دخپریدو نیټه : 2007-09-22 مخپرونکئ : عُمر واحديار
د كابل پوهنتون د پښتو څانګې د ادبي جرګې پيغام
پښتو څانګې ادبي جرګه
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه
كړ ، چې د پكتيا ادبي ټولنې مشر ډاكټر محمد هاشم د پكتيا ولايت اړوند د احمد اباد په ولسوالي كې د نامعلومو
كسانو له خوا په بې رحمانه ډول سره په شهادت ورسيده، ډاكټر محمد هاشم د ګڼو ځوانانو په روزلو او پښتني فرهنګ ته
د خدمت په پار راويښ كړي وو، هغه په خپل كم عمر كې د هېواد په فرهنګي ډګر كې د پام وړ خدمتونه كړي، د پښتو څانګې
ادبي جرګه د ډاكټر هاشم مصور مړينه د پښتو ژبې په فرهنګي بهير باندې يو بې زړه سوي ګزار ګڼي، دده كورنۍ او ادبي
خواخوږو ته د جميل صبر او ده ته د فردوس جنت په هيله لاسونه پورته كوي .
د كابل پوهنتون د پښتو خانګې د ادبي
جرګې لخوا