دخپریدو نیټه : 2007-09-05 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
د نړيوالې مركې او كلتوري ټولنو جرګې اعلاميه
سروش
د
سهيلي پښتونخوا په مركز كوټه كې (( پښتو نړيواله مركه)) د خپلې لومړنۍ كالنۍ غونډې په بهير كې د افغان كلتوري ټو
نو د جرګې د استازو كوربنه وه. په غونډه كې لاندې ټكي تصويب شول.
۱- سر له نن څخه مركه او جرګه هڅه كوي، چې خپلې
كلتوري هلې ځلې سره همږغي كړي او د ګډو موخولپاره ګډ كار سره وكړي.
۲_ مركه او جرګه هڅه كوي، چې دنړۍ د نورو ب
خو له افغاني كلتوري ټولنو سره اړيكى ټينګ كړى او له هغوى سره د جرګې او مركې د همږغۍ په اړه خبرې وكړي.
۳_ مركه
او جرګه به هڅه كوي، چې په نږدې راتلونكې كې د نړۍ له بېلا بېلو ګوټونو څخه د افغاني كلتوري ټولنو له استازو سره
په ګډه لويه غونډه كې خپلې هلې ځلې تر يوه نامه او يوې كړنلارې لاندې سره ګډې كړي.