مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د مفغناتو ډولونه


په پښتو قاموسو کي د مفغناتو د سمـــــــي پېژندني دپاره بايد د پښتو د بابا- لـــوی استاد علامه عبدالحــــــي حبيبي( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م �۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م) د عالمانه څېړڼو په رڼا کي دغو ډولونو ته بشپړ پام وسي :

لومړی : مانوي (معنوي) مفغنات
مانوي مفغنات هغه پردي ټکي دي، چي خپل اصلي حالت يې لږ و ډېر ساتلئ وي؛خو مانا يې څه نا څه اوښتې وي . دې ډول ټکو په پښتني چاپېر(محيط) کي داسي نوې ماناوي او مفهومونه موندلي دي، چي له خپلي اصلي مانا/ ماناوو سره ټينګ اړېکی يا نيژدې والی لري؛ د مثال په توګه د �بشر�کليمه، چي په عربي ژبه کي د انسان د ظاهري پوست پـــه مانـا ده؛ خو په پښتو کي دا ټکی د انسان د ټول بدن او وجود په مانا کاريږي؛ چي�بشرکی� يې د تصغير بڼه ده (حبيبي، سپېڅلې پښتو کد ـ کهـ). د پښتو په لوېدځه (لوېديزه)لهجه کي د�بشر�کليمه خورا ډېره استعماليږي؛ لکه چي وايي: �ته زما بشر يې!� ياني ته د ځان په شان راته ګران
يې؛ �خدای دي روغ بشر درکي!� ياني خدای دي جوړ او روغ لره؛ �خوار بشری� یاني خوار ځواکه، �بشر دي ومره!�؛� بشر دي سرخوره سه!�؛�بشر دي خاوري سه!�؛او داسي نور، هغه ترکيبونه او تعبيرونه دي، چي د�بشر�کلیمه تر عربي ژبي په نسبتاً پراخه او بېله مانا کاريږي (حبيبي، سپېڅلې پښتو کهـ).

دوهم: اوښتي مفغنات
اړول سوي مفغنات هم په خپل وار سره پر دوه ډوله دي : د اوښتو مفغناتو په لـــومړۍ ډلــــــه کــــــي هغـه کليمې راځي ، چي يوازي يې ظاهري جوله څه نا څه اوښتې وي؛ خو خپله اصلي مانا يې خوندي ساتلې وي . د دغه راز ټکو په ظاهري بدلون کي زياتره د �ش� توری په �ښ�، د �د� توری په �ل�، د�چ� توری په �څ�، د�ج� او�ز �توري په �ځ�، د �ب� توری په �و�، د �ن� توری په �ڼ�، د �ث� توری په �ت� يا خپلو اصلي مخرجو ته په نورو نيژدې ږغونو اوښتي وي؛ لکه :
آبدست - اودس
اشک - اوښکي/ اوښي
اطاق - هوتاک[اوتاک]
افعي - اپي
بهادر- باتور
بهشت - بهښت
پشت - پښت[نژاد]
تفنګ - توپک/ټوپک
جوان - ځوان
خداوند- خاوند
خرج/ خرچ - خرڅ
خوش- خوښ
روزه- روژه
شاد - ښاد
شادی - ښادي
شور- ښور[ږوږ، غوغا]
شهر - ښهر/[ښار]
فراخ - پراخ
فرشته - پرښته/[پريښته]
فيروزه - پېروژه
ګريبان - ګرېوان
مثل - متل
معصوم - ماشوم
ميراث - ميرات
هيچ - هيڅ
(حبيبي، سپېڅلې پښتو کو).
د اړول سوو مفغناتو په دوهمه ډله کي هغه ټکي شامل دي، چي هم يې ظاهــــــري جوله اوښتي وي؛ او هم يې په مانا کي بدلون راغلئ وي؛ مثــــــــلاً�اسي� هغه عربي کليمه ده، چي د عربي له �عاصي� ټکي څخه مفغن سوې ده. عربان دا کليمه د طـــــــاغي او ګوناکار (ګنهګار/ګنهکار) په مفهوم کاروي؛ خو پښتانه دا ټکی د بخيل، شوم، منحــــوس، مــــړاوي او پژمرده په ماناوو استعمالوي؛ او�اسېګی� يې د تصغير بڼه ده(حبيبي،سپېڅلې پښتو کو). دغه راز،�عورت� په عربي کي د انسان د وجود هغو ځايو ته وايي، چي پټــول يــې لازم وي؛ خـــــو پښتنو له دې ټکي څخه بله کليمه جوړه کړې ده، چي�اورته� نوميـــږي؛ او د ماينــې، ماندينې، ښځي، ميرمني، کوروالا، کوروداني او داسي نورو په مانا کاريږي . پښتـنو وروسته د تورو په اړولو سره له همدې ټکي څخه
�اروته� جوړه کړه . ورپسې د همدغو مورفـــالوژيکو بدلونو په لړ کي، له دې کليمې څخه بل ټکي سر پورته کړ، چي نن يې�ارتيــــنه �بولي . د عربي ژبي�نعره� په پښتو کي په�ناره�واوښته . وروسته له همدې ټکي څخه په پښتـــو کي داسي اصطلاحوي جوړي سوې، چي له عربي مانا سره يې هيڅ تړاو نه درلود؛ د مثـال په توګه د کندهار او شاوخوا سيمو پښتانه وايي : � پلانۍناره وکړه.� ياني هغه نجــــلۍ يا ښځي د مور او پلار د خوښۍ او پــــخــو ټولنيزو دودونو پر خلاف په خپله د ژوند ملګری غوره کړ. دغه رنګه په پښتو کي، هغو نظمونو ته هم�نارې�وايي، چي له ملي وزنونو سره سم، د پښــتو د ولسي نکلونو په منځ کي ويلي کيږي؛ او زموږ ولسي نکلونو ته لا نوره ښکلا او جذابيت ور بخښي(حـــبيبي،سپېڅلــې پښتو کز).

په دې ډول ګورو، چي له عربي�نعرې� څخه په پښتني چاپېر کـــــــي داسي نوي ټکــــي او اصطلاحات و زېږېدل، چي پر ظاهري جولې سربېره، د مانا له اړخه هم له خپل اصلي عربي ټکي سره، مځکه او اسمان توپير لري .

دريم : منقلب مفغنات
هغه مفغن ټکي، چي په ترتيب او اوډنه کي يې ډېر بدلون راغلئ وي. د اِبدال، تخفـيف ، تزييد، حذف او ترخيم له کبله يې اصلي بڼه بېــخي اوښتې وي؛ او پــه پښتو ژبه کي يې نوی رنګ اخيستی وي؛ لکه منــــځوی، چي د�ميان� او �منځ�له ټکو څـــخه پيــدا سوی دﺉ؛ صباح او سبا، سحر او سهار(د دې لغت دپاره
، د پښتــو اصلي ټــــکی ګهيځ دﺉ)، فاتحه او پاتا، آويزان او الــــــوېزاند، آزمـــــــايش او ازمـــــــــايښت [ازميښت، ازمـــويښت يا ازموينه،کاهش او کاهښت، خواهش او خواهښت، خارش او خــارښت] او داسي نـــور، په دې ډله کي دي (حبيبي، سپېڅلې پښتو کز).

ځينو افغان ژبپوهانو په خپلو اثارو کي د بعضـــــو اوروپــــايي ژبپـــــوهـــانو په پيـــروۍ دخيـــلو ټـــــــکو ته
اصطـــلاح کار کـړېده؛ خو لـکه څنــــګه چي له نــــــامه(borrowed words) د پورسوو يا عاريت سوو ټکو
يــــــې ښکاري دا اصطلاح منطقاً دقيقه نه ده؛ ځکه پور يا عاريـــت يوازي د هغــــــــه څه دپاره معقول او منطقي برېښي، چي بيرته ورکول يې لازمي او ضروري وي؛ په داسي حـــال کي چي په ژبو کي دخيلي کليمې، ترکيبونه او اصطلاحات تر تابعيت موندلو وروسته د اخيستونکي ژبي نه بېلېدونکې برخه ګڼله کيږي . همدا اوس په انګرېزي کي، چـــي د نړۍ له خورا علمي، بډايو او ارتو ژبو څخه ده، پر بې شمېره يوناني او لاتيني ټکو سربېره، د جرمني، فرانسوي، هالنډي، ناروېژي، اسپانوي، عربي، هندي، پاړسي او نورو ژبـــو په پېخر کليمې خوندي دي . د انګرېزي ژبي ويوونکي دا کليمې او ترکيبونه په ډېره مينه او وياړ د خــپلي ژبي د يــــوې ژوندۍ او فعالي برخي په توګه په خبرو او ليکنو کي کاروي؛ او هيڅکله د پرديتــــوب په ګونا د هغو ضايع کولو يا پيکه کولو ته زړه نه ښه کوي . د پور سوو ټــکو يا �پور ويــیونـو� اصطلاح لکه څنګه چي ځیني افغان ژبپوهان يې کاروي، له دې امله هم د تأمل وړ ده، چي د پور په اخيستو کي تل د پور اخيستونکي اراده او نيت نغښتی وي؛ حال دا چي د دغو کليمو په راتګ او رواج موندنه کي له نېزي او توپک څخه نــيولې بيا تر سيـــــاسي، اجتماعي، فکري، فرهنګي او اقتصادي اغېزو پوري ګرده ارزښتناکه ونډه لري . په بلــــه وينا، د دې کليمو په دودېدو کي تل د پور اخيستونکي د غوښتني او هوډ پر ځــــــای د زورورو او پياوړو ملتو ارادې نغښتي دي . د همدې استدلال پر بنسټ، د �پور وييونو� يا �عاريت سوو ټکو� اصطلاح، لکه څنګه چي ځينو نورو اوروپايي ژبپوهانو هم نه ده خوښه کړې، چندان خريدار نه لري .

بېلابېلو ژبو ته ورغلي کليمې، ترکيبونه او اصطلاحوي د زمانې په تېرېدو سره د نوو کليمو په بڼه، پښت پر پښت داسي نوی بچي زېږوي، چي په پای کي د اصلي يا لومړۍ ژبي ويوونکو ته کاملاً نا اشنا برېښي. پښتانه پـوهـــــېږي، چي د پاړسي�خرج/ خرچ�پښتنــي چاپېر ته په را ننوتو سره په�خــــرڅ� واوښت؛ او اوس له همدې مفغن ټکي څخه په پښتو کي دخرڅــــوونکي(پلــورونکي)،خرڅيـــلاو/ خرڅلاو، خرڅه(خرچه، مصرف يا لګښت)، خرڅــاوو يا خرڅي(خراج، لاس خلاصــــی، لګوونکی، مصرف کـوونکی)، خرڅښت، خرڅېدنګ، خرڅوَنګ، خرڅېدل، خرڅول، خرڅېده، خرڅګير(په بندرونو کي د ماليې يا محصول مامور)، خرڅون، خرڅونی، خرڅېدونکی(مال، جنس، متاع)، خرڅندويه او داسي نورو په شان راز راز ټکي او ترکيبونه جوړ سوي دي، چي هر يو يې د پښتنو په بېلابېلو سيمو کي، د خلګو په ورځنييو خبرو او محاورو کي کاريږي .

په دې توګه بايد د پښتو قاموس ليکوونکي په خپلو اثارو کي پر�پلورل�سربېره د �خـــرڅ� له مفغن ټکي څخه جوړ سوی مصدر�خرڅول� اوله هغه څخه ټولو راوتلو مشتقاتو ته ځـــــای ور کړي . دا کار نه یوازي دټولنيز ژوندانه يوه څرګنده او مُبرمه اړتيا ده؛ بلکي د پښتو ژبي د لغوي، ادبي او علمي پانګي د بډايني او بشپړتابه په لار کي، يو ارزښتناک ګام دئ .

قاموس ليکوونکي د هغو احساساتي، تنګ نظرو او متعــصبو شاعرانو، ليکوالو او حتا ژبپوهــانو په څېر نه دي، چي د ژبي د�سوچه کولو�پر لېوني خره سپاره وي؛ او د خپلي ژبي ډېري ګران بيه لغــــــوي زېرمه يوازي د پردۍ ريښې په ګونا له پامه غورځوي . لکه څنګه چـــي مخکي هم دې خبري ته اشاره وسوه، ژبه د يوه بدلېدونکي ټولنيز موجود په توګه تل د ټولني له تحولاتو او پرمختګونو څخه رنګ اخلي . د هري ژبي په وده او پرمختګ کي د خپلو ټولنيزو او طبيعي بدلونو تر څنګ ان د شاو خوا سيمو ژبي او کولتوري جريانونه هم ډېره ارزښتناکه ونډه لري؛ د مثال په ډول د سيمي له بېلابېلو ژبو سره د پښتو نيژدې اړېکـــی، په حقيقت کـــي د هغي ګډي ادبي، علمي او فرهنــــګي جغرافيې په مـــانـــا دئ، چي ټولي ژبي او فرهنـــګي جريانونه يې يوله بله اغېزمن کړي دي . پښتو د همدې فرهنګي راکړي ورکړي په بهير کي ډېر پاړسي لغتونه اخيستي دي؛ لکه درخته، سېب، سايه، سبزي، رود، درياب، بيــرون، دروازه او ډېر نور، چي اوس د زياترو پښتنو په ورځنييو خبرو، مرکو او ليکنو کي په ډېره مينــه او خوښۍ استعماليږي . افغاني پاړسي (دري) هم له پښتنو سره د خپلي نيژدې او ټينــــګي فرهـــنګي راکړي ورکړي په لړ کي، ډېري پښتو کليمې اخيستي دي، چي زموږ ډېری پاړسي ژبي وروڼه يې بې تعصب او تنګ نظرۍ په خپلو خبرو او مرکو کي کاروي؛ لکه : �پُت = پَټ�،�گدود = ګډوډ �، �جور= جوړ�،�توته = ټوټه�،�تــوته توته = ټوټه ټوټه�،�دند= ډنډ�،�جگره/ جگــله = جــــګړه�، �تکره/ تکله =تکړه� ، �انديـــوال =انډيوال�،�چتل=چټل� چمتو، هرومرو. . . او په سلګونو پښتو نومونه لکه ميرويس، زلمی، زمری، زمريالی، ننګيالی، توريالی، سپوږمۍ، ملالۍ، ګلالۍ، تورپېکۍ، خاتول(اصلاً غاټول)، رنا( اصلاً رڼا)، مينه، شغله، پلوشه ، لمبه، ولوله او داسي نور. سربېره پر پرېمانه عربي او پاړسي ټکو، له تورکي څخه هم زموږ ژبي ته ځیني کليمې راننوتي دي؛ لکه کومک، خانم، قشله، قاغوش، جرګه، ولس، خان او داسي نور يا پتنوس، سماوار، پروسه او داسي نور چي له روسي څخه پښتو او دري ته راغلي دي؛ او اوس زموږ په ژبه او ادب کي مزبوتي ريښې لري . پښتانه قاموس ليکوونکي بايد د دغه راز ټکو په راغونډولو او خوندي کولو کي، چي هره ورځ زموږ په خبرو او ليکنو کي استعماليږي، هر اړخيزي هڅي وکړي؛ ريښې او تاريخي بدلونونه يې روښانه کي .

بې شکه چي د علمي او اکاډيميــــــکي فرهنګ ليکني کار يوازي د دخيلو او مفغنو ټکو په را ټولولو، نه بشپړيږي . د دغه راز ټکو او ترکيبو ريښه پېژندنه او تاريخي بدلونونه هغه بله مهمه او اساسي مسأله ده، چي قاموس ليکوونکی يې بايد سپړلو او شنلو ته په ټینګه ځير سي؛ ځکه ډېرځله دکليمو شکلي يووالی لوستونکي ناسم لوري ته بيايي؛ او په پای کي يې تېروتني ته اړباسي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery