دخپریدو نیټه : 2008-04-16 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
د سپرغۍ ادبي او ټولنيزې مجلې اوومه ګڼه چاپ شوه
عزت الله اميد
ناپېيلې ادبي او ټولنيزه م
ياشتنۍ مجله (سپرغۍ) له چاپه راووته، د سپرغۍ اوومه يانې د وري د مياشتې ګڼه د يو لړ ښکليو او په زړه پورو
يکنو او شعرونو سره بازار ته راغله.
د سپرغۍ په دې ګڼه کې پر سرليکنه سربېره، د انساني ورور ولي،په سيمه او
چاپيريال کې د جرګو اهميت،کوکنار حرام او شراب،د ځان وژونکي پاى، موبايل او طالبان،پيودر دستايوسکي،هڅه، د
کونړ ازاده سينده، ما د کونړ سينده له ځار کړي او نورو سرليکونو لاندې ليکنې راغلي.
په دې ګڼه کې د کونړ سيند م
شاعرې د بشپړو راپورنو تر څنګ د سولې کاروان له مشر حاجي ظاهر قدير سره يوه مرکه هم راغلې چې له نوموړي سره يې
د هغه او ملګرو له خوا د سولې د پيل شوي کاروان په اړه خبرې کړي.
که غواړئ تاسو هم په سپرغۍ کې خپلې ليکنې چاپ
کړئ نو په دې پته يې ور ولېږئ:
sparghy_mag@yahoo.com