مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(پرمعياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه) نوى اثر

محمدمعصوم هوتک

          زېری           

  لاندنۍ کتاب ډېر ژر د بېنوا ويبپاڼي له خوا خپريږي 

پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه د هغه کتاب نوم دئ چي په دې وروستيو کي د علامه رشاد خپرندويي ټولني له خواچاپ ته چمتو او په سهيلي پښتونخوا کويټه کي د صحاف نشراتي موسسې له خوا تازه له چاپه راوتلئ دئ.

د معياري پښتو ژبي په اړه دا ګټور تحقيقي اثر د پښتو ژبي د تکړه ليکوال او څېړونکي ښاغلي محمدمعصوم هوتک له خوا په يو سل او څلور اتيا مخونو کي چي ټوله اته دېرش سرليکونه لري ليکل سوئ دئ.
د کتاب د چاپ چاري ښاغلي مطيع الله روهيال ترسره کړي دي چي د زرټوکه په شمېر چاپ سوئ دئ.
د کتاب د اهدا پرځاى تر بسم الله الرحمن الرحيم وروسته داسي ليکل سوي دي:

 ارسطو وايي :  
            خپل استاد افلاطون راباندي ګران دئ ، 
            خو حقيقت تر هغه ډېر راباندي ګران دئ .

د کتاب پر پنځم مخ د علامه رشاد خپرنديويي ټولني يادښت او په نهم مخ کي د کتاب ليکوال ښاغلي هوتک صاحب د يوه داسي کتاب د ليکلو پر اړتيا څو کرښي ليکلي دي. د کتاب په وروستيو دريو مخونو کي د ټولو هغو ماخذونو ( اخځونو) نومونه ياد سوي دي له کومو چي په دې اثر کي کار اخستل سوئ دئ.

د کتاب د شا پر پښتۍ د کتاب نوم په انګريزي ژبه ليکل سوئ خو د ټيپي تېروتني په سبب Pashto په Pastato ليکل سوې ده.
پر معياري ژبه د معيار په ژبه د دې څېړني مينه وال کولائ سي د دې کتاب د ترلاسه کولو له پاره پر دې پتوMrohyal@gmail.com ، Mhotak@hotmail.com   برېښناليک ولېږي.

ښاغلی محمدمعصوم هوتک

ليکوال او څېړونکى ښاغلى محمد معصوم هوتک

 (پرمعياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه )

mayari pashto

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery