مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

كرزيه خپلې ګوتې خپله په لاره مه رېبه (احتجاج ليك )

د پكتيا ادبي ټولنه

د پكتيا ادبي ټولنې اح تجاج ليك

له څه مودې  راپديخوا چې د شمال ټلوالې په نسبي توګه  دكرزي په شاوخوا كې ځان بېګانه احساس كړى دى ، هڅه يې كړېده _ هغه پايې او شخصيتونه چې د كرزي ريښې ټينګولى شي ، او هغه ته قوت ور بښلى شي ، يا يې ترور كړي ، يا يې وننګوي او كه دايې په وس پوره نشوه نو بدنامه يې كړي ، چې د پښتو ژبې  ځوان او د ډاډ وړ ليكوال ښاغلى اصف ننګ يې تازه  بېلګه ده ، د ولسمشر په امر داصف ننګ نيونه نه يوازې  كرزي ته د خپلې ګوتې د لنډولو په مانا دي بلكې ، دده د سياسي مخالفينو لپاره يوه بې ځايه خو ښه پلمه په ګوتو وركوي  ، كرزى صاحب چې له اوله يې د مشاور صاحبانو له دايرې څخه د باندې نظر نه لګېده ، خو اوس يې خپلو  سياسي رقيبانو ته  دا موقع هم په لاس وركړه ، چې دده نژدې ملګري ورته بدنامه كړي او پخپله يې د همده په وسيله وځپي ، د پكتيا ادبي ټولنه د پكتيا د ټولو ليكوالو ، شاعرانو او ژورنالستانو په استازيتوب د كرزي صاحب ددې پرېكړې غندنه كوي ، او بې له كوم قيد اوشرطه د خپل ګران ملګري (اصف ننګ ) د راخوشي كېدو غوښتنه كوي ، او له ټولو ليكوالو څخه غواړي ، چې د هغو رسنيو په وړاندې چې د ښاغلي ننګ سپكاوى يې كړى ، بې له كومو دلايلو او بې له كومې سرچينې يې هغه د جاسوس په نوم تورن كړى ، ښكاره او پرېكنده دريځ ونيسي ، كه چېرته موږ غواړو چې په راتلونكي كې مو د هر قلموال حيثيت خوندي وساتل شي ، نو بايد دا موضوع له پامه ونه غورځوو ، دغو خپلسرو خپرونو كه له يوې خوا د ژورنالېزم اصول او اخلاق له پښو لاندې كړل، دافغانستان د رسنيو قانون يې نقص كړ،  له بله پلوه يې زموږ دهېواد د يوه اصيل او وطندوسته بچي نېك شهرت ته اور ورته كړ ، چې د پښتنو يكوالو د سپكاوي نه بغير بل څه تعبير ترينه نشي كېدى ، كه چېرته حكومت زموږ په دغو وړانديزنو غور ونكړي ، موږ به د پراخو لاريونونو په وسيله خپله غوښتنه په بيا بيا  تكرار كړو .

د پكتيا ادبي ټولنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery