دخپریدو نیټه : 2007-09-23 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
په ملی مشر محمدافضل خان لالا باندی د برید غندنه
نسیم ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز
ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه دروژی د میاشتی په نهمه ورځ د ۲۰۰۷ ع کال د سپتمبر په ۲۱ نېټه د سوات د مټی د بیدری په
علاقه کې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت پر ستر لارښود ، لیکوال ، ملی مبارز او د عوامی ن
نل ګوند پرمرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » باندی ناروا، بې غیرته ، نا ځوانه ، غیراسلامی او غ
چکی مرګونی برید په کلکه سره غندی.
خان لالا او ورسره ټپیانو شوو ملګرو ته ئې د لوی خدای « ج » له درباره د
ژر او پوره روغتیااو شهیدانو ته د جنت فردوس غوښتنه کوی .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتنو
رسالت ورپغاړه دی پدی باور لری چې د پښتون قام شعوری دښمنان به د پښتنو د مشرانو په وژلو سره هیڅکله
خپلو شو مو او پر دوپالو موخو ته ونه رسيږی .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په خان لالا دغه ناروا ،
ناځوانه مرګونی برید په ټولو پښتنو مرګونی برید بولی او په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدا
او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی مشرانو پوره پوره ساتنه وکړۍ.
په د
ناوی
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګه