مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د مشهورو تېروتنو د سمو بڼو وړاندي کول


کله کله ځیني ټکي او ترکيبونه په يوه ژبه کي په ناسمه بڼه باب سوي وي، چي مــــــوږ يې په عـــام ډول مشهوره تېروتنه يا مشهوره غلطي بولو. قاموس ليکوونکی بايد د يوه باصلاحيتـه ژبپوه او لغتپوه په څېــــر د دغه راز ټکو، عبارتو او ترکيبو د را غونډولو تر څنګ د هغو سم او کره شکلونه هم لوستونکو ته وړاندي کړي؛ مثلاً په پښتو کي � صورت نيول�، � تصميم نيول �، � تر معالجې لانــدي نيول �، � تر مطالعې لاندي نيول �، � پرلاره اچول�، �محکمه کول�، �څو کړۍ ماينونه�، �څو بابه ښوونځي�او په لسګونو نور هغه ترکيبونه دي، چي له نورو ژبو څخه د هو به هو ترجمې له لاري پښتـــو ته راغلي دي؛ او زموږ د خوږې او اسانه ژبي له ګرامري او مانوي جـــوړښت سره هيڅ اړخ نه لګوي .

ځيني وختونه په ټولنه کي د دوو نيژدې او يو رنګ ټکو يا په بېلابېلو سيمو کي د یوه ټکي د راز راز وريانټونو ترمنځ په ويلو او کښلو کي ډول ډول تېروتني کیږي . دا هم په واقعـــــيت کــــــــي ديوه پــــوه او مـــــــجرب قاموس ليکوونکي اصالت او رسالت دئ، چي دغه ډول تېروتنو او ګډوډييو ته دخلـــګو پام واړوي؛ مثلاً په پښتو کي لوېديځ او لوېديز، ختيځ او ختيز، کوڅه او کوسه، روزګان او ارزګان، ارغسان او ارغستان، ساپی او صافی او په سلګونو نور يا په پاړسي کي تصـــادم او تصـــادف، تيليگرام او تيليگراف، گزاردن (په ز) او گذاردن (په
ذ) او داسي نور، چــــي خلګ يــــې زياتره په تېروتني سره يو د بل پر ځای کاروي . پـــه انګرېزي کي هـــــم داسي canvass (کرباس، کـــــتان، هغه ټوټه چي انځـــــورونه پرکښل کــيږي) اوcanvas: مثــــــالونه لږ نه دي؛ لکه
(زوکــړی،ذاتي، born (د چا د رايـــي يـــا ملاتړ غوښتنه، د رايي ورکوونکو د نظرياتو پوښتنه او داسي نور)يا
په حقيقـت کــــي د (borne) (زغملئ، منلئ، لېږلئ، لرلئ او داسي نور). دوهمـــــه کليمه borneمور زاده) او
د صفت په بـــــڼه (born)د فعل دريم حالت يا وصـــفي وجه ده؛ په داسي حال کي چي لـــومړۍ کليمه �bear�
کاريږي .

په هره ژبه کي داسي ټکي او ترکيبونه خورا ډېر دي، چي زياتره عام او لږ لوستي خلــګ يې په شکلي او مانوي بېلوالي کي له تېروتنو سره مخامخ کيږي . قاموس ليکوونکی بايــد داسي ګډوډۍ او التباسونه په روښانه ټکو سره تشريح او بيان کړي، تر څو په دې توګه په ژبه کي د خپلسرۍ او ابتذال مخه ونيول سي .

نيولوجيزم او قاموس ليکنه


بشري تمدن تل د پرمختګ او بدلون په حال کي دئ . هره ورځ د ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو ډګرو کي نوي نوي اختراعات او کشفيات کيږي . دا نوي علمي او تخنيکي پرمختګونه له ځـانه سره د نوو لغتونو، تعبيرونو، ترکــيبونو او مصطلاحاتو اړتيا را منځ ته کوي .

يا د نوو ټکو جوړوَنه د هري ژبي د لغـوي زېرمـي مهـمه، ضـروري او پراخېدونکې(neologism) نيولوجيزم
برخه ده، چي د بشري اړېکو نيژدېوالي او چټـــکو ساينسي پرمختګونو يې د بل هر وخت په پرتــــــله، اړتيا زياته کــــړې ده. هغــه قاموسونه، چي د بشري ټولني له سياسي، اجتماعي، فرهنګي، علمي او اقتصــادي بدلونو سره ګام په ګام پرمخــــتګ و نه کي؛ او د نـــوو پرمختګو او نوو حالاتو پـه رڼا کـي بشپړ نسي، په هيڅ وجه نسي کولای د خلـګو علمــــي او ادبي ستونزي ليري کړي . زاړه قاموسونه لکه څنګه چي مخکي هم يادونه وسوه، په چټــکۍ سره د کتابخانو په المارييو کي بندي کيږي؛ او د اړونده څانګو له څو محدودو څېړونکو پرته يـې نور څوک پوښتنه هم نه کوي . دا ځکه چي عام خلګ زياتره د هغو نــوو ټــکو په مانـاوو پسي ګرځي، چي د نوو بدلونوو په اثر، د ټولنيز ژوندانه په بېــلابېلو برخو کي ور سره مخامخ کيږي . له دې کبله بايد قـــاموس ليکوونکي ترخپل ټول واک او ځواک پوري پوره کوښښ وکي، چـــي په خپلو لغـــوي زېرمـــو کي د نوو کليــمو، ترکـــيبو او اصطلاحاتو را غونډولو او شنني ته هم کلکه توجه وکړي . د همدې مقصد له پاره په پرمختــــللو هيوادو کي زياتره هرکال د ژبنيیو قاموسو نوي ايډېشنونه چاپيږي . په دې توګـه، په نوو قاموسو کي د علومو په ټولو برخو کي نوي جـوړ سوي ټــــکي له علمــي معيارونو سره سم د خلـــګو استفادې ته وړاندي کيږي . په دغه راز هيوادو کي د نوو کليمو، ترکيبو او اصطلاحاتو د جـــوړولو له لاري د قاموسو بډاينه او بشپړوَنه، همېشنی او پرله پسې کـار دئ . له بـــده مـــرغه پـــــه افغانستان،په تېره بيا پښتو کي د نوو ټکو د وضعه کولو بهير له راز راز پېچومو سره مخامخ دئ . پښتو ژبه د هیواد د ځينو بې غَوْره سياسي رژيمو د واکمنۍ، د سيمي د تاريخي پېښو او فرهنګي جريانو د بېلابېلو اغېزو له امله، په افغانستان کي د ايراني پاړسۍ او په پښتونخوا کـي د اوردو او انګرېزي ژبو تر پراخ او ژور نفوذ لاندي ده. دا نفوذ او اغېزه اوس د يوه بربنډ فرهنګـــــي يرغـل ګچي ته رسېدلې ده. د همدې دلايلو پر بنسټ، د نړۍ له علمي او تخنيکي پرمختګـــو ســره اوږه پر اوږه، په پښتو او دري کي هم د نوو ټکو وضعه کول؛ او د نوو قاموسو له لاري د هغو عامــول او رواجول، د دغو ژبو د ودي او پرمختګ اساسي ضرورت دئ . په راتلونکو بحثو کي، د نوو ټکو د جوړولو، دودولو او ځينو نورو مهمو اړخو په اړه، څه رڼا اچوو.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery