د رسنيو د شکايتونو او د سرغړونو د څ
يړنې د کميسيون د ١٣٨٦ کال د تلې د مياشتې د٢٤ نيټې د سه شنبې د ورځې د پريکړې او زموږ له يو شمير
هيوادوالو څخه د رارسيدلو شکايتونو له مخې د بهرنۍ سندرغاړې شکيرا کنسرت چې تيره شپه له طلوع ت
ويزيون څخه خپور شو د اساسي قانون او د رسنيو د قانون د حکمونو پر خلاف بلل کيږي .
درسنيو د س
غړونو او د شکايتونو د څيړنې کميسيون په خپلې پريکړه کې د طلوع ټلويزيون ته سپارښتنه کوي چې په راتلونکي
کې له دغه شان سرغړونو څخه ډډه وکړي چې د عدلي تعقيب لاندې را نه شي .
د اطلاعاتو او فرهنگ
وزارت د رسنيو د اخلاقي او ټولنيز مسووليت له اصل سره جوخت د مطبوعاتو د ازادۍ د اصل په بيا يادونې
سره دغه خپرونې چې د افغانستان د خلکو د معتقداتو پرخلاف دي په کلکه غندي او له ټولو نشراتي ا
گانونو څخه غوښتنه کوي چې ددغه شان مبتذلو محتوياتو په خپرولو سره د افغانستان د ځوريدلو خلکو احساسات
ژوبل نه کړي .