مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کليمو پر مانا د تورو او ليکدود اغېزه


قاموس ليکوونکی بايد د ځينو ټکو کره املايي بڼه د توضيحاتو په وړاندي کـــولو سره روښـــانه کړي؛ مثلاً �ختيځ�او�لوېديځ�هغه دوې کليمې دي، چي نن ســبا په پښتو خپرونو کــــــي د عربي ژبي د شرق او غرب پر ځای کاريږي . زياتره پښتانه دا دوه ټکي د�ختــــيز�او�لوېديز�په بڼو هم وايي او ليکي؛خوپه دغه راز ګړدود اوليکدود سره يې ايتمولوژيک او مورفالوژيک جوړښت لوی زيان رسيږي؛ ځکه د دې دوو ټــکو ترکــيبي جـــوړښت اصلاً په دې ډول دئ :
د ځای په مانا دئ، (suffix) �خت�د�ختل� له مصدر څخه د لمرخـــتو په مـــانا او د�ځ�وروســـتاړی يا شاوندی چي د پښتو په ډېرو ترکيبي ټکو کـارسوی دئ .�لـــوېــد�د �لـــوېدل� لـه مصدر څخه د لمرلوېـدو په مانا او د�ځ� ظرفي وروستاړی د مخکني مثال په شان د ځـــای په مانـــا دئ، چي په ډېـــــرو ترکيـــبي ټکو کي په مخففه يا اختصاري بڼه کاريږي . په دې توګه بايد په دغه راز کليمو کي د�ز� او�ځ�تر منځ توپير ته پوره پام وسي . ځيني وختونه د دې تورو په ګډوډولو سره د بېلابېـــلو ټکو په ماناوو کي لويه ګډوډي او التباس پېښيږي؛ لکـه : �ځه!� او �مځه!�کليمې، چي په واقعيت کي امــريه صيغې دي یا�ځه ځه!�، چي د نفي او انکار پر مهال ويـــل کيږي يا د �ځوَر� ټکی، چي د� ځورول�له مصدر څخه د ربړولو،کړولو، ازارولو،تنګولو او داسي نورو په مانا خورا ډېـر استعماليږي . اوس نو که چيري ياد سوي ټکي د�ځ�پر ځای په�ز�سره وکښل سي،نو به د�ځــه�پر ځای�زه�،د�مځه�پر ځای�مزه�،د�ځه ځه�پر ځای�زه زه� او د� ځوَر� پرځـــای �زور� لاس ته راسي، چي هر يو يې د مانا په لحاظ له هغو ټکو څخه کاملاً بېل دئ، چي په �ځ� بايد وليـکل سي. د داسي التباسو شمېر لږ نه دئ . په خواشينۍ سره د پښتو په ځينو لهجو کي د دې ستونزي تر څنګ، د�س� او �څ�د اوازونو تر منځ هم توپير نه کیږي . ګران لوستونکي د سر په سترګو ګوري، چي که �کوڅــــه�،�څه�،�څانګه�،�څـــوک� او داسي نور ټکي په �س� سره و ويل يا وکښل سي، له هغو څخه�کوسه�،�سه�،�سانګه�او�سوک�جوړيږي، چي کاملاً بېلي او جلا کليمې دي؛ او په استعمالولو سره يې زموږ په خبرو او ليکـــنو کي د مانوي التباس لويه ستونزه را ولاړيږي . تاسي وګورئ د دغو ټکو تر منځ د تلــفظ ګــــډوډي او التباس، د استعمال سوو کليمو په مانا او مفهوم کي څونه لوی ربړونه او کـړاونه را منځ ته کوي : � ښادي �په�ښ�سره خوښۍ او خوشالۍ ته وايي؛ �شــادي�په�ش� ســـره بيـــزو(په پاړسي کي ميمون) ته وايي؛ او �خادې�(د خـاده جمع)کامــلاً بېل ټکی دئ يا
�شندل� په �ش� سره پاشل ( په پاړسي کي پراګندن) ته وايـــي؛ �ښنـــدل�په�ښ�سره بخښل (په پاړسي کي
بخشيدن) ته وايي؛ او �خندل� موسکا يا خنــدا کولو (په پاړسي کي خنديدن) ته وايي (حبيبي،�لمنليکونه،�د دارميستتر پښتو څېړني،۴).

بېله شکه که د پښتو ژبي هر ټکی، عبارت، ترکيب او اصطلاح له ګردو لهجه يې وريانټــو سره په جلا جلا ډول قاموسو ته لاره پيدا کړي، دا کار به د پښتو قاموسو لمن دونه لويـــــه او ارتــه کړي، چي له اقتصادي پلوه به د قاموسو چاپول او رانيول د عامو خلګو تر توان او وس ډېر وتلئ وي .که څه هم د قاموس ليکني په اوسني پرمختللي پېر کي دې هدف ته رسېدل زياتره د ژبو د لهجه يې قاموسو د تدوين او تأليف له لاري کيږي؛ خو سره له دې هم بايد د پښتو ژبــي په مفصل او تشريحي قاموس کي د کليمو د بېلابېلو تلفظو لنډه يادونه له پامه ونه غورځول سي؛ او د هــر ټکي جلاجلا وريانټونه په قاموسو کي د کراس ريفرينس له لاري تر ټولو کره يا معياري تلفظ تـه ارجاع سي؛ د مثال په ډول :
زبه: و.ګ.: ژبه
جبه: و.ګ.: ژبه
او داسي نور.

ژبه د ټولنيز موجود په توګه تل له طبيعي(اقليمي او جوي بدلونو، مهاجــرتو) او غيرطبيــــعـي ( سياسي، اجتماعي، فرهنګي، فکري، اقتصادي او داسي نورو) عواملو سره ګام په ګام څېــره اړوي . دا بدلونونه د کليمو د مانوي (معنوي)پولو پر اوښتو- را اوښتو سربېره، د هغو په وينګ، ليکدود او نورو ځانګړتياوو کي هم د کتني وړ تحولات او تغييرات را منځ ته کـــوي . لـــه همدې کبله د نړۍ په زياترو ژبو کي د بېلابېلو ګړدودو(لهجو)شاهدان يو. په ژبه کي را پيدا سوي لهجې بيا هم د زمانې په تېرېدو سره د ډول ډول طبيعي او غيرطبيعي عواملو پر بنسټ يا د نـــورو پياوړو ژبو او فرهنګي جريانونو د اغېزو په سبب د نابودۍ او زوال خواته ګـام ږدي يا د خپل جغرافيايي جلاوالي او کلتوري پياوړتيا په مرسته ديوې نسبتــاً بېلي ژبي په بڼه خپل موجودیت ته دوام ور کوي . د لهجه يي کمزورۍ او خورورتيا پر خلاف، د يوې ژبي د بېلابېلو لهجو تر منځ نيژدې والی او ټينګ اړېکی، په پـای کي د يوې معياري ژبي له لاري د بېلابېلو لهجو د ډېرو ښېګڼو د ادغام او اشتراک امکانات برابروي . البته له بېلابېلو لهجو څخه د يوې واحدي معياري ژبي جوړېدل، ډېر اوږد او تدريجي بهير دئ، چي پرله پسې هڅو او نه ستړي کېدونکو کوښښونو ته اړتيا لري .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery