د ډاکتر محمد هاشم مصور د
شهادت له امله دافغان کلتوري ټولنو د جرګې د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې د
افغان کلتوري ټولنو جرګې د کاري ډلې غړی او د پکتياد کلتوري ټولنو د جرګې مشر ، ځوان ليکوال او هڅاند فرهنګي
اکتر محمد هاشم مصور د پنجشنبې په ورځ د پکتيا په احمد آباد ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له خوا په ناځوانم
دانه توګه په شهادت ورسېد ، انا لله وانا اليه راجعون .
ډاکتر مصور د پکتيا د کلتوري ټولنو په
ايجاد او وده کې او همدارازد بېلابېلو افغاني کلتوري ټولنو په همغږۍ او هلو ځلوکې ډېره رغنده او فعاله ونډه در
وده . د افغان کلتوري ټولنو جرګه د وطن ، پوهې او فرهنګ د دښمنانو دغه ناځوانمردانه عمل په کلکه غندي ،
دډاکتر مصور دکورنۍ غړو ، د ده ورور ډاکتر اکرم خپلواک ، د ده دوستانو او ټولو کلتوري کړيو، ليکوالو او
فرهنګيانو ته د دغه درنې ضايعې له امله خپل د غمرازۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی څښتن له درباره شهيد ډاکتر مصور
ته د اخروي او ابدي نېکمرغۍ دعا کوي .
په درنښت ،