د کوچيانو سره د امريکا
په مرکزي کليفورنيا کې د لوی افغان ټولنې د ملاتړ پېغام
مونږ د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او ټولې څانګې
او غړي په کابل ښار کې د ځېنو باندنيو مذدورو حلقو لاريون چې د دې هېواد د بومي هستوګنو يعنې کوچيانو په
وړاندې ېي تر سره کړې په کلکه غندو ، او دوی ته دا توسعه کوو چې دتاريخي شواهدو په اساس خپل مؤقف او د
هېواد د بومي هستوګنو د مؤقف او حقوقو په اړه خپلې علمي څېړنې او معلومات ځيات او پاملرنه وکړي ، او د هېواد
عيني او ذهني شرائط په نظر کې ونيسي او د پردو په لمسون د افغان د جونګړې د بيا خرابولو هڅې بندې کړي٠ او د
داسې غير مسؤلانه لاريون مسؤلانو ته په ګوته کوي چې د دې اقدام د هر ډول عواقبو مسؤليت د دوی په غاړه دی
او بس٠
د يادونې وړ ده چې داسې لاريونونه نه يواځې د هېواد د ورونو قومونو تر مينځ دشخړو او جګړو لامل ګ
ځي بلکه د باندينو هېوادونو شومو اهدافو لپاره لاره اواروي او زمونړ د ټپي هېواد په زخم
ونو بل ټپ ور ځياتوي٠
مونږ د لوی افغان ټولنې مشرتابه او ټول غړي يو ځل بيا داسې غير مسؤلانه اقدام
غندو او خپل ملاتړ د افغان کوچيانو سره اعلاموو ٠همداشان د هېواد د مشر تابه څخه دا غوښتنه کوو چې د قانون په
ڼا کې داسې بې بندوباره شر اچونکي په قانوني ډول مجازات کړي٠
تل د وي
افغانستان ژوندی او سر لوړۍ د وي افغان ملت