د
هرات د تاريخي ښار د منارونو په سيمه کې د يوعمومي سړک شته والى داسې ستونزه وه چې هم يې د افغانستان دغه ا
زښتناکه شتمني له ګواښ سره مخ کړې وه او هم ددې مانع ګرزيدلې وه چې د هرات لرغونى ښار د يونسکو د نړيوالو فرهنګي
ميراثونو په لست کې شامل شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، د وزيرانو شورا او په خاص ډول د افغانستان د اسلامي جمهو
يت جمهور رئيس په وار وار ددغه سړک د بنديدلو غوښتنه کړې وه .
پرون د هرات د ښار د پتمنو اوسيدونکو په
غوښتنه او د هغه ولايت د مقام د هرات د ښاروالۍ او په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ګډون تصميم ونيول شو
چې دغه سړک د عراده جاتو پرمخ وتړل شي .
د افغانستان د
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هرات د پتمنو وګړو دغه ملي پريکړه ستايي او هيله لري چې دې ته ورته حرکتونه به په
ټول هيواد کې د افغانستان د فرهنګي شتمنيو د تخريب مخه ونيسي .