د ګنج اونيزې كار كوونكي په جرمني كې د
نوي افغانستان د 260 كليزې د نړيوالې نمانځنې له امله د افغانستان شريفو خلكو او افغان
كلتوري ودې ټولنې ته مباركي وايي.
د ګنج اونيزه په داسې حال كې چې د
افغان كلتوري ودې ټولنې د افغاني كلتور د بډاينې د نه ستړې كدونكې هڅې ستايي، اوسنيو، كورنيو او نړيوالو شرايطو
ته په كتنې سره د افغانستان پر تاريخ او تاريخي اثارو له سره كتنه او غور يو ګتور كار او د ملي يووالي يوه هڅه
بولي او نوموړې ټولنې ته د لا برياليتوبونو هيله كوي او د دې لار څاري چې د نوموړې غونډې اثار چاپ او مينه والو
ته وړاندې شي.