په ډيري خواشينۍ سره مو خبر واخيست چې، د هېواد تكړه ټولنيز ، پوهنيز
او سياسي شخصيت ، د كابل پوليتخنيك انستيتوت پخوانى استاد او د قومونو او قبايلو چارو وزارت پخوانى مرستيال
وزير دوكتور شاه زار لېوال له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې
كړې. &nb
sp;
انالله وانا اليه راجعون
موږ د خداى بخښلي شاه زار لېوال مړينه د هېواد
پوهنيزو ، ټولنيزو او هېوادپالو كړيو لپاره يوه نه جبرانېدونكې ضايعه او د دوى د مړينې په وير كې ځانونه شريك
بولو. موږ د دوى درنې كورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او ملګرو ته د زړه صبر ، تسكين او ارواښاد ته د لوى څښتن تعالى
په دربار كې د جنتونو غوښتونكى يو .
د ماسكو راډيو د افغانستان د څانګې كاركوونكي
دوكتور شاه م
حمود نېك ، دوكتور عبدالعليم ميرازى ، محمد طاهر كاڼى ، علاوالدين پويه ګر ، مهوش پويه ګر او خالده زيارمل.