مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په انګرېزي قاموسو کي د مرکباتو او عبارتو ترمنځ توپير


په انګرېزي کي د مرکباتو او عبارتو تر منځ د فينالوژيکو ، نحوي او مانوي اساساتو له مخي توپير کوي :
عبارت کي، چي دواړي متشکــــله کليمـــې په پيل کي ‛black ‛board۱- د تلفظ پر بنسټ توپير: لکه په
مرکب ټکي ‛black-board خج لري؛ او د دواړو ټکو تر منځ تړاو ليدل کيږي . په داسي حـــــال کي، چــي په
کــــي یوازي د لـومړۍ برخي په پيل کي خج ليــدل کيږي؛ او پــه ترکيب کي د دواړو جوړونکو ټکو تر منځ
عبارت کي بيا هم د هري کليمې په سر کي ‛hard ‛cover د اواز له اړخــــه څـــــه تړښت نسته . دغــه راز پـه
ترکيبي حالت کي يوازي يو لومړنی خج ليدل کيږي . په تلفظ ‛hardcover خج ګــورو؛ حــــال دا چـــي پـــه
کي دا بدلــونــونه، عبارت او ترکيب ته بېل بېل شکلونه ورکوي .

۲- د نحوي خصوصيتو پر بنسټ توپير: د مرکبــاتو د جوړونکو برخو تر منځ ګرامـري اړېکی کـله کـــــله روښانه
،د کليمو د اوډنــي يا ترتيب (intruptibility) نه دئ؛ نو ځکـــــه په مرکباتو کــــي زياتره د پرېـکون يا انقــــطاع
مسألو ته زيات(inflectibility)او صرفي ضميمو منـــلو (modification)، تعديل يا بدلون(word order)
�dare-devil� پام اړول کيږي . ټول مرکبات او د هغو جوړونکي برخي د پرېــکــــون يا انقطاع وړ نه دي؛ مثلاً
په عــــبارتي بڼــــه نـــسي استعـــــمالېدای . �dare the devil� ترکيب د

په ترکيب کي د کليمو اوډنه يا ترييب په دې مانا دئ، چي د یوه ترکيب بېلابېلي برخي د يو بل په وړاندي څه ډول موقعيت لري؟ په انګرېزي کي اصلاً د اسم + صفـت يو ځـــای والی عادي خبره نه ده؛ خو سره له دې هــــم او داسي نورو کي کاريـږي . بالعـــــکس، په انـــګـــرېزي کــــي د فــــعل + ادات sea-sick په ځينو ترکيبو؛ لکه
) ترکيب عامه خبره ده؛ خو سره له هغه يې هم د اسم دپاره کارول نابابه ښکاري؛ مثلاًverb +preposition(
چــــي اسم دئ؛ او يــــوازي پـــه ترکيبي بڼـــــه کاريږي .�splashdown�


د تعديل يا اوښتون مفهوم دا دئ، چي د یوه ترکيب د مانا د تعديل دپاره له نورو ټکـــو څخه کار اخيستل کيږي . له دې کبله چي ترکيب يو واحد يونيټ دئ، نو ځکه د هغه متشکله برخي په خپلواک يا بېل ډول نه تعديليږي .
نه د�air-sick� سره له دې هم ترکيب کېــــدای ســـــي په مجمــــوعي بڼه د نورو ټــــکو په مرسته بـــيان سي؛ مثلاً
هوا بـــيان کړي؛ او د (hot) پـــــه بڼه ويل کېـــدای سي، چي توده�air-very sick�او نــه هـــم د �hot air-sick�
په دغه جومــــــله کي John was seriously air-sickناروغۍ يادونه وکي. په انګرېزي کي معمولاً وایــــــي :
د�seriously� کليــمه په واقعـــــــيت کـــي ټول ترکيب تعريفوي نه د ترکيب لومړی عنصر يا لومړۍ برخه (air).

۳- په ترکيبو کي صرفي ضمايم اخيستنه(inflectibility): د يوه قاموسي ټکي په تـــوګه، ترکــــيبونه د خپــــلو ګرامري کټګوريیو له مخي بېلابېلي صرفي ضميمې مني؛ خو د هغو متشکله عناصر په جلا بڼه وروستـاړي یا مختاړي نه منـي؛ لکــه �bottle-neck� چـي يو اســــم دئ؛ او دnecks� �bottles-په بڼه نسي ويل کېدای . په داسي ترکیبو کي يوازي وروستــــی عنـــصر د جمعي دپاره وروستاړی قبلوي؛ او تل د �bottle-necks� په بڼه
استعمــاليږي . �finger-prints� , �ash-trays�, �dish-washers� او داسي نـــور ټـــول د دې ډول بدلـــونو
نور مثــــالونه دي . (Jackson and Amvela 93-94)

۴- په ژبنيیو اصطلاحاتو د اوښتو له مخي توپير: ترکيبونه له مانوي اړخه دا ځانګړتيا لري، چي د خاصي مانا په تر لاسه کولو سره، زياتره د ژبنييو اصطلاحاتو(Idioms)بڼه غوره کوي . يـوازي په ډېرو نادرو حالاتو کي د ترکيبو مفهومونه د تحت اللفظي يا هو به هو مانا پر بنسټ د هغو له متشکله عناصرو څخه مشتق کيږي؛ او په
زیاترو مـــواردو کي د هغـــو د لږه تر لږه يوه جوړونکي عنصر مانا پټـــــه او مبهــــمه پاتيږي؛ د مثــــال په ډول �dustbin� يوازي د خاورو او خځــلو ټـولولو ته ځانګړی يا محدود نه دئ . يا توره تخته(blackboard) چي
کېدای سي د توروالي پر ځای سپين يا زرغون رنګ ولري؛ او د لرګي پر ځای له فلز يا کوم بل شي څخه جوړه سوې وي . د همدغو خصوصياتو په رڼا کي، چي ګرده په يوه وخت کي عمل کوي او ترکيـــــب ته يو پــــــياوړی اجرايي واک او ځواک ورکوي، له عبارت سره د ترکـــــــيب د بېـــــلوالي او توپير کرښه کښل کيږي .
(Jackson and Amvela 94)

په قاموسو کي د منحوتو ټکو را غونډول


په پښتو او پاړسي کي د ترکيبي ټکو پر پراخي زېرمي سربېره، ځيني ترکيبي ټکي لومړی سره ګډ سوي؛ او بيا د زمانو په تېرېدو سره ترخيم يا لنډ سوي دي . د امتزاج او تخفيف دې عمليې ته د ژبپوهني په اصطلاح�نحت� ويل کيږي؛ لکه : نېخه (نه + يم + خبر)، خداښکه (خدای + ښه پوهېږي + که)، خدام (خدا+ می داند)، مچم (من + چه + می دانم) او داسي نور، چي را غونډول او تشريح کول يې په ژبنييو قاموسو کي ډېره ضروري او مهمه خبره ده.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery