مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د متلو، ژبنيیو اصطلاحاتو او عامو عبارتو د اوډولو لاري


د متلو، مقولو، ژبنييو اصطلاحاتو او عامو عبارتو تر منځ په انګــرېزي، پاړسي، پښتو او نورو ژبو کي هم کله کله د پولو بېلول اسان کـــــار نه دئ . ژبنــــي اصطلاحات د نــــورو ژبو په څېر په انګـرېزي کي هم خورا پــــــراخــــه
(هغــــــه څوک، �a wet blanket� تر عـــــــنوان لاندي څېــــړل کيږي؛لکه :(Idioms) زېرمه لري، چي د آيډيمو
(هغه بـــــــری، چي په لوړه بـــــيه پــــرېوتـــــی وي)؛ �Pyrrhic victory�چي د نـــــورو د ساتېري فضا ورانــــوي)؛
(بخښنه غوښتل، د تېروتني�to eat a humble pie� (پر وخـت برابر، پر موقـــع بــرابــر)؛ �under wire�
(د چم يا ټګـــۍ اوښکي تويول، د خلګو غولول) او په سلګونو نور.�Crocodile tears� منل)؛

پروفيسر جګسن او پروفيسر امويله په قاموسو کي د ژبنيیو اصطـــــــلاحاتو د څرنــګوالـي او ځای ځايګي په اړه داسي کاږي : � ژبنيیو اصطلاحاتو هيڅکله په قاموسو کي د بېــل سرټکي ځای نه لره. ښايي نـــه د هــــــغو د اوږدوالي په وجه، بلکي له دې کبله چي په فرهنګـــو کـي د هغو مـــوندنه اسانه نه ده. قامـوسونه د اصــــطلاحاتو د اوډلـــــــو په بــــــاره کي بېـــلابېلي کړنـــــــلاري لــــري . د انګرېزي فرهــــنګو له ډلـــي څخه په لانګــــمېن قاموس
کــــي، په دې اړه خورا پېچلې او مروړلې کړنلاره غوره سوې ده. په دې مانا، چـــــــي يــوه (LDEL, 1991, xiv)
اصطلاح تر هر څه مخکي، په خپل ترکيب کي له لومړني اسم سره يو ځای اوډل کيږي.که يې په ترکيب کي اسم نه لره، بيا له صفت سره يو ځای ليکل کيږي. کـــه يې په جوړښت کـــي صفت هم شامل نه وي، بيا نو تر لــــومړني قيد لانـــــدي راځي . که يې په ترکيب کــي قيــد هم شامل نه ؤ، بيا نو تر لومړني فعل لاندي او که يې فعل هم نه لره، بيا نو د خپل ترکـيب تر لومړنۍ کليمې لاندي(هر څه چي وه)اوډل کيږي. البته هر چيري چي په قاموسو کي ژبنۍ اصطلاح ځای مومي، بايد د کراس ريفرينس په بڼه، د اصطـلاح په جوړښت کي تر نورو جوړونکو ټــــــکو
(Jackson and Amvela 209) لاندي هم و اوډل سي . �

په اوسنۍ انګرېزي کي دا دود دئ، چي د فعلو تر شا قيدونه او اضافه توري موښلوي؛ او په دې توګه له
(phrasal verb) جوړسوي ترکيب څخه بېلي ماناوي تر لاسه کوي، چي د ګرامـر په اصطلاح، عبارتي فعل
ورته وايي؛ لکه :
(۱له چا سره خيانت کول.۲چاته څه ورکول).give away
(تسليم کېدل، ماته منل).give in
(۱توليدول.۲د بوی يا بخار ايستل). give off
(۱بېول.۲پرانيستل.۳مخته، څېرمه).give on /give into
(۱له منـــځه تلل، ماتېدل، پــای ته رسېــــدل.۲اعـــلانــول.۳وېشــــل.۴بهــر ايستل).give out
(۱درول، لاس اخيستل، پرېښوول.۲لــــېږدول، و ځانګــړي کــار يا مقــــصد ته بېول). give over
(۱پرېښوول، ترک کول، په يــــوه کار کي د ماتــي يا ناکـامۍ منـــل.۲ځان يوه ځانګړي give up
(Thomson & Martinet 315; Robinson 566-67) کار يا داعيې ته ګومارل او داسي نور).

چي د فعل او قيد له يــوې برخي يا قــــــيد او اضافه توري له يو ځــــــای (Phrasal Verbs) هغه عبارتي فعلونه
کېدو څــخه جوړ سوي وي، زياتره تر اړونده فعلو لاندي اوډل کيږي؛ خــــو ځيــــني قامـــوسونه له داسي فعــــلو پــــه توګه چلند کوي؛ ځکه چـــي داسـي فــعلونه ځيني(headword) او قيدو سره د يو بېـــل قاموسي سرټکــي
(Jackson and Amvela 209) مهال له خپلو اصلي فعلو څخه ګرسره جلا ماناوي لري .

په معاصرو انګرېزي قاموسو کي معمولاً هغه اصطلاحات او عبارتي فعلونه، چي هريو يې بېله مانا افاده کوي، معمولاً تر اصلي مادې لاندي کاږي؛ او په ځينو حالاتو کي يې له اسانه مثالو سره په جوملو کي هم استعمالوي. د پښتو مشرح او مفصل فرهنګ هم بايد د ژبو په ټولو لهجو کي دغه راز ارزښتناکي زېرمي را غونډي؛ او په اسانه ټکو سره يې توضيح کړي. په دې کار سره به بې شکه له یوې خوا د پښتو ژبي ستره لغوي او اصطلاحي پانګه له زيانمن کېدو او هېرېدو څخه وژغورله سي؛ او له بلي خوا به په اسانۍ سره، د پښتو ژبي ټولو مينه والو ته فرصت ورکړل سي، چي د بېلابېلو لهجو په ورځنيیو محاورو او مرکو کي کارېدونکـــي ټکي او عبــارتـــونه له ژوندیيو مثالونو سره زده کړي. د خلګو دا نيژدېوالی او پيوستون به په پای کي د يوې منــــلي معياري ژبي په رامنځ ته کولو کي هم ستره ونډه واخلي. په قاموسو کي د ژبنييو اصطلاحاتو د اوډني او ترتيب په اړه هم په ژبپوهــانو او فرېزييالوژيستانو کي بېلابېلي نظريې وړاندي سوي دي، چي د فرېزييالوجۍ/ فرېزييالوژۍ له مهمو موضــوع ګانو څخه ګڼل کيږي(د بشپړ مالومات دپاره و.ګ. هلالي ۱۱۳- ۱۱۷).

په پښتو، پاړسي او نورو ژبو کي له يوې ريښې څخه راوتلي محاورې او ژبنۍ اصطلاحــوي په بېلابېلو بــڼو ثبت سوي دي. ځيــــنــو قاموس ليکـــــوونکو دا ډول اصطلاحات تر بېلو سرليـکونو لاندي ثبت کړي دي؛ په داسي حــال کي چي ځينو نورو بيــا د خپل ترکيب تر اصلي او مرکزي ټکي لاندي اوډلي او مانا کړي دي. نن سبا په معاصر قاموسو کي ژبني اصطلاحات او عبارتونه زياتره تر هغه اصلي يا مرکزي ټکي لاندي کاږي،چــــي د شکل او مانا په لحاظ له پام وړ اصطلاحاتو سره نه شلېدونکی اړېکی ولري؛ مـــــثلاً�مال اوبه کول�،�تر اوبو دمخـه ګاولي ایستل�،�اوبه په ستوني کي مالومـېدل�،�تږی تر اوبو پری ايستل� او داسي نور ګرده په قاموس اصطـلاح �Pyrrhic victory� کـي د�اوبه� تر اصلي يا مرکزي ټـــکي لانـدي راوړل کيــــږي يا په انـګرېـزي کي د
ټکي په پـــــــای کــــــــي کښل کــــــيږي . �Crocodile� اصطــلاح د �Crocodile tears� او د�Pyrrhic� د

د انګرېزي ژبي په ځينو اختصاصي قاموسو کي يې، د متلو او ژبنيیو اصطـــلاحاتو د اســــــانه موندني دپاره، هره ژبنـــــــۍ اصطــــــلاح يا متــــــــل د هغـــــــو تــــر ټــــــولـــــو ترکــــــيبي برخـــــو لانــــــدي راوړی دئ؛ مثــــــلاً
�word� او �speak� , �louder� , �actions�متـــــــــل د �Actions speak louder than word�
) Simpson 1, 140, 209, 250 تـــر قــــــاموسي ټــــــکو لاندي، په جــــــلا جـــــلاډول تکــــرار ســــوی دئ .(.

په اختصاصي فرهنګو کي د متلو، ژبنيیــو اصطلاحاتو او بېـــــلابېلو عبـــــارتو پـــه اسانه موندنه کي د څو ځايه يادوني يا کراس- ريفرينس لاره تر ټولو غـــوره او عملي لاره ده؛ اما د ژبــي په عمومي تشريحي قاموس کي له ټولو ترکيبي برخو سره د يوه مـــتل يا يوې اصطلاح څــــو پلا يادونه، نه یوازي سرخــــوږونکی، بلکي په اقتصادي لحاظ هم نامطلوب کار دئ. له دې کبــــله يې له اوسنـــي دود او بايـدې سره سم، يوازي تر هغه ټکي يا مـــادې لاندي کـــاږي، چـي د اتيمولوژۍ له پلوه اړېکی يا نيژدې والی سره لري؛ لکه په مخکنييو مخونو کي چي د�اوبو� له مادې څخه د ځينو را ټوکېدلو محاورو او اصطلاحاتو، لنډه يادونه وسوه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery