د کندهار مجلې د روان کال پرله پسې د
يمه او څلورمه ګڼه چاپ سوه، د مجلې ډېری مضامين د پښتو د اوسمهال د تکړه ليکوال، محتاط څېړونکي او خوږ ژبي
ژبپوه استاد محمد معصوم هوتک په باب دي، نوموړي مضامين د هيواد څخه دباندي او دننه ليکوالو ليکلي چي په لړ کي
يې د ښاغلي هوتک علمي، ادبي او فرهنګي برياوي او هڅي څېړلي دي.
د کندهار مجلې اداره د لوی خدای څخه ښاغلي
استاد هوتک ته د اوږده او سوکاله ژوندانه تر څنګ د همدغسي فرهنګي برياوو او هڅو غوښتنه کوي.