مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د ځينو متلو را غونډول او تشريح کول


د نړۍ په زياترو ژبو کي، د زمانو په تېرېدو سره د متلو پراخي او ارزښتناکي زېرمي جوړي سوي دي، چي را غونډول يې د هغو ژبو د روزونکو او پالوونکو ستره او مهمه وجيبـــــه ګڼله کيږي . لکه څنګه چي ژبه د یوه ژوندي ټولنيز مخلوق په توګه تل د بدلون او تحول په حال کي ده، د نورو ټکو، تعبيرو او ترکيبو په شان يې متلونه هم د پيدايښت، ودي او مرګ بېلابېل پړاونه تېروي . يو متل مري او پرځای يې يو يا دوه نور متلونه زيږي. که څه هم نن سبا په زياترو ژبو کي، د متلو د خوندي کولو او هر اړخيزي شنني دپاره بېلي مجموعې او قاموسونه لیکل سوي دي؛ خو سره له دې هم د ژبي د مفصلو او تشريحي قاموسو په تأليف کي، د ځينو متلو د ثبتولو او سپړلو مسأله د ډېر اهميت وړ ده.

دا حقيقت اوس هرچا ته څرګند دئ، چي ژبنۍ قاموس د ژبي له ګردو اړخو لکه ګرامر، لیکلي او شفاهي ادب، موسيقۍ، هونر، علمي او مسلکي اصطلاحاتو، فکري او ديني اعتقاداتو او نورو ژبنييو، ادبي او کولـتوري ارزښتـونو سره نه شلېدونکی اړېکی لري. له همدې سببه بايد د تشريحي قاموسو مؤلفان د ژبي اصلي ويوونکو ته د لغوي زېرمي او نورو ادبي - علمي موضوعاتو ترڅنګ د متلو په راټولو او تشريح کولو کي هم بشپړ زيار وباسي. په پاړسي، انګرېزي او نورو ژبو کي هم داسي متلونه خورا ډېر دي، چي يادونه يې د ژبو په تشريحي او مفصلو فرهنګو کي بې ګټي نه ده. که متلونه په قاموسو کي د هغو تر مرکزي او محوري ټکو لاندي وکښل سي، په موندلو کي به يې ربړ او سرخوږی نه پېښيږي؛ مثلاً د �مينځه�تر ټکي لاندي�خواره دي سي مينځه، چي د مينځي کالي مينځي�او له�ډُول�سره دا متل �چي ډول دي سو په څنګ، د وهلو يې څه ننګ؟!� وکښل سي . البته په اختصاصي قاموسو کي د متلو راغونډول او ثبتول په يوازي سر د مسألې بشپړحل نه دئ. بايد د هغو مفهوم او د استعمال ځای هم په اسانه او روښانه ټکو سره بيان سي.

د هري ژبي په ادبي اثارو کي هم کله کله له متلو څخه استفاده کيږي. په پښتو او پاړسي نظم کي د متلو را وړل يو بېل ادبي صنعت دئ، چي�ارسال المثل� يې بولي؛ لكه عبدالعظيم راڼېزي، چي"د ګور شپه نه په كور كيږي" متل په يوه بيت كي داسي راوړى دئ :
�د ګور شپه چېري د چا نه په كور كيږي �
غم د چا په خوشـــــحالۍ كلـــــه بدليږي
(بېنوا، ارسال المثل)

کله کله د يوه بيت په هره ميسره کي بېل بېل متل راوړل سوی وي، چي په ادبي صنعت کي يې� ارسال المثلين � بولي؛ لکه د خوشحال خان خټک(۱۰۲۲- ۱۱۰۰هـ ق) په دې بيت کي :
�وايي چي له ځـــانه په اولاد وي پېرزوينه �
�خداى په كارواني په اصلي والـــــي اوبه �
(بېنوا، ارسال المثلين)
که څه هم نن سبا، د ژبي متلونه زياتره د ځانګړو قاموسو په بڼه چاپيږي؛ خو سره له هغه هم د ژبو په مفصلو او مشرحو قاموسو کي، د متلونو را غونډول له ډېرو ګټورو او ارزښتناکو کارو څخه دئ .

په قاموسو کي د ژبنيیو اصطلاحاتو، محاورو او عبارتو راوړل او سپړل


د قاموس ليکني يو بل مهم اصل د پام وړ ژبي د بېلابېلو محاورو يا ژبنييو اصطلاحاتو را غونډول اوتوضيح کول دي؛ ځکه په هره ژبه کي د زمانې په تېرېدو سره له يوې مادې يا يوې ريښې څخه دونه محاورې او اصطلاحات جوړ سوي او لا پسي جوړيږي، چي را غونډول او شنل يې د ژبي د هر اړخيزو او مفصلو قاموسو لوستونکو ته ډېر ګټور او په زړه پوري دي؛ لکه�خبره تر غاښ لاندي کول�،�سر نه ګرځول�،�سر نه خلاصول�، �سر نه ګرَوَل�،�غوږ نيول، �تر غوږ تېرول�،�خوله پرېکول�،�په غوښو کي هډوکي لټول�، �خاشې ماتول�،�سترخان په پښه ښوول�،� پر پزه مچ نه پرېښوول�، �له مچ سره سېلاوه ګرځول�،�پزه په هوا نيول� او سلګونه نور، چي هر يو يې په خپل جغرافيايي چاپېر او خپلو ځايي ويوونکو کي، بېلي ماناوي او مفهومونه لري. په خوشالۍ سره په پښتو کي د دغه راز محاورو او ژبنييو اصطلاحاتو لمن دونه پراخه ده، چي که د پښتنو په ټولو سيمو کي، د روزل سوو مسلکي کسانو له خوا په پوره زيار او زغم سره را ټول او بيا د ژوندييو مثالو په وړاندي کولو سره په روانه ژبه تشريح سي، خبره به يې بې شکه څو ټوکه پنډو قاموسو ته ورسيږي. دا کار په حقيقت کي د پښتو ژبي د بې ساري لغوي استعداد، ستري مانوي پانګي او تر هر څه مهم د دې لرغوني ژبي په بېلابېلو ټکو کي د اشتقاقي وړتيا د پراخوالي او زياتوالي په مانا دئ. د دې واقعيت د زبادولو دپاره دلته يوازي د مثال په بڼه د هغو محاورو او اصطلاحاتو يادونه کوو، چي په پښتو کي د�اوبو� له مادې څخه راوتلي دي :
اوبه کول (مځکه يا څاروي اوبه کول، ويلي کول)؛ اوبه لرل (په ټپ کي زوه يا التهاب، په پخو خوړو، مېو يا سبو کي اضافي اوبه)؛ مال اوبه کول (د مال يا سامان آلاتو خرڅول)؛ خوله اوبه اوبه کېدل (له ډېري اشتها خوله د اوبو ډکېدل)؛ اوبه اخيستل (د وجود ټپ ته اوبه ننوتل، د چا سپکاوی يا بې عزتي کول)؛ اوبه ایستل (له ټپ يا خوړو څخه د اوبو وتل)؛ اوبو پر سر اخيستل (په ربړو او کړاوو کي ډوبېدل)؛ اوبو پرسر اخيستل او ځک ته لاس اچول (د بېلابېلو ستونزو او پېچومو پر مهال د ژغورني دپاره، له هر چا څخه مرسته يا هري ممکني وسيلې ته لاس اچول)؛ اوبو راوړی (بې وسه او بې کسه، داسي بې واکه او ناتوانه، لکه اوبو چي راوړی وي)؛ د مخ اوبه توييدل (د چا سپکاوی يا بې عزتي کول)؛ اوړه او اوبه کېدل (روغه او جوړه، توافق، سازګاري)؛ اوبه غلبېلول (له ناوړو شرایطو يا ناوړو کسانو سره ګوزاره کول، د ستونزو او اختلافاتو زغمل)؛ اوبه خړول(د کسات يا غچ اخيستني دپاره پلمه جوړول، بريد کولو ته تياری کول)؛ اوبه خړول او ماهيان نیول (د حالاتو خړپړتيا ته لمن وهل او له هغو څخه ناروا ګټه اخيستل)؛ اوبه په ځړول (په بې غيرتۍ او شاګرځولو سره د ځان او دوست سپکول او شرمنده کول)؛ اوبه په سترګو کي درېدل (پړتيا، شرمنده کېدل)؛ اوبه په غاړه کي ښکارېدل (د ښکلو لطافت، ښايست او نازکوالي ته اشاره)؛ اوبه تر ورخ تېرېدل (کار تر کار تېرېدل، مهم فرصت له لاسه ورکول)؛ تر پر وړو لاندي اوبه تېرول (په پټه يا چالاکۍ سره د يوه کار کول)؛ اوبه درول/ اوبه درېدل(سپکېدل ، بې عزته کېدل)؛ اوبه ډم ور وړل (د کار په پيل کي سم فکر نه کول او په پای کي له ستونزو او کړاوو سره مخامخ کېدل)؛ اوبه په ډانګ نه بېلېدل (د شخړو او ناخوالو له کبله د خپلوانو، عزيزانو او ملګرو نه بېلېدل)؛ اوبه ډم کېدل (د بې پروايۍ او ناپامۍ په وجه د مشکلاتو او ناخوالو ډېرېدل)؛ اوبه سرې کول (اوبه تودول)؛ تر اوبو تږی پوري ايستل (په چم او ټګۍ برګۍ سره د چا تېر ايستل او ځورول)؛ تر اوبو دمخه ګاولي ايستل (د يوې مسألې يا پېښي په اړه تر وخت دمخه پرېکړه کول، بې ځايه اندېښنه او تلوسه)؛ له سترګو اوبه وتل (بې شرمي، بې حيايي، د چا په وړاندي سپکاوی او بې عزتي)؛ تېري اوبه نه جاروتل (د تېر وخت يا تيري سوي موقع بيرته نه راستنېدل، د ښه فرصت له لاسه وتل)؛ په چا پسي اوبه پاشل/ شيندل (چا ته په سفر کي د خيريت او سلامتۍ غوښتنه کول)؛ اوبه تر سر تېرېدل(په پېچومو او مشکلاتو کي ډوبېدل)؛ اوبه اچول (درناوی کول، سرکښته کول)؛ اوړو او اوبو غوندي زده کول (د يوه مضمون يا کار په زده کړي کي زيات تمرين او مهارت)؛ خوله له اوبو ډکېدل (د مصلحت پر اساس، له حقيقت ويلو ډډه کول)؛ اوبه ډېرول (د مېلمنو د ناڅاپي راتګ پر مهال د اوبو په مرسته د ښوروا يا نورو خوړو ډېرول)؛ اور او اوبه (د دوو متضادو شيانو يا اشخاصو را غونډول)؛ په رښکۍ اوبه را ايستل (چاته د هغه/هغې د اقتصادي بېوزلۍ یا بېوسۍ په سبب، پېغور ورکول)او داسي نوري محاورې او اصطلاحات، چي ګرده مخ يا شا ته د�اوبو�له مادې سره د يوې بېلي کلیمې د موښلولو په مرسته جوړ سوي دي؛ او هره اصطلاح يې د استعمال بېل ځای او جلا مانا لري(د نور مالومات له پاره و.ګ. نوري ۱۰- ۱۲ او حبيبي،�د پښتو لوی سيند به څنګه ليکل کيږي؟� ۶). دا اصطلاحات زياتره د پښتو په لوېديځه (لوېديزه) لهجه کي کاريږي. کېدای سي د پښتو په نورو لهجو کي د�اوبو�له مادې څخه ځیني نوری محاورې او ژبني اصطلاحات هم راوتلي وي، چي هر يو يې د بېل مقصد او بېلي مانا دپاره استعمال سي. سربېره پر دغو پراخو ژبنيیو اصطلاحاتو د پاړسي ژبي له �آب� مادې څخه هم په پښتو کي ځيني ترکيبونه جوړ سوي دي، چي د خلګو په ورځنيیو خبرو او مرکو کي کاريږي؛ لکه: آبداره (عزتمن، پتمن، د وقار او حُرمت څښتن)؛ بې آبه (بې عزته، بې پته، بې حُرمته، سپک)؛ آب و عزت او داسي نور.

د دغه رنګه ترکيبو، محاورو او اصطلاحو د ماناوو سمه پېژندنه د پښتو ژبي هر زده کوونکي او ويوونـــــکي ته ډېره ضروري ده. که څه هم په ځيـــنو ژبو کي د محاورو يا ژبنييو اصطلاحوو د پېژندني دپاره له اوږدو زمانو څخه بېل قاموسونه کښل سوي دي، چي پر خپل ځای ډېر ستر او ارزښتناک کار دئ؛ خو سره له دې هم د ژبي په مشرح او مفصل فرهنګ کي د ځينو مشهورو او عامو بڼو راوړل او سپړل، د ريښه پېـــژندني او ډول ډول شکلي او مانوي تطوراتو له پلوه بې ګټي خبره نه ده. د پښتو ژبي ځیني محاورې او اصطلاحوي له نن څخه تقريباً اويا کاله مخکي د هيواد د مخکښ او نوميالي فکلوريسټ، متن سموونکی، قاموس ليکوونکي، اديب او شاعر - اروښاد محــــمد ګل نوري (په ۱۳۵۲ش کي مړ)له خوا را غونډي سوي دي، چي په خپل وخت کي ډېر لوی او په زړه پوري کار ؤ. بېله شکه اويا کاله ډېر اوږد عمر دئ. زموږ ژبي په دې اوږده موده کي د ودي او پرمختګ ډېر اوږده پړاونه او مزلونه وهلي دي. له دې کبله دا برخه هم زموږ د نورو ژبنيو قاموسو په شان، پرمختيا او بشپړتوب ته اړتيا لري.

اروښاد محمد ګل نوري په پښتو قاموس ليکنه کي هم د قدر وړ زيار ايستلئ ؤ؛ مګر په خواشينۍ سره چي نه چا سم پېژندلئ او نه يې هم قدر کړی دئ. ويل کيږي، چي اروښاد نوري په واقعيت کي د هغه دوه جلدي�پښتو قاموس� اصلي مؤلف هم دئ، چي څو لسيزي مخکي يې د خپلي لور- طيبو په کومک او همکارۍ تأليف کړی ؤ؛ او د�نوراللغات�نوم يې پر ايښی ؤ؛ خو د پښتو ټولني د هغه مهال واکمنانو پر خپلسر د�پښتو قاموس�په نامه چاپ کړی دئ؛او اروښاد نوري يوازي د مؤلفانو د ډلي يو غړی بللئ دئ) (و.ګ. نوري).

د پښتو ژبي په انګرېزي څېړونکو کي جګړن جورج واټرز ګيلبرټسن هم د عارف الله خان يوسفزي، علي اکبر خان کندهاري او محمود اپرېدي په مرسته په خپل پښتو - انګرېزي قاموس کي د پښتو ژبي خورا ډېري ژبنۍ اصطلاحوي او محاورې را غونډي کړي دي. په دې قاموس کي پر پښتو محاورو او ژبنيیو اصطلاحاتو سربېره، ځيني پښتو ټکي او متلونه هم راغلي دي، چي د پښتو او انګرېزي ژبي زده کوونکو ته په يوه ډول، خورا په زړه پوري کتاب دئ. و.ګ.:
A Dictionary of the Pakkhtoo Idiom
په پښتو کي د داسي ژبنييو اصطلاحاتو او محاورو شمېر زرونو ته رسيږي، چي ځيني يې د خلګو د ورځنييو مکالمو ترڅنګ، په ادبي اثارو کي هم د مجاز او کنايې په بڼه کاريږي. په بېلابېلو ماناوو،له يوې ريښې څخه د دغه راز پراخو اصطلاحاتو او محاورو راوتل، پښتو ژبي ته دنړۍ په مهذبو او متمدنو ژبو کي، لوړ او ارزښتمن ځای ورکړی دئ .

�فرهنګ نظام�د پاړسي فرهنګو په ډله کي هغه فرهنګ دئ، چي د دغي ژبي خورا ډېري محاورې او ژبني اصطلاحات يې خوندي کړي دي؛ لکه فلان نخود هر آش است(ياني په هر کار کي لاسوهنه کوي)؛ همان آش است و همان کاسه(ياني په شرايطو او حالاتو کي بدلون نه دئ راغلئ)؛ آش همسايه روغن غاز دارد( ياني د نورو شيان او کارونه تر خپلو ښه ښکاري)؛ آش دهن سوزی نيست (ياني مهم شی نه دئ)او داسي نور، چي ګرده د �آش� له مادې څخه را ټوکېدلي دي(شاد ج۱: ۸۱).

ارواښاد ډاکټر عبدالحکيم هلالي په خــــپل علـــــمي او ګــــــټور اثر�پښتو قاموس ليکنه�کي د ژبنييو اصطلاحاتو د وېش په اړه د روسي ژبپوه - و. و. و. وينګرادف نظريې راوړي دي، چي لنډه يادونه يې دلته بې ګټي نه ده. ددې روسي ژبپوهاند له نظر سره سم، ژبني اصطلاحات د مانوي جوړښت له پلوه پردرو ډلو يا ګروپو وېشل کیږي :

�په لومړي ګروپ کي هغه ژبني اصطلاحات داخلیږي، چي معنا يې د ترکيب د اجزاوو له معنا لاس ته نه راځي او اصطلاحي معنا يې د ترکيب د اجزاوو پر معنا متکي نه وي؛ لکه د پښـــتو ژبي دغه ژبني اصــطلاحات: په ســـترګو ننـــوتــل، پرسپين ډاګ غاښ وتل. په دوهم ګروپ کي هغه ژبني اصطلاحات راځي، چي معنا يې د ترکيب د اجزاوو پر عمومي معنا متکي وي؛ لکه د پښتو ژبي دغه ژبني اصطلاحات: د پايڅې رګ پالل؛ هر سړی پرخپله ټيکۍ اور اړوي؛ دی د کراستي ملا بند دئ؛ پر بدو اوښتل. په دريمه ډله کي هغه ژبني اصطلاحات راځي، چي اصطلاحي معنا يې په تحليلي ډول د ترکيب د ټولو غړو د معناوو سره ارتباط لري(لکه د پښتو ژبي دغه ژبني اصطلاحات: پښه پر پښه اړول؛ باڼو پر باڼو ايښوول؛ اوږه کښل؛ بګړۍ د سره لوېدل . . . � (د بشپړ مالومات دپاره و.ګ.: هلالي ۱۰۹- ۱۱۰).

يو بل روسی ژبپوهاند - ن .م . ښانسکي د وينګرادف پر درو ډلو يوه بـــله ډله هم ور زياتوي؛ او په دې حساب د روسي ژبي اصطلاحات پر څلورو ډلو وېشي. د ده په عقيده، په څلرمه ډله کي هغه ژبني اصطلاحات راځي، چي که څه هم د ترکيب هر غړی يې په خپله اصلي مانا استعماليږي؛ او د ترکيب عمومي اصطلاحي مانا يې د جوړونکو غړو مجموعه ده؛ خـــــو دا ترکيبونه د استعمال پر مهال تل خپل اصلي ترکيبي شکل خوندي کوي؛ او بې اليشېـــــدو کاريږي؛ لکه په پښتو ژبه کي دغه ترکيبونه : د اوبو شين ډنډ؛ د سينما ټکيس . . . (هــــلالي ۱۱۱). يو بل روسي ژبپوهاند - ب . ن .ګــــلوين هــــم د وينــګرادف پر وېـــش يوه بله ډلـه ور زياتوي، چـــي د آيډيم
پـــه نامه يې يادوي(هلالي۱۱۱). د دغو نظريو پر خلاف، پـــه روسي ژبپوهنه کي پر مخکنييو څلورو(Idiom)
ډلو سربېره، ټول هغه ترکيبونه هم د ژبنيیو اصطلاحاتو په ډله کي راځي، چي خپل ترکيبي ثبات يې تر يوې انــــدازې ساتلئ وي؛ او تل د مشخصو ترکيبو په شکل استعمـــــاليږي؛ لکه متلونه، مقولې او عام عبارات (هلالي۱۱۱).
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery