مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په پښتو او پاړسي کي د مرکبو او مخلوطو ټکو د املأ څرنګوالی


په پښتو او پاړسي کي هم د انګرېزي ژبي په شان د مرکبو او مخلوطو ټکو په اړه بېلابېل ليکدودونه باب دي، چي لنډه يادونه او شننه يې دلته بې ګټي نه ده :
- ځيني کسان ترکيبي او مخلوط ټکي يو له بله بېل کاږي؛ لکه لمن ليک، لاس ليک، گفت و گو، جست و جو، علاقه مند، سرمايه دار او داسي نور. لکه څنګه چي ګورو، د ترکيبي ټکو په دې ډول املا کي، بې شکه د مرکبو ټکو مورفالوژيک او ايتيمولوژيک جوړښت روښانه بڼه لري . د املا دا بڼه له لوستونکو سره مرسته کوي، چي د ترکيبي ټکو د بېلابېلو برخو اصل او نسب په اسانۍ سره وپېژني؛ اما په دې دود کي د ځينو مرکبو او مخلوطو ټکو په بېلولو سره، د هغو مانوي جوړښت ته لوی زيان رسيږي؛ او حتا په ځينو حالاتو کي يې د مانا پېژندنه د معما په څېر ګرانيږي؛ لکه پوهنځی، پوهنتون، نېخه، خداښکه، خدام، مچم، او داسي نور؛ ځکه د دغه راز منحوت ټکو په جوړښت کــي د ګډوالي (امتزاج)او لنډون (ترخيم) دواړو عمليو برخه اخيستې ده. ځيني مرکب ټکي په حقيقت کي له دوو او ځيني نور له داسي درو برخو جوړ سوي دي، چي هره جوړونکې برخه يې په بېلوالي کي خپله اصلي او حقيقي مانا نسي افاده کولای . له دې سببه يې يو ځای ليکل، ډېر پر ځای او ګټور کار دئ .

- ځيني کسان د مخکني دود پر خلاف د لمنليک، لاسليک، جستجو، گفتگو، دانشجو او داسي نورو په څېر ترکيبي ټکي، د يوې کليمې په بڼه کاږي. داسي کسان په حقيقت کي د تلفظ د اړتيا او اسانۍ پر اساس د هغو مورفالوژيک او ايتيمولوژيک جوړښت ته پام نه کوي؛ ځکه په وينګ کي د دغه راز ترکيبي ټکو جلا جلا ادا کول دروندوالی او ګراني پېښوي. له دې کبله يې د زمانو په تېرېدو سره ورو ورو د يوې کليمې رنګ او جوله اخلي . بله مهمه خبره دا ده، چي په ځيــــنو مخلوطو او ترکيبي ټکو کي ټولي شاملي برخي په ګډه پر يوه واحد مفهوم دلالت کوي، چي په دې توګه يې بېل بېل ليکل د پام وړ مانا ته زيان رسوي؛ د مثــال په توګــــه ( لاس + ليک) دواړي کليمې په ګـــــډه د امضــــا، توشيح يا دستـــــخط مانــــــا رسوي، چـــــــي په انــګـــرېزي کـــي يې
دلـــته د�لاس� او �ليک�دوو بېلو کليمو ته او داسي نــــور بـــولـــي .�sign�, �signature�,� autograph�
په جلا جلا ډول، هيڅ اشاره نسته. که په دري کي�پدرکلان�،�خسربره�،�مادراندر�،�جستجو�،�دانشجو� او داسي نور ترکيبونه سره بېل کوو، بيا نو د ترکيب د دوو يا څو جوړونکو کليمو هره برخه پر هغه مانا دلالت نه کوي، چي په ترکيب سوې بڼه کي نغښتې ده؛ ځکه مرکبي بڼې ټولو ترکيب سوو کليـــمو(خپلواکـــو يا نا خپلواکو) ته نوې مانا او نوی مــفهوم ورکــړی دئ . دلته د يوې استثنا يادونه ضروري ده؛ او هغه دا چي که د يوه ترکيب د دوو يا څو برخو له يو ځای کولو څخه د هغو په لوستلو او پېژندنه کي ستونزه پېښه سي، بيا نو د هغو ګډ لیکل نه يوازي بې ګټي، بلکي ناسم کار دئ؛ لکه پاکزړی (پاک + زړی)، لویخېټی (لوی + خېټی)، سپينمخی (سپين + مخی)، بدردخور (به درد + خور)، بعلاقمندانیشان (به + علاقمندان + شان)، گلگلونکفنها (گلگلون + کفن + ها) او داسي نور، په پښتو او پاړسي کي .

په دې توګه ګورو، چي د مخوندي او شاوندي په مرسته له اصلي کليمو سره تړل سوي ټکي لکه پوهنتون، پوهنځی، درملتون، بنتون، کونډتون، زړورتيا، ملګرتيا، پښتونواله، اتلواله، همصنف، همسنگر، همراز، همدم ، غيرقانوني، لامزروع، عدم کفايه او داسي نور په پښتو، پاړسي او عربي کي يو ځای ليکل نه يوازي غوره، بلکي ضروري بلل کيږي. بې شکه، دا ډول مرکبات له هغو ترکيبي ټکو څخه بېل ګڼل کيږي، چي له دوو يا درو بېلو خپلواکو کليمو څخه جوړ سوي وي؛ لکه: لاس ليک/ لاسليک، لمن ليک/ لمنليک، جست و جو/ جستجو، گفت و گو/ گفتگو او داسي نور. د دغه راز مرکبو ټکو په يو ځای يا جلا ليکلو کي، هماغسي چي مخکي اشاره وسوه، بېلي ګټي او نيمګړتياوي نغښتي دي. د پښتو او پاړسي په ګډون په زياترو ژبو کي د مرکبو ټکو د بېلابېلو ډولونو د ليکدود په اړه تر اوسه څه پخه او ثابته قاعده نه تر سترګو کيږي . د داسي ترکيبي ټکو په ليکلو کي تر ټولو ښه او معقوله لار هغه ده، چي ليکوونکو او لوستونکو ته د ليک او لوست په چارو کي اساني پېښه کړي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery