مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د بېلابېلو ټکو په ريښو، شکلي او مانوي جوړښت کي د بدلونو روښانه کول


لکه څنګه چي په تېرو بحثو کي هم يادونه وسوه، دژبي د ودي او پرمختګ په بېلابېلو پړاوو کي دلغـتو، ترکيـبو او اصطلاحـاتو په جوړښت کي راز راز شکلي او مانوي بدلونونه پېښيږي . ځیني کليمې د ابـــدال ، تقليب او اختصار له کبله خپله ظاهري جوله اړوي؛ لکه پښه، ښپه او خپه؛ ژبه، زبه او جبه؛ عـــورته، اورته، اروته او ارتينه؛ ژلۍ/ ږلۍ، زلۍ او ګلۍ؛ ژوند، زوند او جوند؛ چه او چي، معنی، معنا او مانا؛ خوشحال او خوشال؛ معلوم او مالوم او داسي نور، چي په ځینو کليمو او عبارتو کي درانه توري د ګرانۍ په سبب يا په بشپړه توګه له تلفظ څخه لوېدلي دي يا په نيژدې مخرجونو اوښتي دي؛ لکه اوسرۍ (اوسرۍ خور= جمادی الآخر) چي په حقيقت کي د�ت� توري په لوېدو سره د�اوسترۍ�لنډه بڼه ده. ګرسره (چي د�ګردسره� لنډه بڼه ده؛ او �د�توری يې په وينګ کي د سختۍ او دروندوالي له امله غورځول سوی دئ) یا� درنه/ درانه� چي د وروستي�د� په حذفولو سره د�درنده/ درانده� لنډ شکلونه دي . ځیني ټکي د دوو بېلو ټکو له يو ځای کېدو څخه جوړ سوي دي؛ لکه� ښاغلی�، چي د �ښه� او�آغلی� له يو ځای کېدو څخه تر لاسه سوی دئ . د �ښه� وروستی زورکی، چي په پښتو کي عموماً د�ه� په بڼه کښل کيږي، په وينګ کي د دروندوالي او ګرانۍ په وجه له تلفظ څخه لوېدلئ دئ يا�مازيګر� چي په اصل کي د�نماز� او �ديګر� له دوو بېلو کلیمو څخه ترکيب سوی دئ، په پښتو کي لومړی د�مازديګر� او بيا د�د� توري په غورځېدو سره د �مازيګر/ ماځيګر� په ډول اختصار سوی دئ . د�ماپښين� ترکيبي ټکي هم همداسي پړاونه وهلي دي . دا ترکيب لومړی د پاړسي د دوو بېلو ټکو �نماز� او �پيشين� له امتزاج څخه جوړ سوی دئ . په پيل کي په�مازپښین/مازپخين /ماسپخين� اوښتی دئ؛ او دا دئ اوس ګورو، چي په تلفظ کي يې د�ز�د توري تر لوېدو وروسته، د� ماپښين/مازپخين/ ماسپخين�بڼه اخيستې ده. �هديره� يو بل مثال دئ، چي په حقيقت کي د�هډ� او �دېره�له دوو جلا ټکو څخه جوړه سوې ده. د زمانې په تېرېدو سره يې د �ډ� توری په تلفظ کي د دروندوالي او سختۍ له امله حذف سوی دئ ؛ او اوس ګورو چي د�هديره� او �اديره�په شکل پاته ده. خداخه(خدای خبر دئ)، خـــداښکه(خدای ښه پوهيږي که)، نـــېخه (نه يم خبر) او داسي نور ټول په دې ډله کي دي . د کندهار�ماله جات�هم په اصل کي له �مــحل� او �نجـــــات� څـــخه جوړ سوی دئ، چي ځیني ثقيل توري يې په وينګ کي لوېدلي او د ځینو نورو ږغونه يې خپلو نيژدې مـــخرجو ته اوښتي دي .

مثالـــــونـــــه او بولګې تر خورا ډېــــــر(shortening)او ترخــــــیم(blending) په نورو ژبو کــي هم د امتزاج
سترګو کيږي؛ مثلاً په پاړسي کي د�شهپر� ترکيبي ټکی په واقعيت کي د �شاه� او �پر� له يوځای والي څخه جوړ سوی دئ، چــــي اوس د� الف �په لوېدو سره پــــه اوسنۍ بڼه (شهــــــپر) اوښتی دئ . شهـــبال (شاه + بال)،
سرفراز (سر + ا فراز)، مچــم(من، چه، ميدانم)، خـــدام (خدا، میداند)او داســــي نور يــــا په انګـــــرېزي کـــي د (د يــــونان د ښاري دولــتو عام وګـــړي)�demos� ټکی، چي په حقيـــقت کـــي د(democracy) ډيمــــوکراسۍ
له اليشـــي سوي�demokratia�(حکومت، واکمني)له دوو يوناني ټـــکـو څخه جــوړ سوی؛ او د�kratos� او
بڼي څــخه نن په انګرېزي ژبه کــــي د ډيموکراسۍ په بڼه اوښتی دئ . سايکالوجي/ سايکالوژي، ټيلفون، ټيليګرام، ټيليګراف، ټيليسکوپ، مايکروسکوپ او په سلګونو نوري کلیمې ، چي په واقعيت کي له دوو بېلو کليمو څخه ترکيب سوي دي؛ او اوس د شکلي بدلونو له امله د يوې کليمې په بڼه ښکاري، هم ګرده په دې ډله کي راځي .

مرسته، کالي، دهګان، دهـــــقان، دېګان، بړېڅ، شاهد، صنم او په سلګونو نور، لکه څنګه چي مخکي هم لنډه يادونه وسوه، د هغو ټکو له ډلي څخه دي، چي د بېلابېلو عواملو پر بنسټ، له مانوي اړخه اوښتي دي .
د قاموسو مؤلفان بايد د دغه راز ټکو د راغـــونډولو او ليکلو پر مهــــال د هـــغو د امتزاج، ترخيم او نحت څرنګوالی په روښانه ټکو وښيي . د بېلابېلو ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو په جوړښت کي داسي بدلون د هغو د ريښو، مورفالوژۍ او مانا په پېژندنه کــي ارزښتناکه مرسته کوي، چي قاموس ليکوونکی بايد ټينګه ورته ځير وي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery