په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره په پراخه او بنسټيز ډول د ميډيا ماسټر پرو
كشنز تر نامه لاندې يو خصوصي شركت د موشن ګرافيكس ( خوځنده انځورنو) مستند فلومونو، ټلويزيوني اعلانونو ، ويب پاڼو د جوړولو، ګرافيك او ډيزاين او هنري فلمونو د
اډيت په برخه كې خپل فعاليت په رسمي توګه په كابل كې پيل كړ .
د ميډييا ماسټر پروډكشز ټول خدمتونه او فعاليتونه په مسلكي توګه د يو لړ پرمختللو وسايلو په لرلو سره په نړيواله كچه تر سره
كيږي او زيار
باسي چې كورنيو او بهرنيو ټلويزيونونو ته ورته خبري او هنري مركزونو او موسساتو ته د پام وړ افغان كورني توليدات وړاندې كړي .
د دغه پ
وډكشنز مشر ليکوال او وتلى افغان ژورناليست محمد نعيم حقمل وايې د ورته فعاليتونو تر څنګ په هېواد كې د ننه د بهرنيو خبريالانو ، ژورناليستانو او
د هنر د مينه والو او ورته ټولنو او موسساتو لپاره د مسلكي پرسونل او اړينو پرمختللو وسايلو په لرلو سره د مستندوفلمونو اونورو هنري او فرهنګي چارو د ريښتيني انځور دبرابرولو په موخه دغه پروډكشنز د پام وړ امكانات لري او په
دې برخه
كې يې زياتې اسانتياوې رامينځ ته كړي دي
دغه شركت خپل د فعاليت رسمي جواز د ايسا څخه تر لاسه كړى او په لومړي قدم كې يې د لس ميليونو افغايو په پانګه اچونه سره
كار پيل كړى دى .
د شركت مرستيال عظمت الله غرنی
وايي ، هرڅه په بنسټيزه توګه
پيل شوي دي هم مسلكي كسان لرو اوهم پرمختللي وسايل ، خودا هر څه بس نه دي، په پام كې لرو د كاري ډګر هر لوري ته پراختيا و
كړو او خپل
كارونه د نورو وسايلو په لاس ته راوړلو او د نورو مسلكي پرسونل په ګمارلو سره غښتلي ، پياوړي اوپه نړيواله او مسلكي كچه يې خپلو مينه والو
ته وړاندې
كړو.
نوموړي ژمنه وکړه چې خپل ټول توليدات او فعاليت به يې د هېوادد ملي ګټو او افغان كلتور او ف
هنګ سره سم
تر سره كيږي .
هغه وايي : پوره باور لرو، چې زموږ هر قدم ، قلم او درهم به د افغان لرغوني ف
هنګ او هن
د بډاينې په برخه كې لګول كيږي .
غرنی زياتوي مي
يا ماسټر د سترو هنري ، فرهنګي غونډو او وطني كنسرټونو د جوړولو لپاره ، غږيز، ويډيويي، بريښنايي او انځوريز، امكانات
او وسايل لري او خپلو ملي سوداگرو ته
اډ وركوم ، چې سوداګريز اعلانونه به يې په نړيواله كچه د مسلكي چارو له مخې جوړيږي .
E-mail:
info@mediamaster.af | Phone: +93 (0) 700 600008 Web : www.mediamaster.af