په وير او ډير غم
خبر شولو چي د هېواد يو رښتيني خدمتګار ، روڼ اندۍ او د روزګان ولايت اولس پال شخصيت حاجي فضل الربي صميم
ي د دې نيمګړۍ دنياګۍ نه سترګي پټي کړې . انا الله انا اليه راجعون
خدای بخښلۍ استاد فضل الربي
صميمي د يو ه رښتيني هېواد پال په توګه د ١٣٤٨ لمريز کا ل څخه تر ١٣٦٧ لمريز کال پوري د خپلي سيمي
دنو رو روڼ اند په څيرد اولس چوپړ ته ودرېدۍ . په ټولو چارو کي سپېڅلۍ ، رښتينۍ او مينه ناک وو . د
زدکړو پر مهال يې د ښوونکو او زدکونکو زړونه خپل کړي وه ، د اداري کار پر مهال يې د اولس رايه تر هرڅه ا
زښتمنه ګڼل ، او په سياسي چارو کي يې رښتينوالۍ د هر چا لپاره مثال او بيلګه وه . څه ناڅه شل کاله يې رښتيني
سياسي هڅي وکړې ، خو هغه مهال يې د خپلو هڅو دالړۍ غوڅه کړل چي د روزګان ولايت د والي په توګه وګمارل
شو ، خو داداري او سياسي چاروبهير د ده د غوښتني خلاف لورۍ درلود ، ځکه يې د ولايت څوکۍ پريښودل
او د هغه مهال د واکمنۍ له سيمي ليري د خپل اولس تر څنګ ودرېدۍ .
د هېواد زيات شمير روڼ اندي او په ځانګړي
توګه د روزګان ولايت ميشت اولسونه ، دخدای بخښلي فضل ربي صميمي د کار او هڅو ستايني کوي اوهغه
ته د زړه له کومي د يوه لوړ شخصيت په سترګه ګوري ، هغه د يوه زړه سواند ملګري او د دندو پر م
هال د سپېڅلي انسان په نوم يادوي .
د روګان ولايت يو روڼ اندۍ ښاغلۍ عبدالشکور نورزئ د خدای
بخښلي فضل الربي صميمي د نورو زياتو خدمتونو تر څنګ د هغه مهال يادونه کوي چي د روزګان ولايت مرکز
ترين کوټ په ١٣٦٨ لمريز کال دکابل واکمنو دکنترول او واکه وه ايستل شو او د سيمه ايزو
تالانګرو او خپلسرو توپکيانود قهر څپو ته ولوېدۍ . هغه مهال په ترين کوټ کي د ميشتو کورنيو ژونداو مال
هيڅ حفاظت او مصونيت نه درلود ، هر قوماندان د اولسي وګړو د وژلو ، او د هغوۍ د مال د لوټلو کار او چاري خپل حق
ګڼۍ ، چي يوه بيلګه يې د څلورو سوو تنو هغو مامورينو او افسرانو يوځايې وژل او تير باران کول وه ، چي د
هېواد د نورو ولاياتونو څخه تيرين کوټ ته د دولتي دندود اجراکولو لپاره راغلي او په تيرين کوټ کي م
يشت ول . دا يوازي د خدای بخښلي فضل الربي صميمي اولسي واک او ځواک وو چي تر خپل نفوذ لاندي سيمه يې د
ترين کوټ د ميشتو کورنيو لپاره يوه ډاډمنه او د امن سيمه وګرځول ، هغه مهال يې د ترين کوټ د
سګونو کورنيو او د سلګونو انسانانو د ژوندي ساتلو لپاره خپل ځان ته د مرګ تر برېده خطر ومنۍ او د زرګونو
بېوزلو انسانانو ژوند يې وژغورۍ .
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د خدای بخښلي فضل الربي صميمي م
ړينه د هېواد روڼ اندو او په ځانکړي توګه د روزګان ولايت اولسونو ته يوه نه جبرانېدونکې پيښه بولي ، او
په دې ستر غم کي ځانونه شريک ګڼي ، د لوۍ څښتن ( ج ) له حضوره د هغه متوفی سپېڅلي روح ته د فردوس جنت دعا
کوي او کورنۍ ، دوستانو او ټولو ملګرو ته يې د رب العزت ( ج ) څخه د زړه صبر غواړي .
امين يارب العا
مين
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب