مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د پېژندل سوو ملي او بين المللي مخففاتو را غونډول او تشريح کول


په نوې او علمي قاموس لیکنه کي، بل مهم اصل د پام وړ ژبي په ادبي، علمي او فرهنګي قلمرو کي د مشهورو نړۍوالو مخففاتو راغونډول او تشريح کول دي. البته په پښتو او پاړسي ژبو کي تر اوسه د مخففاتو استعمال ډېر باب نه دئ؛ خو په اوروپايي ژبو، په تېره بيا انګرېزي ژبه کي دد غه راز اختصاراتو يا لنډو نخښو کاروَنه ډېره پراخه او عامه ده. د نورو ژبو ويوونکي هم په بېلابېلو بڼو د اوروپايي ژبو له مخففو نخښو سره لاس او ګرېوان دي. له دې کبله بې ګټي نه ده، چي د ليکني په دې برخه کي د انګرېزي ژبي د ملي او بين المللي مخففاتو په اړه څو لنډ ټکي وړاندي کړو. په انګرېزي ژبه کي اصلاً د کلـیمو لنـډي يا مخففي بڼې پر درو بېلو ډولو وېشي :
: په الفبيټيزم کي لکه څنــګه، چـي له نــامه یې ښکاري د بېلابېلو (Alphabetism) الف)سرتوري يا الفبيټيزم
ترکيبو د هر ټکـــي د سر تــــوری د الفــــبــا د تورو د يوې لړۍ په شـان، په جـــلا جــلا بڼه تلفظ کــــــــيږي؛ لکه :
او داسي نور. I.M.F., E.U., B.B.C., A.M., P.M.

په افغانستان کي د الفبيټيزم دود ډېر پخوانۍ او عام نه دئ . يــــوازي پــه دې وروستييو څو لسيزو کي د ځينو
ګوندونو او دولتي ادارو د اوږدو او بې خونده نومو د لنډولو دپاره، په ليکنو کي له دې قاعدې څخه کار اخيستل کېده؛ لکه ا.ډ.ج. (د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت) ح.د.خ.ا. (حزب ديموکراتيک خلق افغانستان )او داسي نور.

: د بېلابېلو ټکو د سرتوري، چي ګرده په ګډه د يوې کليمې (Acronyms) ب)د يوې کليمې په بڼه سرنومونه
او داسي نور. NATO, SEATO, UNESCO, ECO, UNO په څېر ويل کيږي؛ لکه :

د افغانستان په دواړو رسمي ژبو(پښتو او دری)کي د اکرينمو کاروَنه ډېره محدوده ده. يوازي د ګوتو په شمېر څو بولګې لرو؛ لکه : اګسا(د افغانستان د ګټو ساتونکې اداره؟)، کام (کارګري استخبارتي مؤسسه؟)، خاد (خدمات اطلاعات دولتی)او څو نور.

:(Contraction) ج)د مرکبو ټکو لنډون يا انقباض
په دې ډله مخففاتو کي دوه يا څو لغتونه د یوه يا څو تورو په ايسته کولو سره يوځای کيږي ؛ لکه :
)Atkins and Rundell 165) او داسي نور.don�t, wouldn�t, can�t

پروفيسر جګسن او پروفيسر امويله په خپل اثر کي د انګرېزي ټکو د لنډولو ځيني نور ډولونه داسي په ګوته کوي :
:(Clipping) الف) د کليمو د ځينو برخو لنډوَنه
کليپينګ يا د کليمو جزيي لنډوَنه د لغت جوړولو داسي وسيله ده،چي په هغې کي د لغــت د تــــنې يوازي يوه لومـړنۍ �lab� څخه د�laboratory� برخـــه ساتلــــه کـــيږي؛ او نــــوري برخـــي يـــې ايسته کــــيږي؛ لـــکه لـــه
وروستــــۍ �phone� او �plane� کليـمو څـخه په وار سره د �telephone� او�aeroplane� برخـه يا له
�bus� ،�bra� منځنـۍ برخه ساتله ســوې ده. په هـــــمدې ډول دي د �flu� څـــخه د �influenza� برخي يــــا له
�mobile vulgus� او �motorcar� ، �omnibus� ، �brassi�re� کلـيمې چـــــــي د �mob� او �car� ،
(Jackson and Amvela 102) لنــــــډ شکلونه دي .

:(Back Formation) ب)شاجوړوَنه
په شاجوړونه يا بک فورمېشن کي له هغه زاړه لغت څخه نوی لغت جوړوي، چي په تــېروتني سره له هغه فعــــلونه په وار سره د �televise�او�peddle� څخه مشتق ګڼل کيږي؛ مثـلاً ښايي و ويل سي، چـي د
له ورته نومو څخه اخيستل �television� او �peddler� ورستاړو تر لنـــډولو وروسته د �ion�او �er�
(Jackson and Amvela 102) سوي دي .

يا ابريويېشنونه (Initialism)، اينيشلــــيزم(Alphabetism)داسي حالــــتونه هــم سته، چي الفــــبيټيزم
(Vice President)VP په ګډه سره يو ځـــای کيږي؛ لکه : (Acronyms)او اکرينمونه(Abbreviations)
(Jackson and Amvela 103)کــــيږي . په بڼــــه تلفــــظ�veep�چــي د

:(Aphetic Form)ج)د بې خجه واول حذفول
خجه واول له تلفظ څـــــخه لوېږي ؛ لکـــه : د کليمو د لنـډولو په دې ځانګړی ډول کـــــــي، د هغو لومـړنی بې
دپــــاره د تلفـــظ د لــنډ شکل په توګه �because� چي د �cause�يا �excuse me� چي د �scuse me�
کاريږي . د دغه راز مخففاتو انګېزه لنډوالی، اسانه يادوَنه او کلـــه کــله د يـــوه اوږده او بې خونده ترکيب پر (Jackson and Amvela 102-103) ځـای د پاسته او په زړه پوري مخـفف ټـاکل دي .

په پښتو او پاړسي کي هم د ځینو ټکو بعضي توري په تلفظ کي د دروندوالي او ګرانۍ له کبله، له تلفظ څخه لوېدلي دي؛ لکه : ګرسره (ګردسره)، وسرۍ (وسترۍ)، څلرم (څلورم)، نم (نهم)،کم (کوم)، واله (واخله)، دِله (دلته)، چې (چي يې)، مې (مي يې)، بې (به يې)،کې(که يې)، بخو (بخور)، شت ر(اشتر)، شکم (اشکــــم)، ديــــگر (نمازدیگر)، پیشين (نمازپشين)، شهبال (شاه + بال)، شهپر (شاه + پر) او داسي نور.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery