مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د دخيلو او مفغنو کليمو تر څنګ د پښتو د سپېڅلو ټکو د پېژندګلوۍ اړتيا


په قاموسو کي د دخيلو او مفغنو ټکو د را غونډولو تر څنګ بله مهمه او ضروري خبره د هغو د سپېڅلو او اصيلو پښتو ټکو پېژندګلوي ده. لکه څنګه چي پوهېږو ځيني دخيل ټکي او مفغنات په پښتو کي خپلي سپېڅلي کليمې هم لري . قاموس ليکوونکو ته ښايي، چي دغه راز ټکي هم د مفغنو ټکو په شرحه کي ياد کړي؛ او هم يې د بېلو قاموسي سرټکو په توګه په خپل اصلي رديف کي ثبت او تشريح کړي؛ مثلاً د�کميس �کليمې په شرحه او بيان کي بايد له يوې خوا دا اړخ روښانه سي، چي دا کليمه د عربي ژبي له � قميص � څخه مفغن سوې ده؛ او له بلي خوا بايد د دې کليمې تر څنګ د هغې سوچه او سپېڅلې پښتو کليمه ياني� خت �هم د يوه بېل قاموسي سرټکي په توګه له خپلو ټولو اړونده تشريحاتو او ځانګړتياوو سره يو ځای، لوستونکو ته ور وپېژندل سي . �سهار� يو بل مثال دئ، چي د عربي د �سحر� ټکي پښتو سوې بڼه ده؛ خو په پښتو کي يې اصيل ټکی�ګهيځ � دئ، چي قاموس ليکوونکی يې بايد له يوې خوا د�سهار� په تشريح کي يادونه وکړي؛ او له بلي خوا يې د يوه جلا قاموسي ټکي په توګه له ټولو لازمو توضيحاتو سره ثبت کړي(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي ؟� ،۶). مزدک/ نمزدک (په پاړسي کي مزکت او په کوردي/کُردي کي مزګوت) هم د پښتو اصيل ټکی دئ، چي تر اوسه پوري په مروتو کي کاريږي؛ خو د نورو سيمو پښتانه اوس د هغه پر ځای د مسجد، ماجت يا جومات ټکي استعمالوي (رشاد ۱۰۰- ۱۰۱). وګړي، هڅه/ هاند/ هلي ځلي، لګښت او داسي نور هم له دغه راز سپېڅلو پښتو ټکو څخه دي، چي قاموس ليکوونکی يې بايد نه يوازي د مستقلو ټکو په بڼه؛ بلکي د اړونده مفغنو او دخيلو ټکو (خلک/ خلګ، ولس، کوښښ/ تلاښ، خرڅ) تر څنګ هم د ژوندييو نظايرو او لازمو تشريحاتو په وړاندي کولو سره يادونه وکي. په پښتو کي د داسي ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو شمېر تر اند وتلئ دئ .

په قاموسو کي د کراس - ريفرينس په مرسته له مروجو دخيلو يا مفغنو ټکو سره د پښتو د سوچه او اصيلو ټکو يو ځای کول، نه يوازي د پښتو ژبي د لغوي زېرمي په پراخوالي او بډاينه کي لويه برخه اخلي؛ بلکي د دغه راز سپېڅلو ټکو د پيکه کېدو او هېرېدو مخه هم نيسي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery