د ستر څښتن (ج)په نامه !
د اطلاعاتو
او فرهنګ وزارت د لومړي ځل لپاره د ملي ټرمينالوژۍ په خونديتابه کې تاريخي ګام اخستى دى. افغانستان د اېران او
نورو بهرنيانو تر کولتوري يرغلونو لاندې په داسې حال کې پايي، چې موږ يې په حکومتي کچه خورا کمزورى دفاعي ځواک
رو. د اطلاعاتو او کولتور وزير وروستى دريځ او ګام د افغان ولس د ملي ارزښتونو او ګټو د خونديتابه لپاره يو
ستر او د ستاينې وړ ګام دى. موږ له ښاغلي عبدالکريم خُرم څخه هيله کوو، چې د قانون په استناد ١٦مه ماده په ټولو
برخو او خصوصي رسنيو هم تطبيق کړي. د قانون په پليتابه کې د هيچا له ګواښونو مه وېرېږئ، د لوګر او افغانستان ټول
ولس ستاسو تر شا دى.
لوګر فرهنګي ټولنه
مشرتابه پلاوى
پل علم