دختيزې سيمي ليکوالو او ژو
نالستانو خپلواکې ټولنې اعلاميه
د چنګاښ ديارلسمه ١٣٨٦ جلال اباد
دختيزې سيمې ليکوالو او ژو
نالستانو خپلواکه ټولنه د ليکوال ،ژورنالست او دپارلماني چارو وزارت وياند محمد اصف ننګ نيونه د هيواد د م
طبوعاتو او بيان دازادئ خلاف عمل بولي او دغه راز پرنوموړي باندې لګول شوي تورونه له وخته مخکې بولې .
ټولنه
ددې غوښتنه کوي چې استخباراتي ادارې دې له کره او باوري شواهدو پرته پر ژورنالستانو دا ډول تورونه نه پورې کوې ،
له خپلواکو رسنيو هم په کلکه غواړو چې ناسم معلومات خپاره نکړي ځکه ددوې دا ډول خبرونه خپرول هم د مطبوعاتو له
قانون نه څرګند سرغړاوى دى.
د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو ټولنه دغه راز له افغان دولت او په ځانګړې
توګه له ولس مشر حامد کرزي نه غوښتنه کوي چې ښاغلې ننګ را خوشې او د هغه اړوند دوسيه دې د سپيناوي لپاره د رسنيو
د سرغړاوي خپلواک کميسون ته وسپاري.
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې مشرتا به