د سلام فرهنګي ټولني
اعلاميه
(د هېواد کلتوري چارو ښاغلو واکمنو ! د بست تاريخي کلا او د هېواد نور تاريخي وياړونه
وژغورۍ )
په چارو کي د لومړيتوبونو پيژندل او د سمون لپاره يې پر له پسې هڅي تر سره کول د کلتوري چارو
مسوولين د دې جوګه کوي چي د هېواد کلتوري ميراثونه او تاريخي ابدات د ورپيښو خطرونو او زيانونو څخه وژغو
ي . له بده مرغه لا تر اوسه د اړوندو چارواکو سره د لومړيتوبونود پيژندلو او د هغو د سمون لپاره داړينوهڅو
څرک نشته . دا هغه نيمګړتيا ده چي هم دکلتوري چارود مسوولينو کړه وړه تر پوښتني لاندي راولي او هم د
هېواد لرغونو سيمو او نامتو تاريخي ابداتو د منځه تللو خطرونه زياتوي .
زموږ باور دا دۍ چي د هېواد د کلتو
ي شتمنيو د ساتني او پالني لپاره هر اړخيزه رښتنۍ کاري پلان اود هغه د پلي کولو هوډ ته اړتيا شته . په دې
ول به هم د هېواد په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونو سيمو ود ناقانونه سپړنو مخنيوۍ شوۍ وي او هم به د تاريخي
ابداتو په وړاندي راپيښ رښتيني خطرونو ليري کړل شي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر
تابه جرګه ګۍ په استازيتوب