخه ټوله ونيسي خو ډېر تند نه وي.

قابلى پلو
لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- پاك سوى چرګ يوه دانه، يو يا يونيم كيلو.
3- كشميش ( 100) ګرامه 4- خلال سوي بادام ( 100 ) ګرامه
5- غوړي ( 200 ) ګرامه 6- د پستې خلال ( 100 ) ګرامه 7- د نارنج خلال
دوه ګيلاسه ( چي تريخوالى يې اخيسته سوى وي او خواږه وي )
د نارنج د خلال د تريخوالي د له منځه وړلو طريقه په 38 مخ كي وګورى.
د پخېدو ترتيب :- ورجي د مخه پاكوو او خيشتې كوو يې، چرګ پاكوو او د يو ګيلاس اوبو او يوه دانه پياز سره يې پخوو او لږ مالګه ور اچوو. كله چي پوخ سو بايد نيم ګيلاس ښوروا ولري. بيا د چرګ غټ او كلك هډوكى ځني باسو او يو رنـګه يې ټوټه ټوټه كوو. كشميش مينځو او په يوه كاچغه غوړو كي يې لږ سره كوو. بادام هم په لږ ګرمو اوبو كي خيشته كوو، تر څو پاسته سي او تيار يې ايږدو بيا ورجي ايشوو او صافوو يې وروسته لږ غوړي او اوبه په دېګ كي اچوو چي و ايشي بيا نيمى ورجي په دېګ كي اچوو بيا د چرګ ټوټگـې بيا ورجي او ورسته نيمى د نارنج او بادام خلال پر اچوو او پاته ورجي يې پر سر ور اچوو ( كه د نارنج خلال نه وي د زردكو خلال ور واچوى ) او د دېګ سر ور بندوو. او په اور باندي يې ايږدو چي خوله وكي بيا د چرګ ښوروا صافوو او د درو كاچغو غوړو سره يې ګډوو او پر ورجو باندي يې اچوو او د دېګ سر ور بندوو. او لږ اور يې پر سر باندي ور اچوو او دموو يې.
ډېره د پام وړ خبره د دې پلو په كښلو كي ده چي ښايې په ډېره ښه سليقه يې تر سره كړو‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏، يو لوي دېش يا سپين، غټ غوري ږدو او د ورجو له مخه دوه، درې كفګيره اخلو او د زعفران سره يې ګډوو. د بادامو او نارنج خلال په كفګير په يو بل لوښي كي اچوو، لږ بادام، نارنج يا زردكي او سره كړي كشميش په دېګ كي د ورجو سره ګډوو. او پلو په دېش يا غوري كي كاږو او د چرګ ټوټگـې يې پر سر باندي ور اوډو او بيا يې ورجي پر سر باندي اچوو او پاته د بادام او نارنج خلال او سره كړي كشميش او د پستې خلال په ډېر ځېر سره پر ورجو باندي د اوږدو، اودو ليكو په شان يا څلور كونجه اوډو او يو څه سره سوي غوړي يې پر سر ور اچوو ( پسته بايد په پخولو كي دېګ ته وانه چول سي، پدې چي د هغې رنـګ ور اړوي كله چي پلو پوخ سي د پلو پر سر يې ور شيندو ).

د نارنج د پوټكي د تريخ والي د له منځه وړلو لاري چاري
پر اور يې كښېږدى تر څو و اېشي او پاسته سي. بيا يې په صافي كي واچوى. ورسته په يوه لوښي كي يخي اوبه واچوى او خلال پكښي واچوى او څو ساعته يې دغسي پرېږدى په دغه وخت كي د خلال اوبه ور بدلوي. او هره پلا د خلال خوند ګورى هر كله چي يې تريخ والى ولاړى د پخېدو
لپاره اماده دى.

ماش پلو
لازم مواد :-
1- ورجي ( 750 ) ګرامه 2- ماش ( 500 ) ګرامه 3- غوړي ( 750 ) ګرامه
4- بې هډوكي غوښي ( 750 ) ګرامه 5- سره كړي پياز دوې درې كاچغي
6- د روميانو رُب درې كاچغي 7- كوركومن نيمه د چايو كاچغه
8- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي كوچنۍ ټوټگـې كوو او د سره كړو پيازو سره يې لږ په غوړو كي سرې كوو او دوه ګيلاسه اوبه ور اچوو او پر خام اور باندي يې پخوو كله چي غوښي پستې سوې بيا لږ مالـګگـه، مرچ او د روميانو رُب ور اچوو او پر اور يې ايږدو چي اوبه يې وچي سي. ماش د مخه لا خيشته كوو او بيا يې سپينوو كه چيري ماش كلك وه يو وار يې ايشوو كله چي مو ورجي صافي كړې ورجي او ماش سره ګډوو او په دېګ كي نيمى ورجي اچوو او بيا غوښي ور اچوو او وروسته يې په پاته ورجو باندي غوښي پوښو يا يې پټوو او سر يې ور بندوو او پر خام اور يې ايږدو چي دم وكاږي، پسله يوه يا يونيم ساعته يې را اخلو په، دېش كي ورجي اچوو او پر سر يې غوښي ور ايږدو او پر مېز يې ږدو.

د آلو بالو پلو يا ياقوت پلو
لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- آلو بالو يو كيلو 3- بوره يو كيلو 4- چرګ يوه دانه
5- غوړي ( 500 ) ګرامه 6- زعفران يوه كاچغه 7- پسته او بادام
هر يو ( 50 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- ورجي خيشتوو. د آلو بالو مندكي كاږو او بوره ور اچوو، پر اور باندي يې ايږدو چي ښگـه و ايشي او خټه مربا ځني جوړه سي. كله چي ښه خټه سول بيا يې را كښته كوو او ايږدو يې چي ساړه سي
( كه چيري يوه ورځ د مخه مربا پخه سي ډېر به ښه وي ). چرګ يا غوښي مينځو او د يو، دوو دانو پيازو، لږ مالګي او اوبو سره يې پخوو داسي چي تر پخېدو وروسته نيم ګيلاس ښوروا ولري. بيا چرګ ټوټه ټوټه كوو او غټ هډوكي يې ځني باسو. ورجي صافوو او دوې، درې كاچغي غوړي او نيم ګيلاس اوبه په دېګ كي اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي. بيا نيمي صافي كړي ورجي په دېګ كي اچوو بيا مربا ور اچوو او دري، څلور كاچغي مربا ځني را ګرځوو ( چي بيا يې د ورجو پر سر ور اچوو ) او لږ ورجي يې پر سر باندي ور اچوو بيا چرګ يا غوښي پر ورجو باندي ايږدو او پاته ورجي يې پر سر باندي ور اچوو او د بادام خلال د دېګ په يوه كُنج كي اچوو او په لږ ورجو يې پټوو او دېګ پر اور باندي ايږدو او بيا ښوروا صافوو او د درو يا څلورو كاچغو غوړو سره يې ګډوو او پر ورجو باندي يې اچوو او ددېګ سر وربندوو او د يو يا يونيم ساعت لپاره يې پرېږدو ترڅو دم وكاږي ددېګ لاندي اوربايد ډېرخام وي ځكه چي دالوبالوپلو ژر سوځي.
د الو بالو پلو په كښلو كي ښايې ډېره ښه سليقه په كار واچوو؛ دوه كفكيره ورجي د دېګ د سره اخلو، لږ زعفران ( چي په ايشيدلو اوبو كي خيشته سوي وي ) يوه غټه كاچغه مربا او د بادام او پستې خلال ور سره ګډوو او جلا يې ايږدو د غوري د سر دپاره د غوښو ټوټگـې د دېګ څخه را باسو او ورجي په دېګ كي سره ګډوو او په دېش يا ګردي غوري كي يې اچوو، د غوښو ټوټگـې يې پر سر باندي اوډو او هغه ورجي چي د مربا، زعفرانو پستې او بادامو د خلال سره ګډي سوي دي د ورجو پر سر باندي اچوو او لږ غوړي يا كوچي سره كوو د ورجو پر سر يې ور اچوو او پر ميز يې را اخلو.

سبزي پلو يا زمرد پلو

لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- سبزي پالك يو كيلو 3- غوښي يا چرګ يو كيلو 4- غوړي ( 500 ) ګرامه 5- آلو بخارا ( 300 ) ګرامه 6- مستې يونيم ګيلاس 7-د هګۍ ژړ دوې دانې8-سره كړي پياز درې كاچغي9- زعفران يوه كاچغه
د پخېدو ترتيب :- د سبزيو پاڼگـي پاكوو، نارونه يې ځني ليري كوو او په ډېر ځېر سره يې مينځو. بيا يې د يوه ګيلاس اوبو او لږ مالګي سره ايشوو چي لږ نرم سول د سبزيو دېګ را كښته كوو، په صافي كي يې اچوو چي اوبه يې وننيږي بيايې د دوو، درو كاچغو غوړو سره لږ سره كوو او سره كړي پياز ور اچوو او د اور څخه يې را كښته كوو. بيا غوښي يا چرګ پخوو؛ چي نيم ګيلاس ښوروا ولري. ورجي د مخه لا خيشتې كوو، بيا يې صافوو د هګۍ ژړ، مستې او لږ زعفران چي په ايشولو اوبو كي حل سوي وي ګډوو او نيمى سبزي ور سره ګډوو، د كاچغي په شا باندي سبزي ټكوو او بيا لږ ورجي ور اچوو بيا غوښي يا چرګ يا كوفته پر اوډو بيا آلو بخارا ور اچوو پاته سبزي يې پرسر ور اچوو او پاته ورجي پرسبزيو باندي اچوو او سبزي په پټوو بيا يخني ددرو، څلورو كاچغو غوړو سره ګډوو،لږ زعفران ور اچوو او پر ورجو باندي يې اچوو، سر يې پرايږدو او ديونيم ساعت لپاره يې پراور باندي دموو البته لږ اور يې پر سر باندي هم ور اچوو.

خـوږ پـلـو
لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- غوښي يا چرګ دوه كيلو 3- دبادامو خلال(100 ګرامه)
4- د پستې خلال ( 50 ګرامه ) 5- د ګاجرو يا نارنج يا سنترې خلال نيم ګيلاس 6- غوړي 300 ګرامه 7- زعفران يوه كاچغه 8- بوره نيم كيلو يا
هرڅومره چي مو خوښه وي
د پخېدو ترتيب :- د سنترې يا نارنج د خلال څخه لكه څنګه چي مو وړاندي په (38 ) مخ كي ويلي دي هغسي تريخ والى ځني ليري كړى. بيا بوره په درې ګيلاسه اوبو كي واچوى او يو دوه واري يې و ايشوى څو شربت ځني جوړ سي. بيا د سنـترې يا د نارنج خلال دغو شربتو ته واچوى او يو دوه واره يې و ايشوى تر څو د خلال مغز خوږ سي. ورجي يوه شپه د مخه خيشتې كړى. چرګ يا غوښي د يوه دانه پياز، مالګي او لږ
اوبو سره پخې كړى. كله چي پخې سوې بايد نيم ګلاس يخني ولري.
يخني صافوو او د دوو، درو كاچغو غوړو او يوې غټگـي كاچغي د خلال د شربتو سره يې ګډوو او زعفران په ايشولو اوبو كي حلوو او د چرګ د اوبو سره يې ګډوو. چرګ ټوټه ټوټه كوو او غټ هډوكي يې ځني باسو. ورجي صافوو او په دېګ كي دوې درې كاچغي غوړي او نيم ګيلاس اوبه اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي بيا نيمي ورجي ور اچوو او خلال د شربتو څخه را باسو او پر ورجو باندي يې اچوو بيا نيمى د بادامو خلال ور اچوو بيا دوه، درې كفګيره ورجي پر خلال باندي اچوو او دېګ پر اور باندي ايږدو، وروسته بيا د چرګ هغه اوبه چي د شربتو، زعفرانو او غوړو سره مو ګډي كړي وې پر ورجو باندي اچوو، د دېګ سر ور بندوو لږ اور يې پر سر ور اچوو او د يونيم ساعت لپاره يې دموو. وروسته تر دمېدو دوه، درې كفګيره ورجي د پستې او نارنجو د خلال او زعفران او د بادامو د پاته خلال سره ګډوو او د غوري د سر دپاره يې جلا ايږدو. د چرګ غوښي را باسو او پلو ټوله سره ګډوو؛ په دېش يا غوري كي يې كاږو پر سر يې د
چرګ غوښي ور اوډو او هغه ګډ سوي مواد او لږ سره سوي غوړي يې پر سر ور اچوو بيا نو خوږ پلو تيار دى.

ګاجر پلو
لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- چرګ يا غوښي دوه كيلو 3- ګاجري نيم كيلو
4- زعفران يوه كاچغه 5- بوره ( 200 ) ګرامه 6- غوړي د ضرورت په اندازه 7- مالګه يو څه.
د پخېدو ترتيب :- ورجي خيشتوو، ګاجري خلالوو او بيا يې په لږ غوړو كي لږ سرې كوو او بوره په يوه ګيلاس اوبو كي حلوو او ګاجرو ته يې ور اچوو او پرېږدو يې چي لږ و ايشي. چرګ پخوو او هډوكي يې ځني باسو او نيم ګيلاس يخني يې د څلورو كاچغو اوبو سره ګډوو. ورجي صافوو، چرګ او ګاجري د ورجو په منځ كي اچوو او دموو يې. د پلو د كښلو په مهال ورجي په غوري كي كاږو او چرګ يې پر سر ور ايږدو، د ګاجرو خلال يې پر سر وراچوو او لږ بادام او پسته يې پر سر ور شيندو. كه امكان ولري يو ګيلاس د نارنج خلال چي تريخ والى يې ايسته سوى وي د ګاجرو سره ګډوو او پر ورجو باندي يې شيندو.

د ملخوزو ورجي
لازم مواد :-
1- پنډي ورجي 2 كيلو 2- ملخوزي 100 ګرامه 3- غوړي 375 ګرامه 4- بوره يا ګوړه 750 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- ورجي پاكي كړى او د دوو ساعتو لپاره يې خيشتې كړى. وروسته بيا غوړي په دېګ كي واچوى او پر اور باندي يې كښېگـږدى چي سره سي بيا ملخوزي ور واچوى او لږ يې سرې كړى چي ونه سوزي بيا ورجي ور واچوى او په كفګير باندي يې سره واړوى او را واړوى، وروسته بيا اوبه او خوږ رنـګ ور واچوى او كښې يې ږدى چي ورجي پخې سي. كله چي پخې سوې بيا نو بوره يا ميده سوې ګوړه ور واچوى او وې لړى چي سره ګډ سي ، بيا يې د نيم ساعت لپاره دم كړى.

ماچې
اوړه غلبيل كړى، كلك يې واغږى، وروسته ماچې په لاس جوړي كړى يا يې تر ماشين وباسى او لمر ته يې واچوى چي وچي سي كله چي وچي سولې پر تاوه يا په كړايې كي يې برياني كړى.
د ماچو د پخېدو ترتيب :- لومړى اوبه و ايشوى بيا ماچې ور واچوى چي ښه و اېشېدلې او دانه يې پسته سول بيا يې لكه ورجي داسي صافي كړى كله چي مو صافي كړلې لږ شكنه وركړى او دم يې كړى وروسته يې په غوري كي واچوى او پر سر باندي يې بوره وپاشى.
ماچې او ورجي
ورجي و ايشوى، صافي يې كړى، ماچې جلا و ايشوى او صافي يې كړى بيا ورجي او ماچې دواړى په دېګ كي واچوى، شكنه ور كړى او دم يې كړى. وروسته تر د مېدو يې په غوري كي وكاږى او پر سر يې بوره ور
واچوى او ويې خورى.

د څو هيوادونو څو ډوله پلو
د اسلامبول پلو
لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- بې هډوكي غوښي ( 750 ) ګرامه 3- روميان درې كيلو 4- سره كړي پياز درې څلور كاچغي 5- غوړي ( 100 يا 150 ګرامه ) 6-د روميانو رُب يوه دښوروا خورۍ كاچغه7- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ورجي پاكوو او په نيم ګرمو اوبو باندي يې څو پلا مينځو. د روميانو اوبه باسو او د لږ مالګي او درې ګيلاسه اوبو سره يې ګډوو او پر ورجو يې اچوو او دري،گ څلور كاچغي غوړي ور اچوو او دغسي يې پريږدو چي لږ خيشتې سي. غوښي كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كوو او د سرو كړو پيازو سره يې ګډوو او پر خام اور باندي يې ايږدو تر څو د غوښو اوبه وچي سي. بيا دوه، درې ګيلاسه اوبه ور اچوو تر څو غوښي پكښي پخې سي بيا د روميانو رُب او مالګه غوښو ته اچوو او ايږدو يې چي اوبه يې وچي سي
( بايد غوښي د مخه تر ورجو پخې كړى او تياري يې كښېږدى ) بيا د ورجو دېګ پر خام اور باندي كښېږدى تر څو و ايشي او اوبه يې وچي سي كه چيري د ورجو مغز اوم وو بيا يو ګيلاس اوبه نوري ور واچوى كله چي دغه نوري اوبه هم وچي سوې او ورجي پخې سوې بيا د ورجو منځ ور سوري كوو او تياري پخې غوښي پكښي اچوو. او غوښي په ورجو باندي پټوو. او د دېګ سر ور بندوو او د يو يا يونيم ساعت دپاره يې دموو. اسلامبولي پلو كولاي سو چي د كوفته شويو غوښو او روميانو سره هم پوخ كړو پدې صورت كي د روميانو رُب جوړوو دوي،گ درې كاچغي رُب په كوفته كي اچوو او پاته رُب ټوله د ورجو په اوبو كي اچوو او لكه مخكي چي مو ويلي دي هغسي اسلامبولي پلو پخوو. او بيا يوه كاچغه رُب په يوه ګيلاس اوبو كي اچوو او بيا يې كوفتې ته اچوو او سر يې ور بندوو تر څو يې اوبه وچي سي. وروسته له هغه يې را اخلو.
په ياد مو وي چي د يوه ګيلاس دم پخته وروجو لپاره دوه ګيلاسه اوبه په كار دي.

د انډونيزيا يو ډول مخصوص پلو
لازم مواد :-
1- ورجي ( 750 ) ګرامه 2- د چرګ پخې ميده سوي غوښي دوه ګيلاسه
3- ميګو ( يو ډول كوچني دريابي ملخان دي ) 500 ګرامه 4- د روميانو رُب دوې كاچغي 5- اوږه يوه غوزه 6- ادرك يوه كوچنۍ ټوټه 7- خلال سوي پلۍ يوه كاچغه 8- غوړي دوه سوه ګرامه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ورجي پخوو. ميګو په ايشولو اوبو كي ايشوو او اوږه كوټو او په يو دوو كاچغو غوړو كي يې سره كوو. او ميګو او چرګ ور اچوو وروسته بيا د روميانو رُب، شونډ، پلۍ مالګه، مرچ د يوه ګيلاس اوبو سره ور اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي او اوبه يې وچي سي. بيا د ورجو منځ ور خالي كوو او دا مواد ور اچوو او په ورجو يې پټوو او د دېګ سر ور بندوو، اور يې پر سر ور اچوو چي دم وكاږي.
ايټالوى پلو
لازم مواد :-
1- پياز يوه دانه 2- د چرګ ښوروا يو كيلو 3- ورجي 500 ګرامه 4- غوړي يا كوچي د ضرورت په اندازه 5- پوڅه يوه ښوروا خوري كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سور كړى، كله چي طلايې رنـګه سو، ورجي ور واچوى او سره وې وهى، بيا د ورجو دوه برابره د چرګ ښوروا ور واچوى او وې ايشوى. وروسته د اور حرارت ور لږ كړى او تر 30 دقيقو پوري ورجي پر ملايم اور پخې كړۍ .
له هېره ونه باسى چي كله كله ورجي په كفګيرسره وهى څو په دېګ پوري ونه نښلي.د ورجو تر سړېدو د مخه يوه كاچغه پوڅه باندي وشيندۍ .

يو ډول اروپايي پلو
د پخېدو ترتيب :- ورجي دمپخته يا صافي كړي پخوو. غټ مرچك ګردي ګردي ميده كوو، پياز ميده كوو او په نيمى غوړو كي پياز او مرچك سره كوو ( پاته غوړي د ورجو لپاره دي ) بيا د روميانو رُب په يوه ګيلاس اوبو كي حلوو او مرچكو ته يې اچوو او مالګه ور اچوو او پريږدو يې چي لږ و ايشي. بيا د چرګ غوښي ور اچوو او سره لړو يې كله چي اوبه وچي سوې ورجي په ديش يا غوري كي اچوو او منځ يې ګردى خالي ور پرېږدو او په خالي ځاي كي يې دغه دچرګ غورمه وراچوو اوبيا يې پرسترخوان را اخلو.

يو ډول ټايلندۍ پلو
لازم مواد :-
1- ميګو نيم كيلو 2- روميان نيم كيلو 3- سره كړي پياز دوې كاچغي 4- هګۍ 4 دانې 5- ورجي 750 ګرامه 6- غوړي 300 ګرامه 7 د روميانو رُب دوې كاچغي 8- اوږه درې دانې 9- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ورجي خشتې كړى وې ايشوى او صافي يې كړى. اوږه او پياز سره كړى او يو تفت وركړى او څلور كاچغي غوړي ور واچوى بيا هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او سره وې وهى او سره كړو پيازو ته يې واچوى او پر خام اور باندي يې كښېگـږدى او سر يې ور بند كړى تر څو سره ونيول سي. ميګو پاك كړى او وې ايشوى بيا يې په هګۍ كي واچوى او سره وې لړى. بيا د روميانو رُب په لږ اوبو كي حل كړى، مالګه، مرچ ور سره ګډ كړى او هګيو ته يې واچوى او سره وې لړى چي ګډ سي بيا دغه مواد د صافي كړو ورجو په منځ كي واچوى او پلو د يو ساعت لپاره دم كړى. لږ ايشولي اوبه پر روميانو باندي واچوى او پوست يې ځني ليري كړى بيا روميان ميده كړى او په درو، څلورو كاچغو غوړو كي يې سره كړى، لږ مالګه او مرچ ور واچوى .
د ورجو د كښلو په مهال ورجي په ديش يا غوري كي را وكاږى او د چرګ هګۍ او ميګو يې په منځ كي ور واچوى او سره سوي روميان يې پر سر لاري لاري ور واچوى.

يو ډول يوناني پلو
لازم مواد :-
1- ورجي ( 750 ) ګرامه 2- سره مرچك يو ګيلاس ( چاك سوي او په غوړو كي سره سوي ) 3- پاخه شنه نخود دوه ګيلاسه 4- د چرګ پخې ميده سوي غوښي 100 ګرامه 5- يخني دوه ليټره 6- غوړي ( 150 ) ګرامه
7- ميده سوي پياز يو ګيلاس 8- زعفران يوه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- ورجي ښه په ځېر سره مينځو، پياز په غوړو كي سره كوو. ورجي ور اچوو او تفت ور كوو. د چرګ يخني، زعفران، مالګه هم ورجو ته اچوو ايږدو يې چي پخې سي او اوبه يې وچي سي بيا يې اور ور خاموو او د يوه ساعت لپاره يې دموو. او د ورجو د كښلو په مهال دغه ټوله شيان سره ګډوو او لږ غوړي يا كوچي سره كوو او پر سر يې ور اچوو.

د بمبئي پلو
لازم مواد :-
1- ورجي يو كيلو 2- غوښي يو كيلو 3- پټاټگـې 250 ګرامه 4- مټگر 250 ګرامه 5- پياز 125 ګگرامه 6- اوږه يوه غوزه 7- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 8- مستې 250 ګرامه 9- ميده سوي كوپړه څلور كاچغي 10- غوړي
250 ګرامه 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 12- د كټوي دارو ( لونـګ ، لوي هېل ، زيره ، دار چيني ). يوه د چايو كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- پياز په غوړو كي سره كړى. وروسته غوښي ور واچوى، سرې يې كړى چي ښې سرې سوې اوږه او شونډ، مستې، مالګه، مرچ ور واچوى كله چي د مستو اوبه پر وچېدو سوې بيا كوپړه او لږ اوبه ور واچوى او غوښي كښېږدى چي پخې سي. بيا پټاټگـې، مټر او غټه مساله ور واچوى
او كه تاسي غواړى چي پر پټاټو او مټرو سربيره نور سبزي هم ور واچوى؛ لكه ګوبى او داسي نور هم يې ور اچولاى سى. كله چي سبزي پاخه سول او اوبه يې وچي سوې. بيا نو ورجو ته عليحده مالګه ور واچوى او دوه ساعته يې خيشتې كړى او بيا يې و ايشوى او وروسته يو دېګ را واخلى يوې خوا ته ورجي او يوې خوا ته يې غوښي او سبزي واچوى او بيا لږ ورجي په دېګ كي واچوى بيا پر ورجو باندي غوښي او سبزي واچوى او وروسته پاتي سپيني ورجي پر سر ور واچوى او د پنځلسو دقيقو لپاره يې دم كړى. چي اوبه يې وچي سي. نو يې را كښته كړى.

يو ډول هندى پلو
لازم مواد :-
1- چرګ يو كيلو 2- ورجي 750 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- اوږه دوې غوزي 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- پياز درې دانې 7- د ورجو غټه مساله يوه د چايو كاچغه 8- خواږه ولني يوه د چايو كاچغه 9- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ يوه ورځ د مخه پاك كړى او په يخچال كي يې كښېږدى بيا يوه غوزه اوږه سپينه كړى او درسته يي د چرګ د غوښو د ټوټو او لږ مالګي سره دېګ ته واچوى، خواږه ولني غټه مساله او ميده سوي شونډ هم ور واچوى، اوبه دومره ور واچوى چي چرګ پكښي پوخ سي او يو كيلو اوبه ولري. دا چرګ پر خام اور باندي پوخ كړى. كله چي ښوروا تياره سول او چرګ پوخ سو را كښته يې كړى. بيا نو په يوه دېګ كي غوړي سره كړى او ميده سوي پياز ور واچوى او د ورجو مساله غټه ور واچوى كله چي د پيازو رنـګ لږ واوښتى نو د چرګ ټوټگـې ور واچوى او يوه غوزه ميده سوې اوږه ور واچوى او ښه يې سره كړى. د سره كېدو په مهال يوه يوه كاچغه يخني هم ور اچوى، كله چي چرګ ښه سور سو بيا نو يخني صاف كړى او ور وايې چوې ( ليكن په ياد ولرى چي 750 ګرامه ورجي په 1250 ګرامه اوبو كي پخيږي ) كه چيري د يخني اوبه لږ وي لږ نوري اوبه ور واچوى او هغه پرېږدى چي و ايشي ( ورجي بايد لږ تر لږه دوه ساعته د مخه خيشتې سوي سوي وي ) بيا يې دغه يخني ته واچوى او اور ته مو پام وي چي نه ډېر تيز وي، نه ډېر خام وي.د اوبو د وچيدو په مهال ورجي وګورى چي پخې دي كه نه؟ كه پخې وي دم يې كړى او د دم كېدو په مهال كي توره زيره ور واچوى.او كه پخې نه وې لږ نوري اوبه ور واچوى څو پخې سي .

يو ډول پاكستانى پلو
لازم مواد :-
1- كوچني كبان يو كيلو 2- ورجي نيم كيلو 3- غوړي 250 ګرامه 4- پياز نيم كيلو 5- مستې 250 ګرامه 6- ليمو دوې دانې 7- د كټوي دارو( لونـګ ، لوي هېل ، دارچيني ، زيره ) يوه د چايو كاچغه مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كبان پاك كړى، پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى. كله چي سره سول را وې باسئ او ميده يې كړى. په دې غوړو كي كبان واچوى او كرار، كرار يې سره كړى. لږ چي اوبه وچي سي بيا د ليمو اوبه، مالګه، مرچ او د كټوي دارو غټ ور واچوى او لږ يې نور سره كړى او مستې ور واچوى كله چي د مستو اوبه پر وچېدو سوې بيا نو سره كړى پياز ور واچوي او لړى يې. كله چي ښه سره سول بيا لږ اوبه ور واچوي چي كبان پكښي پاخه سي او اوبه يې وچي سي. اوس نو په ورجو كي مالګه او د دارچيني ټوټگـې واچوى او وې اېشوى. او تر صافېدو وروسته په يوه غټ دېګ كي لږ ورجي بيا كبان بيا ورجي بيا كبان او بيا يې پر سر ورجي ور واچوى او دم يې كړى. چي ورجو دم وكيښ را كښته يې كړى.

بل ډول د كبانو پلو
لازم مواد :-
1-كبان نيم كيلو 2 - ورجي نيم كيلو 3 - غوړي 250 ګرامه4- اوږه دوې غټگـي غوزي 5 � پياز دوې داني 6- زيره نيمه دچايو كاچغه7- وچ ګشنيز نيمه دچايو كاچغه 8 � دكټوي دارو نيمه د چايو كاچغه 9 � مالـګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كبان پاك كړئ او پرې يې منځئ او ټوله لكه ډبل روټگـي داسي پرې كړى ( ډبل روټگـي يو ډول پنډه ډوډۍ ده؛ لكه د سېلو ډوډۍ )، اوږه سپينه كړى، مالګه، مرچ، دوه لونـګه، لږ سپينه زيره، لږ توره زيره، وچ ګشنيز څلور دانې، تور مرچ يوه دانه او غټ هېل ټوله سره واچوى او ميده يې كړى او لږ اوبه ور واچوى او مساله ځني جوړه كړى.
اوس نو دغه د كبانو ټوټگـې را واخلى په دغه مساله كي يې و وهى او په يخچال كي يې لږ تر لږه دوه ساعته كښېږدى او كه مو ډېر اېښول دوې ورځي يې د يخي په ځاي كي كښېږدى. اوس نو كبان په غوړو كي سره كړى البته پر خام اور باندي چي ونه سوگگ ځي. ورجي د مخه لا خيشتې كړى بيا نو پياز په غوړو كي سره كړى او مساله ور واچوى او لږ اوبه ور واچوى چي اوبه و اېشېدلې ورجي ور واچوى. كله چي ورجي پخې سوې د دم كېدو په مهال سره كړي كبان ور واچوى او هغه مساله او غوړي هم ور واچوى، دم يې كړى. پسله څو دقيقو دم څخه د كبانو پلو تيار دى.
يادونه :- كبان بايد بې هډوكو وي، هډوكي يې ځيني وباسى.

چاينيز پلو
لازم مواد :-
1- ورجي نيم كيلو 2- غوړي 125 ګرامه 3- هګۍ دوې دانې 4- ايشولي غوښي يا چرګ يو څو ټوټگـې 5- اېشولي ګاجري دوې دانې 6- د اېشولي ګل پې ( ګل ګوبي ) لاندي برخه يو څو ټوټگـې 7- د بلګو سره شنه پياز څلور دانې.
د پخېدو ترتيب :- ورجو ته مالګه ور واچوى او وې اېشوى، صافي يې كړى. ټوله سبزي او د چرګ ټوټگـې و ايشوى او جلا ، جلا يې كښېږدى. په يوه دېګ كي غوړي واچوى، چي لږ تاوده سي، شنه بلګونه او پياز اېشولي سبزي او د چرګ ټوټگـې او درې دانې شنه مرچك ميده كړى ور وايې چوى، يو دوه واره يې ولړى بيا نو دواړۍ هګۍ ور ماتي كړى او ژر، ژر يې ولړى او ډېر يې مه سره كوى ځكه چي دا ډېر سره كېدل نه غواړي، بس سر بېره ورجي پر واچوى، دم يې كړى. پنځلس دقيقې وروسته چي ورجي دم وكاږي را كښته يې كړى، چاينيز پلوتيار دى.

د چرګ برياني
لازم مواد :-
1- چرګ يو كيلو 2- ورجي 750 ګرامه 3- مستې 250 ګرامه 4- اوږه يوه غوزه 5- پياز 750 ګرامه 6- تور مرچ شپږ دانې 7- لونګ شپږ دانې 8- دار چيني، يوه ټوټه 9- توره زيره نيمه د چايو كاچغه 10- سپينه زيره نيمه د چايوكاچغه 11- وچ ګشنيز نيمه د چايو كاچغه 12- لوي هېل څلور دانې 13- كوچني هېل څلور دانې 14- غوړي 300 ګرامه 15- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ پاك كړى او بيا يې كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كړى. پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى او تر سره كېدو وروسته يې را وباسى او ميده يې كړى. اوس نو په غوړو كي د چرګ ټوټگـې او لونګ واچوى او سور يې كړى، وروسته تر سور كېدو مالګه ور واچوى او مستې سره و وهى ور وايې چوى. كله چي مستې وچي سي، اوږه ميده كړى ور وايې چوى سره ويې لړى بيا ميده سوي د كټوي دارو ور واچوى په پاي كي لږ سره كړي پياز، مرچ او يو څه اوبه ور واچوى، سر يې ور بند كړى تر څو چرګ پوخ سي، كله چي پوخ سو دېګ را كښته كړى او كښې يې ږدى. بيا ورجي پاكي كړى. ( ورجي بايد لږ تر لږه دوه ساعته د مخه تر پخېدو خيشتې سي ). بيا اوبه په يوه دېګ كي واچوى، ور سره دار چيني او مالګه واچوى او وې اېشوى بيا ورجي ور واچوى. كله چي يې دانه پسته سول صافي يې كړى او تر صافېدو وروسته يو څه سړې اوبه پر واچوى.بيا په دېګ كي لږ ورجي،نيمى دچرګ غوښي، بيا ورجي پر واچوى، بيا د چرګ غوښي، بيا ورجي پرواچوى او غوښي پكښي پټگـي كړى او دورجو مساله پر واچوى.
كه چيري ورجي كلكي وي په يو ګيلاس شيدو كي هېل ميده كړى او پر ورجو يې واچوى او دم يې كړى. او كه پستې وې شيدو ته ضرورت نسته. پام كوې د ورجو د دمېدو په مهال كي لاندي اور خام كړى او پر سر باندي يې اور واچوى. كله چي دم سوې راكښته يې كړى. نو ستاسي د چرګ برياني تياره ده.

دوهم ډول د چرګ برياني
لازم مواد :-
1- چرګ يو كيلو 2- ورجي 750 ګرامه 3- غوړي ( 300 ) ګگرامه 4- مستې 250 ګرامه 5- ايشولي هګۍ څلور دانې 6- كشميش دوولس دانې 7- بادام لږ څه 8- زعفران نيمه د چايو كاچغه 9- شونډ لږ څه 10- لونـګ څلور دانې 11- دارچيني يوه غټه ټوټه 12- غټ هېل درې دانې 13- خشخاش دوې د
چايو كاچغي 14- پياز 125 ګرامه 15- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ټوله مساله سره واچوى او سره ميده يې كړى. شونډ هم ور سره ميده كړى، بادام خيشته كړى او سپين يې كړى، زعفران خيشته كړى، چرګ پاك كړى بيا دا ټوله مساله په مستو كي واچوى او چرګ پكښي اخته كړى او دوه ساعته يې كښېږدى. بيا پياز په غوړو كي سره كړى او په مستو كي اخته سوى چرګ ور واچوى او سر يې ور بند كړى تر څو چرګ پكښي پوخ سي كله چي پوخ سو را كښته يې كړى او كښې يې ږدى.
وروسته بيا ورجي و اېشوى او صافي يې كړى. بيا په يوه غټ دېګ كي لږ ورجي واچوى بيا چرګ پكښي كښېږدى او بيا مساله او بيا ورجي پر واچوى او چرګ په ورجو كي پټ كړى، بيا زعفران پر واچوى او دم يې كړى. كشميش په غوړو كي سره كړى، بادام هم خلال كړى، هګۍ سپيني كړى او كښې يې ږدى هر كله چي مو برياني په غوري كي واچول دغه شيان يې پر سر ور ووډى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery