د ملې مشاعرې پښتو اعلان
له نیکه مرغه زمونږ سوځیدلی او هېرهیواد ا فغانستان، د نړۍ د۱۰۰هیوادونو په ډله کې، د باکیفیته ښوونې او
وزنې د نړیوال کمپاین غړیتوب په روان ۲۰۰۸کال کې تر لاسه کړ. «په نړۍ کې د ستر لوست» کمپاین، د ښوونې او روزنې
د ودي په چاره کې د اړوندو سازمانونو(سی.ایچ.ای- دی.ایچ.اس.ای- اس.ام.او او ای.ام.ام.سی) لخوا د اپریل له ۲۱مې
تر ۲۸مې (دغوایی له دویمې تر نهمې) په لاره اچول کیږي.
دغه سازمانونه د«په نړۍ کې د سترلوست» په ویاړ، د
باکیفیته معارف په نامه، ملی او سرا سري مشاعره، د یوې ازادې او ملي سیالۍ په بڼه جوړوي.
• د شعرونو
کتنه او ارزونه د استازانو او فرهنګیانو د یوې ډلې لخوا ترسره کیږي.
• ترټولو غوره موضوعي شعرونو او نظم
ونوته جایزې ورکول کیږي.
• ترټولو غوره لس شعرونه ددغه کمپاین په لویه غونډه کې د ویناوالو لخوا لوستل
کیږي.
• ټول شعرونه په یوه جلا ټولګه کې چاپیږي.
مینه وال او علاقمندان دي د(باکیفیته معارف او د بیوزلۍ د
ورکولو)پرموضوع خپل لیکلي شعرونه او نظمونه او دغه راز خپل ادرسونه او د تیلیفون شمېرې د غوایي د میاشتي تر
لومړۍ نیټې پورې په دغو پتو راولیږي:
دریمه کارته، سورپل، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سړک، ښي لاس ته
لومړۍ کوڅه، (۴۷)لمبرکور د صبانشراتی مرکز د فرهنګ دیپارتمنت.
پست بکس (۴۷۵)شمیره.
ایمیلونه او د تليفون
شمېرې:
ahilamanghaznawi@yahoo.com
0799866286
anwarwafa6@yahoo.com
0799403869
0799576762
0700217012
&nb
sp;
&nb
sp;
صبانشراتی مرکز