مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-15   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

دافغان کلتوري ټولنو د جرګې د مبارکۍ پيغام

سروش

 

په خوشحالۍ سره مو خبر ترلاسه کړ ، چې زموږ لندن مېشتي فرهنګيان ، ليکوالان او فرهنګپالان په دې بريالي شول ، چې د منظمو کلتوري هلو ځلو په موخه د يوې کلتوري ټولنې بنسټ کېږدي . په رښتيا هم له ډېر وخت راهيسې له لندن مېشتو افغان فرهنګيانو څخه د کلتور په ډګر کې د لويو لاسته راوړنو تمه کېده ، داچې نن دوی د يوې کلتوري ټولنې په چوکاټ کې د کلتوري هلوځلو ملاتړلې ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه دوی ته د زړه له کومې مبارکي وايي او په فرهنګي هڅو په لړ کې د لويو برياليتوبونو هيله ورته لري .
په وروستيو دېرشو کلونو کې ، چې د افغانستان حکومتونو خپل فرهنګي مسووليتونو ته شا ګرځولې وه او يوازې يې د جنګي ماشينونو دنده تر سره کوله ، زموږ فرهنګيان په دې وتوانېدل  ، چې د کلتوري ټولنو له لارې د حکومتونو په کچه ا و حتی تر هغې زياتې فرهنګي چارې تر سره کړي . زموږ هيله له ټولو افغانانو څخه که د نړۍ په هر ګوټ کې دي ، دا ده چې د خپلو ورځنيو چارو تر څنګ خپل فرهنګي مسووليتونه هم هېر نه کړي او د کلتوري ټولنو ا و فرهنګي بنسټونو له لارې له وس سره سم خپل کلتور ته خدمت وکړي .اوس ، چې دافغانانو فرهنګ ، ژبه او ملي هويت د نړيوال کېدنې تر نامه له نويو ګواښونوسره مخ دي ، بويه چې ټولې افغاني کلتوري ټولنې لاسونه سره ورکړي او د لويو ګواښونو په وړاندې د يوې واحدې ستراتېژۍ او پالېسۍ له مخې ګډې هلې ځلې وکړي . 

د افغان کلتوري ټولنو جرګه ـ کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery