مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د مکررو يا تأکيدي ټکو را غونډول


په پښتو، پاړسي او ځينو نورو ژبو کي داسي ترکيبونه ډېر دي، چي په يوه کار کي د ټينګار يا تأکيد دپاره په مضاعف يا دوه ځلي بڼه کاريږي؛ لکه: ژر ژر، چټک چټک، کرار کرار، ورو ورو، لږ لږ يا په پاړسي کي زود زود، تېز تېز، کـم کـم، آهسته آهسته او داسي نور، چي ټول په يـوه جومله کي د استعمال سوي فعل څرنګوالی بيانوي . په ځينو نورو ترکيــبو کـي د مخکنــــي حالت پر خلاف، دوې بېلي کليمې سره يو ځای کيږي؛ خو بيا هم د پخواني حالت په څــېر په جومله کي د ټینګار مفهوم افاده کوي؛ دمثال په توګه : خبري اتـــري، نــارې سورې، اوتي بوتي، سپکي سپوري، کنډوکپر او داسي نور په پښتو کي يا تـــاخت و تــــاز، ساخت و بافت، تيــــر و تار،
درهم و برهـم، سوز و گـــداز او داســــي نــور په پــــاړسي کــــي يا قــلع و قـمع او داسـي نـــور پـــه عربـي کـــــي يـــا
او داســــي نـــــور پــــــــه انګـــرېـــــــزي کــــي. �all & all�,�leaps & bounds �,�bread & butter�

د داسي تأکيدي ټکو مثـــالونه نه يوازي په ورځنيیو محــــاورو؛ بلکي زموږ د ژبي په ادبي اثارو کي هم ډېر زيات دي . قاموس ليکوونکي بايد د ژبي له لغــوي زېرمي څخه د دغه راز ترکيبو د را غونډولو، تشريح کولو او ادبي نظايرو د وړاندي کولو په کار کي، تر وسه وسه زيار و باسي .

په قاموسو کي د ځينو ناسمو ټکو د کاروَني مثالونه او کره کول


قاموس لیکوونکي بايد د هغو کليمو، ترکيبو او اصطلاحاتو دقيق مثالونه وښيي، چي د ځينو ژورناليستانو ، ليکوالو او شاعرانو له خوا په ناسمه بڼه کاريږي؛ د مثال په توګه لوړه/ په اوږد يا مجهول واو/(قسم، سوګند ) د پښتو يوه زړه کليمه ده، چي حـــــتا ځينـــي مطبـــــوعاتيان او ژورناليستان يې هم په تېروتني سره د لوړه/ په معروف يا لنډ واو/ (پــــورته، پاس، د کــښته خلاف)په بڼه وايي يا بڼه(څېره، جوله، رنګ، ګونه، رخسار)چـــي ځيني يې له بڼه (بڼــــکه، د مرغانو بڼکه؛ په پاړسي کي پَر)څخه هيڅ توپير نه کــــوي . سربېره پردې ځيني کليمـې او ترکيبونه د مانا له پلوه په ناسمه بڼه کاريږي؛ مثلاً ويل کیږي : �ترينګلي حالات�،�لوړ پـــوړي/ جګپوړي چارواکي�،�لامل�او لاملان (جمع)او داسي نور، چي ټول په سمه بڼه او سمه مانا نه کاريږي . زموږ پوه او باخبره لوستونکي پوهېږي، چي�ترينګلی�په پښتو کـــي د تريـــو تنــدي، عبوس، کنجوس، بد مزاجه، بد خويه، مرچکي، خوشــــــکتي، بخيل، خړوس، چړوس، سخت، په ماناوو راغلئ دئ (و.ګ. : امرخېل او نور ،۱:۶۷۶)؛ خو نن ګورو چــــي دا ټکی په ميډيا کي د سياسي او امنيتي حالاتو د صفت په تـــــوګه د ناوړه، خړپړ، بې ثباته، نا ارامه، خطرناک، ويجاړ، خراب او داسي نورو په مــــانـــا استعماليږي . د�پوړ� ټکی هم په پښتو کـــــي اصلاً د منزل، طبقې، چت او داسي نورو په مانا کاريږي؛ مثلاً خلګ وايي:�هغه ودانۍ پينځــه پوړه ده�يا�هغه ودانۍ/ عمارت پينځه منزله يا پينځه پوړه لري�يا ويل کيږي: �پلانی دفتــــر په پلاني پوړ کي دئ�او داسي نور؛ خو نن وينو چي په ټوله ميډيا کي د�پوړ� ټکی بې دلـــيله د رتبې، درجې، مقام، چوکۍ، واک او داسي نورو په ماناوو کاريږي؛ د مثال په توګه ويل کيږي : �د پلاني هــيواد يا پـلاني وزارت لوړ پـوړي
څخه اخيستل سوی دئ .�high-level� یا �high-ranking� چــارواکي . . .� دا ترکيب اصلاً د انګرېزي ژبي له
ايرانيانو د ټکي په ټکي ترجمې له مخي په �بلندپايه�و ژباړه؛ زموږ پاړسي ژبو ليکوالو هم په پټـــو سترګو د�بلندپايه/ بلنـدرتبه � په ډول واخيست؛ حال دا چي په دري کي له پخوا څخه د همـــــدې مفهـــوم له پاره د�ذيصـــلاح�، �باصلاحيت� او داسي نورو ټکي کارېده، چي زموږ خلګو ته تر�بلندپايه�يا�بلندرتبه� ډېر اشنا، لنډ او اسانه دي . په ډېري خواشينۍ سره پښتنو ژباړونکو هم د ايرانيـــــانو د همـــاغه تحــت اللفظي ژباړي پر بنسټ د�لوړ پوړي/ جګپوړي� ترکيب په ناسمه او بې مفهــــومه بڼه رواج کـړ. دې ښاغلو دا سوچ ونه کړ، چي چارواکي څنګه �پوړ�لرلای سي؟ زموږ خلګ خو په خپـــلو خبرو او مرکو کي�پوړ�ټکی يوازي د ودانۍ يا تعمير دپاره کــــاروي . څـــــونه به ساده، اسانــه، لنډ او ماناداره وای،که د�لوړ پوړي/جګپوړي�پر ځـــــــای يوازي لوړ، لوی، واکمن او داسي نور ټکـــي استعمال سي؛ مثلاً د لوړ پوړي يا جګپوړي چارواکي پر ځای لوی چارواکي، لـــوړ چــــارواکي، واکمن چارواکي او داسي نور ټکي کار سي، چي نه د پردو د لغوړني او بې خونده ترجمــــې اغېزه پکښي ګورو؛ او نه هم ساده خبره په بې ځايه تکلف او پېچلتيا سره بې مقصده اوږده سوې ده. په دې خبره هم ټول پوهېږو، چي د نوو ماناوو او مفهومونو له پاره کله کله د ژبي پخوانيیو ټکو، عبارتو، ترکيبواو تعبيرو استعمال جايز او معقول کار دئ؛ لکه د پوهنتون، زېږنتون، درملتون او داســـــي نور ترکيبي ټکي، چي د انګرېزي ژبي د يونيورسيټي، مټرنيټي هوم، فارمسي له پاره غوره سوه؛ او خلـــګو په خوشالۍ سره ومنل؛ خو د نوو ماناوو له پاره د هغو کليمو منل او رواجول ډېر ګران دي، چي له يوې خوا په ژبه کي نـــوري ژوندۍ کليمې ولري؛ او له بلي خوا يې خلګ شپه او ورځ په خپله اصلي يا پخوانۍ مانا کاروي . د ځينو ټکو نوي ماناوي، د ښکلا، سادګۍ، اسانۍ، او معقوليت له اړخه هم د خلګو ذهنونه نسي قانع کولای . حقيقــت دا دئ، چي په پښتو او دري کي دا چپه او راسته غوبلونه ټول د هغه بې مـــانا او غير علمي خوځښت نتيجـــه ده، چي د ايرانيانو په نوښت د ژبي د �سوچه کولو�په نامه پيــل سوی دئ؛ او زموږ په هيـــواد کي يې ځيني پردي پال، په پټو سترګو پيروي کوي .

د�لامل� ترکيب هم له دې ډلي څخه يو دئ، چي په دې ورځو کي خورا بې ځايه او بې درېغه کاريږي . ځيني ليکوال، شاعران او ژورناليستان د�لامل�ظاهري جولې ته په کتو سره داسي انګـــېري، چي ګوندي دا ټکی د پښتو ژبي سوچه او سپېڅلئ ټکی دئ؛ ځکه په هغه کي ظاهراً د عربي يا بلي پردۍ ژبي هيڅ نښه نښانه نه ليدله کيږي؛ په داسي حال کي چـــي دا ترکيب په حقيقت کي د�له� او �عمل�د يو ځای کېدو څخه جوړ سوی دئ . په کښته پښتنو کي تر اوسه دا ترکيب د�له عمل/ له عمله� په بڼه کاريږي . د اروښاد دوست محمـــــد خان کامل مومند(۱۹۱۵ - ۱۹۸۱م) د تاريخ مرصع په سريزه، تعليقاتو او حاشيو کي، چي دا اوس زما مخ ته پروت دئ، دا ترکيب په همدې اصلي عربي بڼه خورا ډېر استعمال سوی دئ (و.ګ. د دوست محمد خان کامل مومند په قلم د افضل خان خټک د تاريخ مرصع سريزه، لمنليکونه او يادښتونه). د دې خوا پښتنو دا ترکيــــب په مفغـــنه بڼه (له امله/ لامله) دود کړ؛او د�له کبله �،�له سببه�،�له وجي�،�له علته�او داسي نورو په مانا يې استعمالوي؛ اما په دې وروستيیو کلونو کي ګورو، چي ځينو په اصطلاح �نوښتګرو ژبپوهانو� همـــدا ترکيب د ترخيم د د معمولو اصولو پرخلاف د�لامل�په بڼه را وړاندي کړ؛ او هر ځای يې د عربي عامل، علت، سبب، وجي او داسي نورو پرځای يې کاروي؛ مګر څوک د دې �نوښتګرييو�په منطق او تعقل چندان نه پوهېږي؛ ځکه لومړی خو د سوو کلونو مروجي او اشنا کليمې پرځای د نامأنوسي او نابابه ټکي درول هیڅ علمي جواز نه لري . دوهم دا چي د دې ټکي په مفغنه بڼه کي داسي لاسوهنه په هيڅ ډول د منلو وړ نه ده. په دې مانا چي�لامل�په اصل کي يو ټکی نه؛ بلکي له دوو برخو يا دوو ريښو ( له + عمل ) څخه مرکب دئ . د�له�اضافه توری يا ادات د پښتو په خــــورا ډېرو ترکيبو کي کاريږي؛ لکه :
له کوره، له ښاره، له کندهاره، له لوري، له پـــلوه، له مـــــېزه، له سترخانه، له خــــــوړو او داسي نــور. په پاړسي ادات کاريږي . په پښتو ګـرامر کي د د، و، له، تر، من، �from� کي ددې مقصـد دپاره�از� او په انګرېزي کي د ځني، څـخه او داســــي نورو په څېر ادات يا ناخپلواک توري له بل خپلواک ټکي سره د هغه د همېشنۍ برخي په توګه نسو کارولای؛ مثلاً�ترکوره�،�د/له ښاره�،�د/له هغو څخه� او داسي نور هيڅــــکله د يــــوې واحدي کليمې بڼه نسو ويلای .� لامل �هم بايد د لامله/ له امله ( له + امل ) په ډول استعمال سي؛ ځکه له خپلواکو کليمو سره د اداتو نه همېشنی او بېلېدونکی تړښت، په خبرو او ليکـنو کي لـــويي ستونـــــزي پېښوي ( په دې برخه کي د نور مالومات دپاره و.ګ. حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۴ او الفت ۶۶ � ۶۷).

که چيري�لامل�د يوې واحدي کليمـې په توګه د مـــنلو وړ وي، بيا نو �لکـبل�،�لخـــاطـــر�،�لپلو� او داسي
نور هم بايد د دې ناوړه قاعدې پر اساس ناسم و نه ګڼل سي؛ مثلاً داسي جومله بايد ناسمه و نه بلله سي، که ووايو: �د پلاني کار يا پلانۍ پېښي لکبل څه ؤ؟� حال دا چي پښتانه په خپلو خبرو او مرکو کي د دغه راز کړکېچنو او بې خونده ترکيبو پر ځای وایي: �پلانی کار ولي وسو؟�،�د دې کار علت يا سبب څه دئ؟�،� د پلاني کار يا پلانـــۍ پېښي وجه څه ده؟�یا تر ټولو لنډه او غوره بڼه : �پلانی کار یا پلانۍ پېښه ولي وسوه؟�او داسي نور. � په حقله/ په هکله � هم د� له عمله/ له امله �په شان يــــو بل ترکـــيب دئ، چي د کښتـه پښتنو له لاري اوس زموږ په اسانه او بې وله پښتو کي هم ډېر کاريږي؛ خو� په +حقــــله/ په+ هکله �بايد تــل د داســي ترکيب په بڼه وپېژندل سي، چي دوې بــــرخي لــــري . په دې خبره مي هيڅ سر نه خلاصيږي، چي په پښتو کي د نوو لغتو او ترکيبونو په اصطلاح �مبتکر� جوړونکي ولي د خپل ولس پخه، اسانه، او ښکلې ژبه پرېږدي؛ او په لوی لاس له ځانه داسي ټـــکي او ترکيبونه را باسي، چي د هري ورځي په تېرېدو سره زموږ روانه او خوږه ژبه لا مروړي او ګـرانوي؟! پـــــه خواشينۍ سره په پښتو کي اوس د دغه راز ناوړه بدعتونو شمېر تر حساب تېر دئ .

له دې خبري هيڅوک نټه نه کوي، چي په ټولنه او طبيعت کي له بدلــونو او پرمختګو سره ګام په ګام د نوو ټکو، ترکــيبو او عبارتو جوړول، نه يوازي زمــــوږ د ژبي؛ بلکي هري ژبي ښکاره او انکار نه منوونکې اړتيا ده. د دې څرګند واقعيت له پوهېدو سره سره، د مأنوسو او اشنا ټکو پر ځای د حق او نا حق نوو ټکو وضعه کول، هيڅ ګټه او منطق نه لري . د علمي او عصري قاموسو ليکوونکي بايد د�سوچه کولو�تر نامه لاندي د ژبي د تباهۍ او وژني دغه راز عملونه په روښانه ټکو سره بيان کړي، چي لوستونکي يې په ټولو اړخونو او ځانګړتياوو پوه سي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery