مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلامیه

 

دافغان کلتوري ټولنو جرګه د یو شمیر هغو کړيو او اشخاصو کړنې غندي ، چې د هیواد له اساسي قانون سره په مخالفت يې د دې هیواد د ملي ترمینالوجۍ په خلاف مټې رانغښتې او په دې اړه د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو غیرمسوولانه څرګندوني په کلکه غندي.
 دافغان کلتوري ټولنو جرګه پر ملي اصطلاحاتو د اطلاعاتو اوکلتور وزیر ښاغلي عبدالکرم خرم ټينګار د هیواد له اساسي قانون س ه نه يوازې يوسم عمل بولي، بلکې د ملي اصطلاحاتو ساتل او کارول د دغه وزارت دنده او مکلفيت هم ګڼي.
موږ په داسې حال کې چې یو ځل بیا له خپلو ټولو ملي ارزښتونو، هیوادپالو چارواکو او اساسي قانون څخه خپل ټینګ ملاتړ څ ګندوو، د ملي شوری له دواړو مجلسونو هیله کوو چې هر چا ته د هغوی د شخصي سلیقې په بنسټ حق ور نه کړي ، چې د اط اعاتو او کلتور وزیر په څیر هیوادپال شخصیتونو او د هغوی رغنده اقداماتو ته زیان ورسوي.
د افغان کلتوري ټو نو جرګه د دې خبرې یادونه یو ځل بیا کوي ،چې د هیواد د ملي ترمینالوجۍ د ساتنې او پالنې تر څنګ بايد له قانون سره سم پښتو ژبې ته هم حق ورکړل شي ،چې د افغانستان په ټولو حکومتي ادارو، ښوونیزو موسسو او د تدریس په چارو کې په م ساویانه توګه و کارول شي. همدارنګه د پلازمینې په شمول دې په ټول هیواد کې د افغان ولس بچیانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره شي.
په همدې توګه د افغان کلتوري ټولنو جرګه هیله لري ، هغه کسان باید د ولسي جرګې له خوا استجواب ته را وبلل شي،  چې د دې هیواد د ملي ارزښتونو زوال ته یې ملا تړلې، هرګام او عمل یې د افغانستان د سترو ګټو په خلاف دی.  

په درنښت
د افغان کلتوري ټولنو جرګه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery