مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
د کليمو په سم او کره وينګ کي د خج ارزښت

د نورو ژبو په شان بايد په پښتو کي هم د بېلابېلو ټکو د دقيق او کره تلفظ د وړاندي کـــــولــو دپاره په قاموسو کي د�خجstress /accent�مسألې ته ژور پام وسي؛ ځکه په پښتو ژبه کـي هم د نړۍ د ځينو نورو ژبو په شان د ځينو ټکو او عبارتو د ويلو پر مهال پر ځيـــنو څپو يـــا ځينو برخو ځانګړی ټينګاريا دروندوالي راځي، چي هغه ته د ژبپوهني په اصطلاح خــــج وايي . پــه پښتو ژبه کي دغه راز، زُور يا ټينګار د کليمو په بېلابېلو برخو کي ليدل کيږي. ځيــ ني مهال خج پر لومړۍ هجا لکه اور، کله کله د منځ پر سېلاب لکه اتلوالی، مېړنوالی، سوروالی او ځــــيني وختونه هم پر وروستي سپوڼ وي لکه پلوشه، شغله، تماشه او داسي نور. خج په بېـــلابېلو ټکو او عبارتو کي د يوې کوچنۍ نخښي په مرسته ښوول کيږي،چي زياتره د يوه کاږه کوچني خط (́ )په ډول وي؛ او د اړونده هجاوو پر سر ورکول کيږي . په خواشينۍ سره تر اوسه پـــوري د خج کارول زموږ په چاپي ليکنو کي ډېر لږ تر سترګو کیږي .

ځينو مؤلفانو په پښتو قاموسو کي په يوه يا بل ډول د بېلابېلو لغتو او ترکيبو د تلفـــــظ ښــوولو دپاره څه لاري چاري کار کړي دي؛ خو له دې امله چي د هري کليمې بېلابېل سېلابونه يې د خج په کارولو سره نه دي ښوولي؛ نو لوستونکي يې په ويلو کي له لويو تېروتنو او ګــــډوډييو سره مخامخ کيږي . دلته د کليمو د التباس او ګډوډۍ په له منځه وړلو کي د خـــج ښوولو څـــو مثالونه وړاندي کوو:

کډه (خج پر لومړۍ څپه)۱د کورسامان او اسباب.۲د کور د سامانو او شيانو لېږدونه؛ په پاړسي کي کوچ، کوچ کشی.۳مېرمن، ماينه، ماندينه، کوروالا، کورودانه، ارتينه . . .
کډه (خج يا فشار پر وروستۍ څپه)کنده، ژور ځای، ډب او داسي نور.
واړه (خج پرلومړۍ څپه)ټول،ګرده، درست؛ په پاړسي کي همه؛ په عربي کي کُــــل، تمام، قاطبه، کافه . . .
واړه (خج پروروستۍ څپه)کوچنيان، کمکيان، ماشومان، ووړ یا وړوکی مفرد.
د انسان او حيواناتو په کوګل کي د وينو پاکولو او وېشلو دستګاه؛ په پاړسـي کي دِل؛ په عربي /zŗǝ/زړه
کي قلب. زړونه جمع.
پخــوانۍ، تېره، مخکنۍ، د اوسنۍ پر خلاف؛ پــه پاړسي کي ګذشته؛ /zaŗá/ زړه (خج پر وروستي سېلاب)
په عربي سابقه . زړې جمع.
کوټه (په څرګند يا معروف واو، خج پر لومړۍ څپه)۱خره، دلۍ، لويه ذخيره، ستره زېرمـــــــه، انبار/ امبار، ډېران، د راغونډو سوو شيانو نا اوډل سوې مجموعه .۲ډېر، زيات، لويه اندازه. کوټي جمع.۳د جنوبي پښتونخوا د مشهور ښار نوم، چي پخوانۍ تاريخي نوم يې شال يا شالکوټ دئ؛ او اوس يې په اوردو او انګرېزي کي کويټه بولي.
کوټه (په اوږد يا مجهول واو، خج پر وروستۍ څپه)خونه، هوتاک/اوتاک، په تورکي کي اطاق/ اتاق؛ په پاړسي کي خانه ..
کوټه (په اوږده يا مجهول واو، خج پر وروستۍ څپه)ناچله، کلْپ، له چـــــلنده لوېدلئ، بــــــې ارزښته، بې باوره، ګډسوی، ناخالص؛ په هندي او اوردو کي کهوټا.
کوټه (په څرګنديا معروف واو، خج پر وروستۍ څپه)د غټو سپو يوځانګړی ډول، چي زياتره يې د جنګولو يا کور، رمو او کلاوو دساتني دپاره روزي؛ په عربي کي عقور. د افغانستــــان د عـــلومو اکاډيمۍ په پښتو -پښتو تشريحي قاموس کي يې د سپي په مانا د کوټه (kutá)کلـــــيمه پــه اوږده يا مجهول واو(kotá)کښلې ده(و.ګ. امرخېل او نور، ۴ټ، ۲۶۰۵.)په داسي حال کي چـي د پښتو په لوېديځه لهجه کي يې په معروف يا څرګند واو تلفظوي . ښايي د پښتو په نورو لهجو کي په مجهول يا اوږده واو هم د دې تلفظ مثالونه او بولګې په لاس کــي وي، چي ما ته يې تر دې دمه څرک نه دئ لګېدلئ؛ خو سره له دې هم بايد ، د پښتو د لوېديځي لهجې تلفظ هيڅکله په قــاموس کي له قلمه نه وای لوېدلئ.

که په پښتو کي د واقعاً معياري ليکدود را منځ ته کولو له پاره هڅي او کوښښونه کوو، بيا نو تر هر څه مخکي بايد د ژبي په عامو يا هراړخيزو قاموسو کي د بېلابېلو سيمو د اوسېدونکو پښتنو تلفظونه په دقيقه توګه ثبـت کړو، چي وروسته بيا د علمي څېړنو په رڼا کي، د معياري تلفظ او معياري ليکدود له پاره استعمال سي.
(خج پرلومړۍ هجا)کړکه،کوړکه،کړوکه، هغه چرګه چي له هګييو اچولو لوېدلې وي ./kwáta/کوټه

په پښتو کي د داسي کليمو شمېر په پېخر دئ، چي ماناوي يې د بېلابېلو ترکيبي برخـو د تلفظ د بېلوالي پر بنسټ، ډېر توپير مومي. د کليمو د سم او کره تلفظ په وسيله د هغو په ماناوو او مفاهيمو کي د ګډوډييو او التباسو د مخنيوي دپاره، په قاموسو او حـــتا نورو ليکنو کي د يوې کوچنۍ نخښي(خج)کاروَل ډېر ضرروي او مُهم کار دئ، که نه نو نه يوازي عام خلګ، بلکي لوستي خلګ به هم د دغه راز ټکو په تلفظ کي له ډول ډول پېچومو سره مخامخ وي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery