مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دغورمې او کبابونو د پخولو ډولونه

د غوښو غورمه
لازم مواد :-
1- توري غوښي يو كيلو 2- غوړي 275 ګرامه 3- پياز نيم كيلو 4- اوږه يوه غوزه 5- شونډ كوچينۍ ټوټه 6- مستې 250 ګرامه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 8- د كټوي دارو ( سپينه زيره ، تور مرچ ، وچ ګشنيز ) يوه د چايو كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- په غوړو كي 250 ګرامه پياز سره كړى. بيا كوټل سوې اوږه ور واچوى او پنځه دقيقې د دېګ سر ور بند كړى. بيا نو غوښي او نور اومه ميده سوي پياز ور واچوى او سره لړى يې تر څو د مستو اوبه وچي سي او پر غوړو راسي بيا ميده وچ ګشنيز زيره ، سره مرچ ، تور مرچ ، شونډ، لونګ دا ټوله ور واچوى او يو دوه واره يې سره واړوى او لږ اوبه ور واچوى چي پخې سي. كله چي غوښي پخې سوې بيا نو هېل ميده كړى او ور وايې چوى او د څو دقيقو دپاره يې دم كړى. غورمه تياره ده.

دوهم ډول غورمه
لازم مواد :-
1- غوښي نيم كيلو 2- مستې 250 ګرامه 3- پياز نيم كيلو 4- غوړي250 ګرامه 5- د كټوي دارو 100 ګرامه 6- درست سره مرچك دولس دانې 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- مستې ښه سره ووهى. پياز نازك ميده كړى په مستو كي پياز، مالګه، مرچ، د كټوي دارو او غټ سره مرچك ور واچوى دا ټوله چي مو سره واچول اوس نو په دغه مستو كي غوښي او غوړي واچوى. او د يوه ساعت لپاره يې كښېږدى. يو ساعت وروسته يې پر اور باندي كښېږدى او اور يې ور خام كړى. اوبو اچولو ته ضرورت نسته كله چي د مستو اوبه وچي سوې را كښته يې كړى لږ شنه، تازه ګشنيز او يو دوې دانې اوږه ور ميده كړى ور وايې چوى.
يادونه :- كه مستې نه وي تاسي كولاى سى چي روميان ور واچوى.




په مستو كي سرې كړي غوښي
لازم مواد :-
1- بې هډوكو غوښي نيم كيلو 2- مستې 250 ګرامه 3- د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي 4- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 5- د وچ ګشنيز تخم يوه د چايو كاچغه 6- تازه ګشنيز يوه دسته 7- غوړي د ضرورت په اندازه
8- مالګه د ضرورت په انذازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي كوچنۍ كوچنۍ پرې كړى، مستې سره و وهى، غوښي او مساله ور واچوى او سره حل يې كړى. مالګه او مرچ هم ور واچوى او دوه ساعته يې دغسي اخته كښېږدى. او وروسته بيا په كړايې كي غوړي واچوى، چي ښه سره سي غوښي ور واچوى او سرې يې كړى. كله چي د مستو اوبه وچي سوې سرې يې كړى. كه يې غوښي پستې سوي وې خو ښه او كه نه وې پستې سوي، كلكي وې نو څه ډېر دم غواړي. وروسته چي د مستو اوبه وچي سوې بيا نو تازه ګشنيز ميده كړى. او ور وايې چوى. ( كه چيري غوښي يوه شپه په مستو كي پاته سي بيخي به ښه وي. پدې چي غوښي ښه پستې كيږي ).

دوپـيـازه
لازم مواد :-
1- بې هډوكي غوښي نيم كيلو 2- پياز نيم كيلو 3- اوږه نيمه غوزه 4- روميان 125 ګرامه 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 8- د ګشنيز تخم يوه د چايو كاچغه 9- غوړي د ضرورت په اندازه 10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- په غوړو كي 125 ګرامه پياز ميده كړى او سره يې كړى بيا نو غوښي ور واچوى او سرې يې كړى. كله چي غوښي سرې سوې اوږه او شونډ ور واچوى، سره وې لړى او بيا ټوله مساله، مالګه، مرچ، ميده سوي روميان ور واچوى او بيا يې سره كړى. چي ښه سره سول بيا لږ اوبه ور واچوى،چي غوښي پخې سي. كله چي غوښي پخې سوې بيا يې سره كړى او پياز نازك نازك ميده كړى او پر سر يې ور واچوى، دم يې كړى. كله چي پياز پاخه سول او اوبه يې وچي سوې نو بيا تازه ګشنيز ميده كړى او پر سر يې ور واچوى. كه چيري ليمو وي يوه دانه ليمو اوبه كړى او ور وايې چوى. دېګ د اور څخه را كښته كړى، ډېره خوندوره دوپيازه به وي.

بل ډول دوپيازه
لازم مواد :-
1- غوښي نيم كيلو 2- پياز نيم كيلو 3- سركه نيم ګيلاس يا جوهر ليمو يو څه 4- تور مرچ يوه د چايو كاچغه 5 - ميده سوې مالګه د ضرورت په اندازه
6- غوړي د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي او سركه سره واچوى لږ مالګه هم ور واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي غوښي پخې سي او اوبه يې وچي سي. بيا نو پياز نازك نازك ميده كړى او ور وايې چوى چي لږ پاخه سي خو ډېر يې خوړين كوى مه. كه مو سركه نه وي ور اچولي بيا جوهرليمو ور واچوى او تور مرچ يې پر سر ور ودوړوى. دوپيازه تياره ده.

درست ورون
لازم مواد :-
1- د يوه كوچني وري ورون چي وزن يې تر يو يا يونيم كيلو زيات نه وي يا د لاس يوه ټوټه چي يو كيلو وي. 2- سركه يوه د چايو پياله 3- غوړي 125 ګرامه 4- تور مرچ يو څه 5- شونډ يو څه 6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د غوښو ټوټه يا ورون په يوه پنجه باندي ښه ووهى چي سوري سوري سي بيا نو شونډ ، تور مرچ او مالګه سره ميده كړى او په سركه كي يې واچوى او د دوو ساعتو لپاره يې اخته كړى بيا نو په يوه دېګ كي غوړي واچوى او ورون ور واچوى پر خام اور باندي يې سور كړى. كله چي سور سو لږ اوبه ور واچوى او بخار ور كړى چي ورون پوخ سي د پخېدو وروسته يې بيا لږ سور كړى او درست يې په ګردي غوري كي كښېږدى. او شا و خوا يې په شنو پاڼو او سلاته باندي ښايسته كړى.


د هوسۍ د غوښو غورمه
لازم مواد :-
1- د هوسۍ غوښي يو كيلو 2- مستې 375 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- د كټوي دارو يوه كاچغه 5- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 6- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېگـدو ترتيب :- ټوله مساله ميده كړى او په مستو كې يې ګډه كړى. غوښي پرېمنځى او په مستو كې يې د يوه ساعت لپاره اخته كړى. غوړي هم ور واچوى او كښې يې ږدى. وروسته له يوه ساعته يې پر اور باندي كښېږدى چي غوښي په مستو كي پخې سي. كله چي غوښي پخې سوې د مستو اوبه وچي سوې سرې يې كړى او را وايې خلى.


د پوڅكۍ غورمه
لومړى غوښي او پياز په غوړو كي سره كړى وروسته پوڅكۍ كوچنۍ كوچنۍ كړى او د غوښو سره يې سره كړى. وروسته بيا روميان، مالګه، مرچ او لږ اوبه ور واچوى چي غوښي او پوڅكۍ پكښي پاخه سي كله چي پاخه سول او پر غوړو باندي راغلل را وايې خلى.
پوڅكۍ نسبت نورو سبزيو ته ډېره سخته ده دا بايد د غوښو سره يو ځاي واچول سي.

د رواش غورمه
لومړى د غوښو غورمه پخه كړى. بيا رواش چي ډېر شنه او تروه نه وي سپين كړى او د درو انچو په اندازه يې پرې كړى او په جلا دېګ كې يې و اېشوى، چي ډېر خوړين نه سي. بيا يې د اوبو څخه را وباسى او پر غورمه باندې يې و اوډى. كله چي مو غورمه په غاب يا دېش كي واچول بيا نو شنه ګشنيز ميده كړى او پر سر يې ور واچوى.
د كشتې غورمه
لومړى د غوښو غورمه پخه كړى. كله چي پر غوړو باندي راغلل خيشته سوې كشته په غوړو كي سره كړى او د لعاب سره يې غورمې ته واچوى چي پر غوړو باندي راغلل غورمه تياره ده.

د وچ خټكي غورمه
لومړى د غوښو غورمه پخه كړى. بيا خيشت سوى خټكى په غوړو كي سور كړى او په غورمه كي يې واچوى كله چي د غورمې سره لږ و اېشيدى او پر غوړو باندي راغلل غورمه تياره ده.

د بهي غورمه
لومړى پياز او غوښي په غوړو كي سرې كړى وروسته بيا بهي كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كړى او غوښو ته يې واچوى چي غوښي او بهي يو ځاي سره سي. وروسته تر سره كېدو لږ اوبه ور واچوى چي غوښي پخې سي. د كټوي د دارو سره لږ شونډ او لږ بوره هم و غورمې ته واچوى.

د آلو بالو غورمه
لازم مواد :-
1- بې هډوكي غوښي يو كيلو 2- غوړي نيم كيلو 3- ميده سوي پياز نيم كيلو 4- ميده سوي شونډ يوه د چايو كاچغه 6- مالګه د ضرورت په اندازه 7- آلو بالو چي مندكي يې ايستل سوي وي نيم كيلو 8- بوره يا ګوړه
100 ګرامه 9- هېل پنځه ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوړي په دېګ كي واچوى بيا پياز ور واچوى چي سره سي. كله چي پياز طلايي سول غوښي ور واچوى او يو څو واره يې سره واړوى. بيا لږ اوبه ور واچوى او سر يې ور بند كړى چي غوښي پخې سي او پر غوړو باندي راسي. بيا نو آلو بالو ور واچوى، بوره او هېل هم ور واچوى. كله چي غورمه پر غوړو باندي راغلل را وايې خلى.


د سيبو غورمه
سيب سپين كړى او څلور ځايه يې كړى بيا هغه په غوړو كي سره كړى. او غورمې ته يې واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي يو دوه واره و اېشيدل او پر غوړو باندي راغلل راكښته يې كړى.
د سيبو غورمه بيله د سيبو د سره كېدو څگـخه هم پخولاې سى.
لومړى د غوښو غورمه پخه كړى چي پر غوړو باندي راغلل ټوټه سوي سيب ور واچوى او يو څو دقيقې يې كښېږدى چي پاخه سول را وايې خلى.

د لوبيا غورمه
لومړۍ لوبيا خيشته كړۍ او وروسته تر خيشتېدو يې په جلا دېګ كي و اېشوى چي لوبيا يې پسته سي. بيا د غوښو غورمه پخه كړى، كله چي غوښي پخې سوې اېشولې لوبيا ور واچوى او يو څو دقيقې يې كښېږدى چي د غوښو سره يو ځاى و اېشي. كله چي و اېشېدل را كښته يې كړۍ.


د ګازرو غورمه
لومړى پياز په غوړو كي سره كړى كله چي پياز طلايې سول غوښي ور واچوى او يو څو پلا يي د پيازو سره واړوى. بيا ژړي زردكي وتراشۍ او څلور ځايه يې كړى او غوښو ته يې واچوى. بيا لږ اوبه ور واچوى چي غوښي او زردكي پكښي پخې سي. د غورمې د مسالې سره لږ بوره يا ګوړه هم ور واچوى كله چي غوښي پخې سوې او غورمه پر غوړو باندي راغلل راكښته يې كړى.

د پسه د غوښو غورمه
لازم مواد :-
1- مستې دوه ګيلاسه 2- د ورانه پستې غوښي يونيم كيلو 3- غوړي د خوړو شپږ كاچغي 4- پياز درې دانې برابر 5- كوټل سوې اوږه يوه كوچنۍ غوزه 6- ادرك يا شونډ يوه ټوټه 7- زيره يوه د چايو كاچغه 8- كوركومن د چايو د كاچغي څلورمه 9- تور مرچ نيمه د چايو كاچغه 10- سره مرچ او مالګه د ضرورت په اندازه 11- لونګ او دارچيني نيمه د چايو كاچغه 12- د روميانو رُب يوه د خوړو كاچغه 13- د ليمبو اوبه يوه د خوړو كاچغه 14- شيدې څلور د خوړو كاچغي 15- لوي هېل نيمه د چايو كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى مستې په يوه لوښي كي واچوى هېل او كوركومن هم ور واچوى، وروسته بيا كوچنۍ ټوټه سوي غوښي ور واچوى او ښه يې په مستو ولړى او د يو ساعت لپاره يې دغسي كښېږدى. بيا په يوه دېګ كي نيمى غوړي سره كړى او غوښي ور واچوى او ورو ورو يې سره اړوى. ميده سوي پياز او اوږه بيا بېل په نيمى غوړو كي سره كړى او پاته دارو هم ور واچوى او د دوو دقيقو لپاره يې پر خام اور باندي كښېږدى تر څو په لعاب كي د دارو خوند ووځي. بيا نو دغه لعاب غوښو ته واچوى د روميانو رُب او شيدې هم ور واچوى او د مالګي خوند يې وګورى چي سم دى كنه؟ بيا نو د دېګ سر ور بند كړى او د نيم ساعت لپاره يې پر خام اور باندي كښېږدى چي پخې سي. د پخېدو په مهال بايد يو دوه واره دېګ سره وښوروى چي دېګ ونه سوځي. كله چي غورمه پخه سول او پر غوړو باندي راغلل د ليمو اوبه او تور مرچ پر واچوى دا غورمه كولاي سى چي د ورجو سره وخورى.

د پښتورګو غورمه
لازم مواد :-
1- پښتورګي دولس دانې 2- غوړي 125 ګرامه 3- مستې 125 ګرامه 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- سره مرچ او مالګه د ضرورت په اندازه 6- اوږه دولس دانې
د پخېدو ترتيب :- پښتورګي پرېمنځى او په غوړو كي يې لږ سره كړى. ميده سوې مساله هم ور واچوى او لږ يې نور هم سره كړى. بيا مستې ور واچوى او لږ اوبه هم ور واچوى تر څو پښتورګي پكښي پاخه سي او د مستو اوبه وچي سي. بيا كوټل سوې اوږه او شونډ ور واچوى او ښه يې سره كړى د پښتورګو غورمه تياره ده.

د درست وري كباب
لازم مواد :-
1- ورى يوه دانه چي 4 كيلو وي 2- غوړي يا كوچي 150 ګرامه 3- د وري اينه درې دانې 4- مكروني يوه كڅوړه 5- د نارنج د پوست خلال يو ګيلاس ( چي تريخ والى يې ايسته سوى وي ) 6- د روميانو رُب يوه د چايو كاچغه 7- سره كړي پياز درې د چايو كاچغي 8- د بادام خلال دوې د چايو كاچغي 9- د پستې خلال دوې د چايو كاچغي 10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د وري اينه كوچنۍ كوچنۍ ميده كوو او د سره كړو پيازو سره يې لږ سره كوو او يو څه مالګه او مرچ ور اچوو. بيا د روميانو رُب په نيم ګيلاس اوبو كي حلوو او اينې ته يې اچوو چي يو وار و اېشېدل راكښته كوو يې. بيا مكروني په اېشولو اوبو كي اچوو او لږ مالګه ور اچوو چي يو دوه واره و اېشېدل راكښته كوو يې او په صافي كي يې صافوو چي اوبه يې ولاړي سي. وروسته بيا مكروني د اينې سره ګډوو او د پستي،گ بادام او نارنج خلال هم ور اچوو او ټوله سره ګډوو. بيا ورى ښه په ځېر سره پاكوو مينځو يې، د وري په نس كي لږ مالګه، مرچ اچوو او په تيارو سوو موادو باندي يې ډكوو او نس يې ور ګنډو. بيا په يوه غټ دېګ كي غوړي اچوو او پر اور باندي يې ايږدو چي سره سي. بيا د وري شا و خوا په غوړو كي سره كوو او وروسته بيا دوه ګيلاسه اوبه ور اچوو او سر يې ور بندوو تر څو ورى پوخ سي خو ډېر خوړين نه سي. په پاي كي چي پوخ سو بايد نيم ګيلاس اوبه ولري كه چيري ورى پوخ سوى نه وي لږ اوبه نوري ور واچوى. كله چي ورى پوخ سو دغسي درست يې د دېګه را باسو او په غوري كي يې ايږدو او دغه نيم ګيلاس اوبه د روميانو د رُب سره ګډوو يا يې دغسي پر وري باندي اچوو او پر مېز باندي يې را اخلو.

برك كباب
د دې كباب د پخېدو لپاره بايد د نازك ګلګي د غوښي يا د پسه د غوښو څخه كار واخلو. د دې كباب دپاره بايد نازكي او پستې غوښي خوښي كړى. ولي ښه به دا وي چي تاسي غوښي يوه شپه د مخه د پيازو په اوبو او مرچكو كي خيشتې او پستې كړى. هر ډول كباب چي وي بايد په پخېدو كي ډېر وچ نه سي.
لازم مواد :- 1- غوښي يونيم كيلو 2- پياز درې دانې 3- غوړي يو ګيلاس 4- مرچ لږ څه
د پخېدو ترتيب :- دكباب غوښي چي په هره اندازه غواړى هغونه يې پنډي پرې كړى؛ مثلاً كه يې پنډوالى څلور ګوتي وي، يوه ټوټه د څلورو ګوتو په اندازه پرې كړى او هغه د غوښو سره كښېږدى او نوري ټولي د هغه په اندازه باندي ټوټه ټوټه كړى. يعني چي ټولي يو ډول او يوه اندازه وي، نه غـټگـي وي، نه كوچنۍ . بيا دغه غوښگـي په يوه اندازه ورغ ورغ كړى، بيا پياز تر ماشين وباسى غوړي او مرچك ور واچوى، سره ګډ يې كړى، تياري سوي غوښي پكښي اخته كړى او يوه شپه يې كښېږدى چي ښه اخته او پستې سي. بيا غوښي په سيخانو وپېيى، په چاړه يې لږ و وهى او پر اور باندي يې كباب كړى. د كبابېدو په مهال سيخان سره اړوى چي شا و خوا يې ښه سره پاخه سي. خو كباب بايد ډېر وچ نه سي لږ اوبه بايد ولري. بيا دغه كبابونه په دېش يا غوري كي كښېږدى او پر سر باندي يې لږ مالګه وپاشى او كه مو زړه وي لږ كوچي يې هم پر سر باندي ور كښېږدى او شا و خوا ته يې ګردي حلقه سوي پياز او روميان و اوډى او پر سر باندي يې ګشنيز ور واچوى.
يادونه :- كباب بايد په ډوډۍ كي ونه پېچى. ولي چي د كباب اوبه ډوډۍ جذبوي او كباب وچيږي.

حسيني كباب
( حسيني كباب كولاى سى چي د ورانه د پستو غوښو څخه يې تيار كړى )
لازم مواد :-
1- غوښي يو كيلو 2- پياز 500 ګرامه 3- لـم يا كوچي ( 150 ) ګرامه 4- شنه مرچك 250 ګرامه 5- روميان يو كيلو 6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د دې كباب د پخېدو لپاره د لرګيو سيخانو ته اړتيا لرو چي د انارو د وتي د نازكو ښاخو څخه جوړيږي ( يا د كباب د كوچنيو سيخانو چي زنـګ نه كوي او په بازار كي خرڅيږي كار اخلو )
غوښي داسي ټوټه كوو چي اوږدوالى يې څلور سانتي متره وي او پنډوالى يې دوه سانتۍ متره وي. د لرګيو سيخان سپينوو او سرونه يې په چاړه ور تيره كوو. بيا په ترتيب سره يوه ټوټه غوښي، يوه ټوټه لـم، يوه ټوټه پياز او يوه ټوټه مرچك په سيخانو باندي پېگـيو تر څو سيخان ډك سي ( د سيخانو اوږد والى بايد لس يا پنځلس سانتۍ متره وي ) بيا په هواره كړايي كي چي سيخان ځائيږي لومړى حلقه سوي پياز اوډو، پر سر يې روميان بيا د كباب سيخان بيا پياز بيا روميان بيا سيخان په دغه ډول ټوله كباب په كړاي كي اوډو، سر يې ور بندوو او پر خام اور باندي يې ايږدو تر څو د روميانو اوبه وچي سي او غوښي پخې سي. كه چيري غوښي نه وې پخې لږ اوبه ور واچوى او سر يې ور بند وو تر څو غوښي پستې سي په پاي كي لږ مالګه ور اچوو، كله چي كباب آماده سو بايد د روميانو اوبه پر مخ وچي سوي وي او اوبه ونه لري. كبابونه په هغو سيخانو كي را اخلو او په دېش كي يې ايږدو او پر ميز يې را اخلو. كه چيري كوچيو ته اړتيا پيدا سي، كوچي بيا ټوټه ټوټه كوو او د كباب په لاي لاي كي يې ايږدو.

د تورو غوښو سيخ كباب
لازم مواد :-
1- د لاس توري غوښي نيم كيلو 2- مستې يو ګيلاس 3- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 4- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 5- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 6- اوږه شپږ دانې 7- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 8- غوړي يو څه 9- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي پاكي پرېمنځى او ټوله يو اينچ مربع پرې كړى. او وې اېشوى چي نيم خامه پخې سي، اوبه يې وچي كړى او را كښته يې كړى. ټوله مساله ميده كړى او په مستو كي يې واچوى او ايشولي غوښي هم په مستو كي واچوى او ښه يې سره ګډ كړى بيا يې په سيخانو وپېيى. او پر سكرو باندي يې كباب كړى. د كباب كېدو په مهال كي لږ غوړي په كاچغه باندي پر اچوى. كله چي ښه كباب سول د پيازو او روميانو د سلاتې
سره يې را واخلى.

د پښتۍ كباب
لازم مواد :-
1- د پښتۍ غوښي نيم كيلو 2- غوړي 250 ګرامه 3- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 4- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 5- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 6- هګۍ دوې دانې 7- تازه ګشنيز، نعناع او شنه مرچك لږ لږ.
د پخېدو ترتيب :- تازه ګشنيز، نعناع، شنه مرچك، مالګه، مرچ دا ټوله سره واچوى او چكني ځگـني جوړ كړى. ( غوښي فرمايشي په قصاب ټوټه ټوټه كړى ) اوس نو دغه چكني او غوښي سره واچوى او لږ اوبه ور واچوى چي غوښي پخې سي او اوبه يې وچي سي. بيا نو هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى او په هګۍ كي د كټوي ميده سوي دارو او د ګشنيزو ميده سوى تخم او سپينه زيره واچوى او سره ګډ يې كړى. بيا پدې تياره سوې مساله كي د غوښو ټوټگـې واچوى او يوه يوه ټوټه غوښي په مساله وهى او په غوړو كي يې سرې كوۍ او د سلاتې سره يې په دېش كي كښېږدى.

بل ډول د پښتۍ كباب
لازم مواد :-
1- د پښتۍ غوښي غـټگـي غـټگـي ټوټگـې نيم كيلو 2- پټاټگـې نيم كيلو 3- هګۍ دوې دانې 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- اوږه شپږ دانې 6- غوړي د سره كېدو دپاره 7- وچه ډوډۍ د ضرورت په اندازه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي پرېمنځى، اوږه، شونډ، سره مرچ او مالګه ميده كړى، په غوښو يې و وهى او يو ساعت يې كښېږدى. وروسته بيا په يوه دېګ كي لږ غوړي واچوى او غوښي ور واچوى او پر خام اور باندي يې پخې كړى. بيا يې سره واړوى ترڅو اوبه وچي كړي. بيا پټاټگـې واېشوى، مالګه او تور مرچ ور واچوى او تر ماشين يې وباسى بيا نو د غوښو يوه يوه ټوټه په پټاټو كي ونيسى يعني دواړي خواوي يې په پټاټو و پوښى او په هګۍ كي يې و وهى او ډوډۍ يوه ټوټه پر يوه خوا او بله ټوټه يې پر بله خوا كښېږدى او په هګۍ كي يې و وهى او په غوړو كي يې سرې كړى.
يادونه:- دلته وچه ډوډۍ يا ( ډبل روټگـي ) عبارت له پنډي ډوډۍ څخه دى. كه چيري ډبله ډوډۍ يا د سېلو ډوډۍ نه وي تاسي كولاې سى چي د كور د وچي ډوډۍ څخه كار واخلى. پدې ډول چي كلكه ډوډۍ په اوبو كي خيشته كړى، كله چي خيشته سوه د اوبو څخه يې را وباسى او اوبه يې ځگـني ونښتېږى او په دغه ډوډۍ كي كباب ونيسى لكه هګۍ چي په كوفته كي نيسى. بيا يې په هګۍ كي سره ووهى او په غوړو كي يې سره كړى. ډېر ښه كباب ځگـني جوړيږي.


شامي كباب
لازم مواد :-
1- د پسه د لاس غوښي يو كيلو 2- پياز دوې دانې 3- ايشولي پټاټگـې دوې دانې 4- اوږه يوه غوزه 5- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي، پياز، اوږه او اېشولي پټاټگگـې تر ماشين باسو، مالګه او مرچ ور سره ګډوو او ښه يې سره اغږو تر څو غاز و كړي. بيا لاس لږ لندوو او د غوښو څخه لږ را اخلو او په سيخانو باندي يې مښلوو او په ګوتو باندي يې لږ كښېكاږو تر څو غوښي په سيخانو باندي ومښلي. ( د دې كباب سيخان بايد پلن وي ) بيا ښه تازه سوي سكاره په انګېټگـۍ كي اچوو او سيخان پر اوډو او پر اور باندي پيك وهو تر څو غوښي ځان سره ونيسي او د سيخانو څخه جلا نسي. كله چي غوښو ځان سره ونيوى بيا پيك نه پر وهو، پر اور يې دغسي ايږدو تر څو د كباب مغز پوخ سي او كباب ډېر وچ نه سي. كه مو د كباب سره غوړ خوښ وي بيا په كاچغه باندي لږلږ غوړي پر كباب واچوى او د اور څخه يې ليري كړى، بيا يې په دېش كې و اوډى او د سلاتې سره يې را واخلى.
يادونه :- كه چيري غوښي كلكي وي لومړى يې و اېشوى او بيا يې تر ماشين وباسى.

شيش كباب
لازم مواد :-
1- د ورانه غوښي يو كيلو 2- شنه مرچك دوې، درې دانې 3- پياز 250 ګرامه 4- كوچني روميان دولس دانې 5- مستې يو ګيلاس 6- تر ماشين ايستل سوي پياز يوه كاچغه 7-د ليمو اوبه دوې د چايو كاچغي 8- حل سوي زعفران يوه د چايو كاچغه 9- ميده سوي مرچك يوه د چايو كاچغه 10- مالګه د ضرورت په اندازه 11- ميده سوې اوږه يوه د چايو كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- زعفران په لږ اېشولو اوبو كي حل كړى او مستو ته يې واچوى. تر ماشين ايستل سوي پياز او ميده سوې اوږه او مرچك هم مستو ته واچوى او سره وې لړى چي ګډ سي. غوښي په څلور كنجنه ډول كوچنۍ ، كوچنۍ پرې كړى او په مستو كي يې د ( 10 يا 12 ) ساعتو لپاره اخته كړى. بيا پياز او روميان الغه، الغه كړى او مرچك ټوټه ، ټوټه بيا يوه ټوټه غوښي ، يوه ټوټه پياز ، يوه ټوټه مرچك او يوه ټه روميان په سيخانو وپېگـيئ او پر سكرو باندي يې كباب كړى. كله چي كباب سول په دېش كي يي كښېږدى او يو څه مالګه پر واچوى .

شيشليك
لازم مواد :-
1- د ورانه غوښي يو كيلو 2- سركه څلور غټگـي كاچغي 3- ليمو دوې دانې
4- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 5- شنه پياز دوې دانې 6- روميان
125 ګرامه 7- مالګه د ضرورت په اندازه 8- اوږه يوه غوزه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي يو انچ پنډي او يو انچ اوږدې پرې كړى. د ليمو ا وبه وباسى او د سركې سره يې ګډې كړى. مالګه، مرچك او د كټوي دارو سركې ته واچوى، كه د غوښو سره لـم نه وي بيا لږ غوړي ور واچوى او ښه يې سره ګډ كړى وروسته بيا ميده سوي غوښي ور واچوى او اخته يې كړى او د شپږو يا اتو ساعتو دپاره يې په يخچال كي كښېږدى.
وروسته بيا دغه غوښي را واخلى او په سيخانو باندي وپېگـيى خو يوه د غوښو ټوټه، بيا د پيازو ټوټه، بيا د روميانو ټوټه، بيا غوښي، پياز، روميان په دغه ډول ټوله په سيخانو باندي وپېگـيى او پر سكرو باندي يې كباب كړى او تاوده تاوده يې د سلاتې سره را واخلى.

د هوسۍ د غوښو كباب

لازم مواد :-
1- د هوسۍ غوښي يو كيلو 2- اومه پپيتا يا شينكى ( 150 ) ګرامه 3- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 4- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 5- د ګشنيز تخم يوه د چايو كاچغه 6- غوړي ( 250 ) ګرامه 7- پياز
125 ګرامه 8- روميان ( 250 ) ګرامه 9- شنه مرچك ( 250 ) ګرامه 10- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي كوچنۍ ، ګردۍ ګردۍ پرې كړى او ښه يې پرېمنځى بيا پپيتا سپينه كړى او ميده يې كړى مساله هم ټوله ميده كړى او غوښي په ولړى او كښې يې ږدى لس دقيقې وروسته يې په
سيخانو وپېگـيى، پر سكرو باندي يې كښېږدى، غوړي سره كړى او لږ لږ په
كاچغه باندي پر اچوى او ژر ژر يې اړوى چي ونه سوځي. بيا پياز نازك
نازك ميده كړى، مالګه پر واچوى او پرې يې مينځى، روميان ګردي
ګردي الغې كړى او په دېش كي شا و خوا ته پياز، روميان او
مرچك و اوډى او په منځ كي يې د هوسۍ كباب كښېږدى.

د اينې كباب
لازم مواد :-
1- اينه يوه دانه د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 3- سپينه زيره يوه
د چايو كاچغه 4- د ګشنيز تخم يوه د چايو كاچغه 5- اوږه لس دانې
6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اينه كوچنۍ ټوټگـې كړى او په اوبو كي يې د لونګ او لږ مالګي سره يو وار و ايشوى او بيا يې را كښته كړى.( د دې څخه د اينې وينه وچيږي ) بيا ټوله مساله په اونـګ كي وكوټگـى، ميده يې كړى او لږ اوبه ور واچوى. دا مساله د اينې په هره ټوټه پوري بېگـله، بېگـله وموږى او اينه په سيخانو وپېگـيى او پر سكرو باندي يې كښېږدى.
پام كوى چي اور يې ډېر تيز نه وي، چي كباب سوزي. پر خام اور باندي مساله او وينه وچيږي. بيا د سيخانو څخه اينه را وباسى يا يې د سيخانو سره را واخلى خو د دې سره د پيازو او روميانو سلاته
ضرور جوړه كړى.
يادونه:- د اينې كباب بيله ايشولو هم كيږي. خو هغه به پر خام اور باندي كبابوى او تر هغه مهاله چي د اينې وينه نه وي وچه سوې سيخان به پر اور باندي ګرځوي.

د چرګ د چيچي كباب
لازم مواد :-
1- چرګ يو كيلو 2- د زيتون غوړي دوې د ښوروا خوري كاچغي 3- د ليمو اوبه دوې كاچغي 4- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د چرګ چيچى پاكوو او كوچني ورېښتان يې پر اور باندي ور سوځو، مينځگـو يې او بيا يې په لاندي ډول ټوټه ټوټه كوو. لومړى يې وزرونه داسي ور پرې كوو چي لږ د سينې غوښي ور سره وي. دوهم سينه د هډوكو سره پر منځ دوه ځايه كوو. دريم ورنونه د شا د هډوكو څخه جلا كوو او د ورانه ماهيچه هم ځني جلا كوو. د هر چيچي دپاره دوې كاچغي د زيتون يا نور غوړي، دوې كاچغي د ليمو اوبه، مالګه، مرچ او يو څه زعفران سره ګډوو او د چرګ غوښي د پنځو يا شپږو ساعتو دپاره اخته كوو. بيا د چرګ غوښي په سيخانو باندي داسي پېگـيو چي ورون او ماهيچه په يوه سيخ كي، وزرونه او غاړه په بل سيخ كي، سينه په بل سيخ كي پېگـيو. بيا لومړى د ورانه او وزرو سيخان پر اور باندي ايږدو او پر اور باندي لږ پيك وهو او سيخان سره اړوو او د زيتون غوړي او د ليمو اوبه لږلږ په كاچغه پر اچوو. كله چي لږ برشته سول بيا د سينې سيخان پر اور
باندي ايږدو (څنـګه چي د سينې غوښي نازكي دي نو يي ځكه لږ وروسته پر اور باندي ايږدو ) كله چي د چيچي د غوښو رنګ سور سو او ښه كباب سي بيا دغه كباب په دېش كي اوډو او شا و خوا يې ګشنيز، پياز
او روميان اوډو او را اخلو يې.

نرګس كباب
لازم مواد :-
1- غوښي نيم كيلو 2- هګۍ اته دانې 3- د كټوي دارو دوې د چايو
كاچغي 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 6- غوړي 125 ګرامه 7- د ګشنيز تخم يوه د چايو كاچغه 8- پټاټه يوه غټه دانه 9- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوښي او پټاټه و ايشوى بيا يې تر ماشين
وباسى، كوفته يې كړى. شپږ هګۍ و اېشوى او سپيني يې كړى. په
كوفته كي د كټوي دارو، مرچ، مالګه، سپينه زيره، وچ ګشنيز، شونډ
دا ټوله واچوى او ښه يې سره ګډ كړى. بيا اېشولي هګۍ په كوفته
كي ونيسى، لاس په اوبو لوند وي او كوفته په سمه كړى. بيا
دوې دانې هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او سره وې وهى بيا
دغه كباب په هګۍ كي ووهى او په غوړو كي يې سره كړى. وروسته بيا
په غوري يا دېش كي سلاته ووډى او نرګس كباب په تيره چاړه پر منځ دوه ځايه كړى او ورسره كښې يې ږدى.


د درست پسه كباب
لازم مواد :-
1- پسه يوه دانه 2- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 3- اوږه 125 ګرامه
د پخېدو ترتيب :- پسه لومړى ښه په ځېر سره پا ك كړى، نس يې ور تش كړى، بيا مالګه، مرچ او اوږه سره وكوټگـۍ او د پسه په نس او غوښو باندي يې ور ووهى او لږ تر لږه يې د يو ساعت لپاره كښېږدى. بيا تنور ښه سور كړى او په يوه غټ لوښي كي اوبه واچوى او په تنور كي يې كښيږدى. بيا پسه په تنور كي داسي پر سيخانو باندي ودروى چي د لـم خوا يې پورته وي او د مغزي خوا يې كښته وي. بيا د تناره سر ور پټ كړى. پدې توګه د لوړي خوا څخه لـم ويلي كيږي او پر غوښو باندي توئيږي. نو پسه ښه كبابيږي. پسله يوه ساعته يې وګورى چي پسه كباب سوى دى كه نه؟ او غوښي يې پستې سوي دي كه څنـګه؟ كه كباب سوى وو نو پسه د تناره څخه را وباسى او په يوه لويه مجمه كي يې ودروى او پر ميز يې را واخلى.
يادونه :- ( په تناره كي اوبه ضرور كښيږدى. پدې چي كه غوړي پر اور
باندي توي سي نو دود كوي او كباب د دود بوې كوي. كه اوبه
كښيږدى غوړي په اوبو كي توئيږي ، كباب مو خوندور راځي او د اوبو
په توښ سره ښه پخيږي ).

كـړايـي
لازم مواد :-
1- د كوفتې غوښي نيم كيلو 2- پټاټگـې يوه غټه دانه 3- اوږه يوه غوزه
4- هګۍ شپږ دانې 5- د ګشنيز تخم يوه د چايو كاچغه 6- تور مرچ د ضرورت په اندازه 7- پياز څلور دانې 8- د روميانو رُب يوه غټه كاچغه 9- مالګه او تور مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوښي او پټاټه و اېشوى بيا يې تر ماشين وباسى او كوفته يې كړى. اوږه، د ګشنيز تخم، مالګه، او مرچك ور واچوى او ښه يې په لاس سره واغږى. بيا يوه دانه هګۍ په يوه لوښي كي ماته كړى او ښه يې سره ووهى چي ژړ او سپين يې سره ګډ سي او ځګ وكړي بيا نو غوړي په يوه كړايي كي واچوى چي سره سي. د كوفتې څخه لږلږ غوښي را واخلى او كوچني كوچني لوله كباب ځني جوړ كړى او په هګۍ كې يې و وهى او په غوړو كې سره كړى كله چي مو سره كړل را وې باسى. بيا نو پياز سپين كړى او الغه، الغه يې كړى او په غوړو كي يې واچوى چي لږ سره سي يعني ژړ نه سي بيا نو رُب ور واچوى ( كه روميان وي روميان ور سره كړى ) كه مو مرچك خوښ وي يوه دانه مرچك هم ور واچوى او كباب پر و اوډى او بيا هګۍ پر ماتي كړى. كله چي هګۍ پخې سوې پر سر يې تور مرچ ور ودوړوى، په هغه كړايي كي يې را واخلى، يا يې په يوه غوري كي په ښه سليقه او احتياط كي واچوى او پر ميز باندي يې را واخلى. ډېر خوندور به وي.

ابريشم كباب
لازم مواد :-
1- وهل سوې هګۍ 6 دانې 2- د بادام او پستې خلال 110 ګرامه
3- ميده سوي هېل 5 ګرامه 4- بوره يو غټ ګيلاس 5- اوبه يونيم ګيلاس
6- د ليمو اوبه د چايو كاچغه 7- عرق ګلاب كه وي نيم ګلاس.
د پخېدو ترتيب :- لومړى بوره او اوبه په دېګ كي واچوى چي و ايشي كله چي و اېشيدل د سر ځګ يې ځيني ټول كړى بيا عرق ګلاب او هېل ور واچوى او كښې يې ږدى چي ښه و ايشي. وروسته بيا د ليمو اوبه ور واچوى او د اور څخه يې راكښته كړى.
بيا په يوه هواره كړايي كي غوړي واچوى. بيا يوه قطۍ چي شپږ دانې وهل سوې هګۍ پكښي ځاييږي را واخلى او كښته يې د مېخ په ذريعه څو ځايه سورۍ كړى. وروسته چي بيا غوړي ښه سره سول وهل سوې هګۍ په قطۍ كي واچوى او قطۍ د غوړو پر سر ونيسى چي هګۍ د قطۍ د سوريانو څخه و غوړو ته توى سي او د جلبۍ په ډول يې په غوړو كي سرې كړى. كله چي دا سره سول بيا د كباب د دوو سيخانو په واسطه دغه جلبۍ په لوله كړى او په غوري كي يې كښيږدى تر څو ټوله ابريشم كباب پاخه سي. وروسته بيا شربت پر واچوى او د بادام او پستې خلال يې پر سر ور وپاشى. وروسته يې په چاړه د څلورو انچو په اندازه پرې كړى او د خورك د پاره يې را واخلى.

لونـګ كباب
لازم مواد :-
1- غوښي يو كيلو 2- لونـګ څلور دانې 3- لوي هېل يوه دانه 4- دارچيني يوه كوچنۍ ټوټه 5- تور مرچ لږڅه 6- اوږه يوڅو دانې 7- زدوول سوي ګاټه كروت يا كلكي مستې يو ګيلاس 8- غوړي 9- مالګه اومرچ دضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوښي په دېګ كي واچوى مساله ميده كړى او ور وايې چوى. لږ اوبه هم ور واچوى او سر يې ور بند كړى چي غوښي پخې سي. كله چي غوښي پخې سوې او پر غوړو باندي راغللې بيا نو لږلږ كروت ور اچوى او په كاچغه يې لړى. په دغه ډول ټوله كروت ور واچوى. كله چي كباب پر غوړو راغى او د كروتو اوبه يې وچي سوې كوټل سوې اوږه ور واچوى او پر سر يې تور مرچ ور ودوړوى.

د كبانو ديګي كباب

لازم مواد :-
1- د ماهيانو غوښي يو كيلو 2- ميده سوي پياز 110 ګرامه 3- غوړي
110 ګرامه 4- كوټل سوې اوږه 70 ګرامه 5- د انګورو غوره او د ګشنيزو تخم 6- تازه ګشنيز 110 ګرامه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى كبان پاك كړى او په اېشولو اوبو كي يې واچوى او هـډوكي يې ځيني ليري كړى. بيا پياز او اوږه په غوړو كي سره كړى او د ماهيانو د غوښو سره يې ګډ كړى د ګشنيز تخم هم ور سره ګډ كړى. بيا يو دېګ يا كړايي ښه غوړه كړى او غوښي ور واچوى او د كاچغي په شا يا كفګير باندي يې كښېكاږى او لږ غوړي يې پر سر ور واچوى او پر خام اور باندي يې كښېږدى او د دېګ پر سر پوښ باندي اور ور واچوى. وروسته تر نيم ساعت كباب پخيږي. بيا كباب ټوټه ټوټه كړى او په غوري يا غاب كې يې كښېږدى او په ګشنيز، نعناع او ليمو باندي يې ښايسته كړى.

چپلي كباب
لازم مواد :-
1- غوښي يو كيلو 2- شنه پياز يا سپين پياز يونيم كيلو 3- اوړه 220 ګرامه
4- غوړي د سره كېدو لپاره 5- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي او سپين پياز تر ماشين وباسى، مالګه او مرچك ور واچوى او د شنو پيازو بلګونه په چاړه يا ساطور باندي ميده كړى
و غوښو ته يې د اوړو سره واچوى او ښه يې سره ګډ كړى. وروسته بيا غوړي په كړايي كي واچوى او د غوښو څخه كوچنۍ كوچنۍ ټگـيكۍ جوړي كړى او په غوړو كي يې سرې كړى او د ډوډۍ او سلاتې سره يې وخورى.
كه مو چوغكي ښكار كړي وي تاسي كولاې سى چي د غوښو پر ځاي چوغكي د سر او هډوكى سره تر ماشين وباسى او چپلي كباب ځني پوخ كړى د چوغكو غوښي ډېري ګټوري دي.

ديګي كباب
لازم مواد :-
1- د پسه توري غوښي يو كيلو 2- الغه سوي پياز نيم كيلو 3- د پسه لـم 500 ګرامه 4- تور مرچ او مالګه د ضرورت په اندازه 5- د ليمو اوبه يا سركه يو د چايو ګيلاس.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوښي كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كړى وروسته بيا غوښي، مالګه، يوه دانه پياز او لږ اوبه په دېګ كي واچوى پر اور باندي يې كښيږدى چي غوښي پخې او پر غوړو باندي راسي. بيا په يو بل دېګ كي يو څه الغه سوي پياز واچوى، بيا غوښي او پر سر يې پاته پياز بيا واچوى او غوښي پكښي پټگـي كړى. پر سر يې سركه يا د ليمو اوبه واچوى، سر يې ور پټ كړى، پر اورباندي يې كښېږدى او پر سر باندي يې لږ اور واچوى كله چي پاخه سول په غاب يا غوري كي يې واچوى او شا و خوا ته يې ګشنيز، نعناع او سرې كړي پټاټگـې و اوډى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery