ټولو غيرتم
نوپښتنو قبايلو ته د نعيم فراهي د ستر توهين په اړه
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنود ګډې جرګې احتجاج
يک
22 نوامبر ، 2007
جرمني ، د فرانکفورت ښار
په ډېرې خواشينۍ سره مو څو ورځو مخکې د او
سي جرګې د غړي نعيم فراهي هغه خبرې د اريانا تلويزيون له لارې واورېدې چې د ډيورنډ له تپل شوې کرښې ها خوا د ټول
پښتون اولس په هکله يې څرګندې کړې . هغه وويل چې :
(( د افغان اولس ټولې بدمرغۍ د پښتنو قبايلو له لاسه دي !!!
؟؟ او هغوی ټول د القاعده غړي دي !!!؟؟ ))
افسوس په داسې خبرو ! افسوس پر داسې افغان ! پر داسې پښتون چې يو
وی اولس ته چې د اوږدو مبارزو او سرښندنو تاريخ لري ، داسې توهين کوي .
موږ نه غواړو چې د نعيم فراهي د خبرو په
اړه زياته تبصره وکړو ، د هغه د خبرو ناسمۍ ، ټولو پښتنو ته د هغه توهين ، او د هغه د سياسي تړاو او
اوسني دريځ په اړه ټولې خبرې هېوادوالو ته څرګندې دي، موږ يوازې غواړو همدومره ووايو چې د دا ډول کسانو څ
ګندونې يو ستر او باتور اولس نه شي سپکولی ، خو د باتور اولس په هکله داسې خبرې خپله ويناوال لکه د بڼکو په
څېر سپکوي .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډې جرګې ته د ټولو هېوادونو د خويندو ټولنو احتجاجونه ، د
جرګې تر مرکزه رارسېدلي او موږ يې دا دی له خپلو ټولو هېوادوالو سره شريکوو او د نعيم فراهي دا ډول بې مسؤ
يته څرګندونې له خپل اولس سره ستره دښمني ګڼو.
هغه بايد له خپله اولسه بښنه وغواړي او که يې خپل اولس
وبښي ، بايد د خدای (ج) شکر پر ځای کړي .
اولسونه چې سند وبله وکا
پاچاهان ورته سجود کاندې اختيار
موږ د
افغانستان له اولسي جرګې هم په درناوي هيله کوو چې يو لوی اولس ته د توهين له کبله دغه وکيل وپوښتي اوله قانون
سره سمه جزا ورکړي .
په درناوي
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه