ګرانو میندو ، خویندو او د
هېواد د ښځینه برخې درنو مشرانو او کشرانو !
تر هر څه دمخه اجازه راکړۍ چې ستاسو لوړ مقام او حضور ته ددغه تا
یخي جشن له امله د زړه له کومې مبارکۍ او نېکې هیلې وړاندې کړم .
د تاریخ پوهان په روایت افغانستان په همدا
اوسني او لرغونو نومونو سره تل د پردیو له یرغل ، تپل شویو جګړو اود د ښمنانو له خوا زموږ د مېنو
د ویجاړولو او زموږ له سرونو د کله منارونو له سترو ناورینونو سره مخامخ و .تاریخ شاهد دی چې هېڅکله هم دغو
نامراده یرغلګرو موږ په کراره نه یو پرې ایښي او زموږ ولس جبرا دې ته راکاږل شوی چې توره په لاس واخ
ي او له یرغلګرو او متجاوزینو سره مقابله وکړي او بیخې جوته ده چې افغاني ښځو او خویندو د دې ټاټوبي د ټول
تاریخ په اوږدو کې له نارینو سره یو ځای د همت ملاوې تړلي او همدغه شان زړورې او باتوره پاتې
وي او ان کله خوهم د( تامیروس ) یا آغلې زرینې په شان یې د افغانانو د سترې امپراتورۍ مشري هم په
ښه شان ترسره کړې .که له مغولو او انګرېز سره په مقابله کې د خپلو زړورو میندو او خویندو لکه زرغونې انا ،
ملالۍ او نورو تل پاتې نومونه له ځان سره لرو ، همدا اوس هم په هېواد کې دننه او له هېواد نه د باندې داسې سر
وړې او قدرمنې خویندې او میندې لرو چې نه یوازې د ملي خپلواکۍ چې د ملي کلتور ، ملي او تاریخي هویت ، او د ګران
هېواد د بیا رغاونې په ستر کار کې بې جوړې دي .دوي حماسې جوړوي ، ویاړونه زېږوي او د نورو سترو وطني چارو تر څنګ د
بېلا بېلو بېوزلیو او تنګ لاسیو سره سره سالم او منور اولادونه ټولنې ته روزي .
مېرمنې زموږ د ټولنې نیمایي
برخه ده چې له بده مرغه په روان وخت کې د هغوي د هوسا او بسیا ژوند لپاره هېڅ یوې څانګې عملي او
ګټور ګام نه دی اخیستی . که له دې تېر شو چې په حکومت او پارلمان کې یو شمېر نا مستعده او بې تفاوته
ښځې یوازې په خپل فېشن شو لګیا دي ، په همدغه شان هېڅ نا دولتي ارګان هم د ملیونونو افغاني ښځو له سترګو
وانې اوښکې پاکې نه کړې او دا دی ګورو چې اوس هم زموږ دهېواد دغه مهمه برخه په کړاونو کې ژوند کوي ،
هغوي ژاړي او کوکې وهي چې :
- موږ او زموږ بچیان له بمونو ، راکټونو او ځان مرګو بریدونو بچ
کړئ
- موږ د مور- ماشوم د ساتنې عملي اقدامات غواړو، او د مهاجرت دا اور راباندې ودروئ
- موږ
ته ښوونځي او پو هنځي جوړ کړئ ، او موږ ته د کار امکان برابر کړئ
- نارینه دې زموږ د حق غوښتلو
عارونه پرېږدي ، او موږ ته دې حق راکړل شي چې موږ خپل حقوق پخپله له غاصبو نارینو واخلو
- د خدای په لحاظ ایت
اف ته ووایاست چې نیمه شپه او یو ناڅاپه زموږ په کورونو داړې را نه وړي
- که تاسو د مورنۍ ژبې دروغین شعارونه
نه ورکوئ نو لطفا زموږ ماشومانو ته په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې او کار امکان ورکړئ
- که تاسو د ښځو د شرف او
عزت ساتندویان یاست ، نو لطفا ټول هغه دوکانونه وتړئ چې نن سبا په کابل کې پرانیستل شوي او د افغاني ښخو عزت
خرڅوي .د فساد دغه مرکزونه پخوا هېڅکله هم نه و .
- له ښځو سره تاو تریخوالی ، بد او زښت چلند سخت دریځي او
غیر اسلامي آمرانه اعمال بند کړئ .
- په خپلو بدو کې خپلې خویندې په زوره مه ودوئ
-د ولور ظالم
انه دود بند کړئ او د یو ځانګړي فرمان له مخې مرتکبین یې مجازات کړئ
-د هوس له مخې د ازواجو تعدد بند کړئ
دا او دې ته ورته غوښتنې په اوس وخت کې زموږ د افغاني خویندو او میندو تر ټولو مهمې هیلې دي ، موږ پوره باور
لرو چې که د ښځو له مسُلې سره په دموکراتیک او برابر شان چلند و نه شي ، دغه راز ربړې به موږ تر ډېره وګالو
.
په دې هیله چې زموږ دغه روا غوښتنې د یو سراسري حرکت بڼه غوره کړي ، له وخت نه په ګټې اخیستنې ، ددغې نېکم
غه ورځې له امله ټولو افغاني خویندو او میندو ته د خپلو مبارکیو مراتب تجدیدوم .
په درناوۍ
په ډنما
ک کې د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب فیضیه ( هوسا )
کوپنهاګن – د ۲۰۰۸ کال د مارچ