مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-25   مخپرونکئ : سهار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلاميه

د رپوټونو پر بنسټ، افغاني چاپي او برېښنايي رسنيو ته په پاکستان کې د فعاليت حق ورکړل شوى دى .افغان دولت ، چې په افغانستان کې د پاکستان پر رسنيو هېڅ ډول بنديز نه لګوي د پاکستان د حکومت ددغه اقدام هر کلى کوي . موږ په وار وار له پاکستان څخه غوښتي ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ له نړيوالو اصولو سره سم ، د رسنيو فعاليت آزاد وي .افغانستان په دې عقيده دى چې خبري او فرهنګي اړيکې زموږ دواړه ملتونه سره نږدې کولاى شي،  په همدې دليل په پاکستان کې  د خپلو ټلويزيونونو د خپرونو د بېرته  ازادېدو د هوډ نمانځنه کوو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

کابل، غازي محمدجان خان واټ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery