اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پتېيلې
ده چې د روان کال د نومبر مياشتې په نيمايي کې د امن ګډې مشاعرې په نوم په کابل ښار کې يوه لويه او شانداره م
اعره جوړه کړي.
په دې مشاعره کې به د افغانستان د سويلي، ختيزو او مرکزي ولايتونو پر شاعرانو سربېره د پېښور
او کوټې شاعران هم ګډون ولري. نوموړې مشاعره د امن ګډې جرګې په تعقيب جوړيږي، د ډيورنډ کرښې په دواړو
غاړو او جنگ ځپلو سيمو کې په پرتو قومونو او قبايلو کې د سولې او امن روحيه پياوړې کړي.
د مشاعرې په پاى کې
به د ټولو ګډونوالو شاعرانو له لنډې پېژندنې سره مل د هغوى د امن په اړه شعرونه په کتابي بڼه، ښکلې کچه او صحافت
چاپ شي. همدا راز د مشاعرې په پاى کې به ښکلي شعرونه د افغان اصيلې موسيقۍ په تالونو کې د سندرغاړو
له خوا کمپوز او سندريز شي.
ټول هغه درانه شاعران چې په دغه مشاعره کې د ګډون هيله ولري او د امن په اړه شع
ونه ولري، کولى چې په لاندې پته له موږ سره اړيکه ټينګه او د خپل راتګ ډاډ راکړي.
يادونه: د شاعرانو د تګ
راتګ ټول لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي.
h.n@moic.gov.af
Hameednasary@yahoo.com
Provincial.nccc@gmail.com
700989696(0093)
700221340(0093)