مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کليمو د مانوي بدلون ځيني نور ډولونه : ميټونمي/ ميټانمي، سينيکډک/ سينَکډيکي . . .


په ژبپوهنه کي داسي حالات او موارد، چي په هــــغو کـــي يو شی د بـــل اړونـــده شي په وسيله و نومــول
په نـامه يادوي؛ او يــو د بـــل پــر ځای کارېـــدونکـو ټکــو ته (metonymy) سي، د ميټونمي يا ميټانمي
چـــي د(sowrd) کليمه، چي د پاچـا يا ملکې او توره (crown)وايي؛لـکه تاج (metonyms) ميټنيمونه
پوځي ځواک پر ځای کاريږی . په ژبه کــي د داسـي ټــکـو سمـه پېژندنه او پر ځای کاروَنه هم د قاموس ليکني
د علمي مېتودولوژۍ نه بېلېدونکـــــې بـرخه ده. سربېره پردې، د بېلابېلو کليمو د ماناوو او استنباطاتو په اوښتو کي بل راز مانوي بدلونونه هــم پېښيږي، چي په هغو کي کله کله برخه یا جزء د کُل يا ټول پر ځای( لکه ګل د پسرلي دپاره) يا بالعکس ټول يا کُل د جُزء يا برخي پرځای (لکه قانون د پوليس د منصبدار دپاره)، خاص د عام پر ځای (لکـــــه د ستـــوني پرېکول د وژلو دپاره) يا بالعکس عام د خاص پر ځای ( لکه غــل د جېب وهوونکي دپاره) يا د شيانو ترکيبي اجزاوي د هغو د بشپړ او واحد جوړښت پر ځای ( لکه پولاد د توري يا سټېرينګ د موټر دپاره)کــــــاريږي . داسي حالاتـــو ته د ژبپوهــــني په اصـــطـــلاح سينيکډک/ سينَکډيکي
وايي ،چـي له ميټونمي سره نيژدې او ټينګ اړېکی لري؛ او پېژندنه يې قـــاموس ليکوونکي (synecdoche)
ته نه يـــوازي په زړه پوري؛ بلکي ضروري ده .

(Combination of Antonyms) د متضـــادو ټـکو يو ځـای والــی


متضاد ټکي د استعمال د موقعيت له پلوه زياتره په يوه جومله یا څو نيژدې جوملو کي ليدل کيږي؛ مثلاً � د ژوند او مرګ مسأله�،�له سره تر پايه�،� اوږد او لنډ�، �دوست او دوښمن�، �ژوندی یا مړ�يا په پاړسي کي� از صبح/ بام تا شام�، �تاريکی و روشنی�، �زن و مرد�، �پير و جوان� او داسي نور.

په ژبو کي ځيني ټکي او ترکيبونه له آره تـل په متضـاده بـڼه کاريريږي؛ او مقصـــد يې تر ډېره حده پر يوه خاصه مسأله ټينــګار کول وي؛ مثلاً خلګ وايي:�پلاني دا تبصره په پټه وکړه نه په عامه�يا�پلانـــی دا مرسته يوازي زما سره کوي، نه له هرچا سره� او په پای کي دا ځانګړتيا ، چي متضاد ټکي زياتره د یوه ټاکلي حالت بدلېدو ته د اشارې په بڼه کاريږي؛ د مثــال په توګه ويــل کيــږي : �مــــوزيم پر لسو بجو پرانيستل کــــيږي؛او پـــــر څلــــورو (Jackson and Amvela114) بجـــو تـــړل کـــيږي . �
په پښتو، پاړسي او نورو ژبو کي هم ځيني کليمې په خپـــل ذات کي متضـــادي او متناقضي ماناوي افاده کوي؛ مثلاً په پښتو او دري کي�چالاک� له يـــوې خوا چـــټک، چُست، چــــابک، کوښښي، تکړه او داسي نورو ته وايي؛ او له بلي خوا همدا کليمه د مُزور، رند يا هغــه چا په مفهوم کاريږي، چي په پوهه، مهارت، هونرمندۍ او ناروا لارو چارو سره، په هر ډول شرايطو او حالاتو کي د ځان په ګټه کار کوي. د پاړسي په پخوانييو متنو کي�زبان دراز� ترکيب د نارينه وو دپاره د فصيح، بليغ، مستدل او داسي نورو په مفهوم کار سوی دئ؛ خو اوس ګورو، چي همدا ترکيب د نارينه وو، او ښځودواړو، په تېره بيا ښځو دپاره د بې شرم، بــې حيا، سپين ســـترګي، رډ، ګستاخ، سليطه او داســـي نورو په مفهوم کاريــــــــږي. داســي مالومېږي، چي د�زبان دراز� پخوانی مفهوم اوس تقريباً په ټولو حـــالاتو کي د نوي مفهوم تر اغېزې لاندي راغلئ دئ؛ او دا پخپله د عين کليمې يا ترکيب د متضادو اړخونو يو مثال بيانوي . په انګرېزي کي هم د دغه ټکو او ترکيبو کليمه اصـلاً د ناوړه، بد، زشت، مـــضر، شيطان، ازار رسوونکي �wicked� شمېر لږ نه دئ؛ د مثال په توګه د
او داسي نورو په مفهوم ده؛ خو په عـــاميانه خـــبرو او مرکو کـــــي د عالي، غوره، غښتلي، پياوړي،کارپوه،
کليمه هـم د سپي يـــا �howling� عالمانه او داسي نـــورو په مفهوم استعماليږي . دغه راز په انـګرېزي کــــي
لېوه د درد او عذاب د اوږدې چغي په مــــانا استعماليږي؛ او هم د کټ کټ خندېدو په مفـــهوم، چي دا دواړي ماناوي هم په خپلو منځو کي د مانوي تضــــاد مسأله په ګوته کوي . د هندي او اوردو ژبو�کَل�کليــــمه د پرون او سبا دواړو په مانا کاريږي، چي دوه جلا او متضاد مفاهيم دي(و.ګ. پلاټ ۸۴۰).

يوازي د هغو ټکو تر منځ ليـــدل کــــيږي، چي د ګرامر له (antonymy) زياتره داسي انګېرل کیږي، چي انټنمي
پلوه د کلام په يوه يا عين ډلي پوري اړه ولري؛ خو له دې کــــــبله چـــي انټنمي په حقیقت کي د دوو يا څو بېلو ټکو تر منځ د مانوي اړېکو بيان دئ، نو ځکه دا امکان هم ليري نه دئ، چي د کلام په بېلابېلو اجزاوو يا جلا جلا کټګورییو پوري د تړلو ډلو تر منځ هم اړېکی څرګند کړي؛ لکه :
Lighten our darkness, we pray.
She remembered to shut the door, but left the window open.
(Jackson and Amvela 114)
په مخکنيـيو دوو جوملو کي وينو، چي متضاد ټکي د کلام د بېلابېلو اجزاوو تر منځ مانوي اړېکی بيانوي .

په انګرېزي کي د متضادو ټکو ډولونه


په انګرېزي کي متضاد ټکي عموماً پر درو ډلو وېشي، چي ځيني مثالونه يې په دې ډول دي :
(Graded Antonyms) - درجه لرونکي متضاد ټکي
هغه متضاد ټکي، چي د بېلو ټولګيیو يا درجو پر اساس سره جلا کيږي؛ لکه :
او داسي نور. expensive اوcheap، cold او hot، ugly او beautiful
داسي متضاد ټکي زياتره په خبرو کي د پرتله کولو دپاره کاريږي؛ لکه :
My arm is longer /shorter than you.
I love a good book more than a meal.

(Contradictory or Complement Antonyms) - متباين يا متمم انټنیمونه


هغه متباين يا متناقض ټکي، چي د يو بل د متمم په توګه کاریږي؛ لکه :
او داسي نـــــور.�false� او �true�، �off� او �on� ، �dead� او �alive� ، �awake� او �asleep�
په داسي متضادو ټکو کي د درجې خبره هيڅ ځای نه لري؛ د مثال په تــــوګه يــــو خوځنده موجود بايد يا ژوندی وي مړ. هيڅوک د پرتلې په بڼه داسي نه وايي، چي پلانــی تر پلاني مړ يا ژوندی دئ . په دغه راز متضادو ټکو کي د مقايسې يا پرتلې امکان نه ځـاييږي. دغه رنګه د برېښنا سويچ هم يا بايد روښانه وي يا مړ.

(Converse Antonyms)- سرچپه يا اړولي انټنيمونه


په دغه راز متضادو ټکو کي، ديوه ټکي استعمال سمدلاسه د بل متضاد ټکي مانا بيانوي؛لکه :
او داسي نور. په دغو دوو جوملو کــــي د دې ډول buy او sell، before او after ،above او below
متضادو ټکو دوه اړخيز اړېکی ښه مالوميږي:
Lydin bought the car from Kristen.
Kristen sold the car to Lydin. (Jackson and Amvela 116)
ځينو نورو مؤلفانو د انټنمي ډولونه په دې ډول هم نومولي دي :

(Complementary Antonymy)الف) متممه يا مکمله انټنمي


متممه يا مکمله انټنمي د دوو متضادو حالتو تر منځ داسي اړېکی بيانوي، چي د تفضيـــلــي (مقايسه يي) او عالي صفتو په مرسته نسي تشريح کېدای . په داسي حالاتو کي داســـي نه ويل کيږي، چي پلانی لږ ژوندی
دئ . له دې امله، په دې برخه کي عمومي فارموله دا ده :(rather dead)يا نسبتاً مړ(slightly alive)
- که ژوندی وي، نو مړ نه دئ .
- که مړ وي، نو ژوندی نه دئ .
- که ړوند وي، نو بينا نه دئ يانسي ليدلای .
- که په سترګو ويني، نو ړوند نه دئ .
- که لګېدلئ وي، نو خطا سوی نه دئ .
(Atkins and Rundell 142)- که خطا سوی وي، نو يې نخښه نه ده ويشتې .

)Polar Antonymy) ب) قطبي انټنمي


په دې ډول انټنمي کي، متضاد ټکي يو د بل مقابلو قطبونو ته اشاره کوي؛ خو د متضادو ټکو په دې ډول کي، اړېکی تر متممي يا بشپړي انټنمي ډېر پېچلئ دئ؛ او په دې فارموله کــــي څرګنديږي :
- که ښه نه وي، نو بد نه دئ .
- که بد نه وي، نو ښه نه دئ .
- که بېوزله وي، نو شتمن نه دئ .
- که تاريک وي، نو روښانه نه دئ .
- که ډېر ښه نه وي، نو لږ بد دئ .
- که ډېر بد نه وي، نو لږ ښه دئ .
- که ډېر روښانه نه وي، نو لږ تاريک دئ .
- که ډېر تاريک نه وي، نو لږ روښانه دئ .
- که ډېر بېوزله نه وي، نو لږ شتمن دئ .
- که ډېر شتمن نه وي، نو لږ بېوزله دئ .

(Directional Antonymy) ج) سمتي يا اړخ لرونکې انټنمي


په دې انټنمي کي، لکه څنګه چي له نامه يې ښکاري، د متضادو ټکو هغه کوچني ډولونه راځــــي، چي د مختلفو اړخونو استازيتوب کوي؛ لکه شمال چي د جنوب په مقابل لوري کي پروت دئ يا لوړ چي د کښته مخالف دئ يا مخ چي د شا مـــخالف لوري ته اشــاره کوي . نارينه او ښـځه، مقعر او محدب، لوړ او کښته، پيل او پای، زانګـو او ګــور، تړل او پرانيستل، پراخ او تنګ، تودوخه او سړښت او داسي نور هم د اړخ لرونکو (Atkins and Rundell 143) متضادو ټکو بېلابېل مثـالونه دي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery