مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-08   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کي د امن جرګې په اړه پیغام

پوهنوال رسول باوري


د سلام فرهنګي ټولني پيغام
د امن جرګه  د هغو ستونزوڅخه د خلاصون  غوره لار ده چي هم يې پاکستان  ته زيان اړولۍ او هم يې افغان اولس د مرګ پر کم بله کښينولۍ دۍ . د ناورين ، غم اوژړا څپې چي د دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ډيورنډ ناولي کرښي  پر دواړو خواو ميشتو اولسونو پرتې او را خورې شويدي  ، په زور او جګړو نه بلکي په تدبير او مرکو حل کېدای شي .  د دواړو ورو اولسي مشرانو ته په کار ده چي د روانو نړيوالو حالاتو په رڼا کي خپلي تاريخي ، ټولنيزي او سياسي ناخوالي را بربنډي او د حل او غوڅولو لپاره يې په بشپړ اولسي رسالت اوجرئت  تاريخي فېصلې وکړي .
د افغانستان او پاکستان او په ځانګړي توګه د ډيورنډ منحوسي کرښي دواړو لورو ته د ميشتو اولسونو لپاره د څه زيات سلو کالو په ترځ کي دا لومړۍ ځل دئ چي د خپلو ستونزو د حل لپاره هم په سيمه او هم په نړيوال ډګر کي مناسب او وړ چاپير يال  ب ابر شويدئ   . اوس د کرښي له دواړو غاړو څخه د راغلو  وکيلانو او اولسي  استازو سالم درک  او بشپړ جرئت  کو ای شي چي ،  هم د روانو ناامنيو ټغر ټول کړي او هم د خپل تاريخي هويت  او برم  د بيرته تر لاسه کولو جوګه شي  .
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې په دې باور دي چي د امن جرګې ګډونوال د دې توان لري چي د خپلو تاريخي فيصلوپه رڼا کي د خپل تاريخي هويت  ساتنه وکړي او د ځمکنۍ بشپړتيا او قومي يوالي په اعلانولو  د پيړيو راپاته لانجه حل او د بشپړ افغانستان پاکه لمن د سولي  او امن ټاټوبۍ کړي .په همدې هيله


د سلام فرهنګي ټولني د م ر تابه جرګه ګئ په استازيتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery