د شريعتيار غم د ځان غم ګڼو
د ځانمرګي بريد هر خبر مو د ژوند سوهان ګرځېدلۍ دۍ . زموږ ناچاره اولس خپلي کورنۍ ته د خوړلو څښلو پيدا
کېدو لپاره هره ورځ دکوره وتلو ته اړ دۍ . کورنۍ ، ورور ، خور او يا اولادونه يې د ژر راتلو لار څاري ، خوله
بده مرغه د ځانمرګي بريد خوراک شي .
سلام فرهنګي ټولنه د هغو ټولو قربانيانو سره چي د ځانمرګي بريدونو له ام
ه شهېدان شوي او بيا په ځانګړي توګه د ښاعلي شريعتيار صاحيب د کورنۍ په دې ستر غم کي ځانونه شريک ويني .
دعاکوو چي لوی څښتن ( ج) دي زموږ په هېوادکي د جګړې لګېدلۍ اور چي د پرديو د ګټو لپاره بل ساتل شوۍ ، ورک او
خاموشه کړي . متوفاو ته دي لوڅښتن ( ج) فردوس جنت او کورنيو ته دي جميل صبر ورکړي .
امين يارب
العالمين
د سلام فرهنګي ټولني مشرتابه جرګه ګۍ
18.08.2007
اسن --- نېدرلند