مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-25   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د افغاني فرهنګ دوه خادمانو ته مډ‌الونه ډالۍ شول

د افغان كلتوري ټولنو ګډه جرګه

 

( پښتو او د ژباړې اړتيا سيمينار ) چې د جمعې  په ورځ کابل کې د افغان کلتوري ټولنو  جرګې او پښتو نړيوالې مرکې له خوا  جوړ شوی و،  د همدې جرګې  له خوا د سيمينار په ترڅ کې د افغاني فرهنګ دوه خادمانو  ته د سرو زرو مډالونه ورکړل شول. لومړی   د مشهور ناورويژي پښتوپوه  ګيورګ  مورګنسترن په نامه ( دافغان کلتور ژباړن  ) د سرو زرو مډال  د استاد نصرالله حافظ  په لاس نوميالۍ افغانستان پېژندونکې (   نانسي دوپري ) ته ، چې نړيوالوته د افغان ولس ، کلتور او تاريخ په و پېژندلو کې يې د قدر وړ هلې ځلې او څېړنې کړي ،   ورکړل شو  ، دويم د لومړني( معلوم )  پښتون  ژباړن  ابومحمد هاشم سرواني په نامه د ( غوره ژباړن )د سرو زرو مډال د سعودي عربستان دسفارت  مشاور په لاس ښاغلي محمدزبير شفيقي ته ، چې تر دېرشو زيات آثار يې پښتو ته ژباړلي ، ورکړ شو. همدارنګه دعربستان سعودي سفارت ښاغلي زبير شفيقي ته د ق ان پاك يو ځانګړى قيمتي سيټ ډالۍ كړ.
د يادونې وړ ده ، چې  افغان کلتوري ټولنو جرګه  به هر کال  د افغان فرهنګ دوه غوره خادمانو  ته د سرو زروياد شوي  مډالونه ډالۍ  کوي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery