مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

ژوند ليک


پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار د عجب ګل زوى پر ١٣١٤ل کال د سپين غر د مزينې رود پر غاړه د اخون کلي په يوه بېکوره او بې ځمکه بزګره کورنۍ کې وزېږېد. د ښوونځي په درېيم ټولګي کې يې د يوازيني ګټندوى پلار سيورى له سره پرېوت. پاتې درې ټولګي يې له کوچاني بېوزله ژوند سره د يو بل په مزدورۍ پاى ته ورسول. تر څلور کلنې خوارۍ مزدورۍ وروسته ورته د کابل د ليليه ښوونځي چانس برابر شو، له ١٣٣٥ تر ١٣٣٦ کال يې د زده کړې ترڅنګ د هلمند په ناوه کې کار کوه.
پر ١٣٣٧ کال يې دولس کلنې زده کړې پاى ته ورسولې او پر ١٣٣٨ کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې پر زده کړه بوخت شو. پر ١٣٤١ل کال يې له دغې څانګې څخه ليسانس واخيست او د همدغه پوهنځي په کدر کې پر تدريس او ژبنيو څېړنو بوخت شو.
پنځه کاله يې د هېواد په غرو، رغو، ځنګلو، ميرو، کليو او بانډو کې د ١٤ ژونديو او نيم ژوندويو ژبو ١٠٤ ټوکه ګړدودي څېړنې ترسره کړې. بيا سويس ته واستول شو او هلته يې د ((برن)) پوهنتون د ژبپوهنې، ادب پوهنې او وګړپوهنې په څانګه کې د علومو دوکتورا واخيسته. پر ١٣٥١ل کال يې هېواد ته له راستنېدو سره خپلې استادۍ ته دوام ورکړ او ترڅنګه يې د څانګې ٢ مياشتنۍ مجله (وږمه) وچلوله.
پر ١٣٥٧ل کال ورته د استادۍ ترڅنګ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز رياست دنده ورترغاړې شوه. څه مهال وروسته زنداني شو. بيا يې د سولې او پيوستون د سازمان د رئيس او مرستيال په توګه دنده ترسره کړه. څلور کاله د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پاتې شو. بيا يې د المان په هومبولت پوهنتون کې د مېلمه استاد په توګه د افغانستان پوهنې د تدريس دنده پرمخ يوړه او د ١٣٦٥ ل کال له مني راهيسې بيا د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د ژبپوهنې او ادب پوهنې پر تدريس بوخت شو.
دوکتور زيار له ننه اووه ويشت کاله دمخه واده کړى دى، يو زوى او يوه لور لري. زوى يې په المان کې د لوړو رياضياتو او لور يې دلته د طب په څانګه کې زده کړه کوي او مېرمن يې د ژبو او ادبياتو پوهنځي دالماني څانګې استاده ده.
استاد زيار يو ډېر کاري او څو اړخيز انسان دى. کله چې د ده د ژوند پاڼې اړوو را اړوو، ان له وړکينې څخه يې څو څو کاره پرمخ وړي دي، هم به يې له ځمکوالو سره مزدوري کوله او هم به يې ورسره د ښوونځي او جومات زده کړه غبرګه پرمخ وړله. لو او لور او نورې راز راز موسمي خوارۍ او ورځ مزدورۍ خو يې په هره توګه د زيار کښې لوښې نه بېلېدونکى ټوک و. د منځنيو زده کړو په دوره کې يې دغې بوختيا بيا نوې بڼه وموندله. د تعليمي کال په بهير کې يې د شعر ليکنې او ژباړنې له لارې مطبوعاتي فعاليت کاوه.
د ورزش په برخه کې له اووم ټولګي څخه د بېلابېلو ورزشي ډولونو لېوال و او د بايسکټبالر په توګه د کابل او ان د برن پوهنتون د اړوندې لوبډلې (ټيم) رسمي غړى پاتې شوى دى. د ښوونځي په رخصتيو کې ددې پرځاى چې کلي ته ستون شي او له خپلې کورنۍ سره په ارامه واوسېږي، د هېواد په ځينو پروژو، لکه د هلمند وادي په هغه کې پر کار بوخت شوى او په ګټلو پيسو يې هم د خپل تعليمي ژوند جيب خرڅ برابر کړى او هم يې له خپلې بېوزلې کورنۍ سره مرسته کړې ده.
د پوهنتون په دوره کې يې لږ تر لږه شپږ ډوله بوختياوې (مصروفيتونه) پرمخ وړل. د هېواد د ورځپاڼې خبريال، د اصلاح، انيس، ژوندون، عرفان او پوهنې او د مرکز او ولاياتو د خپرونو قلمي همکار، د پوهنې مطبعې مصحح، د رحمان بابا، بيهقي ښوونځي او پښتو کورسونو حق الزحمه يي ښوونکى، د پوهنځي د پښتو مجلې (وږمې)) مرستيال، د پوهنتون د بايسکټبال د ټيم غړى، په کابل کې د مصر سفارت د عربي کورس شاګرد او د ثقيله ورزش د کلوپ غړى او داسې نور.
استاد زيار په دې ګروهه دى، چې ژوند د زمانې د بهير پر وړاندې ډېر لنډ او تنګ دى او هغه څه چې يو انسان يې بايد په خپله ژوند کې ترسره کړي، نه ترسره کېږي، نو له همدې کبله تل په تلوار او منډو رامنډو کې دى او نه غواړي د ژوند يوه شېبه خوشې تېره کړي. هېڅکله يې په ياد نه دي، چې د زينې پوړۍ يې يو په بل پسې تر پښو لاندې کړې وي، بلکې تل يې کله يوه او کله دوه په منځ کې پرې ايښې دي. پلى تګ يې له نورو سره توپير لري. پر پليو لارو هم، چې هر څومره ګڼه ګوڼه وي، د شتۍ غوندې خپله لاره باسي او له ټولې پاملرنې سره سره يې له يو بل سره ټکر هم راځي، همداسې يې بايسکل ځغلول او موټرسايکل چلول هم درواخله.
په ژبنيو څېړنو کې يې پوره څلور کاله له دغو دوه ارابه يي وسيلو څخه تر وروستي بريده کار اخيستى او ډېر يې ژوبل کړى هم دى. له همدې کبله يې موټر اخيستو ته مېرمن نه پرېږدي. له دې ټولو منډو رامنډو او بېړندويۍ سره بيا هم يو روغتيايي اوډلې او مهالوېشى ژوندون لري او دا هم په دې موخه چې وخت يې هسې خوشې له لاسه ونه وځي. خوب و خوراک، کار، ورزش او هوساينه هر څه يې پر مهالوېش برابر دي.
په الکولي څښاک، څکاک، توندو، تورشو خوراکونو او نورو ناوړو عادتونو، نه خپل اقتصاد ويجاړوي او نه روغتيا. په ټوليز (کُلي) ډول يې ساده ژوند خوښ دى، خو دومره هم نه چې څوک ورته ساده ووايي. سهارنى کړاو (جمناستيک) او تشناب تر وسې وسې، که پر کور وي که پر بيديا، نه قضا کوي.
شعر او شاعري او نور زېرندويه فعاليت يې له هوساييزو (تفريحي) بوختياوو څخه ګڼل کېږي، د سفر او ان د ناروغۍ د وخت بوختيا يې همدا ده. د يادښت کتابچه يې خو ټول عمر ملګرې ده.
استاد زيار له اوډلي، بيړندويه، ترور، خوځندويه (ډيناميک) او دوديال (اخلاقي) ژوند دود سره يو سرکښ، سرغړانده او ناړامه خوى خصلت لري او له هر راز دوديزو او ټولنيزو بنديزونو او اجبارونو سره نه پخلاکېدونکى دى. کله چې استاد زيار ته جوته شي، چې په يوه خبره کې د حق پر خوا دى، د دوست و دښمن ورم و پند او زور زاري پرې څه اغېزه نه لري. په سپين ويلو او ګوتې نيولو کې نه ډار پېژني او نه لورو وپاس اوزړه سوى او هغه هم زياتره بيا د خپلو نژدې اړوندانو او دوستانو پر وړاندې. استاد زيار له ټول کلکوالي، ناړاموالي او انتقادي او انتقامي لوښې سره سره بيا هم د لوى زغم او سپېڅلي احساس څښتن او په دوستۍ او اشنايۍ کې ډېر ټينګ دى.
له مېرمنې، زوى او لور سره که څه هم په ټولو چارو کې مرستندوى دى، خو بيا هم ترې دومره خوشاله نه برېښي، ځکه په بدل کې ترې دا سترګې لري، چې هغوى هم دده اوډلى بېړندويه ژوند دود ومني، د ساري په توګه يې مېرمن د کور په اوډون، سمون، پاک کارۍ او لوښو پرېوللو کې د مرستې پاسلنه پرځان نه اخلي او هغه يې زياتره د سپېڅلتيايي او اوډلې لوښې او آر (اصل) يوه برخه بولي.
ان تر دې چې د نوي ازاد پښتو شعر او په ځانګړي ډول بيا د پښتو د ليکني معيار لپاره د استاد زيار دا شل کلنې پرله پسې هلې ځلې يوازې دده له پښتونولۍ يا څانګوالۍ څخه نه، بلکې زياتره د ده له اوډوني او ډيناميکي لوښې څخه سرچينه اخلي، دى وايي:
(( هغه بې شمېره ځيلونه (وراينتونه) يا ګړدودونه، چې په ګړنۍ (ګفتاري) پښتو کې دود لري، بايد په ليکنۍ پښتو کې يووالى او کره والى ومومي. يا په بله وينا- جوړښتي او گرامري وارينتونه توحيد کړ شي او لغوي وارينتونه تکثير کړ شي. په بله وينا خولې ډېرې او بې شمېره دي او کنټرول يې ناشونى، څه چې يو بې سرو بوله کار دى، مګر قلمونه هغومره ډېر نه دي، چې کنټرول نه شي)). دى لکه څنګه چې د ټولو پښتنو ټبرونو لپاره د يوه ملي يووالي يا (مليت) په بله وينا د يوه لوړ ټولنيز پرمختګ او بشپړتيا غوښتونکى دى. دغسې د ليکني ژبيووالي لپاره هم ټينګار کوي او څنګه چې لومړۍ موخه د يو واريز (اوښتون) له لارې کېدونکې ده، دغسې دغه ژبنۍ بشپړتيا هم يوې اګاهانه او تينګر هاند او هڅې ته اړتيا لري.
د استاد دا خبره، چې ټولنيزه بشپړتيا او ژبنۍ بشپړتيا سره يو له بله نه شلېدونکي بهيرونه دي، يوه پرځاى او په نوي علمي نړۍ ليد کره شوې خبره ده. د نړۍ نورې يادې ژبې، لکه (انګليسي، الماني، پرانسي، يا روسي هغه مهال معياري بڼې پيدا کړي، چې بېلابېلو ټبرنيو او فيوډالي ډلو ټپلو يې پانګوالي اړيکو ته لوړتيا موندلې ده،يا په بله وينا (ملت) ته رسېدلى دي. استاد زيار پر دې ټينګار کوي، چې (له ټولنيز- اقتصادي انقلاب سره بايد فرهنګي انقلاب هم له ياده ونه ايستل شي او ژبه خو د دواړو بيخبنايي- مخبنايي جوړښتونو يو ګډ آر او اړيکى بلل کېږي (د استاد زيار ژوند ليک چې د اکبر کرګر له خوا د استاد زيار د زېږېدنې د پنځوسمې کاليزې په غونډه کې اورول شوى و).
استاد زيار تراوسه ١٣٧٠ پورې ٣٠ کاله د ژبو او ادبياتو پوهنځي او په علومو اکاډمۍ کې اکاډيميک خدمت کړى دى. د سويس له برن پوهنتون څخه يې د ژبپوهنې، ادبپوهنې او وګړپوهنې لومړۍ درجه دوکتورا اخيستې ده. په انګليسي، الماني، روسي، عربي او نورو لرغونو هندو اروپايي ژبو هېږي.
استاد زيار د ښوونځي له نهم ټولګي ١٣٣٤ راهيسې د شاعرۍ او ليکوالۍ ډګر ته راوتلى دى، د ټولو ادبي، علمي او تحقيقي اثارو شمېر يې ١٣٠ ټوکو (کتابونو) او ١١٠٠ ليکنو ته رسېږي. په دې کې د ګڼو علمي، تحقيقي ليکنو ترڅنګ هغه ژورنالستيکي ليکنې هم راځي چې له ١٣٣٨ کال راهيسې يې د هېواد، ننګرهار، وړانګې، اصلاح او د ثور انقلاب حقيقت (پيام) ورځپاڼو او د پوهنې مجلې د خبريال او د هېواد د نورو ټولو مهالنيو خپرونو او راډيو تلويزيون د همکار په توګه د هېواد په دننه او بهر کې په پښتو، دري، انګريزي او الماني ژبو خپرې کړې دي. د پوهاند زيار ادبي، علمي او تحقيقي اثار په لاندې ډول دي:
١- نومتړنګونه يا اسمي ترکيبونه، په الماني ژبه د سويس د برن پوهنتون د ١٩٧٤ کال خپرونه.
٢- پښتو پښويه (ګرامر) د کابل پوهنتون د ١٣٦٢ کال خپرونه.
٣- پښتو ليکلار د ننګرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ١٣٦٠ کال خپرونه.
٥- زنداني نغمې، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې د ١٣٥٩ کال خپرونه.
٦- سوزونه او سازونه ( د شعرونو غونډ)، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې د رياست د ١٣٦٤ کال خپرونه.
٧- اور او وينې ( د شعرونو غونډ) د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې د خپرونو رياست د ١٣٦٥ کال خپرونه.
٨- وينه او مينه ( د شعرونو غونډ) د ملي دفاع وزارت د ١٣٦٠ کال خپرونه.
٩- نظر کوتاهى بر زبان و زبانشناسى، د کابل پوهنتون ګستنر چاپ، ١٣٦٣ کال.
١٠- پښتانه او ورونه مليتونه (ژباړه) د چاپ او خپرونې دولتي کومېټې د ١٣٦٦ل کال خپرونه.
١١- مينه د زړه په وينه (رومان) تر چاپ لاندې.
١٢- اندو ژوند (شعري طرحې او څلوريزې) د سرحدونو چارو وزارت د ١٣٦٨ل کال خپرونه.
١٣- پښتو- دري فرهنګ تر چاپ لاندې.
١٤- ګلکڅونه (شعري غونډ) د افغانستان د ليکوالو د انجمن د ١٣٦٧ل کال خپرونه.
١٥- الماني- پښتو فرهنګ- د برلين پوهنتون په غوښتنه د ١٣٦٧ل کال خپرونه.
١٦- د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه ( په الماني) ناچاپ.
١٧- افغان- شوروي فرهنګي اړيکي، په دوستي مجله کې يې برخه برخه چاپ شوې ده.
١٨- سپين غر (شعري غونډ) ناچاپ.
١٩- کارپوهه (ارګولوژي) برخه برخه په فولکور مجله کې خپره شوې ده.
٢٠- ټولنوال رياليزم برخه برخه په هنر او ژوندون مجلو کې خپور شوى دى.
٢١- پښتو ګړدودونه (لهجې) په وږمې مجله کې چاپ شوي دي.
٢٢- پښتو آر پوهه (اتمولوژي) تر ((ژ)) پورې په وږمه مجله کې خپره شوې ده.
٢٣- پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنګه جوړېږي؟ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ١٣٦٩ ل کال خپرونه.
٢٤- ليکونه (په پښتو- دري- انګليسي او الماني) ناچاپ.
٢٥- ځان پېښې (په پښتو- دري- انګليسي او الماني) ناچاپ.
٢٦- د هېواد پر ١٤ ژبو ( پښتو-دري، اوزبکي، ترکمني، بلوڅي، براهوي، واخي، پشه يي، پاراسوني، کتي ((نورستاني))، ګوجرو ((ګجراتي))، تيرو ((تيراهي))، شغني، کشمونډي ١٠٤ ټوکه ګړدودودي (لهجوي) څېړنې، چې د سويس د ملي فونډ له خوا د يونسکو په سپارښتنه، د افغانستان ( د ژبپوهنې اتلس) په نامه په برن پوهنتون کې تر کار لاندې دي.
٢٧- پښتو، دري، پشه يي فولکوري څېړنې.
٢٨- تر ١١٠٠ زياتې علمي، ادبي، تحقيقي او ژورناليستيکي ليکنې يې په پښتو، دري، انګليسي او الماني، تر هېواد دننه او د باندې خپرې شوي دي. دغه راز يې يو لړ ادبي اثار د شوروي اتحاد په څو ژبو او مجاري، الماني، انګليسي، بلغاريايي او داسې نورو ژبو اړول شوي او په اړوندو هېوادو کې خپاره شوي دي.
د اثارو ټول شمېر يې له مقالو پرته:
_ ادبي ١٠ اثره.
_ علمي ١٦ اثره.
_ تحقيقي ١٠٤ اثره.
_ مجموعي ١٣٠ اثره.
( ژوندون مجله، ١٣٦٧ کال د ميزان او عقرب ګڼه).
استاد زيار د پورتنيو ياد شوو اثارو په درلودلو سره په ټول هېواد کې تر ټولو لوړ ملي ريکارډ ټينګ کړى دى. استاد د هېواد په نويو او زړو ژبو کې پوره تخصص لري. استاد د اروپايي او بين المللي ژبپوهانو د ټولنې، د کابل پوهنتون او د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د علمي شوراګانو او د علومو اکاډمۍ د ژبنيو او ادبي علومو د انسجام د کومېټې غړى دى او د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشر هم دى.
همدارنګه استاد زيار په ګڼو ملي او بين المللي علمي او سياسي غونډو کې ګډون کړى او ليکنې او ويناوې يې په کې اورولې دي.
دا و د استاد زيار د اندو ژوند لنډ جاج. په دې ډول استاد زيار له زياتو ناخوالو سره سره په خپل کارو زيار او هاند وهڅې نن دې ځاى ته رارسېدلى دى، چې هېڅکله يې پښتانه او پښتانه ليکوال او اديبان نه شي هېرولاى.
استاد زيار ډېرې ليکنې کړې دي، د ژبې او ادب په هره برخه کې يې هر هر څه ليکلي دي، زيار يې کښلى دى، منډې يې وهلې دي، ستړى شوى او د پښتو ادب او پښتني فرهنګ هرې برخې ته يې يو څه ورکړي دي. فکر کوم، دى په خپل ټول عمر کې ډېر کم وخت او که په زغرده ووايو يوه ګړۍ هم بې قلمه او بې کاغذه نه دى پاتې شوى، خو دا ټول يې د چا لپاره او د څه لپاره؟ ځواب يې روښانه دى، چې دا هر څه يې د خپلې ژبې، ادب، فرهنګ او خپلو وګړو لپاره کړي دي.
زيار د خپل ژوند زياته برخه د خپلو خلکو ادبياتو ته ورکړې ده، دى وايي:
(( ليکنه زما د ژوند نه جلاکېدونکى ټوک دى، له هغې راهيسې چې خپل ښي او کيڼ لاس مې پېژندلى دى، زه ليکنه کوم او ليکنه مې د ژوند ملګرې شوې ده)).
يو ليکوال دده په باب ليکي: (( زه استاد زيار د يو پرکاره خو دقيق ليکوال او محقق په توګه پېژنم. دى چې هر څه ليکي، په ژوره توګه يې ليکي، ښه يې ليکي، ښکلى يې ليکي او له يوه ژور احساس او پښتني احساس سره يې وړاندې کوي، دده هڅه په دې کې ده، چې په ليکنه کې د اړوندې موضوع ټولې پوښتنې اواروي او نه پرېږدي، چې لوستونکى په تياره کې پاتې شي ( د نورمحمد سهيم مقاله، د استاد زيار پنځوسمه کاليزه، ناچاپ).
د هند يو ليکوال ((سادهن مکرجي)) د خپل کتاب ((افغانستان زوال سى عروج تک))، چې پر ١٩٨٤م کال د هند په نوي ډهلي کې چاپ شوى دى. په ١٢٦ مخ کې د پوهاند زيار يادونه کوي او هغه د پښتو يو ستر عالم بولي. همدارنګه په ((تاريخ نوين افغانستان)) کې هم د يوه ستر فرهنګي او ټولنيز شخصيت په نامه ياد شوى دى، نو بايد د داسې ستر انسان درناوى وشي او په درنه سترګه ورته وکتل شي، چې د خپل زړه په وينو خپل فرهنګ او ادب ته د زمانې له ناخوالو سره سره کار کوي او پرمخ ځي. لکه څنګه چې د استاد زيار له لنډ نوم (تخلص) څخه څرګندېږي، دى يو زيارکښ انسان دى، له همدې امله خو يې نن تر دې ځايه ځان رارسولى دى او پر موږ پښتو مينانو باندې يې د احسان سيورى پروت دى. زه دلته د استاد په باب له زياتو خبرو تېرېږم، ځکه که هر څومره خبرې ورباندې وکړم، بيا به هم کمې وي. هغه د شاعر خبره دلته سمه راځي چې وايي:
کتاب وصف ترا آب بحر کافى نيست
که ترکنم سر انگشت و صفحه بشمارم
او يا دا پښتو لنډۍ:
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
تر دې وروسته راځو، د پوهاند زيار ليکوالۍ، اثارو او دده اثارو څرنګوالي ته.
لکه څنګه چې دمخه مو وويل، پوهاند زيار د خپلې ليکوالۍ له پيل نه، يانې له هغه وخت نه، چې دى لا پنځلس کلن و، بيا تر ننه پورې د ادبياتو په بېلابېلو برخو کې يې خپل قلم ازمويلى او د پښتو ادب په بڼ په هر ګوټ کې يې زرغون نيالګي ايښي دي. د يوه ليکوال خبره ده چې وايي:
(( استاد زيار د خپلې هغې مينې له مخې چې د خپل فرهنګ له غوړېدا او سمسورتيا سره يې لري، د پوهې او ادب هېڅ يوه خوا بې برخې نه ده پريښې او د هغې هر نيالګى يې د زړه په وينو خړوب کړى دى، روزلى يې دى، پاللى يې دى او ثمر ته يې د رسېدو په هيله پر خپل ځان باندې کړاوونه ګاللي دي او اوس هم لګيا دى، کړاوونه ګالي، پر ځان سختۍ تېروي او بې خوبۍ زغمي، چې په دې توګه دغه نيالګى زموږ راتلونکو پښتونو (نسلونو) ته له خوږو او په زړه پورې مېوو سره وسپاري)).
لکه څنګه چې ښکاره ده، استاد زيار د ژبې، ادب او فرهنګ په بېلابېلو برخو کې ډېر ګټور او ارزښتمن کارونه کړي دي. نو که موږ اوس د استاد ټولې ليکنې او اثار په ځير سره وګورو، ويې څېړو او مطالعه يې کړو، نو د هغو څرنګوالى او شننه به موږ ته استاد زيار په لاندې نومونو راوپېژني:
١- ژورناليست زيار ٢- شاعر زيار ٣- څېړنيال زيار ٤- کره کتونکى زيار � ٥- داستان ليکونکى زيار ٦- ژبپوهاند زيار ٧- ژباړونکى زيار.
دا ډلبندي ما له خپل فکره کړې ده، ښايي نور يې پر نورو برخو ووېشي، خو له دې سره سره بيا هم د استاد نورې ليکنې شته، چې د څرنګوالي له مخې د استاد په پورتنيو نومونو کې نه راځي، خو په ټوليز (عمومي) ډول يې زياتې ليکنې په پورتني نومونو کې په يوه نه يوه کې راځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery