مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

سريزه

د خوشال قدر که اوس پر هېچا نه شته
پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم

نن راته د هغه چا د احساس تاو قلم په ګوتو کې راکړى، چې ډېر کلونه دمخه ورسره په نا اشنايۍ کې اشنا وم، زه لا کوچنى وم، چې د هغه نوم مې اورېدلى و. خلکو به يې ډېره ستاينه کوله. له همغه مهاله مې په زړه کې د هغه مينې او پښتني ولولو ځاى نيولى و. په زړه کې به مې دا هيله څو ځلې د خيال او خوب په شان وګرځېده، چې ګوندې داسې وخت راشي چې استاد زيار مې ښوونکى شي او د هغه له اورنيو پښتني ولولو څخه مې زړه تودوخه او فکر روښانتيا ومومي.
ډېر وخت تېر شوى و، خو هيله مې لا نه وه زړه شوې. يو وخت ما په خوشال خان لېسه کې زده کړه کوله، له شعر او ادبياتو سره مې زياته مينه پيدا شوې وه، کله کله به زه هم هغو فرهنګي څانګو، چې ادبي غونډې او مشاعرې يې جوړولې، خبرولم.
يوه ورځ د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا د کره کتنې يوه غونډه جوړه شوې وه او د يوه شاعر پر شعرونو خبرې کېدلې. زه هم هلته تللى وم، له نېکه مرغه مې هلته استاد زيار هم وليد، چې له بهر څخه تر يو اوږده سفر وروسته تازه راغلى و، دده عالمانه لوښې او کمينۍ زما هيله لا پياوړې کړه.
څو ورځې وروسته مې ورسره د ليکوالو انجمن د ځوانو شاعرانو او ليکوالو په کانون کې بيا وکتل، دا ځل ورسره پوره بلد شوم. خپله پته يې ماته راکړه، بيا نو زه ادبياتو پوهنځي ته ډېر ورتللم او خپلې ليکنې او شعرونه به مې وراورول او ده به په ډېره سړه سينه راته اصلاح کول. زما هيله خو پوره شوې وه، ځکه چې هغه زما ښوونکى شوى و، يو ډېر خوږ او مهربانه ښوونکى.
خو زما هيلې هغه وخت لا پسې د خوښۍ په اوبو ولامبل چې زه د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل شوم، لومړى ټولګى و او لومړى ساعت، کله چې ټولګي ته ننوتم، پر يوې څوکۍ کېناستم، څو شېبې لا نه وې تېرې شوې، چې استاد زيار ټولګي ته راننوت او تر پېژندګلوۍ وروسته يې پر لوست پيل وکړ.
اوس نو چې زما هيله پوره شوې ده، پرځاى بولم، چې ددغه پياوړي استاد د ژوند په باب د خپل توان په کچه يو څه وليکم. سره له دې چې دا کار بايد هغه ليکوال او څېړونکي کړى واى چې د ځواکمن قلم خاوند واى، خو هغه څه چې د استاد پر ما حق دى، بايد ادا يې کړم. سره له دې چې دا کار زما لپاره ډېر ګران دى او نه شم کولاى څنګه چې ښايي، د استاد د ژوند او اثارو د څرنګوالي په باب وړنده معلومات وړاندې کړم او د هغه پر ټولو ادبي، هنري او علمي کارونو باندې په ټول ټال او کره ډول خپل ځان او نور خبر کړم.
زه دا کار ددې لپاره سرته رسوم، يو دا چې د استاد حق مې ادا کړى وي او بل دا چې تراوسه پورې پرته له (استثناتو) په پښتو ادب، فرهنګ او زموږ په ټولنه کې دا خبره باب ده، چې په ژوندوني د شاعر، اديب او هنرمند درناوى نه شته. هغه د افغان سيد جمال الدين خبره چې وايي: (( په شرق کې اديب د ژوند پر وخت مړ دى او تر مرګه وروسته ژوندى کېږي)). بېخي پرځاى خبره ده ( دوکتور عبدالحکيم طبيبي: تلاش هاى سياسى سيدجمال الدين افغان، ١٣٥٥ل کال ٢٠ مخ).
زما موخه داده، چې د يوه شاعر يا ليکوال د ژوند په لړ کې د هغه پر اثارو ليکنه او د هغه پر ژوند ليکنه به له څو اړخونو څخه غوره او مثبته پرېوځي.
يو دا چې شاعر يا ليکوال او يا هنرمند به په ژوندوني د خپل کار ثمره په خپلو سترګو وويني، دويم دا چې ليکوال به د خپلې دغې ثمرې د ليدلو په پايله کې لا نور هم ددې زغم او ځواک پيدا کړي، چې خپلې پنځونې او نوښتونه لا پسې زيات کړي، درېيم دا چې موږ به د ليکوال او هنرمند حق ادا کړى وي او څلورم دا چې موږ به په څېړنو او ليکنو کې له تېروتنو سره مخامخ نه شو او که مخامخ هم شو، هغه به ډېرې کمې وي.
خواوس اوس دا خبره باب ده، چې کله شاعر يا ليکوال له نړۍ څخه سترګې پټې کړي، بيا ټول د قلمونو څوکې تېرې کړي او مټې راونغاړي او تر هغه چې يې له لاسه کېږي، زړونه تش کړي او داسې شيان وليکي، چې ارواښاد په ګور کې نا ارامه کړي.
په ځينو ځايو کې خو لا داسې هم ليدل شوي دي، چې د يوه شاعر يا ليکوال د ژوند او مرګ نېټې دمعلومولو په باب کتابونه ليکل شوي، رسالې کښل شوي، خو بيا هم په بشپړ او جوت ډول د هغه د ژوند يا مرګ نېټه نه ده زباته ((ثابته)) شوې.
په دې توګه به ښه دا وي، چې په خپله د ليکوال په ژوندوني د هغه د ژوند او اثارو په باب څه وليکل شي او د تېروتنو پر وخت په خپله له هغه څخه مرسته وغوښتل شي. بيا به نو ددې اړتيا نه وي، چې يوازې د يوه شاعر يا ليکوال د ژوند او مرګ نېټې د جوتيا لپاره کتابونه او رسالې وليکو. بېخرته غونډې پرې جوړې کړو او له دې سره سره پرې بېځايه لګښتونه وکړو.
دا زما لومړنى کار دى، چې ښايي نيمګړتياوې به ولري، خو زما هيله دا ده، چې نور ليکوال په دې برخه کې په پوره ځيرتيا کار وکړي او د خپلو مشرانو او نوښتګرو ليکوالو حق ادا کړي. زه په دې ليکنه کې د استاد زيار د ژوند او اثارو په باب غږېږم، هيله ده، هغه څه چې مې راټول کړي دي، څه ناڅه د استاد له اندو ژوند سره سمون ولرلاى شي.
په پښتنه مينه
اسمعيل يون
د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل
١٣٦٨ل کال، پسرلى
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery