مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کوفتې او نورسابو پخول

كوفته او هګۍ
لازم مواد :-
1- د كوفتې غوښي نيم كيلو 2- هګۍ شپږ دانې 3- پياز 250 ګرامه
4- اوږه يوه غوزه 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- روميان يا مستې 125 ګرامه
7- د ګشنيز تخم دوې د چايو كاچغي 8- زيره يوه د چايو كاچغه
9- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 10- دال نخود يو څه
11- خشخاش يو څه 12- غوړي د ضرورت په اندازه 13- تازه ګشنيز او مرچك لږ څه 14- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي ميده كوفته كړى. هګۍ و اېشوى او سپيني
يې كړى نيمى پياز تر ماشين و باسى او نيمى ميده كړى اوږه
او شونډ هم سره وكوټگـى دال نخود او خشخاش هم سره ميده كړى
په كوفته كي ټوله ميده سوي شيان واچوى. شنه مرچك او شنه
ګشنيز هم ميده كړى ور وايې چوى او ښه يې سره ګډ كړى بيا د
دې غوښو څخه يو ډول ګردۍ كوفتې جوړي كړى په كړايې كي
غوړي واچوى پر اور يې كښيږدى چي سره سي بيا يوه يوه كوفته
په غوړو كي سره كوى كله چي سره سول را وې باسى او په يوه
غاب كي يې كښېږدى. په پاته غوړو كي ميده سوي پياز واچوى او
سره يې كړى كله چي سره سول را وې باسى او ميده يې كړى بيا
په دغه غوړو كي اوږه او شونډ واچوى او سره يې كړى بيا ميده
سوي سره كړي پياز ور واچوى مالګه، مرچ، وچ ګشنيز، سپينه
زيره ور واچوى او سره يې كړى بيا مستې ور واچوى كله چي د
مستو اوبه وچي سي نو بيا يو څه اوبه ور واچوى چي اوبه و اېگـشي
بيا سره سوې كوفته ور واچوى او پرې يې ږدى چي پخه سي
كوفته چي پخه سول راكښته يې كړى د كټوي دارو پر ودوړوى. او په
دېش كي يې كښېږدى او اېشولي هګۍ ګردۍ ګردۍ پر ووډۍ او
ميده سوي شنه ګشنيز پر واچوى.



نرګس كوفتې
لازم مواد :-
1- د كوفتې غوښي نيم كيلو 2- هګۍ پنځه دانې 3- اوږه يوه غوزه
4- پياز كوچني درې دانې 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- د ګشنيز تخم يوه د چايو كاچغه 8- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 9- دال نخود لږ څه 10- غوړي 250 ګرامه 11- تازه ګشنيز او نعناع لږ څه 12- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- په غوښو كي دال نخود شپږ دانې اوږه نيمه دانه پياز او لږ مالګه او مرچ واچوى پر اور يې كښېږدى چي پاخه سي كله چي دال نخود پاخه سول اوبه يې وچي سوې راكښته يې كړى او تر ماشين يې وباسى ميده يې كوفته كړى. بيا څلور دانې هګۍ و اېشوى ګشنيز ميده كړى اوږه او شونډ سره وكوټگـى پياز ميده كړى د ګشنيز تخم او سپينه زيره سره ميده كړى او كښې يې ږدى.
لومړى پياز په غوړو كي سره او را وې باسى په غوړو كي كوټل سوې اوږه او ښونډ، مالګه او مرچ واچوى او سره يې كړى د ګشنيز تخم او سپينه زيره هم ور واچوى يو څو واره يې سره واړوى او بيا روميان يا مستې ور واچوى او ښه يې سسره كړى تر څو پر غوړو راسي په پاي كي د كټوي دارو او تازه ګشنيز ور واچوى او كښې يې ږدى.
اوس نو په جوړه سوې كوفته كي يو څه تازه ګشنيز او د كټوي دارو واچوى او هګۍ په كوفته كي ونيسى او لكه هګۍ داسي يې جوړي كړى بيا په كړايي كي غوړي واچوى چي سره سي او يوه دانه هګۍ په كاسه كي ماته كړى او په هغه باندي كوفته ووهى او بيا يې په غوړو كي سرې كړى كله چي دا سره سول هغه تيار سوى سالن په دېش كي واچوى او دغه نرګس كوفتې په سالن كي ووډى بيا نرګس كوفتې په تيره چاړه باندي نيمى كړى او په سالن كي يې ووډى.




د كوفتې څخه ډك روميان يا د روميانو دلمه
لازم مواد :-
1- ښه غټ غټ روميان شپږ دانې 2- كوفته 250 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- پياز يوه غټه دانه 5- اوږه شپږ دانې 6- شونډ كوچنۍ ټوټه 7- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 8- شنه مرچك او سره مرچك د ضرورت په اندازه
9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- روميان پرېمنځى او د روميانو لوړه خوا ګردۍ پرې كړى او د چړې په څوكه باندي يې منځونه ور تش كړى داسي تش كړى چي روميان سوري نه سي بيا پياز ميده كړى اوږه او شونډ سره وكوټگـى پياز په غوړو كي سره كړى را وې باسى او غوړو ته كوفته ور واچوى او سره يې كړى بيا اوږه ميده سره كړى پياز او شونډ ور واچوى او وې لړى بيا د كټوي دارو مالګه مرچ ور واچوى او ښه يې سره كړى بيا لږ اوبه ور واچوى او دم يې كړى د لسو دقيقو دپاره چي كوفته ښه پخه سي. وروسته بيا د دغي كوفتې څخه د روميانو منځونه ډك كړى او د اوړو څخه كوچنۍ كوچنۍ ټكۍ جوړي كړى د روميانو پر سر يې ور كښېږدى او په تار باندې سرونه بند كړى بيا په كړايي كي پاته غوړي واچوى او روميان لږ سره كړى ډېر يې مه سره كوى چي بيا روميان بې ډوله كيږي بيا يې د غوړو څخه را وباسى او په دېش كې د سلاتې سره كښېږدى.


د كوفتې او پټاټو رول
لازم مواد :-
1- غوښي 250 ګرامه 2- پټاټگـې نيم كيلو 3- غوړي 250 ګرامه 4- پياز يوه دانه 5- اوږه اته دانې 6- شونډ كوچنۍ ټوټه 7- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 8- سركه دوې كاچغي 9- روميان يوه دانه 10- هګۍ درې دانې
11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى او بيا كوفته ور واچوى او سره يې كړى وروسته اوږه شونډ او روميان د كټوي دارو ټوله ور واچوى او ښه يې سره كړى كله چي ښه سره سول راكښته
يې كړى. پياد ولرى چي غوړي لږ ور واچوى چي معلوم نه سي. بيا
پټاټگـې و اېشوى او سپيني يې كړى تر ماشين يې وباسى مالګه مرچ او
سركه ور واچوى بيا درې سره هګۍ ماتي كړى د دوو هګۍ ژړ ور
واچوى او د يوې ژړ د نورو سپينو سره واچوى او ښه يې سره ووهى
چي ګډي سي بيا نو د پټاټو څخه يو ډول رول جوړ كړى او په منځ
كي يې كوفته كښېږدى او پټاټگـې لوله كړى چي كوفته يې را ونه وځي
او وروسته يې په هګۍ ولړى او سرې يې كړى چي سرې سوې را وې باسى
او تاوده تاوده يې د چكني سره را واخلى.

د تورو بانجڼو دلمه
لازم مواد :-
1- اوږده بانجڼ چي نه ډېر غټ وي نه كوچني اته دانې 2- د كوفتې غوښي نيم كيلو 3- ګشنيز نعناع ګندنه نيم كيلو 4- ورجي ( 200 ) ګرامه 5- غوړي ( 200 ) ګرامه 6- د روميانو رُب يوه كاچغه 7- د ليمو اوبه يوه كاچغه 8- بوره يوه كاچغه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كوفته سوي غوښي د پيازو سره سرې كړى تر څو يې اوبه وچي سي. بيا يو ګيلاس اوبه مالګه مرچ او نيمه كاچغه رُب و غوښو ته واچوى او پر خام اور باندي يې كښېږدى چي كوفته پخه سي او اوبه يې وچي سي. بيا ګشنيز، نعناع او ګندنه ښه په ځېر سره پاك كړى او ميده يې كړى بيا يې په يوه كاچغه غوړو كي سره كړى او د كوفتې سره يې ګډ كړى. بيا ورجي د دوو ګيلاسو اوبو او لږ مالګي سره و اېشوى كله چي د ورجو دانه پسته سول صافي يې كړى او ورجي هم د كوفتې سره ګډي كړى كه چيري يو دوې دانې اېشولي هګۍ وي هغه هم ور ميده كړى او كښې يې ږدى.
بيا بانجڼ سپين كړى او د سر خوا يې ژوره ګردى پرې كړى او وروسته يې منځ ور تش كړى خو چي سوري نه سي او د يو سانتيمتر په اندازه يې شا و خوا پاته سي بيا د بانجڼ په منځ او شا و خوا باندي لږ
مالګه ووهى او په جوړه سوې كوفته باندي يې ډك كړى. او د بانجڼ سر پر كښېږدى او لږ يې ور كښېكاږى چي پر ومښلي يا يې په يوه خاشه باندي بند كړى بيا په غوړو كي د بانجڼو شا و خوا ورسره كړى او بانجڼ په يوه لوښي كي سم ووډى او نيمه كاچغه د روميانو رُب په يوه ګيلاس اوبو كي حل كړى او پر بانجڼو باندي يې واچوى لږ مالګه مرچ د ليمو اوبه اويوه كاچغه بوره ور واچوى او پر خام اور باندې كښېږدى چي بانجڼ پاخه سي خو خوړين نه سي. كه چيري بانجڼ ښه نه وه پاخه سوي كولاي سى چي لږ اوبه نوري ور واچوى تر څو بانجڼ پاخه سي او پر غوړو باندي راسي بيا دغه بانجڼ په دېش كي ووډى او پر سر باندي يې لږ خټه مستې چي اوږه پكښي كوټل سوې وي يا كورت ور واچوي.

د پټاټو دلمه
لازم مواد :-
1- غټگـي پټاټگـې چي ټولي په يوه اندازه وي لس دانې 2- كوفته سوي غوښي ( 250 ) ګرامه 3- پياز درې څلور دانې 4- ويلي غوړي څلور د خوړو كاچغي 5- اېشولي هګۍ 4 دانې 6- تازه ګشنيز او نعناع دوې كاچغي 7- د روميانو رُب يوه د خوړو كاچغه 8- كوچي ( 150 ) ګرامه مالګه مرچ او اوږه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پټاټگـې سپينوو. او د پټاټو سر د درې سانتيمتر په اندازه پرې كوو او بيا په يوه كوچنۍ كاچغه باندي د پټاټو منځ ور تشوو خو چي د پټاټو شا و خوا سوري نه سي او د يو سانتيمتر په اندازه پاته سي. هغه مهال بيا كوچي ويلي كوو او پټاټگـې لاندي باندي په غوړوو. بيا پياز ميده كوو او په څلورو كاچغو غوړو كي يې سرې كوو او بيا كوفته سوي غوښي ور اچوو او سرې كوو يې تر څو اوبه يې وچي سي. بيا يوه كاچغه د روميانو رُب ور اچوو. او ايږدو يې چي پاخه سي ا و پر غوړو باندي راسي بيا لږ مالګه او مرچ ور اچوو يو دوې دقيقې وروسته يې راكښته كوو بيا اېشولي هګۍ ميده ميده كوو او كوفتې ته يې اچوو ګشنيز او نعناع هم ميده كوو او ورسره ګډوو يې. وروسته بيا پټاټگـې په دغه كوفته باندي ډكوو او پټاټگـې په يوه كړاي يا دېګ كي وډو او دوې كاچغي كوچي يا غوړي ور اچوو او نيم ګيلاس اوبه او د دېګ سر ور بندوو او ايږدو يې چي پټاټگـې پخې سي خو خوړيني نه سي كله چي پخې سوې دلمه په دېش كي وډو يا يې په هغه كړاي
كي را اخلو.

د روميانو دلمه
دا ديش د اومو او پخو سبزيو مجموعه ده د سلاتې پر ځاي يې هم د ميز د ښايست دپاره جوړولاي سى او د ماځيګر د چايو سره يې هم استعمال لولاى سى.
لازم مواد :-
1- غټ غټ روميان دولس دانې 2- مټگـر يوكيلو 3- پټاټگـې نيم كيلو
4- تور مرچ 12 دانې 5- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 6- پياز يوه دانه 7- كوچي يو څه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- روميان په پاكو اوبو پرېمنځى او پورتنۍ برخه يې په تيره جاړه سره ګردى پرې كړى او د چړې په څوكه باندي يې منځ تش كړى او په منځ كي يې لږ مالګه واچوى مټر د پوستكو څخه را وباسى او لږ مالګه ور واچوى او و اېشوى. كله چي اوبه وچي سوې كښې يې ږدى چي ساړه سي. پټاټگـې هم و اېشوى سپيني يې كړى او كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى. پياز ميده كړى او مالګه پر واچوى پرېمنځى تور مرچ او زيره هم سره ميده كړى اولږ مالګه ور وا چوى وروسته بيا تش سوي روميان په يوه ښايسته چني ديش كي كښېږدي او په يوه غاب كي ميده سوي پټاټگې پياز مټر تورمرچ زيره دا ټوله سره ګډ كړى د مټرو دانې د دانو اچولو د مخه يو لږ كوچي ورسره ګډ كړى بيا د مټر دانې ور واچوى او په يوه كاچغه باندي تش روميان ددغه مسالې څخه ډك كړى.داديش به ډېرښايسته اوخوندور وي.
د بهينډۍ دلمه
لازم مواد :-
1- اوږدې پستې بهينډۍ نيم كيلو 2- پياز 250 ګرامه 3- روميان يوه دانه
4- انار دانه يوه د چايو كاچغه 5- شنه مرچك مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- بهينډۍ پرېمنځى او وچي يې كړى منځ يې په چاړه باندي چاك كړى انار دانه مالګه، سره مرچ او شنه مرچ سره وكوټگـى او پياز او رومى هم ور واچوى او ښه يې ميده كړى يا يې د كوفتې
تر ماشين وباسى په دغه مساله باندي د بهينډى نس ډك كړى او په
يوه تار باندي يې وتړى وروسته بيا په يوه ناسوز كړايي كي غوړي
واچوى او بهينډۍ ور واچوى پر خام اور باندي يې سرې كړى. چي
بهينډۍ پخې سوې پاته مساله ور واچوى او سره يې كړى بيا يې سر ور پټ كړى او دم يې كړى وروسته له څو دقيقو دېګ راكښته كړى او د كټوي دارو ور واچوى او را وايې خلى.
نوټ :- كه د انار دانې پر ځاي كوفته ور واچوى هم ډېر خوندور راځي.


د كرېلې دلمه
لازم مواد :-
1- غټگـي كرېلې چي ټولي يوه اندازه وي نيم كيلو 2- پياز 250 ګرامه
3- انار دانه يوه كاچغه د چايو 4- شنه مرچك اته دانې 5- غوړي 250 ګرامه 6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كرېله ښه وتوږى او د يوې خوا څخه يې په چاړه باندي چاك كړى او منځ يې ځيني و باسى مالګه په ووهى او كښې يې ږدى. انار دانه په اونګ كي ښه وكوټگـى مالګه او مرچ ورسره ګډ
كړى پياز تر ماشين و باسى بيا دا ټوله سره ګډ كړى او شنه مرچك په
چاړه باندي كوچني كوچني ميده كړى ور وايې چوى بيا كرېله
پرېمنځۍ او وچه يې كړى او د دغه مسالې څخه يې ډكي كړى او
پرې سوى ځاي يې په ستن او تار باندي وګنډى بيا په كړايي كي
غوړي واچوى او كرېله سره كړى كله چي سره سول كه چيري مساله
پاته وي پر سر يې ور واچوى او لږيې نوره سره كړى بيا يې د لسو
دقيقو دپاره دم كړى او وروسته د لسو دقيقو يې را واخلى.

د كرم يا بند ګوبي دلمه
لازم مواد :-
1- كرم دوه كيلو چي پاڼگـي يې ښې غټ وي 2- غوښي ( 750 ) ګرامه
3- پياز څلور دانې 4- غوړي ( 150 ) ګرامه 5- د روميانو رُب يوه كاچغه
6- بوره يوه د چايو كاچغه 7- د ليمو اوبه درې كاچغي 8- ښوروا يو ګيلاس 9- ګشنيز نعناع يوه يوه دسته 10- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پياز ميده كړى او په درو كاچغو غوړو كي سره كړى بيا كوفته سوي غوښي ور واچوى او سرې يې كړى تر څو اوبه يې وچي سي بيا يوه كاچغه رُب په يوه ګيلاس اوبو كي حل كړى او كوفتې ته يې واچوى او مالګه مرچ بوره او د ليمو اوبه هم ور واچوى سر يې ور بند كړى چي كوفته پخه سي په پاي كي لږ ګشنيز ور ميده كړى او كښې يې ږدى.
بيا د كرم پاڼگـي سره بېل كړى او په اوبو كې لږ و اېشوى تر
څو پاڼگـي لږ پاسته سي بيا غټ پاڼگـي دوې دانې واخلى كه كوچنى وې
څلور پاڼگـي واخلى او يو پر بل باندې كښېږدى او په منځ كي يوه
كاچغه پخه سوې كوفته واچوى او پاڼگـى سره وپېچى او په دېګ كې
سره ووډى اويو ګيلاس د غوښو اوبه ( ښوروا ) او غوړي مالګه مرچك
ور واچوى او پر خام اور باندې پاخه كړى تر څو اوبه يې وچي سي او
پر غوړو راسي بيا دغه دلمه لكه په عكس كي چي دي هغسي ووډى
او د دلمې شاه و خوا په ګشنيز او نعناع باندي ښايسته كړى او په منځ
كي د روميانو حلغې او پياز كښېږدى.
نوټ كه چيري كوفته پخه نه كړى او دغسي اومه يې په پاڼو كي وپېچى هم دلمه ډېره ښه او خوندوره راځي.

د شنو مرچكو دلمه
لازم مواد :-
1- اوږده اوږده شنه مرچك دولس دانې2- تمل (املي) يوڅه 3- اوږه دولس دانې 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- غوړي د سره كېدو دپاره 6- د نخودو اوړه 250 ګرامه 7- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 8- سوډا يا بيكنـګ پوډر لږ څه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- تمل ( املي ) پرېمنځى او پاك يې كړى مالګه درې دانې شنه مرچك او شپږ دانې اوږه دا ټوله سره ميده كړى او د املي سره يې ګډ كړى د نخودو اوړه غلبېل كړى او په يوه كاسه كي واچوى. بيا څلور دانې شنه مرچك شپږ دانې اوږه او شونډ زيره سره وكوټگـى او د نخود و اوړو ته يې واچوى او لږ اوبه ور واچوى او لكه د پكوړو مساله داسې جوړه كړى او يو ساعت يې كښېږدى. مرچك پرېمنځى او وچ يې كړى او لوړه برخه يې لږ څه پرې كړى او دانې را وباسى وروسته يې د تمل څخه ډك كړى او د نخودو په اوړو يې ولړى او پر خام اور باندي يې په غوړو كي سره كړى دا مرچك په خوراك كي ډېر خوندور دي د چايو سره يا د سالن سره يې را وا خلى.

د كبانو سالن
لازم مواد :-
1ـ كبان چي نه ډېر غټ وي نه ډېر كوچني يو كيلو 2ـ پياز 125 ګرامه
3ـ اوږه يوه غوزه 4ـ مستې 125 ګرامه 5 ـ سركه څلور غټگـي كاچغي
6ـ غوړي 250 ګرامه 7ـ مالګه مرچ د ضرورت په اندازه .
د پخېدو ترتيب ـ كبان پاك كړئ، پرېمنځى او سركه په ووهى كښېږدى د يو ساعت دپاره. بيا غوړي سره كړى او پياز ور واچوى چي پياز سره سول كبان ور واچوى او اور يې ور خام كړى وروسته بيا مالګه او مرچ ور واچوى او وې لړى درې څلور واره چي مو سره واړول بيا نو مستې سره ووهى او لږ يې نرۍ كړى ور وايې چوى او دم يې كړى تر څو كبان په مستو كي پاخه سي كله چي د مستو اوبه وچي سوې بيا كبان لږ نور سره كړى كوټل سوې اوږه ور واچوى او راكښته يې كړى.


د كبانو غورمه
لازم مواد :-
1- كبان يو كيلو 2- غوړي 275 ګرامه 3- مستې نيم كيلو 4- پياز 250 ګرامه
5- خشخاش ( 250 ) ګرامه 6- بادام او كهوپړا ( 250 ) ګرامه 7- د كټوي دارو يوه كاچغه 8- اوږه څلور دانې 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى ټوله مساله سره كړى او ميده يې كړى
ميده سوي پياز په غوړو كي سره كړى كله چي سره سول را وې
باسى او ميده يې كړى. بيا ټوله مساله په مستو كي واچوى او په غوړو
كې ښه سره كړى. كبان پاك كړى پرېمنځى او د چړې په څوكه
باندي هډوكي وباسى او غټگـي غټگـي ټوټگـې يې كړى. بيا يې جوړي
سوي مسالې ته واچوى او لږ اوبه ور واچوى او پر خام اور باندې
كښېږدى. كله چي كبان ښه سره سول رنګ يې بادامي سو بيا اوږه
وكوټگـى او ور وايې چوى او تاوده تاوده يې را واخلى.

شنه كبان
لازم مواد :-
1- كبان نيم كيلو 2- شنه مرچك دوې دانې 3- تازه ميده سوي ګشنيز يوه
د چايو پياله 4- شين خوږ رنـګ په دوو ګوتو كي لږ 5- د ليمو اوبه يوه
د چايو كاچغه 6- اوبه دوې كاچغي 7- سلاته د ضرورت په اندازه
8- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كبان پرېمنځى نس يې ور تش كړى خو دوه ځايه كوى يې مه دغسي درست يې پرېږدى په اوبو كي مالګه او د ليمو اوبه واچوى شنه مرچك او ګشنيز هم ميده كړى او اوبو ته يې واچوى رنګ هم ور واچوى په كبانو باندي دغه مساله ووهى او د درو ساعتو لپاره يې كښېږدى وروسته د درو ساعتو يې په غوړو كي سره كړى او پر سر باندي د سلاتې ټوټگـې ووډى او پر ميز باندي يې را واخلى.

د كبانو كوفته
لازم مواد :-
1- كبان نيم كيلو 2- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 3- اوږه 125
ګرامه 4- خشخاش دوې د چايو كاچغي 5- د نخودو سره سوي اوړه دوې كاچغي6- پياز 125 ګرامه 7- شونډ لږ څه 8- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
9- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 10- مستې 125 ګرامه 11- غوړي
125 ګرامه 12- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پر كبانو مالګه واچوى كښې يې ږدى. بيا وروسته يې په اوړو پرېمنځى او و اېشوى او په اوبو كي دولس دانې اوږه هم ورسره واچوى كله چي كبان و اېشيدل هډوكي يې وباسى او كوفته يې كړى د كټوي دارو خشخاش سره سوي د نخودو اوړه مالګه، مرچ دا ټوله ور واچوى كه كوفته ډېره كلكه وي يو دوې كاچغي مستې ورسره ګډي كړى بيا ګردۍكوفتې جوړي كړى او په غوړو كي يې سرې كړى. اوس نو د كوفتې سالن يا لعاب بېل جوړ كړى اوږه پياز او شونډ په غوړو كي سره كړى بيا مستې ور واچوى او ښه يې سرې كړى كله چي د مستو اوبه وچي سوې بيا كوفته ور واچوى او څو دقيقې يې پر خام اور باندي دم كړى
په پاي كي شنه ګشنيز ميده كړى او پر سر يې ور واچوى او د اور څخه
يې راكښته كړى.
نوټ :- كه د مستو پر ځاي روميان يا د روميانو رُب ور واچوىى هم ډېر خوندور راځي كه د نخودو اوړه نه وي هګۍ ور واچوى.

د كبانو كباب

لازم مواد :-
1- كبان نيم كيلو 2- پوڅه ( پنير ) 125 ګرامه 3- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 4- غوړي 250 ګرامه 5- هګۍ دوې دانې 6- تازه ګشنيز او نعناع لږڅه د پخېدو ترتيب :- كبان او مالګه په اوبو كي واچوى او وې اېشوى بيا يې غټ او كوچني هډوكي ځيني وباسى او د كبانو غوښي سره وموږى څو لكه كوفته داسي سي. بيا يونيم كيلو شيدې و اېشوى او يوه دانه ليمو په كي اوبه كړى او د څو دقيقو لپاره يې و اېشوى بيا يې وګورى چي اوبه يې بيلي او پوڅه يې بېله سوه راكښته يې كړى او د ټوكره په كڅوړه كي يې واچوى چي پوڅه ځني جوړه سي بيا دغه پوڅه د كبانو د غوښو سره ګډه كړى ګشنيز او نعناع كوچني ، كوچني ميده كړى ما لګه او مرچ او د كټوي دارو ور واچوى ټوله ښه سره ګډ كړى او كباب ځني جوړ كړى بيا په يوه لوښي كي هګۍ ماتي كړى او ښه يې سره ووهى. بيا دغه كباب په هګۍ كي ووهى او په غوړو كي يې سره كړى او د سلاتې سره يې را واخلى.

كبان د نخودو په اوړو كي
لازم مواد :-
1- كبان يو كيلو 2- د نخودو اوړه 125 ګرامه 3- اوږه څلور دانې 4- شونډ څلور دانې 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- غوړي 250 ګرامه 7- سركه څلور كاچغي يا يوه دانه ليمو 8- سپېركۍ يوه كاچغه 9- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كبان پرېمنځى او په مالګه يې ووهى. سپېركۍ ميده
كړى په سركه يا د ليمو په اوبو كي يې واچوى. كبان په دغه سركه ووهى او كښې يې ږدى.
اوس د نخودو په اوړو كي اوږه شونډ د كټوي دارو مالګه مرچ
دا ټوله سره ګډ كړى او لږ سوډا ور واچوى لكه د پكوړو اوړه داسي
يې جوړ كړى او د نيم ساعت لپاره يې كښېږدى. وروسته بيا د كبانو
گټوټگـې په دغه مساله كي ووهى او په غوړو كي يې سره كړى. په ياد
ولرى چي د سره كېدو دپاره دا ډېر غوړي غواړي پدې چي كبان په
ښه توګه سره سي او ونه سوزي.

كبان ، شنه مرچك او ګشنيز
لازم مواد :-
1- كبان چي نه غټ وي نه كوچني يوكيلو 2- پياز 125 ګرامه 3- اوږه يوه غوزه 4- مستې 125 ګرامه 5- غوړي 250 ګرامه 6- ګشنيز يوه كوچنۍ دسته 7- شنه مرچك يو درجن ( غټ غټ چي ډېر ترخه نه وي ) 8- مالګه او مرچ د ضرورت په انداز.
د پخېدو ترتيب :- په كبانو مالګه ووهى او يو ساعت يې كښېږدى بيا يې په اوړو پاك پرېمنځى. پياز سره كړى او را وې باسى او ميده يې كړى بيا غوړو ته اوږه سره مرچ او مالګه واچوى او نيمه دقيقه يې سره كړى بيا سره سوي ميده پياز ور واچوى وې لړى بيا مستې ور واچوى او ښه يې سره كړى بيا كبان ور واچوى او ورو ورو يې په كفګير باندي واړوى را واړوى او يوه كوچنۍ پياله اوبه ور واچوى. كله چي و اېشيدل وروسته بيا ګشنيز كوچني ميده كړى او مرچك څلور ځايه كړى ور وايې چوى لس پنځلس دقيقې يې دم كړى او راكښته يې كړى.
د بمبئ د كبانو سالن
لازم مواد :-
1- كبان نيم كيلو 2- كهوپړه ( ناريل ) لږ څه 3- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
4- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 5- پياز يوه غټه دانه 6- اوږه يوه غوزه 7- غوړي 125 ګرامه 8- شنه مرچك د ضروت په اندازه 9- تمل يو څو دانې 10- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كبان پاك كړى او په اوړو باندي يې پرېمنځى. پياز او اوږه په غوړو كي سره كړى كله چي پياز ژړ سول پاته ټوله مساله ور واچوى او سره كوو يې كله چي مساله سره سول كبان ور واچوى او ښه يې سره كړى بيا نو كهوپړا او د املي ( تمل ) اوبه جوړي كړى ور وايې چوى درې څلور واره چي مو ولړل بيا لږ اوبه ور واچوى چي كبان پاخه سي. كله چي كبان پاخه سول او پر غوړو راغلل راكښته يې كړى.

چاينيز كبان
لازم مواد :-
1- كبان يوكيلو 2- سركه دوې د چايو كاچغي 3- ترميده اوړه دوې كاچغي
4- شنه مرچك د چايو دوې پيالې ( چي په اوږدو پرې سوي وي )
5- غوړي څلور د چايو كاچغي 6- بوره يوه د چايو كاچغه 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كبان ښه په ځېر سره پرېمنځى بيا ترميده اوړه، سركه او مالګه په ووهى او د يو ساعت لپاره يې كښېږدى بيا لږ يو جوش ور كړى وروسته غوړي سره كړى او لږ په دوو ګوتو كي مالګه ور واچوى او كبان پكښي سره كړى بيا مرچك ور واچوى او د يوې دقيقې لپاره يې سره كړى وروسته بيا سركه او بوره ور واچوى او نيمه دقيقه يې كښېږدى بيا يې راكښته كړى او په دېش كي و اوډى.

لاهوري كبان
لازم مواد :-
1- نيم كيلو كبان چي هډوكي و نلري نازكي نازكي ټوټگـې يې كړى
2- د نخودو اوړه يوه د چايو پياله 3- هګۍ يوه دانه 4- د ګشنيز ثابت تخم يوه كاچغه 5- سره مرچ يوه د چايو كاچغه 6- ژړ خوږ رنګ لږ څه 7- توره زيره يوه د چايو كاچغه 8- تازه شونډ او ميده سوې اوږه يوه د
خوړو كاچغه 9- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 10- سركه يوه د خوړو كاچغه 11- د لميو اوبه يوه د خوړو كاچغه 12- مالګه د ضرورت په اندازه 13- توره مالګه لږ څه 14 سپېركۍ لږ څه 15- اوبه نيمه د چايو پياله.
د پخېدو ترتيب :- لومړى تر هر څه د مخه د كبانو ټوټگـې پاكي پرېمنځى بيا په يوه پياله كي ټوله مساله واچوى او بيا د كبانو ټوټگـې پكي واچوى او د شپږو اوو ساعتو لپاره يې كښېږدى. پام كوى چي مساله يې ښه خټه وي بيا په كړايي كي غوړي واچوى او ښه يې تاوده كړى كله چي غوړي ښه تاوده سول اور يې ور خام كړى او د كبانو ټوټگـې پكي سرې كړى كله چي سره سول بيا يې د ګشنيز نعناع ليمو او روميانو سره را واخلى.


د شلغمو سالن
لازم مواد :-
1- شلغم يو كيلو 2- غوښي نيم كيلو 3- غوړي 375 ګرامه 4- روميان
250 ګرامه 5- پياز 125 ګرامه 6- لونـګ څلور دانې 7- لوي هېل دوې دانې 8- زيره نيمه د چايو كاچغه 9- وچ ګشنيز نيمه د چايو كاچغه 10- تازه ګشنيز لږ څه 11- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى شلغم سپين كړى او ټوټه ټوټه يې كړى بيا غوښي په غوړو كي سرې كړى مساله ور واچوى او پر اور يې كښېږدى چي پخې سي او غورمه ځني جوړه سي بيا شلغم لږ په غوړو كي سره كړى غورمې ته يې واچوى او كښېږدى چي پاخه سي خو ډېر خوړين نه سي بيا تازه ګشنيز ور ميده كړى او د كټوي دارو ور واچوى د شلغم سالن تيار دى.

ساده تورۍ
لازم مواد :-
1- تورۍ يو كيلو 2- پياز 250 ګرامه 3- غوړي نيم ګيلاس 4- كوركومن نيمه د چايو كاچغه 5- د كټوي دارو نيمه د چايو كاچغه 6- تازه ګشنيز لږ څه 7- شنه مرچك څلور دانې 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- تورۍ پرېمنځى او سپيني يې كړى او بيا يې ميده كړى دوې دانې پياز په غوړو كي سره كړى او نيمه پياله اوبه ور واچوى بيا كوركومن مرچ او مالګه ور واچوى سره سره يې كړى بيا تورۍ ور واچوى كله چي تورۍ نيم خامه پخې سوې بيا پاته پياز اومه ور ميده كړى كله چي د تورۍ اوبه وچي سوې پياز او تورى ښه خوړين سول بيا په پاي كي يې ښه سره كړى تر څو پر غوړو راسي كله چي پر غوړو راغلل ګشنيز ور ميده كړى او د كټوي دارو ور واچوى او راكښته يې كړى.
نوټ :- ( كه روميان ور واچوى هم ښه خوند كوي. )

د توريو سالن
لازم ماد :-
1- تورۍ يو كيلو 2- غوښي نيم كيلو 3- پياز 125 ګرامه 4- روميان 250
ګرامه 5- غوړي 375 ګرامه 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- اوږه
شپږ دانې 8- تور مرچ د ضرورت په اندازه 9- كوركومن لږ څه 10- مالګه
د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى د غوښو غورمه پخه كړى. بيا تورۍ سپيني
كړى ميده ميده يې كړى او غورمې ته يې واچوى او پر اور باندي
كښېږدى چي تورۍ پخې او اوبه يې وچي سي او پر غوړو باندي راسي
بيا د كټوي دارو ور واچوى اوږه وكوټگـى او ور وايې چوى او لږ تورمرچ
پر ودوړوى راكښته يې كړى.

تورۍ او هګۍ
لازم مواد :-
1- تورۍ يو كيلو 2- هګۍ څلور دانې 3- پياز 125 ګرامه 4- غوړي 125 ګرامه 5- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 6- روميان 125 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- پياز نازك ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى. تورۍ وتوږى او ميده يې كړى بيا يې سره كړو پيازو ته واچوى روميان هم ور واچوى او د دېګ سر ور بند كړى تر څو تورى په خپلو اوبو كي پخې سي او پر خام اور باندې كښېږدى. وروسته لږ پياز نازك نازك ميده كړى او هګۍ پكي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى مالګه او مرچ ور واچوى بيا په كړايي كي لږ غوړي واچوى چي سره سي بيا هګۍ ور واچوى او دا هګۍ لكه ډوډۍ داسي نازكه تيته كړى يعني امليټ ځني جوړ كړى ( امليټ په هكله د دې كتا ( ) مخ كي وګورى ) بيا نو دا امليټ كوچنۍ ټوټگـې كړى كله چي تورۍ پخې سوې او پر غوړو باندي راغلې بيا دا امليټ ور واچوى او په كاچغه يې ښه ولړى د كټوي دارو هم ور واچوى او راكښته يې كړى ډېر خوندور سالن به ځيني جوړ سوى وي.

بهنډۍ
لازم مواد :-
1- كوچنۍ كوچنۍ بهنډۍ نيم كيلو 2- روميان 125 ګرامه 3- پياز 125 ګرامه
4- غوړي 125 ګرامه 5- شنه مرچك شپږ دانې 6- اوږه څلور دانې 7- مالګه
او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- بهنډۍ پرېمنځى او وچي يې كړى بيا يې ميده كړى. پياز او روميان هم ميده كړى. بيا په دېګ كي غوړي واچوى لومړى بهنډۍ پكي سرې كړى كله چي بهنډۍ سرې سوې را وې باسى بيا پياز غوړو ته واچوى كله چي پياز ژړ سول روميان ور واچوى او ښه يې سره كړى چي ښه پر غوړو باندي راغلل بيا سرې سوي بهنډۍ ور واچوى او يوه كاچغه اوبه ور واچوى مالګه او مرچك هم ور واچوى او سر يې ور بند كړى تر څو بهنډۍ پخې سي كله چي بهنډۍ پخې سوې كوټل سوې اوږه او د كټوي دارو ور واچوى او د اور څخه يې راكښته كړى.

باڼجڼ
لازم مواد :-
1- باڼجن يو كيلو 2- غوړي 125 ګرامه 3- تور مرچ نيمه د چايو كاچغه
4- جوهر ليمو لږ 5- كوركومن نيمه د چايو كاچغه 6- لونګ څلور دانې
غټ هېل دوې دانې 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- باڼجڼ سپين كړى او ميده يې كړى بيا مالګه او كوركومن په ووهى او كښېږدى. لس دقيقې وروسته يې په يوه ټوكره باندي وچ كړى. او په كړايي كي غوړي واچوى او پر خام اور باندي بڼجڼ سره كړى كله چي سره سول جوهر ليمو ور واچوى بيا د كټوي دارو ميده كړى او ور وايې چوى او وي گلړى وروسته شنه مساله يعني ګشنيز نعناع او مرچك ميده كړى ور وايې چوى او راكښته يې كړى.

د اېشولو باڼجڼو سالن
لازم مواد :-
1- باڼجڼ نيم كيلو 2- پياز 125 ګرامه 3- نعناع يو څو تاره 4- غوړي لږ څه
5- اوم ام يوه دانه 6- شنه مرچك دوې دانې 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- باڼجڼ درست په اوبو كي واچوى او و اېشوى كله چي پاخه سول راكښته يې كړى او سپين يې كړى. بيا پياز، آم، مالګه مرچك دا ټوله سره واچوى او وې كوټگـى بيا يې په اېشولو باڼجڼو كي واچوى او ګډ يې كړى. وروسته غوړي سره كړى او باڼجڼ ور واچوى او ښه يې سره كړى په پنځه لس دقيقو كي تياريږي.

سره كړي بوراني باڼجڼ
لازم مواد :-
1- اوږده باڼجڼ يو كيلو 2- روميان 250 ګرامه 3- اوږه لس دانې 4- غوړي د سره كېدو دپاره 5- مالګه او كوركومن د ضرورت په اندازه 6- كرت يا چكيده يو ګيلاس.
د پخېدو ترتيب :- لومړى باڼجڼ ليك داره سپين كړى يعني يوه ليكه پوست يې سپنوى او يوه يې پرېږدى بيا باڼجڼ په اوږدو څلور ځايه كړى مالګه پر واچوى او لمر ته يې كښېږدى تر څو اوبه يې وچى سي. بيا نو غوړي سره كړى او باڼجڼ دانه دانه پكي سره كړى او را وې باسى بيا نو روميان سپين كړى او ميده يې كړى په غوړو كې ښه سره كړى كله چي ښه سره سول باڼجڼ دانه دانه پر ووډى لږ كوركومن او مالګه پر واچوى او دم يې كړى كه مو خوښه وي لږ كوټل سوې اوږه هم ور واچوى. بيا نو كرت يا چكيده ښه په كاچغه ووهى لږ مالګه او كوټل سوې اوږه ور واچوى. بيا نو په غاب كي لومړى لږ كروت واچوى او پر سر باندي باڼجڼ ووډى او بيا د باڼجڼو پر سر كرت ور واچوى او را وايې خلى.

سره كړي درست باڼجڼ
لازم مواد :-
1- اوږده باڼجڼ نيم كيلو 2- غوړي 125 ګرامه 3- پياز 250 ګرامه 4- ګشنيز لږ څه 5- اوږه دولس دانې 6- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 7- خشخاش يوه د چايو چغه 8- كهوپړا ميده سوې يوه د چايو كاچغه 9- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 10- ليمو يوه دانه 11- مالګه او كوركومن د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- باڼجڼ پرېمنځى بيايې په چاړه باندي درې څلور ځايه چاك كړى خو پرې كوى يې مه او مالګه پر و وهى او كښې يې ږدى. بيا يې پرېمنځى مرچ، مالګه او كوركومن په و وهى او نيم ساعت يې كښېږدى. وچ ګشنيز، خشخاش، كهوپړا بېل بېل ميده كړى او سره ګډ يې كړى. پياز ميده كړى او سره كړى چي ډېر سره نه سي اوږه درسته په غوړو كي سره كړى بيا نو سره كړي پياز او اوږه په ګوتو كي ښه ميده كړى ويې موږى او شونډ ګشنيز نعناع شنه مرچك ميده كړى ور وايې چوى بيا دا ټوله مساله په غوړو كي سره كړى را وې باسى او په دغه غوړو كي لږ نور غوړي واچوى او باڼگـجڼ پكي سره كړى كله چي د باڼگـجڼو څلور خواوي سرې سوې بيا نو مساله بيرته ور واچوى او لږ اوبه ور واچوى او سره كوى يې بيا نو لږ تازه ګشنيز ور واچوى او دم يې كړى يو څو دقيقې وروسته يې راكښته كړى او د ليمو اوبه ور واچوى او را وايې خلى ډېر خوندور باڼجڼ به پاخه سوي وي.

د نخودو په اوړو كي سره سوي بانجڼ
لازم مواد :-
1- اوږده باڼگـجڼ 250 ګرامه 2- د نخودو اوړه 250 ګرامه 3- غوړي
د سره كېگـدو دپاره 4- سپېركۍ يوه كاچغه 5- سوډا لږ څه 6- مالګه
مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- باڼگـجڼ سپين كړى او نازك نازك اوږده يې پرې كړى مالګه پر واچوى او كښې يې ږدى د نخودو په اوړو كي سوډا، مالګه او مرچ واچوى او ښه يې په كاچغه سره ووهى او دا مساله بايد دومره نري وي چي تاسي بانجڼ پكي و وهى پر باڼگـجڼو باندي لكه د پيازو خور داسي

ونښلي. بيا نو باڼگـجڼ پرېمنځى او په ټوكره يې وچ كړى. سپېركۍ ښه ميده كړى او د باڼگـجڼو په ټوټو باندي لږ لږ و وهى او د نخودو په اوړو يې ولړى او سره يې كړى بيا يې د خورك دپاره تاوده تاوده د چكنۍ سره را واخلى.

د اور بانجڼ
لازم مواد :-
1- باڼگـجڼ 250 ګرامه 2- مستې 375 ګرامه 3- پياز يوه كوچنۍ دانه
4- اوږه دوې دانې 5- وچه نعناع نيمه د چايو كاچغه 6- شنه مرچك دوې دانې 7- تازه ګشنيز لږ څه 8- اوږه دوې دانې 9- مالګه او تور مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- باڼگـجڼ د ګيس پر اور يا سكرو يا تر تبخي لاندي يا په تناره كي پر اور باندي پاخه كړى داسې پاخه كړى چي څلور خواوي ښه پخې سي بيا په يوه پتلي لوښي كي اوبه واچوى او باڼجڼ ور واچوى مستې ښه سره و وهى او نيمه دانه پياز ور ميده كړى بيا ټوله مساله ور واچوى او ښه يې سره و وهى چي د مستو سره ګډ سي. بيا نو باڼگـجڼ د اوبو څخه را وباسى سپين يې كړى او وې ټكوى او پاته نيمه دانه پياز باڼگـجڼ ته واچوى او بيا دغه باڼگـجڼ و هغه تيار سويو مستو ته واچوى او پر سر يې تازه ګشنيز او شنه مرچك ور ميده كړى د اور بانجڼ تيار دي.

مساله داره بانجڼ
لازم مواد :-
1- ډېر ښه تور باڼگـجڼ يو كيلو 2- وچ ګشنيز دوې د چايو كاچغي 3- سپينه زيره دوې د چايو كاچغي 4- غټ هېل دوې دانې 5- تورمرچ يوه د چايو كاچغه 6- امچور يوه كاچغه 7- غوړي 250 ګرامه 8- اوږه څلور دانې
9- مالګه او سره مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- باڼگـجڼ د پوست سره پرېمنځى او درست باڼگـجڼ په چاړه باندي درې څلور ځايه چاك كړ. يعني ګردۍ ګردۍ يې كړى خو پرې كوى يې مه لږ غوړي په كړايي كي واچوى او دا ټوله مساله پكي سره كړى او كښې يې ږدى چي ساړه سي بيا يې د باڼجڼو په پرې كړو ځايو كي دغه مساله واچوى او باڼجڼ په يوه تار باندي وتړى او په غوړو كې سره كړى اور يې بايد خام وي چي باڼجڼ ښه سره سي او په مغز پاخه سي بيا اوږه وكوټگـۍ او ور وايې چوى او د څو دقيقو لپاره يې دم كړى.

اوي كډو او دال نخود

لازم مواد :-
1- كډو نيم كيلو 2- دالنخود 250 ګرامه 3- روميان 125 ګرامه 4- د كټوي دارو يوه كاچغه 5- شنه مرچك شپږ دانې 6- غوړي 125 ګرامه 7- پياز 125 ګرامه 8- تازه ګشنيز لږ څه 9- مالګه او كوركومن د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ګډو سپين كړى او ټوټه ټوټه يې كړى. دالنخود دوه ساعته در مخه تر پخېدو خشته كړى. غوړي سره كړى پياز ميده كړى او په غوړو كي سره كړى. بيا مالګه، مرچ او كوركومن ور واچوى
او لږ اوبه ور واچوى وروسته دالنخود ور واچوى كله چي دالنخود
نيم خامه پاخه سول كډو او روميان ور واچوى كله چي كډو پوخ سو او پر
غوړو باندي راغلى بيا نو د كټوي دارو او تازه ګشنيز ميده كړى او ور
وايې چوى او راكښته يې كړى.

ايشولى كډو ( رائيته )
لازم مواد :-
1- كډو 250 ګرامه 2- مستې 125 ګرامه 3- ګشنيز، نعناع، شنه مرچك لږلږ
4- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 5- اوږه څلور دانې 6- د كټوي
دارو او تورمرچ.
د پخېدو ترتيب :- كډو سپين كړى بيا دوه ګيلاسه اوبه ور واچوى او پنځلس دقيقې يې پر خام اور باندي و ايشوى كله چي كډو پوخ سو راكښته يې كړى مستې ښه سره و وهى او لږ شيدې ور واچوى او ښه يې و وهى بيا مالګه، سره مرچ، د كټوي دارو او شنه مساله ميده كړى ور وايې چوى بيا دغه مستو ته اېشولى كډو ور واچوى او را وايې خلى.

د پټاټو غورمه
لازم مواد :-
1- پټاټگـې نيم كيلو 2- پياز 125 ګرامه 3- روميان 125 ګرامه 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- شنه مرچك شپږ دانې 6- غوړي 125 ګرامه 7- ګشنيز يوه دسته 8- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پټاټگـې سپيني كړى او كوچنۍ ټوټگـې يې كړى. روميان پرېمنځى او ميده يې كړى پياز ميده كړى ګشنيز پاك كړى پرېمنځى او ميده يې كړى. پياز په غوړو كي سره كړى او پټاټگـې ور واچوى سرې يې كړى وروسته بيا روميان شونډ ور واچوى مالګه هم ور واچوى او د پنځو دقيقو دپاره يې سره كى وروسته بيا ګشنيز او لږ اوبه ور واچوى په لسو دقيقو كي ګشنيز او پټاټگـې دواړه پخيږي. وروسته بيا شنه مرچك ور واچوى او راكښته يې كړى.
يا � غوړي په يو دېګ يا كړايي كي واچوى چي سره سي بيا پټاټگـې پكي سرې كړۍ كله چي پټاټگـې سرې سوې را وې باسى پياز ور واچوى كله چي پياز سره سول روميان ور واچوى او ښه يې سره كړى چي پر غوړو باندي راسي وروسته بيا پټاټگـې بيرته دېګ ته واچوى مالګه د كټوي دارو او مرچك ور واچوى لږ اوبه هم ور واچوى او د يو څو دقيقو دپاره يې دم كړى د پټاټو غورمه تياره ده.

ساده پټاټگـې
لازم مواد :-
1- پټاټگـې نيم كيلو 2- زيره يوه د چايو كاچغه 3- تور مرچ دولس دانې 4- غوړي او مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پټاټگـې سپيني كړى او كوچنۍ ټوټې يې كړى په كړايي كي غوړي واچوى او زيره ور واچوى زيره لږ سره كړى او بيا پټاټگـې او مالګه ور واچوى او سرې يې كړى كله چي پخېدو ته نژدې
سوې نو مرچك دغسي درست ور واچوى او پر خام اور يې دم كړى څو دقيقې وروسته يې را واخلى.

اېشولي پټاټگـې
لازم مواد :-
1- پټاټگـې 250 ګرامه 2- مستې 375 ګرامه 3- پياز يوه دانه 4- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 5- پېروى لږ څه 6- ګشنيز لږ څه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پټاټو ته مالګه واچوى او وې اېشوى. بيا يې سپيني كړى او ګردى الغې ( حلقې ) يې كړى په مستو كي لږ پېروى او لږ شيدې واچوى او ښه يې سره ووهى بيا پياز ميده كړى او ور وايې چوى مالګه ، سره مرچ او د كټوي دارو هم ور واچوى وروسته بيا پټاټگـې ور واچوى او لږ ګشنيز ميده كړى پر سر يې ور واچوى او را وايې خلى.
نوټ :- كه شيدې او پېروى نه وي هم پروا نه لري.

د پټاټو كباب
لازم مواد :-
1- پټاټگـې نيم كيلو 2- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 3- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 4- انار دانه يوه د چايو كاچغه 5- د نخودو اوړه 125 ګرامه 6- غوړي 125 ګرامه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پټاټگـې و اېشوى او بيا يې سپيني كړى او تر ماشين يې وباسى يا يې په لاس خوړيني كړى. بيا مالګه، سره مرچ، سپينه زيره، وچ ګشنيز ميده كړي او پټاټو ته يې واچوى او نيمه كاچغه انار دانه هم ور ميده كړى او ورسره ګډه يې كړى او د دغه پټاټو څخه چي ستاسي خوښه وي هغسي ګردى يا اوږده كباب جوړ كړى. وروسته بيا د نخودو اوړه غلبېل كړى او پدې كي مالګه او مرچ واچوى او دونه خټه يې جوړ كړى لكه د هګۍ ژړ بيا پاته اناردانه ميده كړى ور وايې چوى. پدې مساله كي د پټاټو كباب ووهى او په كړايي كي يې سره كړى او د سره كېدو په مهال كي يې پام كوى چي دا كباب ډېرو غوړو كي وانه چوى لږ لږ غوړي ور اچوى چي كړايي په غوړه سي او پر خام اور باندي يې سره كړى دا د پټاټو كباب به ډېر خوندور وي د چكني سره يې را واخلى.
كرېله
لازم مواد :-
1- كرېله نيم كيلو 2- پياز 250 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- روميان 250 ګرامه 5- مالګه او مرچ.
د پخېدو ترتيب :- كرېله وتوږى او نازكي ګردۍ يا اوږدې پرې كړى لكه چپس بيا نو مالګه په ووهى او د يو ساعت يا تر يو ساعت يې ډېر كښېږدى وروسته يې را واخلى او پاك يې پرېمنځى او اوبه يې ښه ونښتېږى. پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى. مالګه، مرچ، كوركومن او روميان ور واچوى ښه يې سره كړى چي پر غوړو راسي بيا په يوه كړايي كي غوړي واچوى او كرېله لكه چپس داسي سره كړى او كله چي را اخلى د لعاب سره يې ګډ كړى او د مستو سره يې را واخلى.
نوټ :- د دې دپاره چي كرېله خپل تريخ والى په لعاب يا غورمه كي ايله نه كړى نو كرېله هغه مهال لعاب ته اچوى چي را اخلى يې خو كه كرېله د چپس په ډول سره كړې يوازي وخورى ډېر به ښه وي.


د مولۍ سالن
لازم مواد :-
1- غوښي نيم كيلو 2- سپيني مولۍ نيم كيلو 3- پياز 250 ګرامه 4- غوړي
250 ګرامه 5- خواږه ولني يوه د چايو كاچغه 6- سره مرچك څلور دانې
7- كوركومن لږ څه 8- وچ ګشنيز دوې د چايو كاچغي 9- اوږه يوه غوزه
10- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- مولۍ وتوږى او تر تراشك يې وباسى يا يې خلال كړى. پياز ميده كړى او نوره ټوله مساله ميده كړى او په نيم پاو غوړو كي يې سره كړى بيا غوښي ور واچوى او كښې يې ږدى چي پخې سي. مولۍ لمر ته كښېږدى چي لږ اوبه يې وچي سي بيا په پاته غوړو كي مولۍ سرې كړى او په غورمه كې واچوى چي پخې سي د مولۍ سالن تيار دى.

د چغندرو سالن
لازم مواد :-
1- چغندر نيم كيلو 2- پياز يوه دانه 3- روميان څلور دانې 4- مستې 125 ګرامه 5- غوړي نيم ګيلاس 6- كوټل سوې اوږه او شونډ يوه د چايو كاچغه7- مالګه مرچ.
د پخېدو ترتيب :- چغندر سپين كړى او بيا يې خلال كړى په غوړو كي پياز سور كړى بيا په لږ اوبو كي مالګه كوټل سوې اوږه او شونډ او سره مرچ واچوى او پياز ته يې واچوى لږ يې سره كړى بيا مستې او روميان ور واچوى او ښه يې سره كړى چي پر غوړو باندي راسي بيا خلال سوي چغندر ور واچوى او دم يې كړى كله چي چغندر پاخه سول او پر غوړو باندي راغلل لږ تازه ګشنيز ور ميده كړى او راكښته يې كړى.

د سبزي پالكو سالن
لازم مواد :-
1- سبزي پالك نيم كيلو 2- غوښي يو كيلو 3- غوړي 375 ګرامه 4- پياز
125 ګرامه 5- ليمو څلور دانې 6- اوږه څلور دانې 7- لونـك څلور دانې
8- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 9- دار چيني دوې كوچنۍ ټوټگـې
10- ګشنيز يوه دسته 11- مالګه مرچ او كوركومن د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى د غوښو غورمه پخه كړى بيا سبزي پالك او ګشنيز پرېمنځى او ميده يې كړى و غورمې ته يې واچوى كښې يې ږدى چي سبزي پاخه او اوبه يې وچى سي كله چي اوبه وچي سوې او پر غوړو باندي راغلل بيا يوه كاچغه سره كړي پياز او د كټوي دارو ور واچوى او د ليمو اوبه وباسى ور وايې چوى ډېر خوندور سالن به وي.

سارمكۍ
لازم مواد :-
1- سارمكۍ يو كيلو 2- اوږه پنځه دانې 3- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه
4- غوړي نيم ګيلاس 5- شنه مرچك يوه دانه 6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- سارمكۍ پاڼگـي پاڼگـي كړى او پرېمنځى بيا په غوړو
كي اوږه مرچك او زيره سره كړى او سارمكي ور واچوى او لږ مالګه
ور واچوى. اوبو ته ضرورت نسته پدې چي سبزي پخپله اوبه كوي
كله چي په خپلو اوبو كي پاخه سول په پاي كي يې ښه وټكوى او سره
يې كړى بيا يې راكښته كړى.
نوټ :- ( سارمكي چي يو خود رويه سبزي دي چي د پسرلي په موسم كي زموږ په وطن كي ډېري شنې كيږي )

سبزي پالك او د مولۍ پاڼگـي
لازم مواد :-
1- سبزي پالك يو كيلول 2- د مولۍ بلګونه يو كيلو 3- مرچك څلور دانې
4- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 5- غوړي نيم ګيلاس 6- اوږه څلور دانې
7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- سبزي پالك او د مولۍ بلګونه پاك پرېمنځى او ميده يې كړى. په غوړو كي لږ زيره او مرچك سره كړى بيا دغه ميده سوي سبزي ور واچوى او مالګه هم، سره وې لړى او سر يې ور بند كړى. اوبه مه ور اچوى پرېږدى چي په خپلو اوبو كي پاخه سي. يو درې څلور واره يې ولړى چي لاندي ونه سوزي. كله چي اوبه وچي سوې ښه يې ولړى سره يې كړى چي پر غوړو باندي راسي بيا يې د اور څخه راكښته كړى. د مستو يا د مرچكو د چكني سره يې را واخلى.


د سرسو ( شړشم ) سالن
لازم مواد :-
1- د سرسو پاك سوي سبزي يو كيلو 2- پياز 125 ګرامه 3- شونډ كوچنۍ ټوټه 4- شنه مرچك څلور دانې 5- غوړي 125 ګرامه 5- مالګه او كوركومند ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د سرسو سبزي پاك كړى نارونه يې ځني ليري كړى او ميده يې كړى بيا يې پرېمنځى چي ښه پاك سي وروسته بيا پياز په غوړو كي سره كړى مالګه او سره مرچ ور واچوى او سرسو سبزي پر واچوى او لږ اوبه ور واچوى چي سبزي پاخه سي كله چي د سبزيو رنـګ ژړ سو او پاخه سول شونډ ميده كړى ور وايې چوى او بيا يې راكښته كړى.
د هندوانې د پوټكۍ او دال نخودو سالن
لازم مواد :-
1- دال نخود 250 ګرامه 2- د هندوانې پوټكۍ نيم كيلو 3- پياز 125 ګرامه 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- كوټل سوې اوږه دوې د چايو كاچغي 6- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د هنډوانې د پوټكي زرغونه خوا ځيني ليري كړى.
او نازكه كوچنۍ يې ميده كړى او په يوه پياله اوبو كي و اېشوى چي
پاسته سي كله چي پاخه سول او اوبه يې وچي سوې بيا په بل دېګ كي غوړي سره كړى او پياز پكي سره كړى چي هغه سره سول بيا اېشولې هنډوانه او اېشولى دالنخود ور واچوى او ښه يې سره كړى. بيا يې يو
پنځه دقيقې دم كړى. ( كه چيري روميان يا رُب ور واچوى سالن ښه لعاب داره او خوندور راځي ).

د ميتهې سبزي
لازم مواد :-
ميتهې يو ډول سبزي دي لكه شپشتي چي په هندوستان او پاكستان كي پيدا كيږي اوكرل كيږي.
1- ميتهې نيم كيلو 2- پټاټگـې نيم كيلو 3- غوړي 125 ګرامه 4- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ميتهې پاك كړى پاڼگـي يې ښه كوچنۍ ميده كړى. پټاټگـې هم سپيني كړى او ټوټه ټوټه يې كړى. په غوړو كي پياز سره كړى مالګه او مرچ ور واچوى بيا نو ميتهې ور واچوى او ښه يې سره كړى كله چي پاڼگـي ژړي سوې پټاټگـې ور واچوى او اوبه ور واچوى دم يې كړى كله چي پټاټگـې پخې سوې او ميتهې پر غوړو راغلل راكښته يې كړى.
خُلفه
لازم مواد :-
1- خُلفه يو كيلو 2- ماش 125 ګرامه 3- پياز يوه دانه 4- غوړي او مالګه
د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- خُلفه پاكه كړى او ښه پاكه يې په ډېرو اوبو
كي پرېمنځى بيا په يوه دېګ كي ډېري اوبه واچوى او خيشته ګرګره
سوي ماش او خُلفه ور واچوى او څو دقيقې يې و ايشوى چي ماش او
خُلفه پاخه سي بيا يې راكښته كړى او صاف يې كړى بيا په بل دېګ
كي غوړي واچوي او پياز پكي سره كړى مالګه او مرچ ور واچوى بيا
خُلفه ور واچوى او سره يې كړى كله چي ښه سره سول او پر غوړو باندي راغلل بيا يې راكښته كړى.


د بادرنـګو سالن
لازم مواد :-
1- بادرنـګ نيم كيلو 2- پياز نيم كيلو 3- غوړي 125 ګرامه 4- روميان 125 ګرامه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- اوږه اته دانې 7- وچ ګشنيز مالګه كوركومن لږ لږ .
د پخېدو ترتيب :- بادرنـك سپين كړى او مغز يې وباسى او ټوټه ټوټه يې كړى په يوه دېګ كي غوړي واچوى او پياز پكي سره كړى مالګه مرچ او د كټوي دارو وچ ګشنيز روميان ور واچوى او لعاب ځني جوړ كړى. بيانو د بادرنـګو ټوټگـې لكه باڼگـجڼ داسي په غوړو كي سره كړى او لعاب ته يې ور واچوى او پر خام اور باندې دم كړى اوبو ته ضرورت نه لري پدې چي بادرنـګ پخپله اوبلن دي .
ساده همبرګر
لازم مواد :-
1- پستې كوفته سوي غوښي چي غوړ ونه لري نيم كيلو 2- تر ماشين ايستل سوي پياز دوې دانې 3- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- همبرګر بايد په پنډ مسي تابه يا كړايي كي پاخه سي پدې چي هغه توده سي ژر نه سړيږي. تاسي بايد كړايي يا تابه يو څو دقيقې د مخه پر اور كښېږدى چي توده سي. بيا نو غوښي مالګه، مرچ او پياز سره ګډ كړى او ښه يې واغږى چي غاز پيدا كړي، بيا هغه څلور پنځه ځايه كوو او هره ټوټه يې په لاس كي سره سموو. او لږ غوړي كړايي كي اچوو بيا همبرګر ور اچوو او دواړه خواوي يې سره كوو همبرګر بايد ټوله يو ځاي ور وانه چوى پدې چي بيا تاوه سړيږي او غوښي اوبه كوي او كلكيږي. په دغه ډول ټوله همبرګر سره كړى.

دوهم ډول همبرګر
د دې همبرګر مواد هم لكه د ساده همبرګر هغسي تيار كړى.
لازم مواد :-
1- شنه ميده سوي پياز يو ګيلاس 2- ميده سوي روميان يو ګيلاس 3- خلال سوي شنه مرچك نيم ګيلاس 4- ميده سوي ګشنيز نيم ګلاس 5- غوړي يا كوچي ( 100 ) ګگرامه 6- د همبرګر خاصه ډوډۍ څلور ټوټگـې.
د پخېدو ترتيب :- لږ كوچي پر ډوډۍ باندي موږو او تيار يې ايږدو نوركوچي ويلي كوو شنه ميده سوي پياز په غوړو كي لږ سره كوو او بيا روميان ور اچوو كله چي د روميانو اوبه لږ وچي سوې بيا مالګه او مرچك ور اچوو او تيار يې ايږدو بيا ډوډۍ لږ ګرموو او تيار سره كړي تاوده همبرګر پر ډوډۍ باندي ايږدو او لږ سره سوي پياز او روميان پر اچوو او شنه مرچك او ميده سوي ګشنيز پر پاشو او تاوده تاوده يې را اخلو.

دريم ډول همبرګر
لازم مواد :-
1- كوفته سوي غوښي نيم كيلو 2- ګشنيز او نعناع لږ څه 3- يا وچ ګشنيز او نعناع دوې د چايو كاچغي 4- ميده سوې پوڅه نيم ګيلاس 5- كلك روميان څلور الغې 6- د همبرګر ډوډۍ څلور ټوټگـې 7- تر ماشين ايستل سوي پياز يوه د خوړو كاچغه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي پياز پوڅه نعناع ګشنيز دا ټوله سره ګډوو. او څلور دانې همبرګر ځني جوړوو او سره كوو يې بيا هره ډوډۍ دوه ځايه كوو او لږلږ كوچي پوري موږو او يوه توټه رومى پر ايږدو لږ مالګه او مرچ پر اچوو او بيا يوه ټوټه همبرګر پر ايږدو او يوه يوه ټوټه پوڅه پر ايږدو او تاوده تاوده يې را اخلو.

څلورم ډول همبرګر
لازم مواد :-
1- د كوفتې غوښي نيم كيلو 2- روميان 125 ګرامه 3- ډوډۍ اوه پارچې
4- تورمرچ دولس دانې 5- غوړي يوه غټه كاچغه 6- پياز يوه دانه 7- شنه مرچك او ګشنيز ميده سوي نيم كيلاس مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي تر ماشين څو واره وباسۍ چي ښه ميده سي لكه اخښلي اوړه بيا پياز تر ماشين و باسى تورمرچ، مالګه او شنه مرچك دا ټوله ميده كړى او كوفتې ته يې واچوى. دا كوفته دونه په لاسو و اغږى چي ټول شيان پكي ګډ سي او غاز وكړي وروسته بيا په كړايي كي يوه كاچغه غوړي واچوى او د دغي كوفتې څخه اته دانې همبرګر جوړ كړى او په غوړو كي يې سره كړى. بيا د ډوډۍ په منځ كي يوه ټوټه رومى يو څو نازك ميده سوي پياز او لږ ګشنيز واچوى او پر سر يې همبرګر كښېږدى. او ډوډۍ وپېچى او د خوراك د پاره يې تاوده تاوده را واخلى. دا د ماځيګر د چايو سره يا چي څوك مېلې ته ځي دا ژر جوړيږي او ډېر ښه خوند هم كوي.

د ماشو دال
لازم مواد :-
1- ماش نيم كيلو 2- اوږه يوه غوزه 3- مرچك شپږ دانې 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- غوړي 125 ګرامه 7- كوركومن لږ څه 8- مالګه او ګشنيز د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماش څلور يا پنځه ساعته د مخه تر پخېدو خشته كړى كله چي خشته سول بيا يې په لاسو كي و موږى چي سپين سي او پوستكي يې ځيني ليري كړى بيا په يوه دېګ كي يو كيلو اوبه واچوى او نيمى اوږه د مالګي سره وكوټگـى او ور وايې چوى. كله چي اوبه و ايشيدلې ماش ور واچوى او سر يې ور بند كړى. چي ماش نيم خامه پاخه سول بيا نو كوركومن او سره مرچك ور واچوى او كښېږدى چي ماش ښه پاخه سي كله چي ښه پاخه سول او اوبه يې وچي سوې شنه مرچك ميده كړى او ور وايې چوى او په غوړو كي ادرك ( شونډ ) اوږه اوږده ميده كړي او سره يې كړى او دال ته يې واچوى د كټوي دارو هم ور واچوى او ګشنيز ميده كړى او پر سر يې ور و پاشى.


ماش او غوښي
لازم مواد :-
1- ماش 250 ګرامه 2- غوښي نيم كيلو 3- غوړي 250 ګرامه 4- شونډ لږ څه
5- اوږه يوه غوزه 6- پياز 125 ګرامه 7- د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي
8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى د غوښو غورمه پخه كړى. كله چي غورمه پخه سول او پر غوړو راغلل بيا خشته سوي ماش او شونډ ور واچوى او يو څو پلا يې سره واړوى بيا نو دونه اوبه ور واچوى چي ماش پكښي پاخه سي ليكن خوړين نه سي كله چي ماش پاخه سول او پر غوړو راغلل بيا نو شنه مرچك او تازه ګشنيز ور ميده كړى او د كټوي دارو هم ور واچوى او راكښته يې كړى.


دال نخود او غوښي
لازم مواد :-
1- دالنخود 250 ګرامه 2- غوښي نيم كيلو 3- پياز 125 ګرامه 4- اوږه يوه غوزه 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- غوړي 125 ګرامه 7- د كټوي دارو دوې كاچغي 8- شنه مرچك او ګشنيز لږ څه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- دال نخود درې ساعته د مخه تر پخېدو خشته كړى. غوښي پرېمنځگى او په دېګ كي يې واچوى. اوږه وكوټگـى پياز ميده كړى او مالګه مرچ كوركومن دا ټوله په دېګ كي د غوښو سره واچوى
لږ اوبه ور واچوى كښېږدى چي غوښي ښې سرې سوې او پر غوړو راغلې نو دال نخود او شونډ ور واچوى او دونه اوبه ور واچوى چي دال نخود پكښي پاخه سي. كه يې غواړى چي دال نخود پكښي
خوړين سي او دانه يې معلومه نه سي نو يې ښه په كاچغه و وهى چي خوړين سي كه نه دغسي سم دي. لږ ګشنيز او شنه مرچك ميده كړى پر سر يې ور و پاشى او راكښته يې كړى.

د مونـګ دال
لازم مواد :-
1- دال 250 ګرامه 2- غوړي 125 ګرامه 3- شونډ كوچنۍ ټوټه 4- پياز يوه دانه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- مالګه او كوركومن د ضرورت په اندازه 7- شنه مرچك او ګشنيز لږ.
د پخېدو ترتيب :- ګرګره سوي مونـك دال يو ساعت د مخه تر پخېدو خشته كړى. بيا پياز په غوړو كي سره كړى مالګه او سره مرچ ور واچوى سره يې كړى وروسته دال ور واچوى او لږ يې سره كړى بيا اوبه ور واچوى او پر خام اور باندې پاخه كړى كله چي پاخه سول او پر غوړو باندي راغلل د كټوي دارو او تازه ګشنيز ميده كړى ور وايې چوى او راكښته يې كړى.
(مونـګ دال يوډول نارنجي دال دى چي زموږ خلګ نسك هم ورته وايي)

د مونـګ دال او غوښي
لازم مواد :-
1- دال 250 ګرامه 2- غوښي نيم كيلو 3- پياز 125 ګرامه 4- اوږه نيمه غوزه 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- غوړي 250 ګرامه 7- تازه ګشنيز لږ څه 8- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 9- مالګه او مرچ.
د پخېدو ترتيب :- دال يو ساعت د مخه تر پخېدو خشته كړى. پياز په غوړو كي سره كړى او غوښي ور واچوى او سره يې كړى بيا اوږه مالګه او مرچ ور واچوى. كله چي دا سره سول دال ور واچوى او اوبه ور واچوى او كښېږدى چي دال پاخه سي او غوښي يې هم پخې سي بيا د كټوي دارو ور واچوى ګشنيز ور ميده كړى او راكښته يې كړى.
نوټ :- ( كه يې غوښي كلكي وي لومړى د غوښو غورمه پخه كړى او بيا دال ور واچوى )


پنځه داله
لازم مواد :-
1- شنه ماش، تور ماش، مونـګ دال، نخود، مسور دال هر يو 125 ګرامه
2- شونډ كوچنۍ ټوټه 3- د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي 4- تازه ګشنيز لږ څه 5- غوړي 125 ګرامه 6- كوركومن نيمه د چايو كاچغه 7- اوږه دوې دانې 8- مالګه او مرچ.
د پخېدو ترتيب :- يو كيلو اوبه په يوه دېګ كي واچوى او پر اور يې كښېږدى مالګه، سره مرچ او كوركومن ور واچوى چي و ايشيدل ټوله ګډ خشته سوى دال ور واچوى او پر خام اور باندي يې پاخه كړى. شونډ او شنه مرچك ور واچوى كله چي ښه پاخه سول دال يې خوړين سوه بيا نو په غوړو كي اوږه سره كړى او پر سر يې ور واچوى او د كټوي دارو او ګشنيز يې پر سر ور واچوى او راكښته يې كړى.

د پسه پښې
لازم مواد :-
1- د پسه پښې دولس دانې 2- اوږه يوه غوزه 3- پياز 250 ګگرامه 4- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 5- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 6- لونـګ اته دانې 7- دار چيني دوې ټوټگـې 8- شونډ يوه غټه ټوټه 9- مستې نيم ګيلاس
10- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 11- تازه ګشنيز لږ څه 12- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پښې په اوړو ښه ولړى او پرېمنځى. بيا په يوه دېګ كي پښې واچوى او اوبه مالګه ور واچوى اوږه وكوټگـى لونـګ او دارچيني دغسي غټ ور واچوى او كښېږدى چي پخې سي كه د بخار په دېګ كي وي لږ وخت غواړي او كه په بل عادي دېګ كي وي لږ تر لږ بايد څلور ساعته و ايشي بيا د دېګ سر ور خلاص كړى وې ګورى كه پخې وې بيا ټوله مساله ميده كړى لږ اوږه او شونډ هم ور ميده كړى او پياز جلا ميده كړى بيا په يو بل خلاص خولي دېګ كي غوړي واچوى او پاته پياز ميده كړى او سره يې كړى كله چي پياز سره سول را وې باسى په ګوتو كي ومږى او بيرته يې ور واچوى او اومه پياز ور واچوى بيا اوږه شونډ او ټوله ميده سوې مساله ور واچوى او سره يې كړى بيا مرچ او كوركومن ور واچوى او لږ يې سره كړى او ور سره لږلږ يخني ور اچوى بيا مستې سره ووهى او ور وايې چوى او ورسره پښې د يخني څخه را وباسى او ور وايې چوى او لږ يې سره سره كړى او پاته يخني ور واچوى يو څو دقيقې يې و ايشوى او راكښته يې كړى. وروسته بيا د كټوي دارو او تازه ګشنيز ور واچوى او د خورك دپاره يې را واخلى.

د پسه ماغزه
لازم مواد :-
1- د پسه ماغزه دوې دانې 2- پياز 125 ګرامه 3- روميان دوې دانې 4- ګشنيز لږ څه 5- لونـګ څلور دانې 6- غوړي 125 ګرامه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماغزه په اوبو كي واچوى ورسره لونـك او مالګه هم واچوى او لږ يې و ايشوى بيا يې راكښته كړى بيا پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي سره سول را وې باسى په غاب كي يې سره وشندى چي ساړه سي.
بيا په غوړو كي روميان مالګه او سره مرچ واچوى او پر خام اور باندي يې سره كړى بيا پياز په ګوتو كي وموږى او ور وايې چوى لږ يې سره كړى بيا ايشولي ماغزه كوچنۍكوچنۍ ټوټگـې كړى او ور وايې چوى او پر خام اور باندي په كاچغه لړى دوې دقيقې يې سره كړى وروسته تازه ګشنيز او شنه مرچك ور ميده كړى او دم يې كړى اور يې بيخي خام كړى پنځه دقيقې وروسته يې را واخلى.
نوټ :- كه ماغزه ونه ايشوى دغسي پاخه كړى هم ښه خوندور راځي.

دوهم ډول ماغزه
لازم مواد :-
1- ماغزه دوې دانې 2- پياز 250 ګرامه 3- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 4- اوږه شپږ دانې 5- غوړي 125 ګرامه 6- تازه مساله لږ څه 7- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اوږه او پياز ميده كړى. مالګه او مرچ ور واچوى او يو دوه ګيلاسه اوبه ور واچوى او پر اور يې كښېږدى كله چي پياز خوړين سول غوړي ور واچوى او ښه يې سره كړى چي مساله په غوړو كي سره سي او خوړينه سي بيا ماغزه پرېمنځى او ور وايې چوى. او پنځه دقيقې يې سر ور پټ كړى بيا يې ښه سره كړى او تازه مساله يعني ګشنيز ور واچوى او يوه كاچغه اوبه ور واچوى او دم يې كړى پنځه دقيقې وروسته يې راكښته كړى او د كټوي دارو ور واچوى دا ماغزه به ډېر خوندور وي خو چي ورته ګورى داسي ښكاريږي لكه د هګۍ ژړ.

دريم ډول ماغزه
لازم مواد :-
1- ماغزه دوې دانې 2- لونـګ څلور دانې 3- اوږه شپږ دانې 4- هګۍ دوې دانې 5- ترميده اوړه څلور د چايو كاچغي 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 8- وچ ګشنيز نيمه د چايو كاچغه 9- غوړي د سره كېدو لپاره 10- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د مغزو سره لونـك او اوږه واچوى او و اېشوى هګۍ دواړه ښه سره ووهى او ترميده اوړه مرچ د كټوي دارو وچ ګشنيز دا ټوله سره واچوى او ښه يې سره ګډ كړى. بيا نو ماغزه د اوبو څخه را وباسى او په تيره چاړه باندي يې يو رنـګه ټوټه ټوټه كړى وروسته بيا يوه يوه ټوټه ماغزه په دغه مساله كي وهى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي بادامي رنـګه سول را وې باسى.

دل بند
لازم مواد :-
1- دل بند يوه دانه 2- اوږه يوه غوزه 3- پياز 125 ګرامه 4- غوړي 125 ګرامه 5- تازه ګشنيز لږ 6- روميان 125 ګرامه 7- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اينه او سږى كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې او ښه يې پرېمنځى اوږه وكوټگـى پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي سره سول روميان ور واچوى ور سره اوږه مالګه او مرچ واچوى او لعاب ځيني جوړ كړى او سږى ور واچوى او يو ګيلاس اوبه هم ور واچوى او پر خام اور باندي كښېږدى چي پاخه سي كله چي پاخه سول او اوبه يې وچي سوې پر غوړو باندي راغلل بيا نو اينه ور واچوى او يو دوه واره يې سره واړوى چي د اينې وينه لږ وچه سي خو كلكه نه سي بيا لږ ګشنيز ور واچوى او راكښته يې كړى.


سره كړې اينه
لازم مواد :-
1- اينه يوه دانه 2- پياز 125 ګرامه 3- اوږه اته دانې 4- غوړي 125 ګرامه 5- شنه مرچك يو څو دانې 6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اينه او اوږه په اوبو كي واچوى او و اېشوى چي وينه يې وچه سي بيا په كړايې كي غوړي واچوى او پر اور باندي كښېږدى او پياز ميده كړى ور وايې چوى كله چي پياز ژړ سول اينه ور واچوى او لږ يې سره كړى بيا نو مالګه سره مرچ، شنه مرچك او تازه ګشنيز ور واچوى او راكښته يې كړى.
نوټ :- كه اينه دغسي اومه ور واچوى هم ښه راځي خو اينه بايد په يوه ټوكره باندي وچه كړى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery