مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-11   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دښځونړیواله ورځ دي ټولوښځوته مبارک وي خو!

ملالۍ هلالي

دښځونړیواله ورځ دي ټولوښځوته مبارک وي خو!

دمارچ اتمه دښځودنړۍ والي ورځي  يه ویاړهرکال دنړۍ په هرګوټ کي  لمانځل کیږي په دغه ورځ دښځولوړمقام اوارزښ په ټولنه اوکورنیو کي ستایل کیږي . اودښځودښه ژوندانه اودسوکالي لپاره تصمیمونه نیول کیږي.

خو

  • آیادغه دود  زم وږپه هېوادکي هم ترسره کیږي؟
  • آیازموږدهېوادښځي هم ددغه ورځي په خوشالی اودرناوی کي شریکي دي ؟
  • آیا هغه لوړپوړي چارواکي چی ویل ډېراوعمل یې بیاهیڅ هم نه دي (اوحتی دپاڼي له مخي هم نشي کولای سم لوستل وکړي) او ډیري شانداري غونډي جوړوي اودرادیوتلویزیون ژورنالستان خبروي اوسل پریکړي کوي خودعملي کولولپاره یې بیاهیڅ هم نشته، خپل دهیوادد بې وزلو ښځوپه ستونزو به خبروي اوکه نه؟
  • نوزماپه آند داورځ دافغان ښځولپاره نه ده داځکه چی لاتراوسه افغان ښځه ډېره ستومانه اوزوریدلې ده، لاتراوسه ددې دلاسونواوپښونوکان په ظلم سره ایستل کیږي ،تراوسه لادهغې لاس اوپښې لکه دڅارویوپه شان دوهلوله امله ورماتیږي تراوسه لادامجبوره ده چي ددې هرڅه ناخوالوسره لاس اوګریوان وسي ،نوتاسوقضاوت وکړئ چي دابه په کومه سوکالي اوخوشالي داورځ لمانځي اویاهم داورځ به دچاله خواورته مبارکي ویل کیږي ؟
  • هغه مورچي خپل دوړوماشومانودسهاراوماښام ویوه ګوله وچي ډوډۍ  ته حیرانه ده او یوازي دې ته منتظره ده چی څوک به یې دکالومینځولولپاره وغواړي ، څوک به یې دپنبې دټکولواو.........لپاره وغواړي ترڅوچي ماشومان یې دلوږي مړه نه سي. هغې ته به داورځ څه ارزښ و لري ؟

په هغه ټولنه کي چي ترشپېته فیصده لوړمیرمني یې بېسواده وي ،دمېرمنوسره زورزیاتی وي ،اوهغې ته دهغې دحق پیژندلواوحق ورکولولپاره ارزښ نه وي نوددې ورځي لمانځل به څه معنی ولري؟ مافکرکوی چی دښځود ځان وژني اصلي لامل خپلي میرمني دي داځکه چی دوی خپل دمسؤلیتونوڅخه بې خبره دي اودژوندوناخوالوته ناتواني اوبی صبره دي .خواوس مهال ظلم دښځوپه وړاندي دومره زیات سوی چي دقضاوت لپاره  دهیچاسره دلیل اوبرهان نسته .

زموږدټولني هغه نارینه چی دښځودحق اوحقوقونه څخه بیخبره دي اویاهم نه غواړي چی خبرسي خیر،خو زه ودې ته حیرانه یم چی هغه کسان چی باسواده عالمه اوهغه دخلکوخب ه چي فرهنګیان هم دي خوبیاهم دډیرتاریکه فکرلرونکي دي .داپه دې معنی چي کله ددوی څخه پوښتنه وکړئ چی نظردې دنجونودزده کړواودمېرمنوکاردکورنه بهر په هکله څه دی؟

نوسم دلاسه وایي، چي داخوډېره ښه خبره ده تحصیل او وړي زده کړي نجلۍ او هلک نه لري دنارینه اوښځي ترمینځ هیڅ تفاوت نسته مګردمسؤلیتونوتوپیرسته نارینه دکورنۍ دحلالي نفقې دلاسته راوړلومسؤلیت لري اوښځي بیادکوراوماشومانودسمبالولودنده په غاړه لري.همداډول ښځي اونا ینه کولای سي چي اوږه په اوږه کاروکړي اودکورنۍ څرخ وڅرخوي او..........................

خوکله چي دشخصي ژوندا نه یې خبر سي اویاهم وپوښتي نوبیاوایي چي زمانه خوښیږي چي زماخور میرمن اویاهم لوردي په کوم دفترکي کاروکړي اصلاً ولي دکورنه بهرووځي ؟

 ښځه دکورزینت ده نه دبهراوترڅوچي زه ژوندی یم زه به هرڅه دکورنۍ غوښتني اواړتیاوي برابروم . داویونارینه ته بي غیرتي ده چی خور،لوراویاهم میرمن یی په  دفترونوکي

دبیګانه خلکوسره کارووکړي .ټولنه خراپه ده، بې نذاکته اوبې علمه خلک ټوله ورځ په سړکونواوبانډوکي ګرځي اودنجونودمزاحمت لامل ګرځي .

اوسل اوزرنورداسي دلایل چي ددوی له نظره سم دي .

اوداسي کسان  چي واقعاً هغه څه چي وایي هغه په عمل کي هم پیاده کوي ،  ډیرکم دي .

نوبیاهم سوال دادی چی ولي نظرونه دومره توپیرلري؟

داچي په افغاني ټولنه کي دښځو والی کم دی کیدای سي ډیرلاملونه ولري لکه دطالبانونظام اویوه اوږده موده دښځولري والی د ټو نیزواړیکوڅخه،اوهمدارنګه  دنارینوتاریک بینۍ ،بدګمانۍ،اویاهم دنارینوکم فهمۍ خپل دمیرمني ،خوراویاهم لوردنه پیژندلواوباورنه لرولوعلت وي چي ښځي لاتراوسه خپل په ځان باورنه ل ي.

خوشایددوخت په تیریدوسره فکرونه هم توپیرپیداکړي ټولنه هم دښځودقبلولولپاره چم توسي.

نودداسي ورځي دلیدواویاهم راتلوپه هیله دامهمه نه ده چي موږوسو یانه ،  خوکه راتلونکي نسل ته دازمینه مساعده سي چي خپل اسلامي حق اوازادۍ  ولري نودابه ډیرښه زیرئ وي .

دیوې داسي راتلونکي په هیله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery